د مشهور او صحیح قول له مخې حضرت علي (رض) له بعثت څخه لس کاله مخکې زیږیدلی دی. ابن سعد وايي: علي رضي الله عنه په شپږم ميلادي پېړۍ کي د عام الفيل څخه دېرش کاله وروسته او د رجب د میاشتې دوولس شپې وروسته پیدا شو.
حاکم د حکیم بن حزام د تفسير په اړه وايي: د متواتر خبر له مخې فاطمه بنت اسد د کعبې دننه امیرالمومنین علي رضي الله عنه وزیږاوه. ابن ابی الحدید لیکلي دي: د علي رضي الله عنه د پيدايښت د ځاى په اړه اختلاف دى. ډیری شیعه ګان په دې باور دي چې هغه په کعبه کې زیږیدلی، مګر د حديثو پوهان دا نه مني او وايي: حکیم بن حزام بن خویلد بن اسد بن عبدالعزیز بن قصی په کعبه کې زیږیدلی.
علي (رضي الله عنه) د رسول الله (ص) تر سرپرستۍ لاندې
طبري په خپل «تاریخ الأمم والملوک» کې د مجاهد له قوله لیکي: د علي (رض) لپاره د خدای له نعمتونو څخه یو د رسول الله (ص) سرپرستي وه. ښکاره علت يې دا و چې قريشو له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخ و او ابو طالب د ډېرو اولادو خاوند و. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خپل تره عباس ته چې د بنو هاشم د نورو خلکو په پرتله ډیر شتمن و، وفرمایل: ورور دې ابو طالب د ډېرو اولادو خاوند دی، ته ګورې چې خلک څنګه له ستونزو سره مخ دي. راځه چې هغه ته لاړ شو او د هغه بار سپک کړو. زه به د هغه یو اولاد ځان ته واخلم او ته به د هغوی څخه یو ځان ته واخلې! عباس د پېغمبر اکرم (صلیاللهعلیهوسلم) له وړانديز سره موافقه وکړه. له همدې امله دوی ابو طالب ته ورغلل او له هغه څخه یې وغوښتل چې د خپلو اولادونو سرپرستي دې دوی ته وسپاري د کړکیچ د ختمېدلو پوري، ابو طالب وویل: عقیل زما لپاره پرېږدئ او هر یو چې تاسې یې غواړی له ځان سره یې بوځئ ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم علي او عباس جعفر (رضي الله عنهما) خپلو کورونو ته بوتلل. علي رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بعثت پورې له هغه سره و او د هغه په رسالت یې ایمان راوړ. جعفر (رضي الله عنه) هم له عباس سره تر هغه وخته پاتې شو، چې مسلمان شو.
د حضرت علي د اسلام د قبلولو کيسه
ابن اسحاق وايي: یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم او مېرمنه یې خدیجه رضي الله عنها په لمانځه بوخت وو، علي رضي الله عنه داخل شو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنه وکړه؟ ) دا څه عمل دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا د خدای غوره شوی دین دی چې د رسولو لپاره یې خپل پیغمبران رالېږلي دي، زه تا ته د یو خدای د عبادت بلنه در کوم چې هیڅ شریک نلري علی (رضياللهعنه) وويل: دا هغه څه دي چې ما تر اوسه ندي اوریدلي. زه د ابو طالب له مشورې پرته پرېکړه نه شم کولای. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) چې نه غوښتل د هغه رازونه ښکاره شي، علی (رضياللهعنه) ته یې وویل: که ته ایمان نه راوړې، نو دا رازونه پټ وساته.!
حضرت علي رضي الله عنه هغه شپه تېره کړه، خدای تعالی د هغه په زړه کې د اسلام حقانیت ور وبخښه او بل سهار یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته حاضر شو او خپل اسلام یې وړاندې کړ. له هغه وروسته په پټه او د ابو طالب له سترګو لرې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره تلې. (اود هغه سره یې لمونځ ادا کاوه) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونې سره سم خپل اسلام يې ښکاره نه کړ.
