موږ ولې د الحاد په موضوع کې له ساینس څخه بحث کوو؟ یا د الحاد اړوند موضوع کې له ساینس څخه بحث کولو ته څه اړتیا ده؟
د دوه لاملونو پر بنسټ موږ د الحاد په موضوع کې په ساینس غږېږو:
لومړی- معاصرو ملحدینو ساینس ته د دین حیثیت ورکړی، بلکې اکثره ملحدین ساینس د حقائقو سرچینه او هم حقائقو ته د رسېدو یواځینۍ لار ګڼي او ساینسي پرمختګ د ټولو انساني ارزښتونو پرمختګ بولي، له همدې امله لومړی د ملحدینو په ذهن کې د ساینس تعبیر او مفهوم روښانه کوو، ورپسې د ساینس په حقیقي مفهوم او تعبیر باندې رڼا اچوو، څو هغه وګړي چې له ساینس څخه د دین په څېر اغېزمن شوي او یا ساینس د الحاد ملاتړی علم ګڼي د ساینس په حقیقت او له الحاد سره د ساینس په اړیکه پوه شي.
دوهم- کله له یو چا سره د کوم څیز په هکله بحث کېږي نو اړینه ده چې د بحث اړوند موضوع څخه به دلیل راوړل کېږي، د بېلګې په ډول کله چې یو شخص په شرعي او دیني چارو بحث کوي نو باید له قرآن کریم او نبوي احادیثو څخه دلیل راوړي، همدا راز که څوک په ادبي موضوع کې بحث کوي نو اړینه ده چې له ادبي فنونو څخه دلیل وړاندې کړي؛ په همدې اساس کله چې په پخوانیو پېړیو کې د الحاد فتنه د فلسفې په ډګر کې رامنځته شوه نو د الحاد په هکله بحثونو کې به فلسفیانه دلائل ویل کېدل او رد به یې هم بېرته په فلسفیانه بڼه کېده، چې څرګندې بېلګې یې د امام غزالي او امام ابن تیمیه رحمهماالله بحثونه او په الحاد ردونه دي. دا چې اوسمهال د فلسفې او فلسفي بحثونو وخت نه دی او د مخکښ ملحد ساینسپوه (سټیفن هاکنګ) په وینا: فلسفه مړه شوې او اوس د ساینس پېر (دور) دی، له همدې امله په معاصر الحاد کې هم له ساینسي ډګر څخه ځينې دلائل ویل کېږي، او تر ډېره د معاصرو الحادي نظریو بنسټ هم په ځينو ساینسي نظریو اېښودل شوی او ملحدین اکثره وخت د الحاد په تړاو بحثونو کې له ساینس او ساینسي نظریاتو څخه د ځان په ګټه استدلال کوي، او داسې څرګندوي چې ګویا ساینس د الحاد تر شا ولاړ دی، سربېره پر دې ملحدین ساینس د هر څیز د سموالي او کره توب معیار هم ګڼي، نو دا چې د ساینس حقیقت څه دی؟ او آیا په رښتیا هم له الحاد سره تړاو لري که نه؟ په دې څپرکي کې دا او دې ته ورته موضوعات څیړو؛
د ساینس تعریف:
ساینس د لاتیني ژبې له (Scientia) کلمې څخه اخیستل شوی لفظ دی، چې د پوهې او علم په معنا دی، دا چې ددې مادي نړۍ چارې څه ډول او د کومو قوانینو پر بنسټ پرمخ روانې دي؟ ساینس په همدې نظام د پوهېدلو لپاره یوه انساني او بشري هڅه ده. مشهور فلسفي برټرنډ رسل د ساینس ډېر ښه تعریف کړی، نوموړی وایي: ساینس د یو څیز د موندلو هڅه ده، چې بنسټ یې په مشاهداتو او له هغو څخه په تر لاسه شویو پایلو ولاړ دی، په ځانګړي ډول له نړۍ سره تړلي حقایق او هغه قوانین یا اصول چې په دې حقایقو پورې تړلي دي.
د رسل د تعریف په رڼا کې موږ ساینسي کړنلاره او د ساینس ځانګړتیاوې معلومولای شو، له هغې جملې یوه دا چې ساینس خپل حد او حدود لري او دا حدود له مادې څخه عبارت دي، په دې معنا چې ساینس یواځې په همدې مادي نړۍ کې د طبیعت په قوانینو او ظاهري څیزونو بحث کولای شي او کوم څه چې له مادې څخه بهر وي د ساینس له ساحې هم بهر ګڼل کېږي او له ساینس سره هېڅ تړاو نه لري، له همدې امله د روح او معنویت په اړه پوښتل د ساینس له حدودو او صلاحیت څخه بهر دي، ځکه چې دا څیزونه مادي نه دي او ساینس تر مادیاتو محدود دی.
د ساینس پنګوین ډېکشنري د ساینس په هکله داسې لیکي:
“To study physical Universe and its contents by means of reproducible observations, measurements, and experiments to establish, verify, or modify general laws to explain its nature and behavior; is called Science”.
ساینس د شونو مشاهدو او تجربو په واسطه د کائناتو او طبیعت د اجزاؤ له مطالعه کولو څخه عبارت دی، څو په دې توګه (د کائناتو) نوعیت معلوم او د کار د څرنګوالي عمومي قوانین یې ترلاسه، تصدیق او تأیید شي.
