Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»الحاد»د ملحدینو د مغالطو څرنګوالی (دوولسمه برخه)
الحاد یکشنبه _3 _مارچ _2024AH 3-3-2024AD

د ملحدینو د مغالطو څرنګوالی (دوولسمه برخه)

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
د ملحدینو مغالطې
لیکوال: د. اسامه جوهري

د ملحدینو د مغالطو څرنګوالی (دوولسمه برخه)

په دې برخه کې د ملحدینو په ځینو هغو منطقي مغالطو رڼا اچوو چې د الله تعالی له وجود څخه د انکار لپاره یې کاروي، یعنې ناسم دلائل راوړي او هڅه کوي څو مخاطب ته په دلیل ویلو کې دوکه ورکړي، یادې ځینې منطقي مغالطې (Logical fallacies) په لاندې ډول دي:

۱ـ سټراومېن مغالطه (Straw man fallacy):

دا یوه داسې مغالطه ده چې دلیل ویونکی پکې له اصلي موضوع پرته په بله موضوع باندې رد شروع کړي، او خلکو ته داسې ښکاره کړي چې ګواکې سم دلیل وایي او خپل مقابل لوري ته یې سم ځواب ورکړ، د بېلګې په توګه: یو شخص له ملحد څخه پوښتنه کوي چې ته ولې اسلام د ترهګرۍ دین بولې؟ نو په ځواب کې ددې پر ځای چې ملحد د اسلام په ثابتو احکامو او قوانینو بحث وکړي، د افرادو او احزابو کړنې ځان ته دلیل نیسي او وایي چې فلانۍ مسلمانه ډله او حزب په خلکو کې وېره او ترهه خپروي، ظلم او وحشت کوي او… په همدې توګه د افرادو او ډلو په کړنو نیوکې کوي او د هغوی ناسمې کړنې اسلام ته منسوبوي او پای وایي چې د همدې دلائلو پر بنسټ اسلام د ترهګرۍ دین دی؛ دلته ملحد خپله اصلي خبره (اسلام د ترهګرۍ دین دی) نشي ثابتولای او په اسلامي احکامو منطقي او علمي رد نه شي کولای، له همدې امله له مغالطې څخه کار اخلي او د اصلي موضوع پر ځای بله موضوع تر بحث لاندې نیسي او په پای کې یاده موضوع اسلام ته په خپله راجع کوي که څه هم هغه موضوع له اسلام سره تړلې نه وي، دا یواځې یوه بېلګه ده په ډېرو ځایونو کې ملحدین له همدې مغالطې کار اخلي.

۲ـ ډایکوټمي مغالطه (False Dichotomy):

دا هغه مغالطه ده چې په دې کې مخاطب شخص ته یواځې دوه انتخابه ورکول کېږي او په واسطه  یې مخاطب بې ځوابه کوي، د بېلګې په ډول: ملحد خپل مخاطب ته وایي چې الله رحمن دی او که مطلق قادر؟ ځکه که رحمن هم وي او مطلق قادر هم وي نو بیا ولې په نړۍ کې دومره ستونزې او مشکلات موجود دي؟ نو د ستونزو له موجودیت څخه ښکاري چې الله جل جلاله مطلق قادر دی خو رحمن نه دی او نه غواړي چې یادې ستونزې له منځه یوسي او یا هم رحمن دی خو قدرت نه لري چې دا ستونزې له منځه یوسي؛ -نعوذ بالله- په دې مغالطه کې ملحد خپل مخاطب ته یواځې دوه انتخابه ورکوي او د مغالطې په مرسته غواړي څو خپل مخاطب بې ځوابه کړي، په داسې حال کې چې الله جل جلاله له دې دوه صفاتو پرته ډېر نور صفات هم لري لکه علیم، حکیم او… اوس کې چېرې د ملحد مخاطب مسلمان داسې ځواب ووایي چې الله جل جلاله یواځې مطلق قادر دی نو هم بې ځوابه دی او که ووایي چې یواځې رحمن دی هم بې ځوابه او بند راځي، خو په حقیقت کې دا د ملحد له لوري یوه مغالطه ده چې په سمه توګه باید ځواب شي او د ملحد دا دوه انتخابه ورکول ناسم ثابت کړي.

