له احادیثو د ځینو منکرینو په اند د تکامل نظریه له قرآن څخه ثابتېږي، ددوی په اند انسان د بیزو په څېر له یو مخلوق څخه په تدریجي توګه رامنځته شوی، چې بیا الله تعالی شعور ورکړی، خو دا عقیده د قرآن کریم او صریحو احادیثو خلاف ده، ځکه د قرآن کریم په بېلابېلو ځایونو کې الله جل جلاله د لومړني انسان د پیدایښت واقعه بیان کړې چې له خټې څخه د آدم علیه السلام جوړول دي، چې بیا په جنت کې استوګن او وروسته ځمکې ته راښکته شوی، همدا راز په صریحو احادیثو کې هم دا خبره راځي چې آدم علیه السلام له مور او پلار پرته پیدا شوی دی.
۵ـ د تکامل نظریه (theory of evolution):
د تکامل یا ارتقاء نظریه د ملحدینو یو اړین ساینسي اصل ګڼل کېږي، د دې نظریې لنډ مفهوم دا دی چې په نړۍ کې ژوند په خپله رامنځته شوی، یعنې هر ژوندی څیز چې موږ وینو هغه که حیوانات دي او که انسانان دا ټول په خپله او د کوم خالق له تخلیق پرته پیدا شوي دي او په ټوله کې دا کائنات یو خود ساخته او په خپل سر جوړ شوی نظام لري چې د طبیعي قوانینو په رڼا کې پر مخ روان دی. نوموړې نظریه په بشپړ ډول په ماده پرستۍ ولاړه ده، له ټولو ماوراء الطبیعي څیزونو څخه انکار او په خپله د ژوند د رامنځته کېدو لپاره یوه خیالي او له حقیقته لرې فرضیه ده.
یادونه: د تکامل یا ارتقاء نظریه د معاصرو ملحدینو د عقیدې بڼه لري او په اساس یې د انسان له تخلیق څخه انکار کوي، له همدې کبله موږ دا نظریه په لږ وضاحت سره بیانوو:
د تکامل د نظریې تاریخ:
د تکامل د نظریې په رامنځته کېدو کې د یوناني فلسفیانو دور هم خورا مهم رول لري، که څه هم یوناني فلاسفه وو کټ مټ د ډاروین په څېر د تکامل نظریه نه ده وړاندې کړې خو داسې نظریې شته چې د ډاروین نظریې ته ډېر ورته والی لري. مشهور فلسفي اناکزیمینډر (Anaximander) (۶۱۰- ۵۴۶ ق م) لومړنی ایولوشنسټ یا هغه شخص دی چې د تکامل نظریه یې وړاندې کړې ده، د نوموړي په اند لومړی په اوبو کې ژوند رامنځته او وروسته وچې ته لېږدول شوی، نوموړي به دا هم ویل: کوم انسان چې موږ یې اوس وینو هرومرو به په لومړیو کې د کوم بل حیوان بچی وو او کېدای شي چې د کب بچی به وو.
افلاطون او ارسطو د تکامل یا ایولوشنزم مخالفین وو، د دوی په اند ژوندي موجودات د بدلون وړ نه دي او له آره کامل دي، ارسطو د مشهور فلسفي ایمپېډوکلس (Empedocles) د نظریې مخالف هم وو چې ګویا دا ژوندي موجودات په تصادفي یا ناڅاپي ډول رامنځته شوي.
سربېره پر دوی نورو ډېرو فلاسفه وو هم خپل اندونه وړاندې کړي لکه زینو، هیراکلیټس او…. د مسلمانانو د ساینسي پرمختګ په دور کې هم ځینې داسې نظریات موندل کېږي چې د ارتقاء ځینو برخو ته پکې اشاره شوې؛
الجاحظ (۷۷۶- ۸۶۸م) مسلمان مفکر، فلسفي او ساینسپوه وو، نوموړي په خپل کتاب (کتاب الحیوان) کې د بقای اصلاح (Survival of the fittest) او په حیواناتو باندې د چاپېریالي بدلونونو د اغېز په هکله بحث کړی.
