ځواب: معجزه خارق العاده عمل دی چې د نبوت د مدعي له خوا صادر کیږي، نور خلګ یې له مثل راوړلو څخه عاجز دي همدارنګه د ضرورت په وخت کې مبارزه کول هم له ځان سره لري.
پوښتنه: آیا پرته له پیغمبر ﷺ ژوند نشو کولای یا د خپل عقل د غوښتنې سره سم قوانین جوړ او په مطابق یې ژوند وکړو؟
ځواب: ژوندي پاته کیدای شو اما د شریعت مطابق ژوند نشو کولای، ځکه موږ او ټول کائنات او اسباب الله ﷻ پیدا کړي دي د استفادي او ګټې اخیستني لارښونه یې هم راته کړي ده، او زموږ عقل ناقص او محدود دی د پنځهګونو حواسو پورته د څه شي په مورد عادلانه قضاوت نشي کولای، له عقل څخه فقط د توحید، الله پېژندني، رسالت، په قرآن او د رسول الله ﷺ په سنتو د پوهیدو مسائلو کې کار اخلو، په نورو مواردو کې عقل د ښه او بد تمیز کونکی دی هغه هم په هغه مواردو کې چې حواس کار کوي نه د احکامو تعین کونکی، دا په دې معنا نه ده چې له عقل کار نه اخلو بلکې زموږ عقل ناقص او محدود دی… اما عقل نشي کولای روا او ناروا تعیین کړي.
ځواب: ۱- د ابراهیم علیه السلام د معجزې په واسطه د نمرود اور ګلزار جوړ شو، ۲- د موسیٰ علیه السلام معجزه د هغه لکړه (عصا) وه چې ښامار (لوی مار) به جوړېدی، ۳- د عیسیٰ علیه السلام معجزه دا وه چې مړی به یې ژوندی کاوه. ۴- زموږ د خوږ پیغمبر محمد رسول الله ﷺ معجزه دا وه چې سپوږمۍ یې په مینځ دوه ځایه کړه، او له ټولو مهمه ښکاره معجزه یې قرآن عظیم الشان دی.
پوښتنه: زموږ د پیغمبر محمد ﷺ کومه معجزه تر قیامته پاته کیږي؟
ځواب: قرآن عظیم الشان د هغه دایمي معجزه ده چې د مثل له راوړلو یې انسانان عاجز دی، قرآن ټولو انسانانو ته چلینج ورکړی چې که وس او توان لری د قرآن په څیر یو وړوکی سورة وړاندي کړئ.
15
پوښتنه: د الله ﷻ آخرین پیغمبر او وروستنی کتاب کوم دی؟
ځواب: د الله ﷻ آخرین پیغمبر محمد ﷺ او وروستنی کتاب یې قرآن کریم دی، او هر د نبوت مدعي که پیدا شي هغه شیطان او یا کافر دی.
پوشتنه: د الله ﷻ پیغمرانو علیهم السلام د بشر لپاره له خپلې پوهې او اجتهاد نه څه جوړ کړي و چې بشریت یې رهبري کاوه که د الله له لوري رهبري کیدل؟
ځواب: پیغمبران علیهم السلام د الله ﷻ له لورې رهبري کیدل، یوه خبره یې هم د اجتهاد یا د خپل نفس او هواء د بشریت د لارښونې لپاره نه ده ویلې، هر هغه څه چې یې د شرعي په باره کې بیانول د الله ﷻ دستور او لارښونه وه.
د دین هیڅ یو امور پیغمبرﷺ د خپل اجتهاد په ډول ندي بیان کړي، چې نن یې موږ پیروي کوو لکه څنګه چې مستشرقین ادعا لري. په دې مورد زموږ دلیل د قرآن سورة نجم ۳ او ۴ آیت دی. «وَمَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوَی، اِنْ هُوَاِلَّا وَحْیٌ یُوْ حٰی» او هیڅ کله د نفس دهوا له مخي خبري نه کوي! هغه څه چې وایې جز د الله له لوري نازل شوي وحي څخه بل څه نه دي.
پوښتنه: د دین او دنیا امور یعني څه؟
ځواب: د دنیا امور هغه دي چې موږ د قیامت په ورځ د هغې په اړه نه پوښتل کیږو، او د دین امور هغه موارد دي چې زموږ نه د قیامت په ورځ د هغې پوښتنه کیږي.
پوښتنه: که یو شخص بعضي پیغمبران قبول او ځیني یې قبول نکړي څه حکم لري؟
ځواب که یو شخص د الله یو پیغمبر هم قبول نکړي کافر کیږي، اما د آخرېن پیغمبر رسول الله ﷺ له رالیږلو وروسته باید تنها د رسول الله ﷺ اطاعت وشي او بس.
پوښتنه: آیا نور پیغمبران نا حق وو؟
ځواب: نهخیر ټول رالیږل شوي پیغمبران برحق وه او شریعت یې هم هغه وخت بر حق وو، اما وروستي پیغمبر به د مخکني پیغمبر شریعت منسوخ کولو.
پوښتنه: د حکیم الله ﷻ په امر د یو پیغمبر د شریعت منسوخ کول د بل پیغمبر په واسطه څه حکمت لري؟
ځواب: ډېر حکمتونه لري! ژوند د الله ﷻ يوه ازموینه ده، الله تعالیٰ ﷻ خپل بندګان په دي مورد امتحانوي تر څو وګوري چې کوم انسان په شریعت ښه عمل کوي، الله ﷻ چې هر څه وغواړي کوي یې او چا ته ضرورت نلري.