Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»حج او د هغه اړین مسائل (لومړۍ برخه)
متفرقه دوشنبه _20 _مې _2024AH 20-5-2024AD

حج او د هغه اړین مسائل (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: عبدالحمید نوروزي


حج او د هغه اړین مسائل (لومړۍ برخه)

لنډیز
د حج فریضه د منان خدای جل جلاله د جلال او عظمت څرګندونه او د هغه د عظمت په لوی سمندر کې د یو آزاد انسان د ډوبېدو او ورکېدو لوړوالی او د نړۍ د مخلوقاتو له خالق سره د تړون تجدید دی؛ هغه هم د وحیې په ځمکه کې؛ د پیغمبرانو، عاشقانو او متقیانو د ملاقات ځای د خدای جل جلاله په دربار کې.
څرنګه چې حج د اسلام د سپېڅلي دين له مهمو رکنونو څخه دی او په هر توانمند مسلمان باندې لازم او ضروري دی چې ترسره يې کړي. له بلي خوا د حج مسائل او احکام يو ځانګړی ظرافت او پېچلتيا لري چې ډېر آسانه او ساده ښکاري، خو په حقيقت کي يې ترسره کول او بشپړول زيات احتياط ته اړتيا لري.
اکثره وخت پوهان هم په خطا او تیروتنې اخته کېږي او که خدای مه کړه حج فاسد شي، نو د حج ادا کول آسانه کار نه دی، له همدې امله مو پرېکړه وکړه چې د حج ډېر اړين مسائل وليکو، ځکه؛ چې په سمه او شرعي توګه د حج د احکامو او مناسکو ترسره کول د حاجيانو د حج د شرعي او عملي احکامو په پوهه او د دغه سفر معنوي او روحانيت ته په پاملرنې پورې اړه لري.
سریزه
کله چې خدای تعالی جل جلاله انسان پیدا کړ او په دې ځمکه کې یې د خپل خلیفه په توګه وټاکه، نو د هغه لپاره یې احکام او لارښوونې وضع کړې، ترڅو د هغو په ترسره کولو او پلي کولو سره د خپل رب جل جلاله رضا ترلاسه کړي او نېکمرغي او نجات ومومي.
حج یو له مهمو او ارزښتناکو احکامو څخه دی چې الله تعالی جل جلاله د انسان لپاره ټاکلی دی.
هو!، د حج مطلب سفر کول او د خدای جل جلاله کور ته رسېدل دي. حج یوازې فزیکي سفر نه دی، بلکې؛ دا د ایمان ژورو ته یو ژور سفر دی.
حج د تقویٰ، توبې او د نیت د تازه کولو پیغام دی. دا سفر مسلمانان هڅوي چې د خدای جل جلاله او نورو سره د خپلو اړیکو د ښه کولو او پیاوړي کولو هڅه وکړي.
د بیت الله حیرانوونکې جاذبه:
په نړۍ کې ډېرې ښکلې ودانۍ شته، د نړۍ اوه عجوبې مشهورې دي او دا مهال نړۍ له عجوبو ډکه ده، كه څو ځلي دا ښايسته ودانيو ته وګورو نو په ليدو به يې زړه مطمئن شي او په زړه كې به يې د ليدلو ارمان نه پاتې كېږي. خو له تورو ډبرو جوړ دغه کور کې عجيبه مقناطيسي ځواک شته چې سترګې يې جذبوي او زړونه يې دومره جذبوي، چې کور ته له ستنېدو وروسته د انسان زړه هماغسې معلق پاتې کېږي، لکه بدن يې چې بېرته راوتلی وي او زړه يې هلته پاتې وي.
د مکې مکرمې نومونه:
هغه ښار چې خدای تعالی جل جلالع مُبارک، عزتمند او سپېڅلی ګڼلی دی، د خپل لوړ مقام له امله ډېر نومونه لري؛ په قرآن کریم کې د یاد سپیڅلي ځای نومونه په لاندې توګه یاد شوي دي:
مکه: دا تر ټولو مشهور نوم دی.
الله جل جلاله فرمايي:« وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُم بِبَطْن مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا» ژباړه :هغه څوک چې د دوی لاسونه یې له تا څخه او ستا لاسونه یې له دوی څخه د مکې په زړه کې[ حدیبیه] لنډ کړل، وروسته له دې چې هغه تاسو په دوی باندې غالب کړي او خدای هغه څه ګوري چې تاسو یې کوئ.
بکة : دا د مکې مکرمې د ښار یو بل نوم دی چې خدای تعالی جل جلاله فرمایي:
«إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِى ببكةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَلَمِينَ»؛ ژباړه: لومړی کور چې د خلکو لپاره او د خدای جل جلاله د عبادت لپاره جوړ شوی، همغه د بکة کور دی چې برکتناک او نړۍ انسانانو لپاره د هدایت وسیله ده.
اُم القری: د مکې بل نوم اُم القری دی، چې خدای تعالی جل جلاله فرمایي:
«وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْءَانًا عَرَبِيًّا لِتُنذِرَ أُمِّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنذِرَ يَوْمَ الْجَمْع لَا رَيْبَ فِيهِ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِير » ؛.
ژباړه: موږ تاته وحی کړې چې ته د اُم القری (مکې ښار) او د هغې شاوخوا خلک له خدایه وویروې او همدارنګه د قیامت د لویې ورځې څخه، کله چې دوی ټول راټول شي او په دې کې هیڅ شک نشته، او په جنت کې به د تل لپاره یوه ډله وي او بله ډله به سوځوونکي اورته ننوځي.
د مفسرینو په اند ام القری هماغه د مکې ښار دی چې په دې نوم یاد شوی دی. ځکه چې دا د نورو ښارونو په پرتله غوره او سپیڅلی دی او دا ښار د خدای جل جلاله او د هغه پر رسول صلی الله علیه وسلم ډېر ګران دی.
البلدالامین: بلد الامین هم د مکې له نومونو څخه دی.
لوى څښتن تعالیٰ جل جلاله فرمايي:
«وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ وَطُورِ سِينِينَ وَهَذَا الْبَلَدِالأمين»؛
ژباړه: قسم په انځر او زیتون او په طور سینین او قسم په دې امن ښار (مکه).
د مفسرینو په اند بلد الامین یعنې د امن ښار د مکې ښار دی.
نور بیا…
Previous Articleښځه او په ټولنه کې د هغې رول (لومړۍ برخه)
Next Article د اسلام له نظره د خاوند او مېرمنې د ټاکلو معیارونه (شپږمه او وروستۍ برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.