د الله تعالیٰ جل جلاله توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (دوه ویشتمه برخه)
د بني مصطلق د جګړې له پای ته رسېدو وروسته (بني مصطلق) د سیمې له فتحې وروسته د هغې ټول اوسېدونکي مسلمانان شول او د الهي احکامو اطاعت يې وکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم د همدې غزوې په ترڅ کې د بني مصطلق د یوه سردار له لور جویریه سره واده وکړ؛ ځکه چې اوس د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم له دوی سره د وینې اړیکه لري او د دوی په منځ کې یې لاره موندلې ده.
بني مصطلق ورځ په ورځ د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم له ښو اخلاقو څخه ډېر پوه او اغېزمنېده؛ تر دې چې هر چا اسلام قبول کړ او هېڅوک په کُفر کې پاتې نه شول.
په دې غزوه کې حضرت خالد څه رول لوبولی؟
له هغه څه څخه چې معلومه ده، حضرت خالد رضی الله عنه په دې غزا کې هېڅ رول نه درلود؛ ځکه چې دا غزا په پنځم هجري قمري کال کې واقع شوه، په داسې حال کې چې هغه د هجرت په اووم او اتم کال کې یې د مکې له فتحې مخکې اسلام قبول کړ؛ خو وروسته له دې چې بني مصطلق په پنځم هجري کال کې مسلمان شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم خالد رضی الله عنه ته د دندې د ترسره کولو لپاره هلته ولېږه؛ لکه څنګه چې په لاندې سرلیک کې ویل شوي.
بني مصطلق ته د خالد بن وليد لېږل؛
د بني مصطلق له مسلمانېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت ولید بن عقبه رضي الله عنه د زکات د راټولولو لپاره هغوی ته ولېږه، د دې خبر په اورېدو سره بني مصطلق له ښاره ووتل او د حضرت ولید هرکلي ته ورغلل؛ خو هغه وېرېده او فکر یې وکړ چې دوی مرتد شوي دي او زما د وژلو په نیت له ښاره وتلي دي، نو مدینې ته راستون شو او د دوی د ارتداد خبر یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وړاندې کړ.
دا ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم خالد بن ولید رضي الله عنه د بني مصطلق لوري ته واستاوه ترڅو وګوري چې آیا دوی د اسلام دین مني او که نه؟
او له هغه وروسته د هغوی زکات راټول کړئ. لکه څنګه چې معلومه ده، حضرت خالد رضي الله عنه ډېر هوښيار و؛ له همدې امله هغه له يوه لوى پلاوي سره هلته لاړ او د خپلو استخباراتو ټول غړي يې په خلکو کې وويشل او په پاى کې يې دوستان راغلل او هغه ته يې په زړه پورې راپورونه وړاندې کړل او دا يې هم وليدل چې خلک رښتيا هم د اسلام د دین او قوانینو تابع دي؛ نو د زکات د ټولولو اعلان یې وکړ.
کله چې حضرت خالد د زکات مالونه راټول کړل او له ځانه سره يې مدينې ته يووړل او د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت ته حاضر شو، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې دا خبره څرګنده کړه چې هر څوک خوښ او خوشحاله او د الله جل جلاله په دین ټینګ ولاړ او د هغه تابع دي؛ همغه و چې دا مبارک آيت نازل شو:«يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جاءَكُمْ فاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْماً بِجَهالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلى ما فَعَلْتُمْ نادِمِينَ»؛ ژباړه: اې مومنانو! که کوم فاسق درته خبر درکړي، نو ژر یې مه منئ، بلکې تحقیق یې وکړئ، تر څو د ناپوهۍ او جهالت له امله کوم قوم ته زیان ونه رسېږي او بیا پر خپل کار پښیمانه شئ.
له دې پېښې څخه معلومه شوه چې حضرت خالد رضي الله عنه څومره وړتیا او استعداد درلود چې رسول الله صلى الله عليه وسلم، هغه د دې موضوع د څېړنې لپاره لېږلى و؛ ځکه هغه کولای شي چې دا مسؤولیت په ښه توګه سرته ورسوي او په ښه او سمه توګه یې ترسره کړي، که د جګړې اړتیا وي، ښه پوهېږي چې څنګه جګړه وکړي، او که د سولې یا مشورې اړتیا وي، بیا هم کولی شي په سمه توګه یې ترسره کړي.