Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»حجاب (اوومه برخه)
اسلام دوشنبه _15 _اپریل _2024AH 15-4-2024AD

حجاب (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي

 

حجاب (اوومه برخه)

د حجاب فضیلت

  • حجاب ښځو ته حیا راوړي

عن عائشة، قالت: كنت أدخل بيتي الذي دفن فيه رسول الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) وأبي، فأضع ثوبي، وأقول: إنما هو زوجي وأبي، فلما دفن عمر معهم، فوالله ما دخلته إلّا وأنا مشدودة عليّ ثيابي، حياء من عمر.

له حضرت عایشه رضي الله عنها څخه روایت دی چې هغې وویل: پخوا به چې زه خپل خونې ته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او پلار مې ښخ شوي وو ننوتم نو خپلې جامې(هغه چپن چې پر کالو اغوستل کیږي) به مې لیرې کول. او ویل به مې چې: دا یو زما میړه دی او هغه بل مې پلار دی. خو کله چې عمر رضي الله عنه د دوی څنګ ته ښخ شو نو په الله قسم چې زه پکې نه یم داخل شوې پرته له دې چې ما د عمر رضی الله عنه د حیا له امله خپلې جامې مې پر ځان ټینګې کوې.

قال رسول الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم): «إن لكل دين خلقاً، وإن خلق الإسلام الحياء».

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هر دین خپل سیرت او اخلاق لري او د اسلام د دین اخلاق حیا ده.

قال رسول الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم): «الحياء من الإيمان، والإيمان في الجنة…».

رسول الله ﷺ فرمایي: حیا د ایمان برخه ده او د ایمان ځای په جنت کې دی.

عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ: «إِنَّ الْحَيَاءَ وَالْإِيمَانَ قُرِنَا جَمِيعًا، فَإِذَا رُفِعَ أَحَدُهُمَا رُفِعَ الْآخَرُ».

«عاجزي او تواضع ټول سره تړلي دي. که یو له هغه څخه لیرې شي، بل به هم لیرې کیږي.»

  • د ښځي حجاب د نارینه و د غیرت نښه ده.

حجاب او غیرت په ګډه سره ځي، هغه سړی چې غیرت ولري هيڅکله د خپلې مېرمنې او لور په وړاندې د نامحرمو نظر او لیدل نه خوښوي. څومره جنګونه چې د جاهليت او اسلام په زمانه کې پر ښځو باندې د غیرت له امله شوي دي.

په همدې باره کې حضرت علي رضي الله عنه ویلي دي: ماته خبر راکړل شوی چې د کافرانو له ډلې نارینه ستاسو ښځې په بازار کې ځوروي، آیا تاسو غیرت نه کوی؟ په حقیقت کې هر هغه کس چې غیرت و نه لري هیچ خیر پکې نشته.

  • د عفت او حجاب ساتل د الله تعالی د بخښنې لامل

الله جل جلاله فرمایي: [يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ الله غَفُورًا رَحِيمًا].

« ای پیغمبره! خپلو مېرمنو، لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې پرخپل ځان باندې د خپلو ټکریو پلوونه واچوي، دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، تر څو چې هغوی وپېژندلای شي او و نه ځورول شي. الله تعالی ښه بخښونکی او مهربان دی.»

  • د ښځو حجاب د بې لارو له هوس څخه ژغورنه

الله تعالی فرمایلي دي: [ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ]، یعني مسلمانه ښځه چې حجاب یې اغوستی وي د شهوت پرستو لخوا نه ځورول کیږي.

  • د ښځو حجاب د تقوا نښه ده.

[لَا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِي آبَائِهِنَّ وَلَا أَبْنَائِهِنَّ وَلَا إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ أَخَوَاتِهِنَّ وَلَا نِسَائِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ وَاتَّقِينَ الله إِنَّ الله كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا].

« د دوی لپاره دا ګناه نه ده چې له خپلو پلرونو، اولادونو، وړونو، د وروڼو اولادونو، د خويندو له اولادونو، مسلمانو ښځو او خپلو غلامانو مخ ته (بې له حجابه ښکاره شي.) له الله څخه ووېرېږئ، بېشكه الله حاضر دى او پر هر څه څارونكى دى.»

په دې آيت كې دې ته اشاره شوې چې ښځې بايد په حجاب كې تقوا وكړي او له خدايه ووېرېږي. ځکه پرهیزګاري او له خدایه وېره لومړی او وروستی ضمانت دی، او تقوا ساتونکی دی.

  • د حجاب ساتل د نیکۍ سرچینه ده(حتی د زړو میرمنو لپاره چې واده ته یې زړه نه کیږي)

[وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ].

