لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
حجاب (شپږمه برخه)
د حجاب فضائل
حجاب د انسان طبيعي اړتيا ده، د يوې هوښيارې ښځې د حيا او شرم طبيعي اړتيا دا ده چې به بیګانه و څخه حجاب وکړي. او ویلای شو چې حجاب تر يو حده د هر انسان د طبيعت يوه اړتيا ده.
شریف انسان نه بې حیایي خوښوي او بړبندتوب. د انساني فطرت له مخې شریعت د حجاب حکم کړی دی، او له حجاب پرته د فتنې او فساد مخه نیول ګران کار دی، چا چې انسان پیدا کړی، هغه ښه پوهیږي چې د انسانیت د ساتنې لپاره د حجاب احکام څومره اړین دي. نو خدای تعالی په دې اساس د حجاب احکام وضع کړل، چې د انساني عقل او فطرت سره هم سمون خوري.
بنسټیزي کلمې: اطاعت، الهي بخښنه، د تقوا تقواه، پوښښ، حیا، د سترګې ساتنه(غض البصر)، نیکي او صداقت، پاکي، عفت، غیرت، مینه، د ایمان نښه.
دلته د حجاب په فضیلتونو خبرې کوو، حجاب بې شمېره فضیلتونه لري. چې د هغو څخه لاندې ټکي شامل دي:
- حجاب د الله تعالی اطاعت او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت دی.
د خداى او د هغه د رسول صلی الله علیه و سلم اطاعت واجب دى، څرنګه چې الله تعالی فرمایي: [وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى الله وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ الله وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا].
«هیڅ مؤمن او هیڅ مؤمنه دا حق نلري چې کله الله او د هغه رسول صلی الله علیه و سلم کومه فیصله وکړي او بیا ( د الله او د هغه رسول په خلاف) د هغې فیصلې اختیار ولري. او څوک چې الله له الله او د هغه له رسول څخه سرغړونه وکړي، نو هغه په څرګنده ګمراهۍ کې وغوځېدی.»
او الله تعالی ښځو ته د حجاب امر کړی دی او فرمایي: [وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا].
« او مؤمنانو ښځو ته ووایه: خپلې سترګې دې(له نامحرمو) څخه وساتي او د خپل عورتونه (له ناروا اړیکو څخه) حفاظت کړي. او خپل سینګار( لکه: امېلونه، پایزېبونه او…) دې نه ښکاره کوي، پرته له هغه مقدار (د خلقت د ښکلا؛ لکه مخ او لاسونه) او هغه (زیوري شیان؛ لکه جامې، نکریزي او…) چې (په طبیعي توګه) معلومیږي.»
او خدای تعالی فرمايي: [وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى].
« په خپلو کورونو کې پاتې شئ، او له خپلو کورونو څخه مه وځئ (پرته له هغه ځایونو چې تاسو ته الله اجازه درکړې ده) او د لومړي جاهلیت په څیر د خلګو په منځ کې مه ښکاره کیږئ(او ځان ښودنه مه کوئ).»
او همدارنګه فرمایي: [وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ].
« کله چې تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له میرمنو څخه د کور شیان غواړی، نو د پردې تر شا یې وغواړئ، دا ستاسو او د دوی د زړونو د پاکوالي لپاره غوره دی.»
او الله تعالی فرمایلي دي: [يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ الله غَفُورًا رَحِيمًا].
« ای پیغمبره! خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې پرخپل ځان باندې د خپلو ټکریو پلوونه واچوي، دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، تر څو چې هغوی وپېژندلای شي او و نه ځورول شي. الله تعالی ښه بخښونکی او مهربان دی.»
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « المرأة عورة…».
« ښځه عورت ده (یعني پکار ده چې وپوښله شي.)»
- د ښځې حجاب د هغې د عفت نښه ده.
الله تعالی، حجاب د عفت نښه ګرځولې ده څرنګه چې فرمایي: [يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ الله غَفُورًا رَحِيمًا].
« ای پیغمبره! خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې پرخپل ځان باندې د خپلو ټکریو پلوونه واچوي، دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، تر څو چې هغوی وپېژندلای شي او و نه ځورول شي. الله تعالی ښه بخښونکی او مهربان دی ( او که چیري مو تر اوسه په حجاب سستي کوله، نو اوس پکار ده چې توبه وکړئ.)»
