د الله توره (خالد بن ولید رض) ژوند ته لنډه کتنه (نهمه برخه)
د اسلامي لښکر د سرلښکر او قوماندان په توګه د حضرت خالد (رض) ټاکنه
له یوې خوا جګړه (د موته جګړه) ډیره ګرمه شوې وه او له بلې خوا مسلمانان د مشر او سرپرست د نه شتون سره مخ ول، هغوی د ډيرې سلا او مشورې وروسته، د قوماندان په توګه د خالد له ټاکلو پرته بله چاره نه درلوده؛ نو د ټولو رأیه د حضرت خالد خوا ته وه چې باید په دغه نازکو او حساسو شرایطو کې موږ یوازې پرینږدي او د اسلامي لښکر مشري دې پر غاړه واخلي. په همدې ترڅ کې حضرت ثابت بن اقرم (رض) د اسلام بیرغ پورته کړ او ټول خلک یې پرځان را ټول کړل، کله چې ټول خلک را غونډ شول، هغه بیرغ را واخیست او د خلکو په مخ کې یې د خالد په لاس کې ورکړ او ورته یې وویل چې د جګړې قومانده ومنه، خالد هغه ته په خطاب کې وویل چې ته ډیر تر ما غوره یې، تا د بدر په غزا کې ګډون کړی و او ستا عمر هم تر ما لوړ دې؛ اما هغه وویل چې ته د جګړې په چارو او مهارتونو کې تر ما ښه پوهیږې؛ فلهذا ته دغه دروند مسئولیت په غاړه واخله، له هغه وروسته خالد بیرغ په لاس کې واخیست، حضرت ثابت خلکو ته وویل چې آیا تاسو په دغې پریکړې خوښ یاستئ؟ ټولو د هغه څخه خپل رضایت څرګند کړ؛ دغه ټاکنه هغه مهال ترسره شوه چې د مسلمانانو لښکر شیبه په شیبه د ماتې سره مخ کیده.
په ناچارۍ حضرت خالد رضی الله عنه د اسلام بیرغ خپل لاس کې ونیو او د مجاهدینو قیادت یې ومانه، دا په داسې حال کې و چې د کفارو سر تر پایه وسله وال لښکر څه د پاسه له دوه سوه زرو جنګیالو څخه جوړ و، هغوی د لوړې جګړه ییزې روحیې او وړتیا څخه برخمن ول؛ ځکه تر دې جګړې څو موده وړاندې هغوی د فارسیانو سره په جګړه کې و او هغو ټولو ته یې ماته ورکړې وه او بریا د دوی په برخه شوې وه؛ اما مقابل لوری، د اسلام لښکر ډیر کمزوری شوی و، مجاهدینو مناسب ځواک او کافي اندازه وسلې په لاس کې نه درلودې، او د شمېر له مخې هم خورا لږ و چې درې زرو شا او خوا ته رسیده.
نو دې ته پام اړول ضرور دي چې سیدنا خالد (رض) څنګه کولای شي دغه درې زره کسیزه ډله د ظالمانو او کفارو د دوه سوه زریز لښکر له منګولو څخه وژغوري؟ او هغه باید څه ډول سیاست او تدبیر په کار واچوي؟
د خالد (رض) په قوماندانۍ د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرېدل
امام بدرالدین عیني رحمه الله د امام بیهقي رحمه الله له قوله لیکي: «فأخذ اللواء و انکشف الناس، فکانت الهزیمة علی المسلمین، وتبعهم المشرکون، فقتل من قتل من المسلمین و رفعت الارض لسیدنا رسول الله صلی الله علیه وسلم، فلما أخذ خالد اللواء قال صلی الله علیه وسلم الآن حمي الوطیس. ثم قال صلی الله علیه وسلم: «انه سیف من سیوفک، فأنت تنصره»، فمن یومئذ سمي خالد سیف الله». ژباړه: «حضرت خالد (رض) د اسلام بیرغ په لاس کې واخیست او د خلکو په منځ کې څرګند شو، په هغو شیبو کې مسلمانان د ماتې سره مخ ول او مشرکین د هغو په تعقیب شول؛ په دغه وخت کې ډیر مسلمانان د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل، هغه مهال د موتې ځمکه پورته کړل شوه او د جګړې صحنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وښودل شوه، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الآن» له هغه وروسته یې وفرمایل: «ای ربه! خالد ستا له تورو څخه یوه توره ده؛ نو یوازې ته د هغه سره مرسته کوې» له همغه ورځې راهیسې خالد د سیف الله ( د الله توره) په لقب باندې ملقب شو.
امام بخاري رحمه الله هم دغه حدیث د انس بن مالک (رض) په روایت بیان کړی او امام بن حجر عسقلاني رحمه الله هم د حدیث په شرح کې تفصیلونه بیان کړي دي؛ څرنګه چې د حدیث متن دا ډول دې: «أن النبي صلی الله علیه وسلم نعی زیدا، و جعفرا، و ابن رواحة للناس قبل ان یأتیهم خبرهم، فقال: «أخذ الرایة زید فأصیب، ثم أخذ جعفر فأصیب، ثم أخذ ابن رواحة فأصیب» و عیناه تذفران: «حتی أخذ الرایة سیف من سیوف الله، حتی فتح الله علیهم». ژباړه: «مخکې له دې چې د زید، جعفر او عبدالله بن رواحه رضی الله عنهم د شهادت خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسیږي، ده مبارک خپله د هغوی د شهادت خبر موږ ته را کړ، په داسې حال کې چې د مبارکو سترګو نه یې اوښکې بهېدلې ویې فرمایل: «بیرغ زید په لاس کې واخیست شهید شو؛ بیا جعفر واخیست شهید شو؛ له هغه وروسته ابن رواحه واخیست هغه هم شهید شو، تر دې چې د الله له تورو څخه یوې تورې بیرغ پورته کړ او الله تعالی مسلمانانو ته بریا ور په برخه کړه».
له پورته حدیثونو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه معجزه ثابتیږي چې د مدینې ښار چیرته او د موتې ډګر چیرې؟! اما له هغه اوږد واټن څخه د وحیې په واسطه هغه ته د جګړې ټول جریان او جزئیات ابلاغ شول.
بله مسئله چې له دغو حدیثونو څخه څرګندیږي هغه دادې چې له وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم پوهیده چې درې واړه امیران په شهادت رسیږي او ویې غوښتل چې په هغه حساسه شیبه کې د خالد (رض) لوړ مقام او منزلت نندارې ته وړاندې کړي او ټول په دې پوه شي چې د هغه ایمان ریښتینی او مخلصانه دې؛ نو له دې حدیثونو څخه د حضرت خالد (رض) فضیلت او ځیرکتیا څرګندیږي.