د مرجئهو یوه ډله ده چې نه په جبر او نه په اختیار باور لري. بلکې یوازې په عقیده او عمل کي د ارجاء په شتون باور لري. دا فرقه په دې عقیده ده چې ایمان قلبي تصدیق دی او دا هغه څه دي چې د انسان په زړه پورې اړه لري، ځکه چې هیڅوک د نورو په وجدان او باطن نه پوهیږي، نو بیا هیڅوک هالک نه ګڼل کیږي. په دې توګه دخلکو په کارونو کي ډیر سختي نه کول. په هر حال؛ خالص مرجیان ګوشه ګیر او له سیاسي شورماشور څخه لرې خلک وو. خالص مرجیان په څو فرقو ویشل شوي دي. بغدادي په خپل کتاب “الفَرْقُ بین الفِرَق” کې دوی په پنځو برخو وېشلي او اشعري په خپل کتاب “مقالات الاسلاميین” کې په دولسو فرقو وېشلي دي. شهرستاني په خپل کتاب “الملل والنحل” کې لیکي: دا فرقه په څو ډلو ویشل شوې ده: یونسیه د یونس بن عون نمیري پیروان دي، عبیدیه د عبید المکتئب پیروان دي، غسانیه د غسان کوفي پیروان دي، ثوبانیه د ابو ثوبان پیروان دي، تومنیه د ابو معاذ تومني پیروان دي او صالحیه د صالح بن عمر الصالحي پیروان. د مرجئې په اړوندو اثارو کې په زیرکتیا سره د “کفر او ایمان” په موضوع کې په مستقیمه او ځانګړې توګه بله څانګه رامنځته شوې ده. د دغو ډلو څخه ځینې دلته معرفي کوو: یونسیه؛ د یونس شهري له یارانو څخه په دې عقیده درلوده چې ایمان د خدای تعالی د پیژندلو یوه مرحله ده، او مومن هغه څوک دی چې تکبر پریږدي او یوازې د خدای تعالی په وړاندې تواضع وکړي، دا ډله هم پدې باور ده چې ایمان ضعف نه مني.
غسانیه؛ د غسان له پلویانو څخه وو او د کوفې مرجیانو لره هم شاملېده چې قول او وینا یې د ایمان د ټاکلو معیار ګڼل. دوی شريعت تر عقل پورته او په هغه یې حاکم ګڼل. دا فرقه په دې باور ده چې ایمان زیاتیږي اما کمیږي نه.
ثوبانیه؛ د ابي ثوبان د پیروانو یوه ډله ده چې د ایمان معیار، د خدای تعالی او پیغمبرانو علیهم الصلاة والسلام پېژندل او هر هغه څه چې عقل یې روا نه ګڼي، ګڼي. او هغه څه چې عقل یې پرېښودل جائز ګڼي، [د دوی په اند].د ایمان برخه نه ده. دا ډله عمل له ایمان څخه وروستی ګڼي. نور هغه کسان چې په دې باور باوري دي عبارت دي له: ابو مروان، غيلان بن مروان دمشقي، ابو شمر، موسی بن عمران، فضل رقاشي، محمد بن شبيب، عتبي او صالح.
تومنيه؛ د ابو معاذ تومني ملګري دي. دا ډله د انسان لپاره ځانګړتياوې بيانوي چي كه يې وڅاري، مؤمن دى او كه يې ونه څاري، نو فاسق ګڼل كېږي. هغه صفتونه معرفت او شناخت، محبت او اخلاص دی او د ټولو هغه څه اعتراف دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی دی.
وايي: که چا د لمانځه او روژې پرېښودل حلال وګڼل او په همدې وجه يې پرېښودل، نو کافر دی. البته که د قضاء په قصد او نيت سره یې پريږدي نو کافر نه دي او ابن راوندي او بشر مربسي هم له دې خبرې سره موافق دي.
صالحیه؛ د صالح بن عمرو صالحي، محمد بن شبيب، ابو شمر او غيلان له ملګرو چې دغه فرقه يې د قدر او ارجاء تر منځ راغونډه کړه او په دې باور دي چې ايمان يوازې د الله تعالی معرفت او پېژندنه ده. دوی هم په دې باور دي چې ایمان لږوالئ یا ډیروالئ نه مني.
جهمیه؛ د جهم بن صفوان له پلویانو څخه دی چې په عمل کې د جبر او په ایمان کې د ارجاء باور لري او په دې باور دی چې ایمان یوازې په زړه کې دی پرته له جوارح او د بدن له غړو. مریسيه د مرجئهو وروستۍ ډله ده او د مریسي له پيروانو څخه دي، دوی ايمان د زړه او ژبې تصدیق ګڼي او سپوږمۍ او لمر ته سجده کول کفر نه ګڼي بلکې د کفر نښه ګڼي. له همدې امله دوی د غسانیهو مخالف ګڼل کیدای شي.
