Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (نهمه برخه)
اسلامي تمدن یکشنبه _5 _مې _2024AH 5-5-2024AD

په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (نهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابو جریر


په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (نهمه برخه)

ز: پیغمبر صلی الله علیه وسلم، د سولې او همکارۍ د روحیې ایجادول:
 رسول الله صلی الله علیه وسلم په وروستیو کې په دې نوې ټولنه کې د همکارۍ او سولې روحیه راژوندۍ کړه.
په ښو او مناسبو چارو کې همکاري د قرآن کریم له ارشاداتو او حکمونو څخه ده: «وَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ»؛ ژباړه: «او (تل) د نیکۍ او تقوا په لاره کې تعاون وکړئ! او (هیڅکله) د ګناه او سرغړونې په لاره کې همکاري مه کوئ!.
هغه څه چې په ذکر شوي آيت کې د همکارۍ په اړه راغلي دي هغه عمومي اصول دي چې ټول ټولنيز، حقوقي، اخلاقي او سياسي مسائل پکې شامل دي، د همدې اصولو له مخې مسلمانان په ښو کارونو کې سره همکاري کوي. خو په باطلو موخو او غلطو اعمالو، ظلم او استبداد کې همکاري بالکل حرامه ده، که څه هم مرتکب د انسان نږدې دوست او ورور وي.
مدینې ته له هجرت وروسته د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم له لومړنیو کارونو څخه یو د جومات جوړول وو؛ ځکه مسجد یو عامه مرکز دی چې هلته تعلیمي، سیاسي او قضايي چارې ترسره کېدای شي. هغه ځای کې چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم اوښ زنګون وواهه، د جومات د جوړولو لپاره په لس دينارو وپېرل شو، ټولو مسلمانانو د ودانۍ په جوړولو او چمتو کولو کې برخه واخيسته. حتی رسول الله صلی الله علیه وسلم به د نورو مسلمانانو په څیر له شاوخوا څخه تیږې راوړې، او په دغه وخت حضرت اسید بن حضیر رضي الله عنه مخته شو او رسول صلی الله علیه و سلم ته یې وویل چې: یا رسول الله پرېږدئ چې زه یې واخلم، حضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لاړ شه او بله ډبره راوړه.
په چارو کې د مشورې اصل هم د همکارۍ د روحیې د رامنځته کولو یو لامل دی. په قرآن کریم کې د مشورې موضوع ته په څو آیتونو کې توجه شوې ده او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په قرآن کریم کې د “شوری” په نوم یو سورت دی چې په هغه کې مشوره یو له خورا مهمو موضوعاتو او فرایضو څخه ده او د هغو ځانګړتياوو له جملې څخه ده چې تشويق او تأکيد ورته شوی دی، او د “خداى جل جل جلاله د اجابت”، “دعا” او “انفاق” سره یو ځای ذکر شوی دی: «وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ»؛ ژباړه: «او هغه کسان چې له لویو او بدو ګناهونو څخه ځان ساتي او کله چې د چا د خبرې یا بد عمل څخه په غوسه شي نو د هغه خطا بخښي او سزا نه ورکوي او دغه بخښنه که په هغه کې خیر او مصلحت وي، د دوی د نیکمرغۍ نښه ده او هغه کسان چې د خپل رب جل جلاله بلنه مني او لمونځ کوي او د دوی کار د یو بل سره په مشوره مخته ځي او له هغه څه څخه چې موږ ورته رزق ورکړی صدقه ورکوي.»
او د آل عمران د سورت په 159 آيت کي د عمومي بښنې له حکم وروسته، د هغوی د سيرت د راژوندي کولو او د هغوی د فکري او معنوي ژوند د نوي کولو لپاره، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دستور ورکول کېږي چې په کارونو کې د مسلمانانو سره د مشورې او نظر غوښتنه ورکړي. په ذکر شوې آیت کې د “امر” کلمه ټول هغه انفرادي او ټولنیز کارونه لکه: سیاسي، اقتصادي، کلتوري او دفاعي پکې شامل دي.
رسول الله صلی الله علیه و سلم ډېر قوي ذهن درلود ( که څه هم رسول الله ته وحې هم کېدلې) چې هېڅ یې مشورې ته اړتیا نه درلوده، خو د دې لپاره چې مسلمانان د مشورې په اهمیت پوه شي او خپل ژوند په اساسي پلانونو کې شامل کړي او له بلې خوا د مسلمانانو په عامه چارو کې د فکر ځواک په خلکو کې وده وکړي. د الهي قوانينو د تطبيق په برخه کې يې مشورتي غونډه جوړوله او د کارپوهانو نظر ته يې دومره ارزښت ورکاوه چې کله کله به يې د درناوي لپاره خپل نظر پرېښود.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر په جګړه کې له خپلو اصحابو سره د جګړې د اصولو، د جګړې د موضوع د ټاکلو او د بندیانو په اړه مشوره کوله. خو دې موضوع تخصص ته اړتیا درلوده، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه و سلم د «حباب بن منذر» نظر تأیید کړ او هماغه ځای یې د جګړې ځای غوره کړ.
