لیکوال: عبیدالله نیمروزي
امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله (دوهمه برخه)
د امام ابو حنیفه رحمه الله اولادونه؛
د امام ابو حنيفه رحمه الله د اولادونو د حالاتو د څرنګوالي په اړه څه نه دي معلوم، يوازې دا څرګنده ده چې د وفات په وخت کې له حماد پرته بل اولاد یې نه درلود؛ کله چې لوی شو، خپلې زده کړې او علمي درجې یې له خپل محترم پلار څخه بشپړې کړې. نومړی د علم، فضل، تقویٰ او پرهیزګارۍ له امله د خپل پلار ځای ناستی و.
د ابو حنيفه د مشهورو شاګردانو په منځ کې لاندې کسان يادولی شو:
۱ـ زفر بن الزهیل چې په ۱۵۸ هجري کې وفات شوی دی.
۲ـ ابو یوسف یعقوب بن ابراهیم الانصاري چې په ۱۸۲ هجري کې وفات شوی دی.
۳ـ محمد بن الحسن الشیباني چې په ۱۸۹ هجري کې وفات شو.
۴ـ داود الطائي.
۵ـ اسد بن عمر.
۶ـ حسن بن زیاد اللؤلؤی الکوفي په ۲۰۴ هجري کال کې وفات شو.