دا چې ساینس د مادي نړۍ په جوړښت او څرنګوالي بحث کوي او طبیعي قوانین کشفوي، دهمدې موخې د ترلاسه کولو په خاطر لومړی څو ازمایښتي تجربې کوي، چې یادې تجربې باید په عقلي معیارونو برابرې وي د بېلګې په ډول: یو څوک وایي چې د شین چاي څښل د پهلوانۍ لپاره ګټه لري، له تجربې وړاندې دا یوه فرضیه ده او د تجربه کېدو وړتیا لري، کله چې یاده تجربه ترسره کړو نو موږ لاندې یوې پایلې ته رسېږو: شین چای به رښتیا هم د پهلوانۍ لپاره ښه ثابت شي، یا به شین چای د پهلوانۍ لپاره زیانمن ثابت شي او یا هم شونې ده چې شین چای په پهلوانۍ هېڅ اغېز ونلري.
د ساینس یوه ښېګڼه دا ده چې یواځې په سمو او معقولو نظریاتو څېړنه کوي او یواځې په همدې هم بسنه نه کوي بلکې تجربه او ازمایل یې هم اړین بولي، همدا لامل دی چې ساینس یواځې په نظریاتو او اندونو نه راڅرخي، بلکې تجربې او ازمایښتونه دي چې د ساینس حقیقت تشکیلوي، نو یو څیز چې په څومره ډېرو تجربو ثابت شوی وي هغومره یې کره والي زیات وي، دا د ساینس هغه بنسټیزه تګلاره ده چې له موږ سره هغو ناسمو فرضیو ته د ځواب په ورکولو کې مرسته کوي چې ملحدین یې ساینس بولي او خلک پرې د الحاد لور ته بیایي.
د ساینس محدودیتونه
ملحدین په (Scientism) باندې باور لري په دې معنا چې ملحدین حقیقت ته د رسېدو یواځینۍ لار ساینس ګڼي او کله چې یو څیز د ساینس په واسطه ثابت نه شي د ملحدینو په اند هغه څیز حقیقت هم نه لري، خو حقیقت دا دی چې په نړۍ کې په شته حقایقو باندې د پوهېدو لپاره د ساینس تر څنګ نورې لارې هم شته، علامه اقبال لاهوري د ساینس په هکله وایي:
There is no doubt that the theories of science constitute trustworthy knowledge, because they are verifiable and enable us to predict and control the events of Nature. But we must not forget that what is called science is not a single systematic view of Reality. It is a mass of sectional views of Reality – fragments of a total experience which do not seem to fit together.
په دې کې هېڅ شک نشته چې ساینسي نظریات د باور وړ پوهه او علم تشکیلوي، ځکه چې دا هر څه د تصدیق وړ دي، او موږ ته دا وړتیا راکوي چې د طبیعت په تړاو وړاندوینه وکړو او قابو یې کړای شو، خو هېڅکله هم موږ ته نه ښایي چې ساینس حقیقت ته د رسېدو یواځینۍ لار وګڼو، بلکې دا (ساینس) د طبیعت د اجزاؤ د مطالعه کولو یوه ټولګه او د یوې کلي تجربې جزوي مطالعات دي چې له یو او بل سره همغږي نه لري.
خو معاصر ملحدین ساینس د پوهې ترلاسه کولو یواځینۍ لار او د ټولو څیزونو د سم او ناسموالي معیار ګڼي، په دې معنی چې ساینس یې د دین په توګه منلی په همدې اساس کله چې له ملحدینو څخه وپوښتل شي چې په کوم دین یاست؟ نو ځواب یې دا وي چې: زما دین ساینس دی. ددې لپاره چې په ساینس د ملحدینو دا عقیدت او باور له منځه یوسو نو د ساینس حدود معلوموو له کومو حدودو چې ساینس نشي تېرېدای، ورسره به دا هم جوته شي چې ساینس حقایقو ته د لاس رسي یواځینۍ لار نه ده، او په همدې اساس باید ساینس د انساني پرمختګ یواځينی معیار ونه ګڼل شي، یعنې دا خبره باید روښانه شي چې د انساني ژوند او پرمختګ لپاره یواځې ساینس بسنه نه کوي، بلکې داسې نور ډېر ډګرونه هم شته چې هلته ورننوتل اړین دي او له هغو پرته انساني ژوند له ګواښ سره مخ دی، ځکه ساینس یو محدود علم دی او نه شي کولای چې د انسان ټولې غوښتنې پوره او ټولې پوښتنې ځواب کړي، د ساینس ځینې محدودیتونه عبارت دي له:
الف- ساینس تر مشاهداتو محدود دی:
د ساینسپوهانو علم تل تر مشاهداتو محدود وي، ساینسي فیلسوف (ایلیټ سوبر) په خپله یوه لیکنه (تجربه کاري) کې وایي: یو ساینسپوه تل تر خپلو مشاهداتو محدود وي، د ساینس نیمګړتیا دا ده چې ساینسپوه یواځې هغو څیزونو ته په پام کولو مجبور دی چې یواځې مشاهدات یې حل کولی شي.
