په نیکۍ امر کول او له بدیو څخه منع کول (امر باالمعروف او نهی عن المنکر)
په نیکۍ امر کول او له بدیو څخه د خلکو را ګرځول په پراخه معنی بله ځانګړنه ده چې باید واقعي مسلمان په هغه متصف وي.
زموږ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو تر منځ یو لوی توپیر، له دین او دنیا سره د تعامل او چلند ډول دې؛ د هغو اصلي چارې او موخې د دیني ارزښتونو ساتنه، الهي دین ته بلنه، له دین څخه دفاع او د دیني ولکې او ځواک پراخول و.
هغوی دنیا د یوې وسیلې په توګه ګڼله چې باید د اړتیا په اندازې ورته پام او ځني ګټه پورته شي؛ اما موږ او تاسو دنیا غوښتنه او د دنیایي متاع زیاتول، خپله اصلي موخه ګرځولې او زموږ په عملي ژوند کې د دنیا په پرتله، دین ډيره ټیټه مرتبه او ځای لري او لږ پاملرنه ورته کیږي؛ دغه مسئله زموږ د زمانې لاسته راوړنه نده، له بده مرغه له پیړیو راهیسې د اسلامي امت په منځ کې پیدا شوې او ورځ تر بلې یې پراختیا موندلې.
نن ورځ، مسلمانانو هغه پخوانی پت، عزت او هیبت له لاسه ورکړی او لامل یې په څرګنده توګه دیني احکامو او لارښوونو ته شا کول او خپله ټوله پاملرنه دنیا ته اړول دي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «یوشک الامم ان تداعی علیکم کما تداعی الاکلة الی قصعتها فقال قائل و من قلة نحن یومئذ کثیر و لکنکم غثاء کغثاء السیل و لینزعن الله من صدور عدوکم المهابة منکم و لیقذفن الله فی قلوبکم الوهن فقال قائل یا رسول الله و ما الوهن قال حب الدنیا و کراهیة الموت»؛ ژباړه: «داسې وخت به پر تاسو راشي چې نور ملتونه به پر تاسو یرغل وکړي، په همغه ډول چې خوړونکي د خوړو پر لوښي تلوار کوي؛ یو چا پوښتنه وکړه، زموږ د تعداد د کموالي له وجې له داسې حالت سره مخ کیږو؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه ورځ به ستاسو شمیر ډیر زیات وي، اما لکه د سیلاب د مخ ځګ په څېر به وزن نلرۍ؛ الله تعالی ستاسو د دښمنانو له زړونو څخه ستاسو هیبت له منځه وړي او ستاسو په زړونو کې سستي راولي؛ چا پوښتنه وکړه یا رسول الله! سستي څنګه زموږ په زړونو کې پیدا کیږي؟ ویې فرمایل: د دنیا د مینې او له مرګ څخه د کرکې له وجې».
یعنې خپل ژوند تر دې کچې له دنیا سره تړۍ او ټینګوئ چې ګوندې د مرګ لپاره هیڅ راز چمتووالی نلرۍ.
ښایي له دین سره د دنیایي چارو پرتله کولو ته اړتیا نه وي؛ ځکه هر هوښیار او د عقل خاوند مسلمان، که لږ سوچ وکړي او د دیني او دنیوي چارو او فعالیتونو پایلې سره پرتله کړي، د دنیا غوښتونکي به د لیونیو په څير تصور کړي چې هرڅه، حتی ځانونه یې هیر کړي دي.
الله تعالی په دوه لنډو آیتونو کې زموږ پام دې حقیقت ته اړوي او فرمایي: «بل تؤثرون الحیاة الدنیا و الآخرة خیر و ابقی» [اعلی: ۱۶- ۱۷]؛ «بلکه د دنیا ژوند غوره کوئ په داسې حال کې چې آخرت غوره او تلپاتې ده»؛ په هر حال ښایي دیني چارو او د الله لوري بلنې ته د خلکو لېږ پام، الهي دین لوري ته د بلنې په مسیر کې د خواصو او پوهانو سستي او کسالت، د ځينو بلونکو او دعوت کوونکو زړه توري کیدل او د لارې په نیمایي کې د هغوی دریدل او همدارنګه د امر باالمعروف او نهی عن المنکر له فریضې څخه ناسم تأویل یا غیر مستقیمه پوهه وي.
