لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
کلیسا، پاپ او مذهبي مراسم (لومړی برخه)
لنډيز
د هغو ګڼو ارزښتونو له جملې څخه چې بشري ټولنه لري، دین او دیني عقیدې ځانګړی حیثیت لري. او هر مذهب یو لړ ارزښتونه لري چې کله د خاصو خلکو لخوا تائید او پیروي کیږي او کله د یو مذهب پیروان په عمومي ډول ورته پابند وي. کلیسا، پاپ او مذهبي مراسم د هغو دیني ارزښتونو له جملې څخه دي چې د عیسویت ټول پیروان ورته پابند نه دي، دا چې یو محدود شمیر خلک د کلیسا کارکوونکي کیږي، او لږ شمیر د نورو لپاره د پاپ او مذهبي مراسم ترسره کوي. اوس د دې مادې له مخې اساسي پوښتنه دا ده، چې په عیسوي مذهب کې کلیسا، پاپ او مذهبي مراسم څه دي؟ د تشریحي تحلیلي میتود په کارولو او د کتابتون د سرچینو په مرسته، ډېر څه مو ترلاسه کړه، که څه هم په تیرو وختونو کې کلیسا د عیسویانو په وړاندې خورا سختې کړنې ترسره کړې او د خلکو د ژوند په ټولو چارو کې یې لاسوهنه کړې، کلیسا اوس هم د عیسویانو په منځ کې د مذهب د سمبول په توګه پیژندل کیږي. پاپ د یو مذهبي عالم په توګه، د عیسویانو په مذهبي مراسمو کې هم شتون لري، او عیسویان د مذهبې مسلو کې د هغه پيروي کوي. او د عیسویانو مذهبي مراسم د وخت په تیریدو سره تثبيت شوي او عیسویان خپل مذهبي مراسم په بیلابیلو طريقو ترسره کوي.
کلیدي کلمې: مسیحیان، کلیسا، پاپ، مراسم، مذهب او پیروان.
سريزه
مذهبونه او دیني ارزښتونه د بشر په تاریخ کې تر ټولو مهم بحث دی، شاید دا ادعا وشي چې د انسانانو هیڅ ډله او ټولنیزه طبقه شتون نلري چې مذهبي عقیدې یا لږ تر لږه انساني عقیدې نه لري چې بالاخره په یو ځای باندې تکیه کوي. له همدې امله د مذهبونو او دیني ارزښتونو څېړنه او پېژندنه د تاریخ او څېړنې یوه له مهمو موضوعاتو څخه دی. په بل عبارت، مذهب او دیني عقیدې د هغو ګڼو ارزښتونو په منځ کې چې بشري ټولنو کې نغښتې دی، ځانګړی حیثیت لري. او هر مذهب یو لړ ارزښتونه لري چې کله د خاصو خلکو لخوا تائید او پیروي کیږي او کله کله د یو مذهب پیروان په عمومي ډول ورته پابند وي. کلیسا، پاپ او مذهبي مراسم له هغو دیني ارزښتونو څخه دي چې د عیسویت ټول پیروان ورته پابند نه دي، یعنې یو محدود شمېر خلک د کلیسا کارکوونکي او لږ شمېر د نورو لپاره د پاپ او مذهبي مراسم ترسره کوي.
د کلیسا، پاپ او مذهبي مراسمو په شمول د دیني ارزښتونو په برخه کې د څیړنې اهمیت، د ورته عنوان یا په انساني ټولنه کې د مذهبي ارزښتونو اغیزې معلومېږي. لکه څنګه چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅ خبره او عقیده دومره اغیزمنه نه ده لکه څنګه چې په انساني ټولنو کې په دیني ارزښتونو باور.د انساني نړۍ ډیری لوی نوښتونه او جنګونه د یو مذهبي یا مخالف عقیدې له امله رامینځته شوي؛ نو د دیني ارزښتونو په برخه کې څیړنه د ټولنې د ټولو وګړو اړتیا ده او د ټولنې هر وګړی باید له خپلو دینونو، ارزښتونو او عقایدو خبر وي.
د کلیسا، پاپ او د عیسویانو د مذهبي مراسمو په برخه کې پراخه څیړنه شوې ده، تر دې حده چې په هره ژبه او کلتور کې په لسګونو کتابونه او مقالې شتون لري چې د عیسویانو د دین مختلف بحثونه تحلیل کړي دي. د دې ماخذونو په لست کې د دغو منابعو څخه يو څو يادونه هم شوې ده؛ خو اصلي ټکي ته چې په دې لیکنه کې زیات تمرکز شوی هغه دا دی چې د کلیسا، پاپ او مذهبي مراسمو د تشریح او عمومي تفاهم طرز او شرایط په پام کې نیول شوي، هغه څه چې په نورو لیکنو کې نه لیدل کیږي یا لږ تر لږه د لیکوال له نظره لېری پاته شوي.
اوس د څېړنې د شاليد او اهميت له مخې اساسي پوښتنه دا ده چې په مسيحي مذهب کې کليسا، پاپ او مذهبي مراسم څه دي؟
د تشریحي تحلیلي میتود په کارولو او د کتابتون د سرچینو په مرسته، دا مومو، که څه هم په تیرو وختونو کې کلیسا د عیسویانو په وړاندې خورا سختې کړنې ترسره کړې او د خلکو د ژوند په ټولو چارو کې یې لاسوهنه کړې، کلیسا لا تر اوسه هم د عیسویانو ترمنځ د مذهب سمبول په توګه پیژندل کیږي. پاپ د یو دیني عالم په توګه، د عیسویانو په مذهبي مراسمو کې هم شتون لري، او عیسویان د مذهبې مسلو کې د هغه پيروي کوي. او د عیسویانو مذهبي مراسم د وخت په تیریدو سره تثبيت شوي او عیسویان خپل مذهبي مراسم په بیلابیلو طريقو ترسره کوي.
ادامه لري…