زموږ په ژوند کې داسې ډېر حقائق شته چې له مشاهدې او تجربې پرته مو منلي، په بل عبارت د ډېرو څیزونو په هکله داسې یوې حتمي پایلې ته رسېدلي یو چې موږ نه هغه څیزونه حس کړي او نه مو هم تجربه کړي، «تاریخ» د داسې څیزونو یوه ښه بېلګه ده، په تېر بشري تاریخ کې چې څومره پېښې او مخکښ کسان تېر شوي موږ نه هغه پېښې لیدلي او نه هم هغه مخکښ کسان، خو بیا یې هم د یو حقیقت په توګه منو، د بېلګې په ډول: هر مسلمان، غیر مسلم او ملحد دا حقیقت مني چې په یونان کې د افلاطون په نوم یو فیلسوف تېر شوی، حال دا چې افلاطون د ټولو له مشاهدې بهر دی، همدا راز هر انسان د خپل اووم نیکه او له هغه څخه د مخکې تېرو شویو نیکونو اشخاصو د شتون حقیقت مني چې زما نیکونه تېر شوي خو ددې حقیقت منل په مشاهدې او لید نه دي ولاړ، په همدې توګه د حقائقو یو لویه برخه له مشاهدې بهر ده خو موږ یې په بشپړ ډول منو.
ب- ساینس له اخلاقي اړخه ناپېیلی دی:
له دې موضوع څخه موخه دا نه ده چې ساینسپوهان بالکل اخلاقو ته پام نه کوي، بلکې موخه ترې دا ده چې د ساینس پر مټ اخلاقي معیارونه او بنسټونه لاس ته نشي راتلای، یا ساینس نشي کولای چې له اخلاقي پلوه د یوې کړنې ښه والی یا بد والی تشخیص کړي. ساینس موږ ته د یو څیز څرنګوالی او جوړښت راښيي خو دا نه شي راښودی چې یو څیز باید څه ډول وکارول شي، ساینس موږ ته دا ویلی شي چې که یو څوک په چاړه باندې ووهل شي نو څه پېښېږي؟ خو دا نه شي ویلی چې له اخلاقي اړخه یو څوک په چاړه وهل څه ډول کار دی؟ ځکه د چړې استعمال په قاتلانه ډول هم کېدای شي او د یو انسان د ژوند ژغورلو په پار هم کارېدای شي لکه د جراحي عملیاتو تر سره کول او…
برعکس چارلس ډاروین وایي چې انساني اخلاق له بیولوژیکي عواملو سره تړلي دي، د سام هاریس (Sam Harris) په نوم یو بل ملحد هم په خپل کتاب (The moral landscape) کې د دې خبرې د ثابتولو هڅه کړې چې ساینس کولای شي موږ ته اخلاقي معیارونه راوپېژني، خو د دوی په دې خبره خپله ملحد فلاسفه بېرته رد کوي، له هغې جملې څخه یو هم رابرټ جانسن دی، نوموړی په خپل کتاب (Rational morality) کې د هاریس دا خبره په کلکه ردوي نوموړی وایي: هاریس اوس هم په دې ستونزه کې ښکېل دی او داسې انګېري چې رښتیا هم د ښه والي په نوم کوم څه موجود دي، آیا موږ کولای شو چې دا حقیقت په غرونوکې ووینو؟ او آیا موږ دا حقیقت د کوانټم میکنکس په تناظر کې لېدلای شو؟
کومو خلکو چې ساینس د دین په توګه منلی د اخلاقي معیارونو د معلومولو لپاره اړ دي چې د ساینس له دایرې څخه بهر شي او په نورو ډګرونو کې اخلاقي مسائلو ته لاس رسی پیدا کړي، دا ځکه چې اخلاقي مسائل د یوې ټولنې روح او اصلیت تشکیلوي همدا د دې خبرې د ثبوت لپاره یو ستر دلیل دی چې د ټولنې د پرمختګ لپاره یواځې ساینس بسنه نه کوي او اخلاق چې د ژوند یو اړین اړخ دی په ساینس یې تر لاسه کول ناشوني دي.
ج- ساینس ذاتي یا شخصیتي څېړنه نشي کولای:
ساینس نشي کولای چې ذاتي څېړنې پر مخ یوسي، د انسان د فزیکي وجود په پرتله د هغه شخصیت او روحاني وجود ډېر اړین دی، د نړۍ د هر انسان ارزښت د هغه شخصیت او معنویت ته په کتو ارزول کېږي، ساینس هېڅکله هم نشي کولای چې د غوره او ناوړه شخصیت تر منځ توپیر وکړي، د ساینس پر مټ موږ کولای شو یواځې د انسان د فزیکي وجود په هکله ځان پوه کړو، خو د یوې سالمې ټولنې د لرلو لپاره یواځې په دې بسنه نه شو کولای، ځکه په دې برخه کې د انسان معنوي اړخ څېړل هم ډېراړین دي، په هره ټولنه کې ډېرې داسې چارې دي چې باید د یو نېک او غوره شخصیت لرونکي انسان ته وسپارل شي، څو ورسپارل شوې چارې په ښه توګه پرمخ یوسي او د ټولنې ګټې خوندي کړي، دا د انساني وجود هغه اړخ دی چې پېژندل یې هېڅکله هم د ساینس په واسطه نه شي کېدای.
