Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»آیا په رښتیا هم قرآن کریم ځمکه هواره معرفی کوي؟
متفرقه سه شنبه _26 _مارچ _2024AH 26-3-2024AD

آیا په رښتیا هم قرآن کریم ځمکه هواره معرفی کوي؟

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: د. اسامه جوهري

آیا په رښتیا هم قرآن کریم ځمکه هواره معرفی کوي؟

د ملحدینو له لوري دا نیوکه کېږي چې د قرآن کریم له نظره ځمکه هواره ده،
په داسې حال کې چې ساینس ځمکه ګرده ښيي، آیا په رښتیا هم قرآن کریم ځمکه هواره معرفي کوي؟
ځواب: په دې اړه ملحدین د قرآن کریم له دې آیاتونو څخه استدلال کوي: [وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ بِسَاطًا لِتَسْلُكُوا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا (نوح: ۱۹-۲۰)] ژباړه: الله جل جلاله ستاسو لپاره ځمکه د فرش په څېر وغوړوله، څو تاسو د هغې په لویو لارو ولاړ شئ. [الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا (طه: ۵۳)] ژباړه: هغه ذات چې ستاسو لپاره یې د ځمکې فرش وغوړاوه، او په هغې کې یې ستاسې د تګ لارې جوړې کړې.
د ځمکې سر یا د ځمکې هغه برخه چې موږ پرې اوسېږو د ځمکې تر ټولو پورتنۍ برخه ده چې د ځمکې پوښ یا قشر (Earth Crust) ورته یل کېږي او نږدې (۳۰) کېلو متره ډبلوالی یا ضخامت لري[1]، د ځمکې د نیمایي قطر اوږدوالی نږدې (۶۴۰۰) کېلومتره ده، په دې معنا چې که چېرې موږ د ځمکې له سر نه (۶۴۰۰) کېلو متره کوهی وباسو نو د ځمکې منځ ته رسېږو او که ۳۰ کېلو متره کوهی وکنو نو د ځمکې لومړنی پوښ یا (Earth crust) به پای ته ورسېږي. په دې توګه د ځمکې د نیم قطر یعنې (۶۴۰۰) کېلومتره په وړاندې د ځمکې قشر یعنې (۳۰) کېلومتره هېڅ هم نه دی او یواځې د یوې قالینې یا غالۍ حیثیت لري، او دا هم معلومه ده چې د ځمکې له پوښ څخه لاندې ژوند کول نا شوني دي، ځکه چې هلته د تودوخې درجه ډېره لوړه ده، له همدې امله قرآن کریم د ځمکې پوښ یا قشر له غالۍ سره ورته ښودلی تر څو يې پر لارو موږ له یو ځای څخه بل ځای ته تګ او راتګ وکړو. کېدای شي ځینې ووایي چې غالۍ خو پر هوار ځای باندې غوړول کېږي نو ځکه دا خبره نا سمه ده خو که چېرې موږ د ځمکې په څېره یوه لویه کره تصور کړو نو په دومره ستر کروي څیز باندې د غالۍ یا قالینې په څېر کوم څيز وغوړول عادي او ساده خبره ده. نو قرآن کریم هم د ځمکې له قشر یا پوښ څخه د یوې غالۍ په توګه یادونه کوي هغه غالۍ چې په یوه ګرمه او د ژوند لپاره پر نا مناسبې کرې باندې غوړول شوې، چې دې موضوع ته د قرآن کریم په ډېرو آیاتونو کې اشاره شوې ده، لکه: [وَالْأَرْضَ فَرَشْنَاهَا فَنِعْمَ الْمَاهِدُونَ (الذاریات: ۴۸)] ژباړه: موږ ځمکه غوړولې ده او موږ ډېر ښه غوړوونکي یو. [أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا (النبأ: ۶-۷)] ژباړه: آیا موږ ځمکه نه ده غوړولې، او غرونه مو په ځمکه د مېخونو په څېر نه دي ښخ کړي؟
اوس راځو د ځمکې کرويت او ګردوالي ته: که چېرې د قرآن کریم په آیاتونو کې له لږ دقت څخه کار واخلو نو هرو مرو دې پایلې ته رسېږو چې په قرآن کریم کې هم د ځمکې شکل کروي او ګرد ښودل شوی، الله جل جلاله فرمایي: [خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ (الزمر: ۵)] ژباړه: هغه (الله جل جلاله) آسمانونه او ځمکې په حقه پیدا کړي دي، هغه شپه په ورځ او ورځ په شپه کې نغاړي، هغه لمر او سپوږمۍ داسې اېل (تابع) کړي چې هر یو یې تر یوې ټاکلې مودې روان دی، خبر اوسئ چې الله ډېر غالب (پیاوړی) او ډېر بخښونکی دی.
په عربي ژبه کې (کُرَّة) توپ ته ویل کېږي، او په قرآن کریم کې د (یُکَوِّرُ) معنا په توپ باندې بدلېدل یا د توپ په څېر کېدل دي، قرآن کریم وایي چې د شپې او ورځې تګ راتګ او بدلون کره جوړوي او دا کره جوړېدل په هغه صورت کې شوني دي چې کله یو ګرد څیز پټ شي ځکه چې هوار څیز خو په هر حالت کې پټېږي، له همدې امله د ورځې او شپې د رامنځته کېدو له بیان څخه یې په ډاګه کېږي چې قرآن کریم هم د ځمکې شکل کروي او ګرد ښودلی.
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایي چې: [وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا (النازعات: ۳۰)] ژباړه: له هغه وروسته یې ځمکه غوړولې ده. په دې آیت کې د (دَحَی) کلمه راغلې چې د خورولو معنا هم ورکوي او د فیل مرغ د هګۍ په معنا هم ده.
د (Istanbul faculty of theology) دوه پوهان هر یو (H.B Cantay) او ډاکټر علی اوزیک په خپل تفسیر کې د (دحی) د کلمې معنا د فیل مرغ په هګۍ باندې کړې ده، که چېرې موږ له (دحاها) سره نږدې یا له دې څخه اخیستل (مشتق) شویو الفاظو ته وګورو نو له فیل مرغ سره ډېره نږدې معنا ورکوي، لکه: الأدحوة: د فیل مرغ د هګۍ ځای، او الأدحیة: د فیل مرغ ځاله، همدا راز په تفسیر بیضاوي کې هم (دحا) په بیضوي معنا کړل شوی دی، د یادونې وړ ده چې کومو مفسرینو چې د یاد لفظ معنا خپرېدل لیکلي په خپل ځای سم دي خو غوره او ښه معنا یې د فیل مرغ هګۍ ده، چې په دې صورت کې د آیت معنا په ښکاره د ځمکې کرویت بیانوي.
لنډه دا چې قرآن کریم هېڅکله هم دا نه دي ویلي چې ځمکه هواره ده بلکې د ځمکې ګردوالي ته یې هم په بېلابېلو ځایونو کې اشاره کړې ده.
[1] www.livescience.com
Previous Articleمرجئه (څلورمه برخه)
Next Article د الله توره (خالد بن ولید رض) ژوند ته لنډه کتنه (نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.