د فلسطین خاوره د بې ځایه شویو او مظلومو خلکو خاوره ده چې کلونه کلونه یې د صهیونیزم وحشي او بشپړ وسله وال دښمن سره مبارزه کړې ده. په بل عبارت، دا ویلای شو چې دا خاوره د زړور مبارزینو او سرښندونکو مجاهدینو خاوره ده، هغه کسان چې د نړۍ د متکبرو او زور واکو د عداوت او دښمنۍ تیرونه پرې لګیدلي او لا هم جګړې ته دوام ورکوي، د دې سپیڅلې خاورې زړه بوږنوونکو پیښو، امام ندوي هم ولړزاوه؛ بلکه هر پوه او هوښیار مسلمان به ولړزوي.
علامه ندوي لیکي: د عمان او بیت المقدس په دې سفر کې د باوري اشخاصو او چارواکو له لارې موږ له دردناکو حقایقو خبر شوو چې د کتابونو په لوستلو پرې نه شوو پوهیدلای او په لنډه توګه دا چې فلسطین او د فلسطین کړکیچ یوه داسې ننداره ده چې انګلستان او د هغه ملګرو د عربو او عربي حکومتونو په وسیله رامنځته کړ او دا کړکیچ د فلسطين په خاوره کې ښکاره او نندارې ته وړاندې شو، چې په نتيجه کې يې د اسلامي نړۍ او عربي نړۍ تر څارنې لاندې د يهودو او انګرېزانو دا توطيې تر سره او عملي شوې، او د فلسطینیانو د وینو لومړني مسئولین عربي حکومتونه، مشران او عرب لیګ دې.
مولانا ندوي بیا د فلسطینیانو حالت داسې بیانوي، چې د یتیمانو او مسکینانو په څیر وو، زړونه یې مات شول، سرونه یې ټیټ او غمجن وو، ما زخمیان، غمجن او مات زړونه ولیدل، داسې پیښې یې بیانولې، چې زړونه به دردمن او سترګې به یې له اوښکو ډکولې او انساني عواطف او احساسات به یې راپارول؛ او د عربو پر مشرانو او رهبرانو یې باور له لاسه ورکړی و.
مولانا ندوي؛ بیا په دمشق کې د ډیرو پوهانو او د فکر خاوندانو په شتون کې د فلسطین او د هغه د عواملو په اړه خبرې کوي او د دې کړکیچ درې اصلي عوامل په ګوته کوي:
۱. د عقیدې او دین په لاره کې د قربانۍ او سرښندنې لپاره د زړه د انګیزې نشتوالی.
۲. د احساساتو او عاطفې په وړاندې د عقل بغاوت، او د مېړانې د روح د کمزورتیا احساس.
۳. په عربي ملت او عربي هیوادونو کې د یو ستر انسان او مشر نشتوالی چې د هغوی فکر او احساسات په بشپړ ډول د فلسطین او د هغه په کړکیچ کې راګیر او اخته کړي او وضعیت یې د صلاح الدین ایوبی په څیر وي چې په اړه یې قاضي ابن شداد لیکي: «صلاح الدین د داسې مور په څېر و، چې د يواځيني ماشوم سر يې په غېږ کې پرې شي».