پوښتنه: د ژوند په امورو کې وروسته له رسول الله ﷺ کوم اشخاص د الګو او مقتدا په توګه ونیول شي؟
ځواب: د رسول الله ﷺ څلور یاران چې په خلفای راشیدین المهدیين یادیږی لکه حضرت ابوبکرصدیق، عمرفاروق، عثمان ذالنورین او علی مرتضیٰ “رضیاللهعنهم اجمعین” باید د الګو او مقتدا په توګه ونیول شي.
پوښتنه: څنګه دا څلور یاران خاص شوي دي؟
ځواب: ځکه دې څلور یارانو د رسول الله ﷺ د حکومت دارۍ او سیاست لاره په کامله توګه تعقیب کړه، چې دا د انسانانو د ژوند او حاکمیت مهمه او اساسي برخه ده.
پوښتنه: رسول الله ﷺ نور اصحاب او یاران لري یا خیر؟
ځواب: هو د رسول الله ﷺ د ورستي حج په مراسمو کې نژدې یو لک څلورویشت زره اصحابو او یارانو یې چې ښځې او سړې وو، حضور درلود.
پوښتنه: ولې د مدینةمنورې په جنت البقیع هدیره کې د رسول اللهﷺ تنها لس زره یاران او اصحاب دفن دي او بس؟
ځواب: ځکه د رسول الله ﷺ نور یاران او اصحاب نورو سیمو او هېوادونو ته د شریعت د تطبیق او خلګو ته په مختلفو برخو لکه (جهاد، ولایت او قضاء) کې د اسلام رسولو لپاره لاړ وو، او هلته شهیدان یا وفات شوي او دفن شوي دي.
پوښتنه: دا چې یو لمونځ په مکهمکرمه کې د نورو ځایونو په نسبت د یو لک په اندازه ډیر ثواب لري، همداز مدینه منوره کې ۵۰زره، په مسجد قباء او مسجد اقصیٰ کې ۲۵ زره ځله افضل دی، ولي د رسول الله ﷺ اصحاب او یاران هلته پاتې نشول د نړۍ نورو سیمو او هیوادونو ته یې سفرونه وکړل، آیا تر دې لوړ او ډیر ثواب هم وو، او شته دی؟
ځواب: هو تر دې لوړ ثواب او اجر د جهاد او دعوت په واسطه د شریعت او اسلام په تطبیق او نشر کې وو/دی، د رسول الله ﷺ یارانو تر نورو مسلمانانو ثواب ته ډیره ترجیح ورکوله حتیٰ په اندک مسائلو کې، په همدې سبب د رسول الله ﷺ یاران په مختلفو هیوادونو او سیمو کې دفن دي لکه اقرع بن حابس چې په اوسني افغانستان کې شهید او دفن دی.
پوښتنه: د رسول الله ﷺ څلور یارانو هر یوه څو کاله خلافت وکړ؟
ځواب: ابوبکر صدیق رضیاللهعنه د اسلام لومړنی خلیفه وو، دوه کاله درې میاشتي او اته ورځې یې خلافت وکړ. د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق رضیاللهعنه وو لس کاله شپږ میاشتي او پنځه ورځې یې خلافت وکړ، حضرت عثمان ذي النورین رضیاللهعنه د اسلام دریم خلیفه وو، ۱۲ ورځې کم ۱۲ کاله یې خلافت وکړ، د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي مرتضیٰ رضیاللهعنه څلورم خلیفه وو، څلور کاله، نه میاشتي او یوه ورځ یې خلافت وکړ.
پوښتنه: د خلافت یا امارت سلسلې د دې څلور یارانو وروسته سقوط وکړ، یا یې دوام درلود؟
ځواب: د خلافت یا امارت سلسلې ادامه درلوده، خو راشده خلافت دیرش کاله وو. اما د خلافت سیستم دوام درلود نژدي ۹۱ کاله امویانو خلافت وکړ. ۵۲۴ کاله عباسیانو خلافت وکړ. ۶۶۸ کاله عثمانیانو خلافت وکړ او د مارچ تر ۳ کال ۱۹۲۴م پورې یې دوام درلود.
پوښتنه: چا په نړۍ کې د خلافت سیستم ړنګ کړ؟
ځواب: کافر مصطفیٰ کمال اتاتُرک د انګلیس او ځینو مخربو عرب علماو په مرسته ړنګ کړ.