۳ـ له چوپتیا څخه استدلال (Argument from silence):

 په دې مغالطه کې شخص هڅه کوي چې له مخاطب سره د دلیل د نه شتون له امله متضاده دعوه مطرح کړي او همدا دعوه د دلیل په توګه وکاروي، د بېلګې په ډول: ملحد له یوه عام مسلمان څخه غوښتنه کوي چې د الله جل جلاله د شتون په هکله ورته دلیل ووایي، که له نوموړي مسلمان سره د ناپوهۍ یا د کمې پوهې له امله قانع کوونکی دلیل نه وي نو ملحد په عین وخت کې دعوه کوي چې وګوره د الله جل جلاله په شتون باندې هېڅ دلیل نشته په همدې اساس الله هم نشته. یا دا چې ملحدین وایي چې د انسان د شتون لپاره د ارتقاء د نظریې په څېر بله ساینسي توجېه نشته نو له همدې امله همدا د ارتقاء نظریه سمه توجېه ده. په حقیقت کې دا یوه مغالطه ده ځکه چې د ډېرو څیزونو لپاره په پیل کې خلک په دلائلو نه پوهېږي او وروسته یې دلیل کشف او تر لاسه کېږي لکه د جاذبې د قوې لپاره په لومړیو کې کوم دلیل نه وو بلکې وروسته یې په دلیل باندې خلک پوه شول، اوس نو دا هېڅ کله هم په دې معنی نه ده چې په لومړیو کې د جاذبې قوه هم موجوده نه وه او کله یې چې دلیل پیدا شو نو د جاذبې قوه هم پیدا شوه.

۴ـ هومینم خبرتیا (Ad Hominem):

دا یوه داسې مغالطه ده چې په دې کې شخص د مخاطب په ذات برید کوي او دلیل نه ورته وایي، د بېلګې په ډول کله چې له ملحد سره دلیل ویل کېږي نو هغه په ځواب کې مسلمانانو ته د حماقت نسبت کوي، یا یې مقدساتو ته سپکاوی کوي، ددې پر ځای چې دلیل ووایي خپل مخاطب احساساتي کوي او په همدې توګه غواړي چې مخاطب ماته خوړلی ثابت کړي او له بحث څخه ډډه وکړي.

۵ـ د بې باورۍ مغالطه (Fallacy of incredulity):

په دې مغالطه کې شخص خپله ناپوهي د خپل ځان لپاره دلیل نیسي او نه غواړي چې پوه شي، لکه داسې ویل چې زه په فلان څیز نه پوهېږم یا په فلاني کار زما سر نه خلاصېږي نو ځکه دا کار ناشونی دی، د بېلګې په ډول: ځینې وخت ملحدین پوښتنه کوي چې زما ذهن دا خبره نه مني چې یو غیر مادي ذات دې له مادې سره اړیکه ولري، یا دا چې زما ذهن دا خبره نه مني چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې معراج ته ختلی وي، یعنې ملحد د خپل ذهن منل او نه منل د یو یقیني دلیل په توګه وړاندې کوي، په داسې حال کې چې دا یوه مغالطه ده، نوموړې مغالطې ته د ناپوهۍ مغالطه (Argument from ignorance) هم ویل کېږي.
له دې سربېره ډېرې نورې مغالطې هم شته چې ملحدین یې کاروي او هڅه کوي په دې توګه خپل ناسم باورونه سم وښيي لکه: (Red herriuy, Tu quoque, ad populum) موږ ځکه د پورته پینځو مغالطو په بیان بسنه کوو چې اکثره ملحدین له همدې مغالطو څخه کار اخلي.
Previous Articleاسلامي اقتصاد او د هغه ځانګړتیاوې (شپږمه برخه)
Next Article اسلام او سیکولاریزم (دریمه برخه)

اړوند منځپانګې

ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۹)

سه شنبه _1 _سپتمبر _2026AH 1-9-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۸)

شنبه _29 _اگست _2026AH 29-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD54 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD34 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD51 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD29 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.