د- له ساینس سره د (ولې؟) ځواب نشته:
ساینس د یو څیز د جوړښت په اړه موږ پوهولای شي، چې یو څیز څنګه او له څه نه جوړ شوی؟ خو دا چې «ولې» نوموړی څیز جوړ شوی؟ ځواب یې نه لري، یعنې ساینس موږ ته یواځې د «څه» او «څنګه» ځواب ویلای شي، په بل عبارت ساینس موږ ته یواځې دا راښيي چې یو څيز څه دی؟ او یا یوه چاره څه ډول ترسره کېږي؟ خو چې ولې دا چاره په دې توګه تر سره کېږي؟ ددې ځواب نه لري، د بېلګې په ډول که یو څوک د خپل ګاونډي کور ته خواړه ولېږي نو ګاونډی یې د ساینس په واسطه دا معلومولی شي چې ورکړل شوی څیز څه دی؟ او له کوم څیز څخه جوړ شوی دی؟ خو دا هېڅکله هم نشي معلومولای چې ولې هغوی ته دا خواړه ورلېږل شوي، د دې خبرې د معلومولو یواځینۍ لار له خپل ګاونډي څخه پوښتنه ده چې ولې یې یاد خواړه هغوی ته ورلېږلي؟ موږ د ساینس په مرسته د یوڅیز څرنګوالی او کیفیت معلومولی شو نه د هغه څیز علت او موخه، یعنې د یو څیز موخه او مقصد معلومول په ساینس پورې اړه نه لري، په داسې حال کې چې د یو څیز په موخه باندې ځان پوهول هم ډېر اړین دي، ځکه کله چې موږ د یوې چارې او یو څیز په څرنګوالي او جوړښت باندې پوهېږو نو باید چې د هغه څیز په اصلي موخې او مقصد هم ځان پوه کړو څو وکولای شي له نوموړي څیز څخه په سمه توګه ګټه پورته کړو.
که چېرې هر عاقل انسان یوه شېبه خپل ځان او د کائناتو دې نظام ته متوجه شي نو هرومرو به دا پوښتنه ورسره پیدا شي چې: زه «ولې» پیدا شوی یم؟ دا کائنات ولې پیدا شوي؟ او د کائناتو دا نظام «ولې» په دومره دقت سره پرمخ ځي او هېڅ ستونزه پکې نه رامنځته کېږي؟ دا هغه پوښتنې دي چې ساینس یې په ځوابولو کې پاتې راځې ځکه چې اصلا دا په ساینس پورې اړه نه لري، کوم څه چې په ساینس پورې مربوط دي هغه د انسان او ددې کائناتو ظاهري وجود او څرنګوالی دی، د بېلګې په ډول: ساینس موږ ته دا راښيي چې غرونه څه ډول پیدا شوي؟ یعنې ځمکني عوامل او مادي اسباب یې راته بیانوي، خو دا چې غرونه د کومې موخې لپاره پیدا شوي؟ له ساینس سره ددې پوښتنې ځواب نشته. له دې موضوع څخه د تېښتې په موخه اکثره ملحدین د یو څیز موخه او مقصد بیانول بې ارزښته او غیر ضروري کار ګڼي، چې دا له عقل او منطق څخه لرې خبره ده، ځکه چې د هر څیز ارزښت د هغه څیز په موخې او مقصد پورې تړلی وي، د بېلګې په توګه که چېرې موږ یو کتاب له پیله تر پایه ولولو او په وروستي مخ کې یې لیکوال لیکلي وي چې دا کتاب هېڅ موخه او مقصد نه لري، نو آیا موږ ته به دا یو معقول او منطقي کار ښکاره شي او که…؟
هـ- ساینس منطقي (Logical) پایلې نه شي معلومولای:
انساني ذهن اشیاوو او پېښو ته په کتو منطقي پایلې لاسته راوړي چې ساینس نوموړې منطقي پایلې نشي ترلاسه کولای، په دې هکله تر ټولو اړین څیز چې باید وپېژندل شي هغه استخراجي منطق (Deductive logic) یا استخراجي استدلال (Deductive Reasoning) دی، د استخراجي استدلال موخه قیاس یا استنباط کول دي، د بېلګې په ډول:
ټول انسانان فاني دي؛
ارسطو انسان دی؛
ارسطو فاني دی.
له لومړنیو دوه جملو څخه زموږ ذهن یوه منطقي پایله تر لاسه کوي چې په درېیمه جمله کې راغلې، ځکه چې ارسطو انسان دی، او دا چې انسانان فنا کېدونکي دي نو ارسطو هم فنا کېدونکی دی، دېته استخراجي منطق وایي.
دا موضوع په یوه بله بېلګه کې لا روښانه کوو: په یوه کور کې یواځې یو شخص ژوند کوي، کله چې سهار له خپل کور څخه بهر کېږي نو هر څه یې منظم په خپل ځای ایښي خو مازدیګر چې کله کور ته راځي نو ګوري چې مېز، څوکۍ، کتابونه، لوښي او نور توکي ټول ګډوډ دي، د المارۍ دروازه یې خلاصه او پیسې ترې اخیستل شوي، کله چې پولیس راځي نو د کور څښتن پولیسو ته وایي چې زما کور ته غل راغلی او پیسې یې رانه وړي، پولیس پوښتنه کوي چې تا غل ولید؟ د کور څښتن ځواب ورکوي چې: نه!!! د ساینسي اصولو په رڼا کې پولیس دې پایلې ته رسېږي چې دې کور ته غل نه دی راغلی، خو که د کور حالت وګوري او منطقي استنباط وکړي نو پایله برعکس راوځي، په دې معنی چې کور ته غل راغلی دی. همدغه راز انساني ورځنی ژوند له داسې ډېرو حقائقو څخه ډک چې یواځې په استخراجي منطق سره ورته لاسرسی پیدا کوو او په ساینس نه شي ترلاسه کېدای، په همدې اساس ساینس د خپل پرمختګ لپاره منطق ته اړ دی او یواځې په ساینس بسنه نه شي کېدای.
