Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»استعمار»استعمار (څلور دیرشمه برخه)
استعمار دوشنبه _22 _اپریل _2024AH 22-4-2024AD

استعمار (څلور دیرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابو رائف


استعمار (څلور دیرشمه برخه)

د استعمار موخې او ارمانونه
اوس هغه موخې او ارمانونه چې استعمارکوونکي هغو ته د رسیدو په لټه کې دي، تر بحث او څیړنې لاندې نیسو.
په حقیقت کې، زوړ او نوي استعمار بیلابیلې موخې او ارمانونه په ذهن کې لرل چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:
۱- په استعمار شوو هیوادونو کې د خپل واک او سیاسي نفوذ غځول؛ له شک پرته د استعمارکوونکو بنسټيزه موخه داده چې پر حاکم نظام، اغیزه او سیاسي نفوذ ولري او له دې لارې، ځانونه پر استعمارشوو ملتونو وتپي؛ نن ورځ هم همدغه موضوع په فکري استعمارشوو هیوادونو کې په ډاګه درک کولی شو؛ ټولې قانون جوړونې، کورني او بهرني سیاستونه، ملي او دودیز ارزښتونه، نړیوالې اړیکې او… د استعمارکوونکو د افکارو او سیاستونو پر بنسټ طرح او پلې کیږي.
۲- له مسلمه امت څخه د اسلامي زده کړو حذفول او د خپلو استعماري افکارو او اعتقاداتو سره سم د پوهنتونونو او علمي مرکزونو جوړول؛ په داسې توګه چې استعمارکوونکي د کره او اوږد مهاله پلانونو په جوړولو سره د دیني زده کړو د له منځه وړلو او له هغو څخه د ځوان نسل د لېرې کولو په لټه کې دي او مهم او اغیزمن علمي مرکزونه یې د خپلې ایډیې او نظریې مطابق په اسلامي ټولنو کې پرانیستي دي.
۳- د غربي افکارو او ښوونو پر بنسټ د اسلامي نسل روزنه؛ که چیرې د زده کړو مرکزونو کنټرول او فکري لوری ورکونه د غربیانو په لاس کې وي، په طبیعي توګه مسلمان زده کړیالان هم له هغوی څخه اغیزمن کیږي او د هغوی د بیلګو په څېر به زده کړې وکړي او روزنه به ومومي.
۴- د مسلمانانو په منځ کې تفرقې او بیلتون ته لمن وهل او د استعمار موافق او مخالف په توګه په دوه ډلو د خلکو ویشل؛ په داسې توګه چې استعمارکوونکي خپل موافقین او پلویان روڼ انده، متفکر او پوه معرفي کوي او له هغوی څخه ملاتړ کوي، د پرمختګ او تمدن بیلګه یې بولي؛ اما په ورته حال کې، خپل مخالفین د لڼدفکره، بنسټ پالونکی، وروسته پاتې او له علم او پوهې څخه پردی معرفي کوي او په مختلفو رسنیو کې د هغوی سپکاوی او په هغوی پسې بد وایي او ځینې یې زندان ته اچوي او ځوروي یې او حتی په شهادت یې هم رسوي.
۵- له مسلمانو ښځو څخه حجاب او اسلامي عفت لېرې کول او د ټولنې په قشرونو کې د ګډوډۍ او بې نظمې رامنځته کول؛ ښځې په اسلامي ټولنه کې ځانګړی ځای او رول لري او د هغوی حیا او عفت د اسلامي ټولنې د اصولو او ځانګړنو څخه دې، اما که چیرې له دغې ګران بیې ملغلرې څخه بې برخې شي او له کوره چې اصلي او خوندي ځای یې دې، بهر شوې، فساد او بد اخلاقي عام کیږي او ټولنه په فساد لړل کیږي.
۶- په اسلامي هیوادونو کې د اقتصادي ستونزو او کړکیچ رامنځته کول او د مسلمانانو په منځ کې د بیوزلۍ پراخول؛ ځکه استعمارکوونکي هیوادونه خپله بریا په دې کې ویني چې اسلامي هیوادونه هغوی ته اړمن اوسي او د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هغوی لمن ونیسي او پایله کې، د اړتیاوو د پوره کولو په بدل کې د استعمارکوونکو استعماري پلانونه ومني.
۷- د اسلامي هیوادونو د شتمنیو او طبیعي زیرمو لوټول او د استعمارکوونکو هیوادونو د ودې او پرمختګ په لاره کې د هغوی لګول؛ استعمارکوونکي، د اسلامي هیوادونو شتمنیو ته ډیر ځير دي او په ژوره توګه یې تر خپلې څارنې لاندې نیسي او د خپلو ګټو او پلانونو په لاره کې یې لګوي.
۸- مسلمانو ځوانانو ته اسلامي ثقافت او فرهنګ کمزوری ښودل؛ ځوانان د اسلامي ټولنې حساس او مهم قشر دې او د هیواد او سیمې په معادلاتو کې رغنده رول لري او په هره اندازه چې یوه ټولنه ځوانه وي، د هغوی فعالیت او بریا به هم زیاته اټکل کیږي، استعمارکوونکو هم د دې موضوع په درک کولو سره، د ځوانانو د جلب او جذب په اړه کره کتنه کوي او د هغو د فکري انحراف لپاره او له دیني لارښوونو او هدایاتو څخه د هغوی د پردي کولو لپاره ژور او کره پلانونه لري.
۹- د حقاني علماوو وژل او تبعید او د هغوی د بې عزته کولو لپارهڅې؛ استعمارکوونکو تل هڅه کړې چې روڼ فکره انسانان او هغه حقاني مسلمان علما چې د استعمار او استعمار شوو هیوادونو تر ولکې لاندې راوستلو مخالف دي، له منځه یوسي او په ټولنه کې یې په بد نوم مشهور او سپک کړي؛ هغوی په دې لاره کې له بیلابیلو ابزارو څخه کار اخیستی او د  هغوی په بندي کولو، تبعید او یا وژنې سره خپلو استعماري موخو ته د رسیدلو لاره هواره کوي.
۱۰- د استعمار شوي هیواد د فرهنګ، ژبې او ادبیاتو له منځه وړل او د هغه پرځای د استعمارکوونکي هیواد د فرهنګ، ژبې او ادبیاتو ځای پرځای کول او کارول؛ استعمار کوونکي هیوادونه د استعمارشوو هیوادونو د ژبې د له منځه وړلو په برخه کې زښت زیات کوښښ او هڅه کوي او د استعمار شوي هیواد د ژبې ټول غږیز او لیکلي اصول تر بررسۍ او بدلون لاندې راولي، دغه چاره د دې باعث ګرځي چې راتلونکي او نوي نسلونه  د خپلې ژبې له اصولو او قواعدو او ادبیاتو څخه لېرې پاتې شي.
پورته موضوعات د استعمار کوونکو هیوادونو د موخو او ارمانونو یوه لنډه برخه او لیکنه وه او په واقعیت کې، د استعمارکوونو موخې او ارمانونه ډیر زیات او بې شمېره دي چې د اسلامي روڼ فکرو، څیړونکو او لیکوالانو په کتابونو او علمي او څیړنیزو لیکنو کې هغه کتلای او څیړلای شو.
ادامه لري…  
Previous Articleاقتصاد او په اسلام کې د هغه رول (دویمه برخه)
Next Article کنفوسیوس (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۳)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپيټلېزم (برخه: ۲)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.