- د ښځو پوښښ او حجاب د ځان او نارینه د باطني پاکوالي د ساتلو وسیله ده.
الله تعالی فرمایي: [وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ].
« کله چې تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له میرمنو څخه د کور شیان غواړی، نو د پردې تر شا یې وغواړئ، دا ستاسو او د دوی د زړونو د پاکوالي لپاره غوره دی.»
تفسير: په دې آيت كې خداى جل جلاله حجاب د مؤمنانو او مؤمنو ښځو د زړونو د تصفيې په څیر بيان كړى دى. ځکه که سترګې شی ونه ویني، زړه هغه نه غواړي؛ نو که ليد نه وي، زړه پاک او بې وسوسه وي، په دې صورت کې د فتنې او فساد نشتوالی نور هم څرګندېږي. ځکه حجاب د ناروغ زړه ارمانونه له منځه وړي.
- حجاب د ښځو لپاره ستر (پوښښ) دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إن الله عز وجل حييّ ستِّير، يحب الحياء والستر…».
« بې شکه چې الله تعالی باحیا او پوښلی (پټ) دی، او حیا او پوښښ خوښوي.
- حجاب تقوا تقویه کوي.
خدای جل جلاله فرمايي: [يَابَنِي آدَمَ قَدْ أَنْزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْآتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ].
« اې انسانانو موږ ستاسو لپاره داسې جامې جوړې کړې چې ستاسو بربنډتوب پټوي او د زینت جامې (د دې لپاره چې تاسو خپل ځان سينګار کړئ، مګر تاسو باید پوه شئ چې) د تقوا او د الله د وېرې جامې تر ټولو غوره جامې دي( ځکه انسان خپل ځان سينګاروي او د آخرت له عذاب څخه ځان ساتي).
- اسلامي حجاب د مسلمانې ښځې د ایمان نښه ده.
الله جل جلاله د حجاب په اړه یوازې مؤمنانو ښځو ته خطاب کړی دی. الله جل جلاله فرمايي: [مومنانو ته ووايه]؛ همدارنګه الله جل جلاله فرمايي: [او د مؤمنانو ښځې].
حضرت عائشه رضی الله عنها حجاب او د ټول بدن پټول ایمان ګڼلی دی:
قرطبي وايي: «ودخلت نسوة من بني تميم علی عائشة (رضیاللهعنها) عليهنّ ثياب رقاق، فقالت عائشة: «إن كنتن مؤمنات فليس هذا بلباس المؤمنات، وإن كنتن غير مؤمنات فتمتعن به».
امام قرطبي رحمه الله وایي: « کله چې د بني تميم د قبيلې يوه ډله ښځې عائشې رضي الله عنها ته راغلې وې، نو نرۍ جامې يې اغوستې وې. حضرت عایشه رضی الله عنها وویل: که تاسو مؤمنې ښځې یاست نو دا لباس د مؤمنانو جامې نه دي او که تاسو مؤمنانې نه یاست؛ نو تاسو کولی شئ د دې جامو څخه خوند واخلئ.»
همدارنګه امام قرطبي رحمه الله لیکي: «وأدخلت امرأة عروس علی عائشة (رضیاللهعنها) وعليها خمار قبطي معصفر، فلما رأتها قالت: لم تؤمن بسورة «النور» امرأة تلبس هذا؟!. وثبت عن النبي (صلیاللهعلیهوسلم) أنه قال: «نساء كاسيات عاريات مائلات مميلات رءوسهن مثل أسنمة البخت لا يدخلن الجنة ولا يجدن ريحها».
حضرت عائشې رضی الله عنها ته یوه ناوې راغله، چې اسلامي مناسب جامې یې نه وې اغوستي. حضرت عایشه رضی الله عنها چې کله ولیدل ویې ویل: دا ښځه په نور سورت باندې ایمان نه لري. په داسې حال کې چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه دا ثابته شوې ده چې فرمایلي دي: هغه ښځې چې د جامو او بربنډتوب سره سره نور جذبوي او په خپله هغوی ته جذبیږي او سرونه یې د بختي اوښانو د بوک په څیر کوږ کړی وي. پوه شه چې جنت ته به داخل نه شي، او دوی ته به یې حتی بوی هم ونه رسی