لیکوال: زید
حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه (دولسمه برخه)
په اسود عنسي باندې د حضرت فیروز د برید شېبه
حضرت فیروز بیا د هغې ښځې کور ته لاړ او د هغې د پیغام څخه ډاډمن شو. د شپې ټول ملګري هغه کور ته ننوتل چې ښځې ورته ویلي وه او هغه یې سوری کړ. بیا هغه کوټې ته ننوتل چې اسود عنسي پکې وو. دوی یو څراغ وموندل چې د کاسې لاندې پټ و. فیروز دیلمي څراغ خوا ته ورغی او اسود عنسي یې د ورېښمو په بستر پروت ولید، په داسې حال کې چې هغه نشه و او هغه ښځه یې څنګ ته ناسته وه او د فیروز او د هغه د ملګرو د برید په تمه وه.
کله چې فیروز د برید لپاره راپاڅېد، نو یو شیطاني ځواک اسود یې راویښ کړ او د هغه په ژبه یې خبرې وکړې. خو بیا هم په نشې اخته و، فیروز ته یې وویل: اې فیروزه! ته زما سره څه کول غواړې؟ فیروز په دغه خبرو سخت وډار شو، او له ځان سره یې فکر وکړ چې که له هغه ځایه راوګرځي، نو دی او هغه ښځه به دواړه له منځه ولاړ شي. له همدې امله هغه شاته نه شو او د هغه سر يې ونيوه او په هغه باندي یې سخت ګوزارونه وکړل تر دې چې هغه يې وواژه.
له دې وروسته هغه پاڅېد چې لاړ شي او خپلو ملګرو ته ووايي چې اسود وژل شوی دی. خو په هغه توره شپه کې هغې ښځې فکر وکړ چې فیروز تر اوسه اسود نه دی وژلی، نو د هغه لمن یې ونیوه او ورته یې وویل: چېرته ځې؟ ایا خپل محرم پریږدې ؟ فیروز وویل: زه خپلو ملګرو ته ورځم او د اسود د قتل خبر ورکړم.
د اسود وروستی نفس او د هغه د فتنې اور مړ کول
له دې وروسته د فیروز ملګري د اسود کوټې ته ننوتل چې د هغه سر پرې کړي. په دې وخت کې هغه پېري هغه ته حرکت ورکړ او د فیروز ملګرو د دې صحنې په لیدو سره خپل کنټرول له لاسه ورکړ. دوی سمدلاسه په هغه کېناستل، او په خونه کې د هغه د وروستۍ ساه غږ خپور شو. د دې غږ په اورېدو سره څو ساتونکي کوټې ته ننوتل او پوښتنه يې وکړه: څه شوي؟ هغې ښځې ځواب ورکړ: “النبی یوحی الیه”؛ يعنې «اوس د خداى پر رسول باندې وحی نازل کیږي.» نو له هغه څخه دا ډول غږ اورېدل کېږي.
د اسود د وژلو اعلان او په یمن کې د اسلام خپرېدل
له دې وروسته فیروز، قیس او داذویه په ګډه مشوره وکړه چې څنګه د اسود د مړینې او د اسلام د بریا اعلان وکړي. بیا ټولو ومنله چې سبا به د اسلام په شعار سره ټول خلک خبر کړو تر څو راټول شي.
کله چې سهار شو، قیس پاڅید او د اسود عنسي کلا دیوال ته وخوت، او خلکو ته یې اعلان وکړ چې راټول شي. د مسلمانانو او کفارو په ګډون ټول خلک راټول شول. (قیس د وبر ابن یحنش وړاندیز وکړ چې اذان ناري کړي، او وبر هغه څوک و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په ذریعه د یمن مسلمانانو ته د اسود د مرګ لیک واستاوه) وبر اذان پیل کړ، کله چې شهادتینو ته ورسید، ویې ویل: «اشهد ان محمدا رسول الله و ان عبهلة کذاب”؛ یعنی «زه شاهدي ورکوم چی حضرت محمد صلی الله علیه و سلم د الله سبحانه وتعالی رسول دی او “عبهلة عنسي” لوی درواغجن دی، بیا یې د هغه ملعون سر د کلا څخه ښکته راوغورځاوه.»
په دې توګه د اسود عنسي دروغجن او اجیر ملګري مات شول او وتښتېدل. خو مسلمانان له دوی څخه غافل نه وو. بلکې ټول په هغوی پسې روان شول او په لاره کې ورته ناست وو او هغوی یې بندیان کړل. په دې کار سره اسلام او مسلمانان غالب شول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول استازي چې د یمن په خاوره کې یې خدمت کاوه، بیرته خپل کار ته راستانه شول.
له دې وروسته ټولو په دې مشوره وکړه چې له دوی څخه کوم یو د دې سیمې د حاکم په توګه وټاکل شي. په پای کې د ټولو رایه سیدنا معاذ ته ده شوه، لکه څنګه چې مخکې (د اسود عنسي له فتنې څخه مخکې) هغه د اسلام د ګران پیغمبر (ص) استازی وو، او د دې خاورې والی و. نو له دې وروسته یې بیا خلکو ته لمونځ پیل کړ.
دا د حضرت سيدنا فيروز رضي الله عنه او د هغه د ملګرو د هوښيارۍ څرګندونه وه، چې په مختلفو طریقو او حکمت سره یې وکولای شول چې د فتنې دغه ستر اور خاموش کړي، او د اسلام ستر بیرغ پورته کړي او مرتدین بیرته د اسلام تودې غیږي ته راولي.