د فِرَق د کتابونو مؤلفین، د ذکر شویو فرقو نه علاوه، د اهل سنت له مرجئهو هم خبري کړي دي او دا عنوان یې په لومړنیو احنافو؛ یعنی په امام ابوحنیفه او ملګرو یې اطلاق کړي دي، سرکاري علماء، یعنی امام ابو حنیفه رحمه الله هم په خپلو اصحابو باندې تطبيق کړي دي. ښايي په دې وجه چې هغوی د خوارجو په وړاندې د هغوی برعکس، عمل یې د ایمان له ارکانو څخه نه ګڼل او د کبيره ګناه مرتکب یې چي توبه یې نه وي کړې، واجب القتل نه بلل.
ابوالحسن اشعري په خپل کتاب (مقالات اسلامیین) کي امام ابوحنيفه رحمه الله او ملګري یې د مرجئې د نهمې فرقې په توګه پېژني او وایې: د دوی عقیده د خدای تعالی پېژندنه او په هغه اقرار او د رسول الله صلی الله علیه وسلم معرفت او په هغه اقرار دی چې په ټوله کي یې د خدای تعالی له لورې راوړي دي، نه په تفصیل سره. ابو عثمان ادهمي روایت کوي چې امام ابوحنیفه رحمه الله او عمر بن ابي عثمان شمري په مکه مکرمه کې سره ولیدل، عمر له امام ابو حنیفه رحمه الله څخه وپوښتل: که یو څوک عقیده ولري چي الله جل جلاله د هېږ (خنزیر) غوښه حرامه کړې ده خو دا ممکنه ده چې هغه خنزیر چې الله تعالی حرام کړی دی، عین دا خنزیر به نه وي، هغه مؤمن دی که نه؟ امام ابو حنیفه رحمه الله ځواب ورکړ او ویې ویل: مؤمن دی! نو هغه ورته وفرمایل: ایا هغه څوک مؤمن دی چې په دې باور وي چې خدای تعالی د کعبې حج فرض کړی دی مګر دا باور لري چې له دې کعبې پرته بله کعبه ده چې په اوسني ځای کې موقعیت لري؟ امام ابو حنیفه رحمه الله ځواب ورکړ: مؤمن دی. بيا يې وپوښتل، كه څوك ووايي چې پوهېږم چې خداى جل جلاله محمد صلى الله عليه وسلم د استازې په توګه رالېږلى او د خداى تعالی رسول دى، خو زه نه پوهېږم چې ښايي هغه زنجي وي، مؤمن دی که نه؟ هغه وویل: مؤمن دی. امام ابو حنیفه رحمه الله د دین هیڅ شی هم د ایمان څخه بهر نه دی ګڼلی او داسې انګیري چې بعضیت نه مني او زیاتیږي او کمیږي نه او خلک یو له بل څخه په ایمان کي لوړوالې نه لري.
شهرستاني د «الملل والنحل» کتاب لیکوال پورتنۍ عقیدې د غسان کوفي څخه رانقلوي او په حیرانتیا سره لیکي چې غسان کوفي خپل مذهب امام ابوحنیفه رحمه الله ته منسوبوي. شهرستاني د امام ابوحنيفه رحمه الله له دغه ډول باور څخه بري او پاک ګڼي او دا نسبت دروغ او کذب بولي.
مرحوم شیخ محمد زاهد بن حسن کوثري چې یو مصري عالم دی؛ له دې نسبت څخه امام ابوحنیفه رحمه الله ته برائت ورکوي او د امام ابوحنیفه رحمه الله ارجاء یوازې په دې کي ګڼي چي عمل د ایمان رکن نه ده، او دا “د سنت ارجاء بولې” او لیکي: «ولکن هذا إرجاء سنة لایعدوه الحق؛
“دا د سنت ارجاء دی چي له حق څخه تجاوز نه کوي؛ [بلکې حق دی].
ان شاء الله په راتلونکي کې به په دې اړه په تفصیل سره بحث وکړو چې آیا امام ابو حنیفه رحمه الله او د هغه پیروانو ته دا صفت صحیح دی او که نه؟ ځکه چې د ځينو خلکو د نظر له مخې د اهل سنت والجماعت یو له سترو امامانو څخه نه بايد د مرجئه په توګه وګڼل شي. خدای دې په ټولو هغو علماوو رحم وکړي چې په هره طریقه یې د دین خدمت کړی او د خلکو مسایل یې حل کړي دي.