خو د ابن مسکویه او الجاحظ په ګډون هېڅ مسلمان ساینسپوه د ژوندیو موجوداتو د ګډ اصلیت (آبائیت) تصور نه دی وړاندې کړی، یعنې هېڅ مسلمان ساینسپوه د ارتقاء د نظریې د منونکو په څېر دا نه دي ویلي چې د ټولو ژوندیو موجوداتو اصل (پلار) یو دی.
له طبیعي ټاکنې څخه موخه هغه ژوندي موجودات دي چې له نوي طبیعي چاپېریال سره د ځان برابرولو وړتیا لري او په دې توګه ژوندي پاتې کېږي، خو هغه موجودات چې له چاپېریال سره ځان برابر نشي کړای ژوند یې پای ته رسېږي او له منځه ځي. یعنې د تکامل د نظریې په اساس یواځې هغه حیوانات ژوندي پایېدای شي چې له نوي چاپېریال سره ځان بلد کړي او له نوي چاپېریال سره د ځان بلدولو لپاره اړینه ده چې په نوموړي حیوان کې له چاپېریال سره سم بدلون راشي، په بل عبارت هر ژوندی موجود هڅه کوي څو له چاپېریال سره ځان برابر کړي که داسې ونکړي نو له منځه ځي، د بېلګې په ډول: ډاروین د طبیعي ټاکنې لپاره د یو الوتونکي مرغه مثال راوړي چې سایره یا (Finch) ورته ویل کېږي، ډاروین په بېلابېلو جزیرو وګرځېده، په کومو جزیرو کې چې د نوموړي مارغه خوراک په ونو باندې لګېدلې دانې وې نو هلته ددې مارغه مښوکه لنډه، پلنه او کلکه وه، او په کومو جزیرو کې چې د نوموړي مارغه خوراک د مېوو تخم وو نو هلته یې مښوکه اوږده او نرۍ وه څو په آسانۍ وکولای شي په مېوه کې مښوکه دننه کړي او تخم یا دانه یې ترې راوباسي.
د ډاروین په اند له یو پښت (نسل) څخه بل پښت ته د ارتقاء کولو لومړنۍ ذریعه طبیعي ټاکنه ده، خو د تاریخ په اوږدو کې داسې یوه بېلګه هم نشته چې د طبیعي ټاکنې په اساس د ژوندیو موجوداتو ارتقاء ثابته کړي، د ډاروین دا خبره کومه ساینسي بڼه نه لري بلکې دا د هغه خپل اند وو او انګېرل یې چې ممکن داسې شوي وي، ځکه تر اوسه پورې داسې هېڅ ساینسي ثبوت نشته چې د ډاروین خبره تأیید کړي.
د بریتانیې یو مخکښ ساینسپوه او د (British Museum of natural history) غړی چې په ارتقاء باوري دی، بي بي سي ته د خپلې مرکې په ترڅ کې له کولن پیټر څخه په نقل قول وایي: په طبیعي ټاکنه (Natural selection) کې هېڅکله هم د ژوندیو ژویو د ارتقاء وړتیا نشته، تر اوسه د طبیعي ټاکنې په اساس هېڅ نسل نه دی موندل شوی او تر اوسه پورې دې مسئلې ته څوک نږدې شوي هم نه دي، خو نوي ډاروینسټان بیا هم د همدې پوښتنې په شا او خوا کې ګرځي راګرځي.
که دې چارې شونتیا لرلای نو هغه انسانان چې له مودو راهیسې په واورو کې ژوند کوي د طبیعي ټاکنې په اساس یې باید بل نسل ته ارتقاء کړې وای، یا یې په بدن داسې څرمن غوړېدلې وای چې د یخ په وړاندې مقاومت ولري، خو داسې نه دي شوي او د طبیعي ټاکنې هېڅ څرک پکې نه لیدل کېږي.
