لیکوال: زید
د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (نهه دیرشمه برخه)
خالد رضی الله عنه د« امغشیه» او «حیره» په خاوره کې
علامه شلبي رحمه الله لیکي: “امغیشیه” په هغه وخت کې د یو ښار نوم و، چې د (الیس) سیمه یې له توابعو څخه وه. د هغه سیمې خلکو د الیس په جګړه کې د کفارو تر څنګ د اسلامي لښکر پر ضد جګړه وکړه، چې په پایله کې یې د «امغیشیه» په نوم بله جګړه پیل شوه.
امام ابو ربیع کلاعي رحمه الله لیکي: د الیس په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ زره کسانو ته رسېدلی و، چې ټول یې د امغیشیه له سیمې وو.
د اسود ابن قطبه په نوم یو مشهور شاعر د دې جګړې په اړه لیکي: موږ اویا زره کافران ووژل، د دوی پاتې جګړه یوازې د دوی د اطاعت او محکومیت پایله وه، پرته د ایلیس سیمې له خلکو څخه، ټول جنګیالي او هر هغه څوک چې دا جګړه یې وکړه د مړو په منځ کې وو.
حضرت خالد رضي الله عنه کله چې د الیس جګړه پای ته ورسوله، خپلو ټولو لښکرو ته یې امر وکړ چې د اُمغیشیه پر خلکو برید وکړي او د هغوی بغاوتونه له منځه یوسي او هر څه چې دوی لري له منځه یوسي.
کله چې امغشيان په دې خبره خبر شول نو سمدستي وتښتېدل او د عراق سواد په نامه سيمو ته يې پناه يووړه.
مسلمانانو او د اسلام مجاهدينو له دې فرصته ګټه پورته کړه او هغه سيمه يې فتحه کړه او هلته يې د اسلام بيرغ وځړاوه او ډېر مالونه يې تر لاسه کړل.لکه څنګه چې په ځينو کتابونو کې راغلي دي چې حضرت خالد رضي الله عنه هلته دومره غنيمتونه ترلاسه کړل چې ډېر کم به يې ليدلي وي، د هر يوه اس سپاره مجاهد برخه ۱۵۰۰ درهمو ته رسېده. حضرت خالد رضی الله عنه غنیمتونه وویشل او خمس (پنځمه برخه) دارالخلافة مدینې منورې ته و استوله.
کله چې د مسلمانانو خلیفه حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه د دې فتحې او د غنیمت د ترلاسه کولو خبر واورېد، له خوشالۍ یې چیغې کړې او ویې ویل: ای د قریشو جماعته! ستاسو زمري (خالد بن ولید) د فارس په زمري برید وکړ او هغه ته یې ماتې ورکړه.
علامه شلبي لیکي: نوموړي په همدې وخت کې یوه ډېره ښکلې جمله وویله: ښځې نشي کولی د خالد په څیر زوی و زیږوي.