« هغه زړې میرمنې چې (د قاعدګۍ عمر ته رسیدلي وي او د بوډاتوب له امله یې په بشپړه توګه جنسي جذبه له لاسه ورکړې وي) او د واده کولو اراده نه لري (او نارینه هم د دوی سره واده زړه نه غواړي) كه هغوى خپلې جامې وکاږي (او په عادي جامو كې له نورو سره ناسته ولاړه وكړي) نو پر دوى هيڅ ګناه نشته. په هغه صورت کې چې (د دوی موخه د خلکو په مخ کې د ځان جوړونې او د حجاب لیرې کولو څخه د دوی اراده د) زینت ښودل نه وي. (له دې ټولو سره سره، ځکه چې زاړه د ځوانانو لپاره د ښوونکو په توګه دي)؛ که دوی عفت ټینګ کړي(او حجاب ته پاملرنه وکړي) نو دا د دوی لپاره غوره ده.»

  • حجاب اغوستل د نارینه و د سترګو د ساتنې وسیله ده

الله جل جلاله فرمايي: [قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ].

«(اې پېغمبره!) مؤمنانو ته ووايه: (پر دوى لازمه ده چې د نامحرمانو عورت او د سينګار ځايونو ته له کتلو څخه) سترګې پټې کړي.»

کله چې ښځې حجاب اغوندي او له اړتیا پرته له کوره نه وځي، نو د نارینه و سترګې له نامحرمو ښځو خوندي کېږي. په هوس سره نامحرمو ته کتل د هرې ګناه پیل دی. ځکه چې نظر په زړه اغیزه کوي، او زړه د ټولو اعضاوو پاچا دی.

شاعر څومره ښه ویلي دي:

ایــــن همــه آفــــت کــه بــــه تـــن مـی­رســـــد ………. از نظــــر تــــوبـــه شـــــکن مـی­رســد.

دیــــده فـــــرو پــــوش چــــو در در صــــدف ………. تــــا نــــشــوی تیــــــر بــــلا را هــــدف.

شیخ سعدي وايي:

بزرگــــــی دیـــــــدم اندر کوهـــــــــــــساری ……… قناعـــــت کـــــــرده از دنیـــــــا بغـــــاری.

چـــــرا، گفـــــتم: بـــــشهر انــــدر نیــــــائـی ……… کــه بــــاری، بنـــــدی از دل برگـــــشایی.

بگفــــــت آن­جــــــا پریرویـــــــان نعزنـــــــد ……… چــوگــل بـــسیار شــد، پـــیلان بلغزنـــد.

مولانا وویل:

لولـــه­‌هـــا بـــربنــــد وپــــردازش زخــــم …….. گفــــت غــــضّو عــــن هــــوی ابـــصارهم.

  • حجاب د ښځې لپاره تر ټولو غوره شی دی

عن الحسن البصري، قال: قال علي بن أبي طالب: قال لنا رسول الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) ذات يوم: أي شيء خير للمرأة؟ فلم يكن عندنا لذلك جواب، فلما رجعت إلی فاطمة، قلت: يا بنت محمد! إن رسول الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) سألنا عن مسألة فلم ندر كيف نجيبه! فقالت: وعن أي شيء سألكم؟ فقلت: أي شيء خير للمرأة؟ قالت: فما تدرون ما الجواب؟ قلت لها: لا، فقالت: ليس خير من أن لا ترى رجلاً ولا يراها، فلما كان العشي جلسنا إلی رسول الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) فقلت له: يا رسول الله! إنك سألتنا عن مسألة فلم نجبك فيها، ليس للمرأة شيء خير من أن لا ترى رجلاً ولا يراها، قال: ومن قال ذلك؟ قلت: فاطمة، قال: صدقتْ، إنها بضعة منّي.