په ارتقاء کې بله ورته نظریه د جنسي توليداتو په اړه ده؛ دا نظريه وايي چې په لومړیو کې غير جنسي توليد (asexual reproduction) کېده، يعنې نر او ماده پکې جدا نه وو، بلکې له يو حيوان څخه به بچي پيدا کېدل، بيا کثير خلوي ژوندي موجودات ( multi cell organism ) پيدا شول، نو په دوئ کې د توليد لپاره د نر او مادې جنسي اړيکي اړيني دي نو ځکه اوس يوازې له يو حیوان څخه توليد نشي کېدلی.
دلته د ارتقاء په نظريه باندې نیوکه کيږي چې د غير جنسي توليد څخه جنسي توليد ته اوښتل خپله د ارتقاء خلاف ده، ځکه چې ارتقاء ورو ورو کېږي، دلته خو د ارتقاء په صورت کې پکار وه چې (يو جنسي) حيواناتو څخه (دوه جنسي) حيوانات يعنې مخنث (hermaphrodite) ته ارتقاء وشي او بيا ډېر وخت بعد بيل بيل نر او ماده رامنځته شي، ارتقاء منونکي وايې چې شمشتئ (scale insect) دوه جنسه حیوان دی، نو معلومه شوه چې اول يو جنسي حيوانات وو بيا دوه جنسي شول او نر او ښځه یې جدا جدا معلوم شول. خو سائنس وايې چې د ژونديو مخنث کېدل عيب دی، خپله بيالوژي هم په دې اقرار کوي، نو عيب د څه شي دليل نشي کېدلی، د دې لامله دا جنسي عيب د دې دليل نشي کېدلی چې يو وخت ټول حيوانات دوه جنسي وو.
دلته د طبيعي ټاکنې په اړه هم پوښتنه راپورته کېږي او هغه دا چې هر کله غير جنسي توليد ( asexual reproduction ) له جنسي توليد څخه غوره وي (له دې امله چې غير جنسي توليد کې د جنسي اړيکي نه بعد ضروري نه ده چې بچي پيدا شي) نو بيا ولې طبيعت د بهتر پر ځای جنسي توليد غوره کړ، دا خو د ارتقاء د بنسټيزو اصولو يعنې طبيعي ټاکنې خلاف ده. ارتقاء منونکي تر ننه د دې پوښتنو ځواب نشي ویلی.
۲ـ اوښتون (Mutation):
میوټیشن یا اوښتون هغو وړو ماتېدنو او بدلونونو ته ویل کېږي چې د (DNA) په مالیکولونو کې رامنځته کېږي، یعنې په ارتقاء یا تکامل باور لرونکي وایي چې یو ژوندی نسل د وخت په تېرېدو او د ځینو جینیټکي بدلونونو په اساس په بل نسل بدلېږي، د اوښتون په اړه استاد لعلي وایي: اوښتون چې د تکاملي بهیر زیاتره پلویان یې تر شا ځانونه پټوي د مداریانو د لاس لکړه نه ده چې ژوندي ارګانېزمونه لا پر مختللیو او سمو ارګانېزمونو ته واړوي، د میوټيشن مستقیمه اغېزه زیانمنه ده، د اوښتون په پایله کې رامنځته شوي بدلونونه هغه ډول دي چې په هیروشیما، ناګاساکی او چېرنویل کې ولیدل شول، مړینه، معیوبیت او غیر طبیعي پېښې…. ددې دلیل ډېر ساده دی، (DNA) یو ډېر پېچلی جوړښت لري او ناببره اغېزې یواځې هغه ته نقصان رسولی شي.
