(له مخالفینو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم چلند (لومړې برخه
لنډيز
بې له شکه که د بشریت تاریخ ته وګورو نو معلومه به شي چې شپږمه هجري پېړۍ د عربو د جاهلیت په زمانه کې د نړۍ د تاریخ پوهانو او تاریخ ليکونکو پام ځان ته اړولی. د هغه وخت حالت د زمانې په یوه برخه کې د ذلت، جهالت او معنوي زوال خبر ورکوي. د علامه ندوي رحمه الله په وینا: «د هغه وخت نړۍ د یوې ودانۍ په څیر وه چې سخته زلزله سخته ولړزوله او هیڅ شی په خپل ځای کې نه و. په دې ټولنه کې انسان ته د هغه انسانيت هيڅ اهميت نه درلود، داسې برېښېده چې په بشپړه توګه يې عقل له لاسه ورکړی وي، فکري نظام يې ګډوډ شوی وي، ذوق يې خراب شوی وي او ظالم دښمن يې قاضي ټاکلی و. مجرم نيکمرغه ګڼل کيده او صالح کس محروم او بدبخت ګڼل کيده. سخت زړه او ظلم تر دې کچی رسيدلې وو چې ماشومان يې وژل او ژوندي ښخول.
د دې بې نظمه او ګډوډ ژوند هر اړخ د یو ځانګړي اصلاح کونکي پام ځانته را اړوي چې د نورو اصلاح کونکو څخه غوره وی لکه محمد بن عبدالله صلیاللهعلیهوسلم یو داسې اصلاح کونکی چې کولی شي د آسماني وحی تر سیوري لاندې او په ډیر احتیاط او ژوره توګه، په ښو اخلاقو، له دوستانو او دښمنانو سره په زغم او ښه تعامل، د انسانیت رهبري کول، کوم چې د مړینې په حال کې دی، ابدي ژوند ته؛ نو په دې لیکنه کې غواړو له مخالفتونو سره د مقابلې په برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تعامل یوه لنډه طریقه بیان کړو، تر څو د نړۍ او خلکو لپاره عبرت شي.
د اسلام د پېغمبر صلى الله عليه وسلم د ځانګړتياوو لنډه بيان
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه سوځیدونکي لمر په څیر و چې له ټولو تورو شپو وروسته راښکاره شو او نړۍ یې په نوې رڼا سره روښانه کړه او د بشریت په مظلوم او بې وسه بدن کې تازه والی راوړې. هغه د عزت، کرامت، عدالت او ازادۍ د وياړ مډال د هغو خلکو په غاړه کې ځوړند کړ چې له ظلم، استبداد، بربريت او ظلم څخه پرته بل څه په ميراث کې نه و، ورپاتې.
هغه کس چې د رحمت د ورېځې په څېر پر نړۍ نازل شوی او په حقیقت کې د نړۍ لپاره رحمت و. د هغه د رحمت باران کې دوستان او دښمنان شامل وو او د لامحدود سمندر څخه ټول اوبه کړل.
د رحمت، شفقت، مهربانۍ، او دوستۍ پيغام رسونکي؛ حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم هغه مهربان او خواخوږ انسان و چې مظلوم یې په تمه وو، د سولې او ارامۍ پیغام یې د مظلومانو د خلاصون نسخه وه. محمد صلی الله علیه وسلم غریبان يې له بنده ازاد کړل او د غلامۍ زولنې یې د لاسونو او پښو څخه لیرې کړل او په مکه کې د مشرِف له غره څخه یې د متکبرانو او ظالمانو غوږونو ته د عدالت او توحید غږ ورساوه او په مهربانۍ، مينې ،شفقت سره يې د خپل سعادت پيغام ته راوبلل او په زړورتيا او ښکاره د يو خداى عبادت يې وکړ او د خداى بندګان يې د نفس او انسان له بندګۍ څخه د يو خالق د بندګۍ او اطاعت لوري ته راوبلل. هغه په زغم او صبر سره ټولې ناخوالې وګاللې او د ایمان هغه تخم یې اوبه او وپاله، چې د زړونو په خاوره کې یې کرلي و او د قریشو د استازو د جملې په ځواب کې وویل:«یا عم، والله لو وضعوا الشمس في یمیني والقمر في یساري علی أن أترك هذا الأمر، حتی یُظهره الله أو أهلک دونه، ما ترکته.» هغه د حقاني دعوت په مسله کې خپل هوډ او قوت څرګند کړ او د دوي دټولو مغرضو افکارو لمن يې شنډه کړه، له هيچا ويره هم نه درلود. ځکه چې د کائناتو خالق د هغه ملاتړی او ساتونکي و.
د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم په خپل سیاسي او فکري لیدلوري او سپیڅلي شخصیت سره د نفرت پر ځای مینه ، کرکې په ځای احترام ، جنګ او دښمنۍ یې له سوله او دوستي سره بدله کړه او په خپلو خبرو، عملونو او په ښو اخلاقو سره يې د انساني ټولنې د ژوند معيارونه بدل کړل.
هغه په خپل بې ساري صبر او زغم سره د مخالفانو په ګډون هر څوک د هغه منندوی او احسامن و او په صداقت سره یې د پلویانو او مخالفینو په زړونو کې ځای درلود.