لنډه دا چې ساینس خپله ځانګړې تګلاره او ټاکل شوي حدود لري، نو محدود ساینس هېڅکله هم دا وړتیا نه لري چې ټول انساني ژوند پرې متمرکز شي، ځکه چې ساینس د انسان د ډېرو پوښتنو ځواب نه شي ویلای، علم یواځې ساینس نه دی او نه هم حقایقو ته د رسېدو یواځینۍ لار ساینس ده، همدا لامل دی چې ملحدین د ډېرو پوښتنو په ځواب پسې سرګردانه دي او په عین حال کې ساینس د هر څه لپاره کافي بولي.
له ساینس څخه د الحاد په ګټه کار اخیستل
معاصر ملحدین ساینس د خپلې ګټې لپاره کاروي او د ساینس په اړه داسې یو ذهنیت خپروي چې ګویا ساینس الحادي علم او په بشپړ ډول د دین خلاف دی، دا ذهنیت په لومړي ځل د رنسانس په دور کې هغه وخت رامنځته شو چې ساینسپوهانو په عیسویت کې شامل شوي د افلاطون او ارسطو نظریات رد کړل.
دا چې ملحدین څه ډول ساینس د الحاد په ګټه کاروي او آیا رښتیا هم ساینس له الحاد سره مرسته کوي؟ د همدې موضوع د روښانولو لپاره موږ لومړی د دیني او الحادي استدلال په څرنګوالي بحث کوو چې معاصر الحادي ذهنیت په کوم ډول دلائلو د یقین او باور تر درجې رسېږي؟ او ورپسې په هغو فرضیو غږېږو چې ملحدین یې د ساینس په هکله مطرح کوي.
د دیني او الحادي استدلال تر منځ توپیر
په اسلامي نړۍ کې په ساینسي علومو بوخت ځینې وګړي ورځ تر بلې په ساینسي مذهب کې داخلېږي او داسې یو ذهنیت اخلي چې موږ یواځې په ساینسي استدلال سره حقیقت ته ځان رسولای شو، همدا راز ملحدین هم تل دا خبره کوي چې: «زه یواځې په ساینس باور لرم» (I just believe in science) یعنې له عقلانیت او فلسفې څخه د اغېزمن شويو ځوانانو ذهنیت داسې جوړ شوی چې مذهب د یو فردي تخیل او فکر په توګه پېژني چې په روایتي بڼه تر دې دمه را رسېدلی، کټ مټ د هغو کیسو په څېر چې په کلیو او بانډو کې یې زړې ښځې ماشومانو ته کوي او د وخت په تېرېدو سره دا کیسې د دې ماشومانو په باور او عقیده بدلېږي او په دې توګه یې بیا دوی هم خپلو اولادونو او ماشومانو ته بیانوي، په همدې توګه یادې کیسې له یو نسل څخه بل نسل ته د روایت په بڼه لېږدول کېږي خو په حقیقت کې هېڅ هم نه وي.
بریتانوی ملحد پروفیسور تهامس ریچرډ مایلز (Thomas Richard Miles) وایي: تېر مذهبي پوهان او علماء د هغه کس په څېر دي چې یو بانکي چېک ولیکي خو په بانک کې هېڅ پانګه او سرمایه ونلري، دا خلک هم داسې توري او الفاظ کاروي چې تر شا یې هېڅ ډول معنوي پانګه نشته، د نوموړي په اند دیني او مذهبي علماء خلکو ته یواځې هغه خبرې کوي چې د هیلو او خوښیو سبب ګرځي خو په حقیقت کې ددې هیلو او امیدونو تر شا هېڅ هم نشته، د بېلګې په ډول: علماء خلکو ته د جنت او جهنم په هکله خبرې کوي، خو دا خبرې د هغه چېک په څېر دي چې تر شا یې په بانک کې هېڅ پانګه نه وي.
د مذهب په هکله د ملحدینو د تصور په هکله وحیدالدین خان لیکي: معاصر مفکرین د داسې هېڅ کومې علمي لارې منلو ته چمتو نه دي چې کوم ځانګړی شخص یې په وهمي توګه تر لاسه کړي او په عامه توګه یې تجربه کول ناشوني وي، دوی (ملحدین) په دې اند دي چې کومه خبره چې د عامو خلکو له ادراک څخه بهر وي نو له نورو خلکو څخه یې د منلو غوښتل نه یواځې دا چې غیر منطقي ده بلکې غیر حقیقي هم ده، ځکه که چېرې حقیقي وای نو نورو انسانانو به هم تجربه کړی وای. په دې معنی چې اوسمهال عقل پرست ذهنونه مذهب ته د یو ذاتي او فردي تخیل په سترګه ګوري چې په حقیقت کې یو بې معنی څیز دی، لکه څنګه چې یو هندو یا د بل دین کوم لاروی په خپل ذهن کې یو ډول ځانګړی باور لري نو مسلمان هم په همدې اصولو ولاړ دی، د ملحدینو په اند مذهبي باورونه او ادعاوې یواځې اسطوروي کیسې دي چې انسانانو ته یې له ځانه جوړول ډېر آسانه دي خو الحاد بیا ددې برعکس دی ځکه چې په ساینسي استدلال ولاړ دی او د ساینس استدلالي تګلاره بیا حقیقت ته د رسېدلو یواځینۍ لار ده ځکه چې ساینس په تجربو او مشاهدو ولاړ دی.