د احد په جګړه کې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم یوه شورا جوړه کړه او د قریشو له لښکر سره یې د مقابلې په اړه بحث وکړ. بیا یې پریکړه وکړه.
همدا راز د « خندق»  په غزوه کې هم پېغمبر صلی الله علیه وسلم مشوره وکړه او پر بنسټ يې پرېکړه وکړه چې د مشرکانو له ستر لښکر سره د هغه په اساس چلند وکړي.
د بني قريظه او بني نضير په جنګونو کې يې د مدينې د يهودیانو په اړه مشوره وکړه.
د “حدیبیه” په کیسه کې، وروسته له دې چې مشرکینو د مکې په لور د مسلمانانو د حج د کاروانونو د دوام مخه ونیوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو سره د مشورې لپاره کېناست.
د «طائف» په غزوې کې یې د دُښمن له محاصرې وروسته د محاصرې د دوام او پاتې کېدو په اړه مشوره وکړه.
د تبوک د غزوې پر مهال یې هم له خپلو ملګرو سره مشوره وکړه.
د مکې د فتحې په وخت کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم واورېدل چې ابو سفیان اردوګاه ته راغلی دی، نو مشوره یې وکړه.
په دې ټولو مشورو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیوستون او همکارۍ د روحیې د رامنځته کولو هڅه وکړه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نظر هغه انساني ټولنه او اداره چې د خودرایی پر بنسټ اداره کېږي، هغه ډله له ژوند څخه خالي ده او د پایښت او بقا وړ نه ده.
د اسلام له ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یو روایت دی چې د همکارۍ مسله پکي واضح بیان شوې ده: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي‌الله‌عنه عَنْ النَّبِيِّ –صلى‌الله‌عليه‌‌سلم– قَالَ: “مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ يَسَّرَ عَلَى مُعْسِرٍ، يَسَّرَ اللَّهُ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِما سَتَرَهُ اللهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، وَاَللَّهُ فِي عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِي عَوْنِ أَخِيهِ، وَمَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ بِهِ طَرِيقًا إلَى الْجَنَّةِ، وَمَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ، وَيَتَدَارَسُونَهُ فِيمَا بَيْنَهُمْ؛ إلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمْ السَّكِينَةُ، وَغَشِيَتْهُمْ الرَّحْمَةُ، وَذَكَرَهُمْ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ، وَمَنْ أَبَطْأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ”؛  «له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په دې دنیا کې چې هر څوک د یو مؤمن څخه ستونزه او غم لیرې کړي ، الله جل جلاله به د هغه څخه د قیامت د ورځي ستونزي لیرې کړي. هر څوک چې د یو مسلمان سخت کار ورته آسانه کړي، الله تعالی جل جلاله به یې د دې نړۍ او اخرت سختۍ آسانه کړي او  هر څوک د یو مسلمان عیب پټ کړي، الله جل جلاله به د هغه د دنیا او آخرت عیب پټ کړي. الله تعالی جل جلاله مرسته کوي د هغه بنده سره چې هغه د خپل ورور مرسته کوونکی وي او هر څوک چې پر داسې لار ولاړ شي چې د علم د طلب لاره وي، الله تعالی جل جلاله به د هغه لار جنت ته هواره کړي.
هغه قوم چې د الله جل جلاله په یوه کور کې سره راټولیږي او د الله تعالی جل جلاله کتاب پکې تدریس کوي، الله جل جلاله به پر هغوی سکینه او آرامتیا نازل کړي، او د الله جل جلاله رحمت به دوی راچاپېر وي او الله تعالی جل جلاله به يې په هغه جمع کې یادوي. او هر څوک چې عمل یې ضعیف دی، نسب هغه ته مرسته نه شي کولی.»
Previous Articleسوسیالېزم (څلورمه برخه)
Next Article د سیکولاریزم تاریخ، ماهیت او د هغې سرچینه (دریمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.