هر اوښتون که په انسان کې رامنځ ته شي پایله یې د بدن د غړو د معیوبیت او نورو ناروغیو لکه د مغل څېرۍ (Mangolism) ډان سېنډروم، خدریتوب (Albinism)، ولېشتینک (Dwarfism) او سرطان (Cancer) لامل ګرځي، لنډه دا چې د درېو لاملونو له مخې نه شو کولای اوښتون د تکاملي بهیر د ادعا د ملاتړ لپاره وکاروو؛
لومړی: د اوښتون مستقیم اغېز زیان رسوونکی دی: دا چې اوښتونونه په ناببره توګه رامنځ ته کېږي نو تل هغو اورګانېزمونو ته زیان رسوي چې اوښتون پکې رامنځته شوی وي، منطق موږ ته دا راښيي چې په یوه بشپړ او پېچلي جوړښت کې لاشعوره لاسوهنې نوموړی جوړښت نه شي ښه کولای، بلکې له ورانۍ سره یې مخامخ کوي، او له آره هېڅ ګټور اوښتون نه دی لیدل شوی.
دوهم: اوښتون د یوه ارګانېزم (DNA) ته هېڅ نوي معلومات نشي ورزیاتولای، هغه بڅرکي چې ټاکل شوې ده جنیټیک معلومات رامنځ ته کړي په خپل ځای کې سره بېلوي، یا یې له منځه وړي او یا یې هم بې ځایه کوي. اوښتون یو ژوي ته دا وړتیا نه شي ورکولای چې یو نوی غړی او یا بېلې ځانګړنې رامنځته کړي، هغه یوازې غیر نورمال حالتونه رامنځته کوي؛ لکه: د یو چا لېنګي له شا راوځي او یا یې غوږ له خېټې.
درېیم: ددې لپاره چې یو اوښتون راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي باید د بدن په تولیدي حجراتو (Germ Cells) کې بدلون رامنځته شي، خو هغه ناببره بدلونونه چې په یوه حجره او یا د بدن په یوه برخه کې رامنځ ته کېږي راتلونکي پښت ته نه لېږدول کېږي، د بېلګې په توګه: که د یو سړي سترګو ته د وړانګو د اغېزې او یا د کوم بل لامل له مخې بدلون ورکړل شي نو یاد بدلون د دې سړي راتلونکو نسلونو ته نه لېږدول کېږي.
یعنې د ډاروین نظریه وایي چې هر کله یو ژوندی له یو نسل څخه بل نسل ته ارتقاء کوي نو ددې دوه قوانینو پر بنسټ یې کوي یو (Natural selection) او بل (Mutation)، حال دا چې له علمي اړخه دواړه طریقې ددې وړتیا نه لري.
د تکامل نظریه دا هم وایي چې ژوند په اوبو کې پیل شوی، چې لومړی حجرې جوړې شوي او وروسته یې په تدریجي ډول ارتقاء کړې، (۶۰۰) میلیونه کاله مخکې یو او ورپسې درې خلوي ژوي رامنځته شول، بیا غیر فقري حیوانات یا کبان رامنځته شول او په پای کې د وچې ژوي او مارغان رامنځته شول، لنډه دا چې له نن څخه اووه میلیونه کاله وړاندې لومړنی انساني پښت (نسل) رامنځته شو چې له بیزو یې ارتقاء کړې وه، له نن څخه دوه میلیونه کاله وړاندې لومړني شعور لرونکي انسانان رامنځته شول چې له کاڼو څخه به یې توکي جوړول، ورپسې دوه سوه زره کاله وروسته ذهني ارتقاء وشوه او انسانانو په غارونو کې ژوند تېرول پیل کړل، بیا همداسې ورو، ورو ذهني او بدني ارتقاء دوام وموند تر دې چې انسان خپل اوسني حد ته راورسېده. د یادونې وړ ده چې ددې ټولې کیسې لپاره هېڅ ډول ساینسي ثبوت او دلیل نشته، بلکې دا ټول حالات د امکان او شونتیا په دایره کې بند دي یعنې ارتقاء منونکي په دې اند دي چې ممکن داسې څه شوي وي.