تر دې ځایه مو له دین څخه د ملحدینو په تصور باندې بحث وکړ، اوس راځو دېته چې آیا په رښتیا هم الحاد په بشپړه توګه په مشاهده ولاړ دی او د دین برعکس استدلالي تګلاره لري؟ او آیا رښتیا هم الحادي استدلال په ساینس او مشاهده متکي دی؟ ښکاره ده چې ځواب نه!!! دی؛ د ملحدینو دا ادعا په بشپړه توګه ناسمه ده چې مذهب یو وهمي او فردي تخیل دی او الحاد ددې برعکس په مشاهده ولاړ دی؛ دلته زموږ موخه له باطلو او ناسمو مذهبونو څخه دفاع نه بلکې د هغوی د استدلال په نوعیت او څرنګوالي باندې بحث کول دي چې ملحدینو د ځان لپاره د لارې مشال ګرځولی او د تر ټولو پیاوړي دلیل په توګه یې کاروي.
۱ـ تجربه او مشاهده: کله چې د ساینس په واسطه یو څيز مشاهده یا تجربه شي نو په هغه څیز باور تر لاسه کېږي.
۲ـ جزء په کل قیاسول: په دې معنی چې یو څیز په جزء باندې د تجربې په اساس پوهه ترلاسه شي او بیا د هماغه جزء د کل پایله هم هماغسې ګڼل کېږي، د بېلګې په توګه د سوړ والي په صورت کې انرژي په مادې او د ګرموالي په صورت کې ماده په انرژي بدلېدای شي، دا چاره انسانانو یواځې په ځمکه کتلې خو پایله یې په ټولو کائناتو کې همداسې ګڼي.
۳ـ له نخښو او قرائنو په یو څيز پوهېدل: که چېرې یو څیز نه تجربه کېدای شي او نه هم مشاهده وي بلکې یواځې یې ظاهري قرائن معلوم وي او په ریاضیکي فورمولونو برابر راشي او له دې پرته یې د توجېه لپاره کوم بل غوره تصور نه وي نو د همدې تصور او فورمول په اساس یاد استدلال سم او معقول ګڼل کېږي.
ملحدین د خپلو استدلالونو لپاره په یادو درې لارو کې له یوې څخه کار اخلي، د بېلګې په توګه: د ملحدینو او مذهب منونکو تر منځ یو بنسټیز اختلاف د خالق په وجود دی؛ کله چې ملحد د خالق له موجودیت څخه انکار کوي نو هرو مرو به له پورته درې لارو څخه یوه د خپل استدلال لپاره کاروي، لومړۍ او دوهمه لاره خو نشي کارولای ځکه چې د خالق په تړاو د یادو دوه لارو کارول ناشوني دي، بلکې دوی اړ دي چې په دې هکله د نخښو او قرائنو په اساس خپله ادعا ثابته کړي یعنې د استدلال هغه تګلاره چې د یو غائب وجود پرې ثابتېږي خو برعکس ملحدین په همدې طریقه د خالق له وجود څخه د انکار لپاره استدلال کوي. ملحدین له کائناتو څخه بهر نه دي وتلي څو وګوري چې الله تعالی نشته، بلکې په دنیا کې یې ځینې داسې پېښې لیدلي چې په اساس یې د الله تعالی له وجود څخه انکار کوي؛ همدا راز د خالق په وجود باور لرونکي یا مذهب منونکي هم په دنیا کې شته قرائنو لکه په کائناتو کې شته اوډون او ډيزاین او یا په خپل وخت کې د یو پیغمبر او نبي معجزو ته په کتو استدلال کوي او د خالق موجودیت مني؛ اوس که چېرې ملحدین د خالق د موجودیت په تړاو د مذهب منونکو په دې استدلال باندې نیوکه کوي او ناسمه یې بولي نو په کوم اساس بیا خپله دعوه او د استدلال تګلاره سمه ګڼي؟ یعنې کله چې یو ملحد مذهبي استدلال په دې اساس ردوي چې په تجربو او مشاهدو نه دی ولاړ او له همدې امله یې خیال او وهم ګڼي نو د الله جل جلاله له وجود څخه انکار خو هم په مشاهده او تجربه نه دی ولاړ په دې صورت کې خو د ملحد فکر او اند هم یو فردي خیال او وهم دی، بیا نو څنګه یو وهم عقلي او ساینسي ګڼل کېږي او بل وهم غیر عقلي او غیر ساینسي؟ ښکاره ده چې دا د ملحدینو له څرګند ضد او کینې څخه سرچینه اخلي او الحاد په خپله یوه په غیبو باندې باور لرونکې پدیده ده، په همدې اساس د کومو اصولو پر بنسټ چې ملحدین مذهب او دین ردوي په هماغو اصولو د الحاد رد هم کېدای شي.
اوس راځو د ملحدینو دې خبرې ته چې وایي: «زه په یواځې په ساینس باور لرم» یا هر هغه څیز چې ساینس یې ثابت کړي او یا یې کره والی ومني هم هغه حقیقت دی او بس، یعنې ساینس د حقیقت یواځينی معیار ګرځول.
څېړونکي او مفکرین په دې اند دي چې ځینو خلکو ساینس د مذهب په توګه منلی چې په سر کې یې ملحدین دي، نوموتی لیکوال ادریس آزاد وایي: په اوس وخت کې ساینس د مذهب بڼه لري ځکه یو مذهب له دې څخه پېژندل کېږي چې منونکي یې وکړای شي په څرګند ډول خپل باورونه ښکاره کړي. نوموړی په بل ځای کې وایي: ستونزه دا ده چې هر کله یوه ساینسي نظریه ومنل شي نو هغه بیا د ټولې نړۍ د انسانانو په ذهنونو کې ځای نیسي او په دې توګه دا ساینسي نظریه د عقیدې بڼه غوره کوي.