تر ټولو صحیح روایت چې د اکثرو فقهاوو له نظره تایید شوی، هغه دا دی چې له خدیجې وروسته لومړی کس چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ایمان راوړ او له هغه سره یې لمونځ وکړه، علی و. زید بن ارقم وايي: لومړی کس چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ايمان راوړ، علي (رضي الله عنه) و. ابن عباس رضي الله عنهما وايي: له خدیجې څخه وروسته لومړی مسلمان حضرت علي رضي الله عنه وو. محمد بن عبد الرحمن بن زراده وايي: علي (رض) په نهه کلنۍ کې اسلام قبول کړ. مجاهد وايي: لومړی کس چې لمونځ یې وکړ علي وو. هغه مهال هغه لس کلن و. حسن بن زید وايي: علي (رض) د بتانو عبادت نه دی کړی. ځکه چې هغه یو کوچنی ماشوم و، چې ایمان یې راوړ.
شواهد او د شیانو طبیعت د ورته شی غوښتنه کوي؛ ځکه چې علي رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په غیږ کې، د پیغمبرۍ په اسلامي چاپیریال او د دعوت په کور کې لوی شوی و، چې د الهي پیغام د رسولو دنده ورته وسپارل شوه. د داسې چاپېريال تر اغېز لاندې راتلل (که چېرې له طبيعت څخه قوي خنډ او انحراف موجود نه وي) يوه طبيعي خبره ده او د انسان له طبيعت سره سمه ده. ځينو پوهانو او څېړونکو د لومړي مسلمان په اړه بېلابېل روايات را اخستي دي، چې د اسلام مخکښان د ښځو او اهل بيتو له جملې څخه ام المؤمنين خديجه (رضي الله عنها) ده. او د سړي څه ابوبکر او د ماشومان څخه علی (رضياللهعنه) وو. والله اعلم
ځينو مؤرخينو ويلي دي چې ابو طالب علي (رضي الله عنه) ته وويل: زویه: دا کوم دين دی چې ته يې پيروی کوي؟ علي رضي الله عنه ځواب ورکړ: پلاره! ما په خدای او د هغه په رسول ایمان راوړی او د هغه پیروي کوم. د دوی په وینا ابو طالب حضرت علي ته وویل: ای بچیه! پوه شه چې هغه (رسول الله) تا ته له خیر پرته بل څه نه درکوي، نو د هغه خدمت لازم وګڼه . علي (رضي الله عنه) له هغو کسانو سره مرسته کول چې مکې ته د اسلام د حق په لټه کې وو او د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) حضور ته يې لارښوونه کول. هغه یو خاص حکمت او هوښیارتیا درلوده چې د بني هاشم ځانګړتیا وه.
تر ټولو ستر ویاړ
حضرت علي (رض) فرمايي: يوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د کعبې دننه ته ورغلو، رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل هغه بتان چې مشرکینو د کعبې په چت کې نصب کړي ړنګ شي، نو ماته یې د کېناستلو امر وکړ. بیا یې خپله پښه زما پر اوږې کېښوده چې پورته لاړ شي. ما غوښتل چې ولاړ شم، خو و مې نه شوه کولای. کله چې یې زما کمزوري احساس کړ، ښکته شو او په ځمکه کېناست او په اوږو کې یې پورته کړم، بیا پاڅېد، داسې احساس مې وکړ چې د اسمان څوکي ته رسېدلی یم، بیا د کعبې د چت پر سر پورته شوم. او هغه مجسمه چې د مس یا روي څخه نصب او جوړه شوې وه، لرې کړه، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په امر مې په ځمکه وغورځول او مجسمه د شیشې په څیر ټوټه ټوټه شوه، بیا ښکته شوم او له رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) سره ژر له هغه ځایه لاړو او د کورونو د دیوالونو شاته پټ شو تر څو هیڅ کافر زموږ کار ته پام نه شي.