Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»امر بالمعروف او نهی عن المنکر (لومړۍ برخه)
اسلام دوشنبه _24 _جون _2024AH 24-6-2024AD

امر بالمعروف او نهی عن المنکر (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابو عرفان


امر بالمعروف او نهی عن المنکر (لومړۍ برخه)

مقدمه
د اسلام سپېڅلي دين د لومړي الهي پېغمبر له رالېږل کېدو څخه بیا تر بشريت تر ختمېدو پورې د هر مسلمان په ژوند کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو اصل ګرځولی دی. ځکه د دغه دیني فرض ادا کول په ټولنه کې د نیکۍ فرهنګ ته وده ورکوي، خلک نیکو کارونو ته هڅوي او له بدو کارونو څخه منع کوي او د ټولنې د امن او ثبات په ټینګښت کې مرسته کوي، او حتی د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت هم د دې مسؤلیت په لرلو سره تر ټولو غوره امت بلل شوی دی:
«كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ»؛ ژباړه: «تاسو تر ټولو غوره امت یاست چې د خلکو لپاره راڅرګند شوي یاست، چې په نیکۍ امر کوی او له بدیو څخه منع کوی او تاسو په الله ایمان لری.»
په پورتني آيت کې د “خیر” کلمه د برترۍ مفهوم رابرسېره کوي، چې لامل يې نېکۍ ته امر او له بديو منع کول دي، چې اسلام ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده. خو د آيت په پای کې پر الله سبحانه و تعالی د ايمان بحث راپورته شوی، چې د ايمان او امر بالمعروف او نهی عن المنکر تر منځ مستقيم تړاو څرګندوي. شاید ایمان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په وسیله ترلاسه شي، او شاید د ایمان بشپړتیا په دې کار پورې اړه لري.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر، یا په بل عبارت «دعوت» یو له هغو غوره کارونو څخه دی چې د دعوت کوونکي د اعمالو وزن زیاتوي، د هغه مقام لوړوي او له هغه غوره عملونه څخه دي چې هغه خدای ته نږدې کوي.
دعوت د پېغمبرانو او سپېڅلو اولياوو له ځانګړنو څخه دی، چې د هغه په کولو سره ډېر ښه او چټک پېژندل کیږي، د دوی دعوت عام کیږي او بالاخره د ډېرو خلکو د لارښوونې او نجات لامل کیږي او له ګمراهۍ او ذلت څخه یې ژغوري.
په نېکۍ امر کول او له بدیو منع کول یو له هغو اعمالو څخه دی چې پر هر نارینه او ښځینه، زاړه او ځوانان، متخصص او غیر متخصص باندي واجب دي او په هغه که ایمان یوازینی شرط دی؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ»؛ «په تاسو کې هر څوک چې کوم ناروا عمل وويني نو په خپل توان او قوت سره دې اصلاح کړي، که په لاس يې مخه نه شي نیولای، نو په خپلو خبرو دې يې بدل کړي، او که دغه کار هم نه شي کولای نو پخپل زړه کې دې له هغه څخه تنفر ولري، او دا د ایمان ضعیفه درجه ده.»
پورتنی حدیث درې برخې لري، چې په حقیقت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر موضوع د مختلفو اشخاصو د وړتیاوو پر بنسټ ویشي. د «فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ» په جمله کې یې لومړی دولتي کسان مکلف کړي دي او دا یې د هغو وظیفه ګرځولې ده چې له خپل واک او اختیار څخه په استفادې سره ملتونه له خطا څخه سمې لارې ته هدایت کړي، تر څو دوی له ګمراهۍ څخه ووځي. د “لاس” کلمه د واک او حاکمیت مفهوم بیانوي، او په یقیني توګه په اسلامي ټولنو کې دا لومړی اجرایوي ځواک دی.
د دې حدیث دوهمه برخه «فَبِلِسَانِهِ» عامه مسلمانانو ته یادونه کوي، هغه مسلمانانو ته چې د وینا ځواک او د حق او باطل د توپیر کولو ځواک لري، ځکه له واکمنانو وروسته د دوی دنده ده چې دعوت وکړي، او خلک له بدیو څخه منع او ښه کارونو ته یې هدایت کړي.
د دې ډلې دعوت په ژبي سره دی او په هغه کې هڅول او ډارول(ترغیب او ترهیب) دي، چې په احترام او زړه سواندۍ سره د یوه شرعی او اسلامی فریضې په توګه یې تر سره کوی.
د حدیث په دریمه برخه کې «فَبِقَلْبِهِ» د هغه مسلمانانو حالت بیانوي چې د احکامو او لفظي دعوتونو د پلي کولو توان نلري؛ خو دوی بیا هم د یو مسلمان او پرهیزګار په توګه خپله دنده ترسره کوي، چې له ناروا او منکر څخه کرکه او له ښو سره مینه لري او دا د ایمان تر ټولو ټیټه درجه ده؛ ځکه اسلام د قوت په حاصلولو باندې تاکید کړی دی او قوي مؤمنانو ته یې په مختلفو مقامونو کې په کمزورو مؤمنانو باندې فوقیت ورکړی دی. ښکاره خبره ده چې ځواکمن او با استعداده خلک کولای شي په مختلفو شرایطو او د حاکمې ټولنې په مختلفو موقفونو کې خپل مفکورې او نظریات په اسانۍ سره جوړ کړي او دا هغه ګټه ده چې کمزوري خلک یې نه لري.
له همدې امله په نړۍ کې زموږ د انسانانو ښه والی زموږ په وظیفه او د هغه په ​​پلي کولو پورې اړه لري. ځکه ښو ته امر کول او له بدیو منع کول یو مهم او سپیڅلی کار دی چې د ټولو پیغمبرانو په غاړه وو. له پیغمبرانو وروسته هر مسلمان او مؤمن انسان مکلف دی چې دغه دیني عمل او عقیده په سمه او اصولي توګه ترسره کړي، په ځانګړې توګه د فتنې او مختلفو آفتونو په شرایطو کې چې د اسلام ضد جریانونو لکه: سیکولریزم، فیمینزم، الحاد او نور رامنځته شوي. مسلمانان باید خپل فکري او دیني هویت وساتي او په دیني او اخلاقي چارو کې له زغم څخه کار واخلي، ترڅو د هغو خطرناکو دښمنانو له جال څخه چې تل د مؤمنانو په ګمراهۍ کې اخته وي ځان وژغوري. دا دښمنان د مسلمانانو د دیني عقیدې او ارزښتونو د کمزوري کولو لپاره ډېر تبلیغاتي او تخریبي پروګرامونه لري.
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَى رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي أَنْزَلَ مِنْ قَبْلُ وَمَنْ يَكْفُرْ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا»؛  ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، ایمان راوړئ په الله او د هغه په ​​رسول او په هغه کتاب چې هغه پر خپل نبي باندي نازل کړی او هغه کتاب چې مخکې یې لیږلی دی، او هر څوک چې په الله او د هغه په ​​ملائکو او د هغه په ​​کتابونو او د هغه په ​​پیغمبرانو او د قیامت په ورځ باندې کفر کوي، بېشکه چې په ډېره لیري ګمراهۍ کې دی.»

 

ادامه لري…
Previous Articleتصوف او عرفان (پنځمه برخه)
Next Article د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (پنځه څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول شپږویشتمه برخه…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD3 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه  لومړۍ برخه الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَىٰ عَبْدِهِ…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD11 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.