د حیرانتیا خبره دا ده چې د کومې چارې له امله چې ملحدین دین یو خرافاتي او وهمي فکر ګڼي هماغه چاره بیا په ساینسي ډګر کې د استحکام او پرمختګ سمبول ګڼي، یعنې په مذهبي بحثونو کې په غیبو ایمان او باور ناپوهي ګڼي خو که چېرې همدا د غیبو منل او پرې باور په ساینسي ډګر کې راشي بیا پوهه او علم ګڼل کېږي، بریتانوي لیکوال روپرټ شیلډرک (Rupert Sheldrake) د ریچرډ ډاوکنز په (The God Delusion) کتاب باندې رد لیکلی او د (The Science Delusion) نوم یې ورکړی، شیلډرک په یاد کتاب کې په لسو مشهورو ساینسي نظریو باندې په هغه طریقه او اصولو رد کوي د کومو اصولو په اساس چې ډاوکېنز په مذهب باندې رد کړی. ډاوکېنز مذاهب د عقیدت او باوري کېدو له امله ردوي، په همدې ډول شیلډرک هم وایي چې دې لسو ساینسي نظریو د عقایدو او باورونو بڼه غوره کړې چې ملحدین د همدې عقایدو پر اساس خپل الحاد پیاوړی کوي.
هغه لس ساینسي نظریې چې هېڅ مشاهداتي او تجربي اړخ نه لري بلکې د مذهب منونکو په څېر په اعتقاد او یقین ولاړې دي په لاندې ډول دي:
۲ـ ماده شعور نه لري، دا کائنات له داسې یوې مادې څخه جوړ شوي دي چې هېڅ ډول شعور او احساس نه لري، آن دا چې په دې کائناتو کې شته انسانان او حیوانات هم شعور نه لري ځکه چې له یوې بې شعوره مادې څخه رامنځته شوي او د طبیعي قوانینو په اساس له یوې بې شعورې مادې څخه شعوري ماده نه شي رامنځته کېدای او طبیعي قوانین هم ثابت دي.
۳ـ لکه څنګه چې د بېګ بنګ په وخت کې طبیعي قوانین موجود وو، اوس هم په هماغه ډول دي او تل به همداسې وي.
۴ـ د مادې او انرژۍ ټول مقدار یو شان دی، دا مقدار هېڅکله هم نه بدلېږي، یواځې د بېګ بنګ د پېښې له رامنځته کېدو وړاندې انرژي او ماده موجوده نه وه.
۵ـ فطرت او طبیعت هېڅ موخه نه لري، ارتقاء هم بې موخې ترسره شوې او دا ارتقاء د کوم چا تر څار او حکم لاندې هم نه کېږي.
۶ـ هر هغه څه چې موږ ته د وراثت له امله راکول کېږي د یو لړ اصولو او مېکانېزم تابع دي، او کوم څه چې موږ یې د جنسیتي کوډونو په توګه ترلاسه کوو د مادي اصولو تابع دي.
دا هغه لس ساینسي نظریې دي چې ملحدین پرې باور او یقین لري، خو تر اوسه یې نه مشاهده کړي او نه یې هم تجربه کړي؛ نو که چېرې اوس موږ د اسلام او الحاد استدلالي تګلارې پرتله کړو نو د اسلام استدلالي تګلاره ډېره پیاوړې او له اصولو سره برابره ده.
اسلام تل موږ تفکر او له عقل څخه ګټې اخیستنې ته هڅوي، موږ ته لارښوونه کوي چې څېړنه وکړو او حق ته د رسېدو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړو، شونې ده چې دا څېړنې او هڅې د کفر او اسلام تر منځ تر پرتلې پورې ورسېږي. خو برعکس د الحاد منل بیا تر ډېره یو اړخیزه پرېکړه وي، که چېرې هغه خلک چې اسلام یې منلی او هغه چې الحاد ته مخه کوي پرتله کړو نو تر منځ یې دا یو څرګند توپیر لیدلای شو چې نوي سلنه هغه خلک چې مسلمانېږي لومړی په اسلام ځان پوه کوي او له خپلې پخوانۍ عقیدې او باورونو سره یې پرتله کوي تر دې هر څه وروسته بیا اسلام مني؛ خو کوم خلک چې الحاد قبلوي نو د اسلام په هکله هېڅ پوهه او علم نه لري، بل دا چې د نږدې ټولو داسې کسانو له لوري د الحاد منل د علمیت او عقلانیت په اساس نه بلکې د احساساتو په اساس وي. اوس نو څنګه شونې ده چې هغه څوک دې اسلام له الحاد سره پرتله کړي چې د اسلام په هکله یې پوهه له نشت سره برابره ده؟
لنډه دا چې د اسلام په تړاو داسې تصور او انګېرنه چې په مطلق ډول په مجهولو او نالیدلو باورونو ولاړ دی یو ناسم او له حقیقته لرې تصور دی، ملحدین چې په کومو اصولو او استدلالي تګلارو باندې په اسلام رد کوي په هماغو اصولو او تګلارو یې لومړی خپله الحاد ردېږي، الحاد کوم امتیازي مقام او ښېګڼه نه لري چې هر څه دې ورته په علمي او تجربي بڼه څرګند وي، بلکې له ملحدینو سره هم ډېر وخت په غیبو او نالیدلو څیزونو باندې له باور کولو پرته بله لار نه وي.