ډیری مسلمانان په فرایضو لکه لمونځ، روژه، زکات، حج او … ټینګ دي او نه اداء کول یې ګناه بولي؛ اما که د دوی په مخ کې چا دغه عبادتونه نه کول، غبرګون نښیي او خپل دغه کار ګناه نه بولي؛ او یا ډیری مسلمانان په خپله له ګناهونو لکه درواغ، غیبت، چوغلي، حرامو معاملو او … څخه ډډه کوي؛ اما که له ملګرو او خپلوانو څخه یې یو کس پر دغو ګناهونو اخته شي، هغه نه منع کوي او خپل ځان هم پړ نه ګڼي.
په معروف امر کول او له منکره د خلکو راګرځول دوه شرعي وجیبې دي چې ډیره موده کیږي خپل اصلي ځای او مقام یې د عامو مسلمانانو په منځ کې له لاسه ورکړی او تر ډیره د عیني واجباتو په توګه د مسلمانانو د دیني پروګرامونو په لیست کې نه نیول کیږي.
اوس هڅه کوو د موضوع په اړوند څو اړینو او مهمو ټکو ته اشاره وکړو:
الف. په اسلام کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر څرنګوالی
د اسلام سپیڅلی دین چې زموږ د اعتقاد او باور له مخې تر ټولو بشپړ اسماني دین دې، کله چې د الله تعالی له لوري ولیږل شو له ځان سره یې یو لړ اوامر او نواهي (هغه کارونه چې ترسره کول یې اړین دي او هغه کارونه چې ځان ساتنه او ډډه کول ترې ضروری دي) راوړل؛ یا په بله وینا پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر پیغمبرۍ وروسته په دې مکلف شو چې خلکو ته ووایي چې تاسو باید ځیني کارونه چې تر اوسه مو ندي ترسره کړي، ترسره کړئ او ځیني چارې چې ستاسو په منځ کې رواج وې، هغه پریږدئ؛ پردې سربیره د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم مأمور و ترڅو انسانانو ته قناعت ورکړي چې هر هغه څه چې اسلام ښه ګڼي او د هغه په کولو سپارښتنه کوي، ستاسو لپاره پکښې ګټه نغښتې ده او هر هغه څه چې بد ګڼي او له هغه څخه منع کوي، هرو مرو یو زیان له ځان سره لري او ستاسو د هلاکت او تباهۍ باعث کیږي.
اوس په ساده ژبه، هغه څه چې د اسلام په دین کې د خیر او ښیګڼې په نوم پیژندل شوي او انسانان د هغوی په سرته رسولو مکلف شوي په اصطلاح کې په «معروف» نومول شوي او هر هغه څه چې په اسلامي متنونو «قرآن او سنت» کې بد او ناوړه پیژندل شوي او انسانان د هغوی پریښودلو ته مأمور شوي «منکر» نومول شوي دي.
ب. په معروف د امر کولو او له منکر څخه د منع کولو وجوب
که ووایو چې د پیغمبرانو اصلي مأموریت او دنده نیکۍ ته امر کول او له بدیو منع کول و نو مبالغه به مو نه وي کړې، الله تعالی فرمایي: «و لقد بعثنا فی کل امة رسولا ان اعبدو الله واجتنبوا الطاغوت» [النحل: ۳۶]؛ « او په تحقیق سره په هر امت کې مو پیغمبر ولیږه چې [اعلان وکړي چې] د خدای تعالی عبادت وکړئ او د طاغوت [له بندګۍ] څخه ډډه وکړئ».
د الله تعالی جل جلاله خالص عبادت او بندګي تر ټولو ستر معروف او له الله پرته د هر چا یا هر شي عبادت او له هغه څخه پیروي کول، تر ټولو ستر منکر دې؛ نور پاتې ټولې ښیګڼې د الله تعالی د عبادت او پیژندنې تبع او فروعات دي او نورې ټولې بدۍ د شرک او د غیرالله د عبادت کولو فرع او زیږنده ده؛ له همدې امله پیغمبران مکلف و چې توحید ته بلنه او د شرک په وړاندې مبارزه، د خپلو اصلاحي نوملړ په سر کې ونیسي.
ج. په معروف د امر کولو او له منکر څخه د منع کولو د پریښوولو ناوړه پایلې؛