پوښتنه: که د اسلام څلورو لومړنیو خلفاوو ته کوم شخص لعن، نفرین او یا د کفر او نفاق نسبت وکړې څه حکم لري؟
ځواب: د جمهورو علماؤو په قول که څوک د رسول الله ﷺ څلور یارانو ته چې د اسلام لومړنې خلفاء وو بد رد او ښکنځل وکړې فاسق او ګمراه دی، که څوک لعنت، منافق او یا کافر ورته ووایې خپله کافر کیږي.
پوښتنه: که څوک د رسول الله ﷺ اهل بیت او د رسول الله ﷺ بیبییانې چې د مسلمانانو میندي دي توهین او تکفیر کړي څه حکم لري؟
ځواب: د اهل بیت پاکې قرآن بیان کړي ده، د رسول الله ﷺ بیبی ته الله پاک په قرآن کې د مؤمنانو د مور خطاب کړی ده، هغوی ته توهین کنزا او… ظلم فسق او ګمراهې ده، که چا منافق او کافر ورته وویل خپله کافر کیږې. دوي او د رسول الله ﷺ اصحابو ته توهین او لعنت ویل د الله رسول ﷺ ته توهین ده ځکه دا داسي ښکاره کوي چې د رسول الله ﷺ مدیریت ضعیف وو، نو په دې سبب هم یو غیر اسلامې عمل دی.
پوښتنه: په مجموع کې د رسول الله ﷺ اصحاب کرام څه ډول انسانان وه؟
ځواب: د رسول الله ﷺ ټول اصحاب عادلان وو، الله تعالی ﷻ په قرآن کریم کې ترې خپل رضایت اعلان کړی، ځکه د اصحابو مربي محمد رسول الله ﷺ وو. ټول اصحاب کرام عادلان وه خو معصوم نه وو.
پوښتنه: آیا د الله تعالیﷻ په نزد د مسلمان سړې او ښځې په مینځ کې فرق شته؟
ځواب: نه د الله تعالیٰ په نزد لوړوالی یواځي په تقوا کې ده، الله تعالی ﷻ د جنسیت له پلوه ښځه او سړی مساوي یاد کړي دي اما په شرعې مسؤلیتونو او تکالیفو کې یې فرق شته، ځکه د انسانانو خالق ښه پوهیږي چې کوم جنس په کومو چارو مکلف کړي.
پوښتنه: ځیني کسان شته چې ټول احادیث او مذاهب ردوي، ځان اهل قرآن هم یادوي دا څه ډول خلګ دي؟
ځواب: هر هغه څوک چې د رسول الله ﷺ ټول احادیث رد کړي دا ډول کسان کافران دي، ځکه موږ د رسول الله ﷺ په تفسیر سره په قرآن پوهیږو، او د دین ټول امور مو د رسول الله ﷺ له ژبې (احادیثو) زده کړي دي لکه د لمانځه د رکعتونو تعداد، د حج او زکات طریقه او نور.
پوښتنه: صحابي چا ته ویل کیږي؟
ځواب: په مشهور قول صحابي هغه شخص ته ویل کیږي، چې رسول الله ﷺ یې لیدلی وي، په هغه یې ایمان راوړی وي او د کامل ایمان سره وفات شوی وي. بعضي مجتهدینو په څو غزاوو کې اشتراک یې هم ذکر کړی دی ځکه منافقین هم موجود وو او د دوی تصفیه تنها د جهاد په میدان کې ښکاره کیده دا د اندک علماوو قول دی خو دقیق دی.
پښتنه: تابعې چا ته ویل کیږي؟
ځواب: هغه مسلمان چې د رسول اللهﷺ اصحاب کرام یې لیدلي وي او د ایمان سره له دنیا تللی وي تابعي ویل کیږي، لکه ابوسفیان ثوري، سعید ابن مسیب او امام ابوحنیفه رحمهم الله تعالیٰ.
پوښتنه: تبع تابعي چا ته ویل کیږي؟
ځواب: هغه مسلمان چې تابعي سره یې ملاقات کړی وي او د ایمان سره وفات شوی وي.
پوښتنه: د صحابه، تابعینو او تبع تابعینو عصر ته څه نوم یادوي؟
ځواب د هغوی وخت ته خیرالقرون وایي یعني بهترینه او ښه زمانه، د هغه وخت علماو ته سلف وايې قرآن او حدیث باید د هغه علماؤ له تشریح نه زده ګړو.