« له حسن بصري رضي الله عنه څخه روایت دی چې حضرت علي رضي الله عنه وویل: یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم له موږ څخه وپوښتل: د ښځې لپاره تر ټولو غوره شی څه دی؟ په دې اړه موږ چوپ پاته شوو او هیڅوک یې ځواب نه شوای کولای. کله چې زه فاطمې (رضي الله عنها) ته راستون شوم، هغې ته مې وویل: اې د محمد (صلی الله علیه وسلم) لور! رسول الله صلى الله عليه وسلم له موږ څخه يوه پوښتنه وكړه خو موږ يې ځواب نه درلود، حضرت فاطمه رضي الله عنها وویل: له تاسو څخه يې څه پوښتنه وكړه؟ ما وویل: د ښځې لپاره څه شی تر ټولو غوره دی؟ فاطمه رضي الله عنها وویل: ایا هیڅ څوک د دې په ځواب نه پوهیدی؟ ما وویل: نه؛ نو هغې وویل: د ښځې لپاره له دې نه غوره بل څه نشته چې هغه هیڅ بیګانه سړی و نه ويني او هیڅ بیګانه سړی دا ونه ويني. حضرت علي رضي الله عنه وویل: د شپې یو ځل بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کې ناست وو، ما وویل: ای د خدای رسوله! تاسو له موږ څخه پوښتنه وکړه، او موږ ځواب در نه کړ، د ښځې لپاره له دې نه ښه بل څه نشته چې هغه دې پردي سړی ونه ویني او نه پردی سړی دا وویني. حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: دا چا درته وویل؟ ما وویل: فاطمې. حضرت وفرمایل: رښتیا یې ویلي دي. په حقیقت کې، هغه زما د بدن یوه ټوټه ده.»

  • حجاب د خاوند او ښځې تر منځ د مينې او محبت سرچينه ده

ښځې د فطرت او قانون له مخې د نارینه وو تابع دي او نارینه د مینې له امله د ښځو تابع دي او دا تابعیت تر هغه وخته دوام کوي چې مینه پاتې وي او مینه تر هغه وخته دوام کوي چې حجاب پاتې شي، نو هغه څه چې د ښځو د بربنډ کولو لپاره ترسره کیږي خورا د ښځو لپاره زیان رسونکي دي؛ له دې خبرو څرګندیږي چې د مېړه او مېرمنې تر منځ د مينې بنسټ حجاب دى.

  • حجاب د ښځو د ښکلا د نه لیدلو خنډ دی

ښځې عادت لري چې تل ځان سينګار کړي؛ نو کله چې دوی حجاب نه اغوندي نو د لوی فتنې سبب ګرځي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: عن أبي موسى الأشعري، عن النبي (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) قال: «أيما امرأة استعطرت فمرت علی قوم ليجدوا ريحها فهي زانية، وكل عين زانية».

« هر هغه ښځه چې عطر کاروي او د یو خلکو له خوا تیریږي چې د هغې بوی استشمام کړي، هغه زناکاره ده او هر هغه سترګه چې ورته ګوري هغه سترګه هم زنا کوي.

د حجاب لرونکې ښځې کیسه

دلته د یوې مسلمانې او مسلمانې ښځې یادونه کوو چې زوی یې په یوه جګړه کې شهید شوی و، هغه ښځه د شهیدانو په منځ کې د خپل زوی په لټه کې وه. په داسې حال کې چې هغې بوغره(برقعه) اغوستې وه، دې ته وویل شوه: څنګه به هغه ومومې کله چې تا نقاب او بوغره اغوستې ده؟ په ځواب کې يې وويل: ما خپل زوى له لاسه ورکړی، خو هيڅکله مې خپله حيا او غیرت له لاسه نه دی ورکړی.

او بې له شکه چې له حرامو څخه د ځان ساتلو لپاره يوازې په کور کې پاتې کېدل او حجاب اغوستل ممکن دي، له دې دوو پرته بله هیڅ لار نشته. نو د مسلمانې ښځې لپاره دا ډېره ارزښتناکه او مهمه ده چې تل حجاب واغوندي او له بې حجابۍ او بړبندتوب څخه ډډه وکړي. ځکه حجاب د ټولو هغو ښو شیانو سرچینه ده چې پورته یې یادونه وشوه. څومره چې په ټولنه کې د بې حجابۍ او د حجاب د نه اغوستلو له امله ډېرې بدۍ او بربادۍ رامنځته کېږي، حجاب د هغو ټولو مخه نیسي او مخنیوی یې کوي.

سپارښتنه: زما ګرانې خورې! له بده مرغه نن سبا کفار او د اسلام مخالفان په ټول زور او فشار سره د حجاب پر ضد ولاړ دي، له رسنیو څخه نیولې تر لاسونو پورې نیولې وسلو پوري، او وايي: که موږ قرآن کریم او حجاب د مسلمانانو له منځ څخه واخلو، نور به دوی هیڅ ونه لري!

هو؛ په حقيقت کې قرآن او حجاب ډېر مهم اصول دي. نو زما ګرانې خورې! حجاب وکړئ؛ تر څو په دنیا او آخرت بریالي شئ.

Previous Articleد اسلام اخلاقي دریځ (دريمه برخه)
Next Article د اسلام اخلاقي دریځ (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول شپږویشتمه برخه…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD3 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه  لومړۍ برخه الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَىٰ عَبْدِهِ…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD11 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.