د ساینس په اړه د ملحدینو ځینې فرضیې:
له شک پرته چې ساینس نړۍ ته بدلون ورکړ او نړۍ یې له مادي اړخه پرمختللې کړه، له طبي علومو رانیولې آن تر برېښنایي پیغام استولو پورې ساینس انساناتو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او په پرلپسې توګه په انساني ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوي، له همدې امله الحاد او ملحدینو ځینې ناسمې فرضیې رامنځ ته کړې څو ددې فرضیو پر مټ وکولای شي ځان د ساینس په پرمختګ کې شریک وښيي؛ ددې فرضیو د حقیقت او اصلیت د څرګندولو په موخه یادې فرضیې تر بحث لاندې نیسو.
لکه وړاندې مو چې وویل دا یوه ناسمه فرضیه ده، ځکه چې ساینس خپل حدود لري او ډېر داسې څیزونه شته چې ساینس یې له ځواب ورکولو عاجز دی، نو اړینه ده چې د ځواب موندلو لپاره یې له نورو لارو چارو ګټه واخلو، یعنې هغه پوښتنې چې ساینس یې نشي ځوابولای، په همدې اساس ساینس حقایقو ته د رسېدو یواځينۍ لار نه ده بلکې حقیقت ته د رسېدو لپاره د ساینس تر څنګ ډېرې نورې لارې هم موجودې دي.
دوهمه فرضیه: ملحدینو دا خبره هم خپره کړې چې ساینس په بشپړ ډول بریالی دی او د ساینس ټولې پایلې سمې او مثبتې دي.
د ملحدینو دا خبره له ساینسي فلسفې (Philosophy of science) څخه د دوی په بې خبرۍ دلالت کوي، ځکه د انسان هره هڅه له دوه حالتو خالي نه وي یا به سمې او مثبتې پایلې ته ورسېږي او یا هم کېدای شي چې سمې پایلې ته د رسېدو په برخه کې پاتې راشي، همدا د ساینس بنسټیز اصل او تصور هم دی، خو ډېر ستر ملحدین هم دا باور لري چې د ساینسي تیوریانو له کامیاب استعمال څخه څرګندېږي چې هره ساینسي نظریه او تیوري په بشپړ ډول سمه ده، په داسې حال کې چې د یو څیز کار کول او د هغه سموالی دوه بېلابېل اړخونه دي او تر منځ یې کوم منطقي تړاو نشته، د ساینس په ډګر کې یوه نظریه ډېر کلونه سمه ګڼل کېږي خو وروسته همدا نظریه چې کلونه خلکو ورته د سمې نظریې په سترګه کتلي خو د نویو ساینسي څېړنو په پایله کې رد او ناسمه ګڼل کېږي، سربېره پر دې بیا هم د ماضي له ناسمو حساباتو او تجربو سره د همدې ناسمې نظریې تر عنوان لاندې ډېر اختراعات کېږي او د خلکو چارې پرمخ وړي. ساینسي علوم له داسې ډېرو بېلګو څخه ډک دي، په همدې اساس د ساینس د کار کولو تر څنګ د هغې سموالی اړین نه دی، خو ملحدین بیا همدې کار کولو ته د کار د سموالي په نظر هم ګوري.
درېیمه فرضیه: د ملحدینو بله فرضیه دا ده چې ساینس موږ یقیني او حتمي حقیقت ته رسوي، په کوم څیز چې د ساینسي حقیقت مهر او ټاپه ولګول شي نو پکار ده چې ددې حقیقیت خلاف هر څه ته شا کړو، آن که چېرې الهي وحی هم ددې ساینسي حقیقت خلاف وي نو هغه هم باید مسترد شي.
یاده فرضیه هم ناسمه ده، ځکه هر کله چې ساینسپوه یو شي ته د حقیقت (Fact) نوم ورکوي نو موخه ترې دا نه وي چې همدا به بالکل حتمي او قطعي (Absolute) وي چې هېڅ بدلون پکې نه شي راتلای، بلکې موخه ترې دا وي چې نوموړې پایله زموږ د محدودو مشاهداتو پر بنسټ د شویو معلوماتو تر ټوله غوره وضاحت دی، او شونې ده چې د نورو مشاهداتو په وسیله په یاده پایله کې بدلون راشي، همدا د ساینس ښکلا او ښېګڼه هم ده.
۱ـ فلسفیانه (Philosophical) طبیعت پرستي: په دې معنی چې د مادي عواملو په اساس د کائناتو د ټولو مظاهرو او نظم وضاحت کېدای شي، او له طبیعت پورته بل هېڅ شی او قدرت نشته.
۲ـ میتودولوژیکي (Methodological) طبیعت پرستي: له میتودولوژیکي طبیعت پرستۍ څخه موخه دا ده چې له هېڅ ساینسي څیز او حقیقت سره د الله، الهي قدرت او حکمت اړیکه نشته.
پورته څلورګونې هغه بنسټیزې فرضیې او افواهات دي چې ملحدین یې د ساینس د بنسټیزو اصولو په نوم وړاندې کوي، همدا لامل دی چې د ساینس ځینې زده کوونکي ماده پرستي ته مخه کوي، او ماوراء الطبیعت ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، خو په حقیقت کې دا څلور واړه فرضیې د ساینس د حدودو او بنسټیزو اصولو خلاف دي، بلکې دا فرضیې اصلا له ساینس سره څه تړاو نه لري.