لیکوال: ابوریان عزیزي
فمینیزم (اوومه برخه)
په مصر کې د فیمینیزم غورځنګ تر ټولو مشهور شخصیتونه:
-
رفاعه طحطاوي:
رفاعه طحطاوي یو له سترو امامانو څخه وو. خو کله چې فرانسې ته ولاړ او له هغه ځايه راستون شو نو لويديځ پلوی شو او يو له هغو امامانو څخه شو چې د لويديځ تقليد ته يې بلنه ورکول. بیا یې د “پاریس حالات” په نامه کتاب ولیکه چې په هغې کې یې د ښځو د ازادۍ، یعنې د بې حجابۍ او اختلاط هڅونه کوله او نڅا ته یې د یو عادي شی په سترګه کتل او دا یې توجیه کړه چې نڅا د موسیقۍ سره یو ورزشي حرکت دی.
دا تمه نه کېده چې په مصر کې به اسلامي ټولنه د “رفاعه طهطاوي” دې غوښتنې ته ځواب ووايي. ځکه چې د مسلمانانو په وجود کې د اسلام ګرمي لا هم موندل کېدته او اسلامي ارزښتونه د دوی د ژوند په کونج کونج کې ژوندي وو او د خلکو دیني حالت داسې و چې به داسې مسایل یې ملنډې وهلي؛ کوم چې طحطاوي راپورته کړي او ممکنه نه وه چي څوک دي ومني. مګر د “رفاعه طهطاوي” دغه حرکت د راتلونکو څپو لپاره اسباب او ذهنونه چمتو کول.
2.شیخ محمد عبده:
شیخ محمد عبده هغه څوک و چې د قاسم امین د کتاب «تحریر المرأة» تخم یې د خپلو افکارو په باغ کې کرلی و او په دې کتاب کې قاسم امین د ښځو د حقوقو په اړه د شیخ محمد عبده د افکارو ډېر یادونه کړې ده. هغه آيتونه چې د ښځو په اړه بحث کوي په هغو کې هغه تفسيرونه ذکر شوي دي چې شيخ محمد عبده پرې باور درلود.
حتی په تاریخ کې یو وخت دا معلومه شوه چې قاسم امین ته منسوب کتاب “تحریر المرأة” د محمد عبده لخوا لیکل شوی یا لږ تر لږه قاسم امین د هغه تر تاثیر لاندې و.
-
سعد زغلول سعد زغلول په طبیعت کې سیکولر و او د لویدیځ لخوا تعریف شوي د ښځو د آزادۍ ملاتړی او د “الوفد المصري” ګوند مشر و. هغه څوک وو چې د قاسم امین د کتابونو په خپرولو کې یې مرسته کړې وه او هغه یې په دې برخه کې هڅولی و. هغه په مصر کې د بدلونونو په وخت کې یو له خورا اغیزمنو خلکو څخه و، په وینا کې عجیب استعداد درلود، او د یو مشر حیثیت یې درلود او خلک یې پر شاوخوا راټول و. لکه څنګه چې د یو جادوګر پر شاوخوا راټولیږي چې عجیبه شیان ترسره کوي. د سعد زغلول دا ځانګړتیا د مصر او ډیری اسلامي هیوادونو په اړه منطقي خبره وه. ځکه په هغه وخت کې راډیو لا اختراع شوې نه وه چې هر څوک یې په کور کې په جلا توګه اوریدلای شي او د راډیو په نشتوالي کې د خطابت بازار ګرم و او خپل مینه وال یې درلودل.