د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (اته دیرشمه برخه)
حضرت خالد رضي الله عنه د ایران له ستر لښکر څخه خبر شو
حضرت خالد رضي الله عنه د عراق د مختلفو سیمو له فتحه کولو وروسته د خپل لښکر د آرامتیا لپاره د «المثنی» په نوم سیمه کې خیمې ولګولې، په همدې سیمه کې یې د ایران د نوي لښکر په اړه معلومات ترلاسه کړل.
نوموړي د احتیاط لپاره، حضرت سوید بن مقرن رحمه الله یې د فتحو شویو سیمو د سرپرست په توګه وټاکه او بیا یې خپل لښکر په دریو ډلو وویشل، د لومړۍ ډلې مشري یې حضرت بسر بن ابي رهم جهنیکوله، د دويمې ډلې مشري يې حضرت سعيد ابن مره کوله او د درېمې فرقې مشري يې حضرت خالد رضي الله عنه په غاړه درلوده.
حضرت خالد رضي الله عنه له خپلې ډلې سره مخته شو او دوه نورې ډلې یې شاته پرېښودې.
د دوولسم هجري لمریز کال د صفر په میاشت کې د اسلام او کفر دوه لښکرونه سره یو ځای شول، جګړه داسې حال ته ورسیده چې د دواړو لښکرو صبر او زغم سخت او ستړی شو او حضرت خالد رضی الله عنه مرستې ته سخته اړتیا درلوده او د نورو دوو ډلو په انتظار کې وو چې شاته په کمین کې ناست وو، دا ډیره نازکه او ستونزمنه شیبه وه چې ناڅاپه د اسلامي لښکر دوه نورې ډلې راڅرګندې شوې او د دواړو خواوو څخه یې پر دښمن برید وکړ. او ټول یې له منځه یوړل او بالاخره د دې سترې جګړې پایله د مسلمانانو په ګټه شوه.
د حضرت خالد رضی الله عنه لښکر د «الیس» پر لور
کله چې د اسلام لښکر د کفارو لښکر ته ماتې ورکړه، په دې جګړه کې ډېر عراقیان او عیسویان او عربان ووژل شول، دا کار د دې لامل شو چې په عربو کې له مسلمانانو سره نوې کرکه پیدا شي، چې په پایله کې یې د «الیس» په نوم نوې جګړه رامنځته شوه.
حضرت خالد رضي الله عنه هم د دې جګړې لپاره ځان چمتو کړ او د هغوی د «الیس» په نوم کمپ باندې يې د بريد لپاره بيړه وکړه، هغوی په دغه وخت کې د خوراکي توکو دسترخوان ايښی و او د حضرت خالد رضی الله عنه لښکر ته يې هيڅ توجه ونه کړه؛ حضرت خالد رض د خپل زړور لښکر سره پر هغوی داسې برید ترسره کړ چې ټول یې تار او مار کړل؛ لکه څنګه چې وايي: په دې جګړه کې د دښمن شاوخوا اویا زره جنګیالي ووژل شول؛ بيا يې پخپله د اسلام له مجاهدينو سره پر دسترخوان کېناست او هغه خوندور خواړه يې وخوړل.
حضرت خالد رضي الله عنه له دې جګړې څخه بې شمېره مالونه، اسیران او ګټې ترلاسه کړې، بندیان یې د “جندلان اجلی” په نوم یو کس ته ورکړل او مدینې ته یې یووړل.
په دې توګه حضرت خالد رضي الله عنه د ایران د پاچا لوی لښکر له منځه یووړ او هغه یې په ګونډو کړ، لکه څنګه چې څرګنده او روښانه ده، د مسلمانانو پوځ د وسلو او مهماتو له پلوه د کفارو د پوځ په پرتله کمزوری و خو دومره قوي او ثابت ایمان یې درلود چې دښمن ته یې په ټولو ډګرونو کې ماتې ورکړه.