مکاره دښمن تل د دې په لټه کې دې چې څه ډول وکولی شي مسلمانان د اسلام څخه لېرې کړي او داسې یې ګمراه کړي چې د الهي وحیې پر ځای د خپلو نفسي غوښتنو څخه پیروي وکړي؛ دې موخې ته د رسیدو یوه مهمه او اغیزمنه لاره چې دښمن ورڅخه کار اخلي، د اسلام په تطبیق کې باطل او ناسم تأویل دې چې دغه ناسم تأویل په حقیقت کې ښکاره ګمراهي ده چې د امت ځوانانو او بې مسئولیته علماءو ذهنونه یې مغشوش کړي دي، حتی تر دې چې د اسلام د تطبیق خبره په خوله نه اخلي، په داسې حال کې چې د اسلام له اړینو فرائضو څخه د اسلام تطبیق دې.
په لومړۍ هجري پیړۍ کې اسلامي افکار څرنګه چې اصحابو او نورو مسلمانانو هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړي و په دقیق او روښانه فهم، قطعی ایمان او بشپړې پوهې هغه تطبیق کول او خلکو ته یې رسول او په عین حال کې د قرآنکریم تأویل او تفسیر د نازل کیدو له پیل څخه د مسلمانانو د پاملرنې وړ و او هر څوک د خپلې پوهې او وړتیا په اندازه د هغه په شرح او توضیح لاس پورې کړ ترڅو مسلمانان د اسلام ټول مفاهیم او احکام په ښه توګه زده، او پرې عمل وکړي.
د اسلام هر اړخیز تطبیق کول د اسلامي احکامو، افکارو او اسلامي مفاهیمو دقیقې پوهې پورې تړلی دې؛ اما په قرآنکریم کې ټول آیتونه په داسې توګه واضح ندي چې ټول مخاطبین دې هغه فهم او درک کړی شي؛ څرنګه چې الله تعالی فرمایي: «هُوَالَّذِی اَنزَلَ عَلَیْکَ الْکِتابَ مِنْهُ آیَاتٌ مُحْکَماَتٌ هُنَّ اُمّ الْکِتابِ وَ اُخَرُ مُتَشَابِهاَت فَاَمَّا الَّذِینَ فِیْ قُلُوبِهِم زِیغٌ فَیَتَّبِعُوْنَ مَا تَشاَبَهَ مِنهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغاَءَ تَأوِیلِه وَ مَا یَعْلَمُ تَأوِیلَه اِلَّاالله وَالرَاسِخُوْنَ فِی الْعِلمِ یَقُوْلونَ آمَنا بِه کُلٌّ مِن عِنْدِ رَبِنَا وَ مَا یَذَّکَرُ اِلا أُولُو الْالبَاب» [۱]؛ ژباړه: « هغه ذات دې چې پر تا يې کتاب(قران) نازل کړی، برخه یې «محکمات» آیتونه دي چې د دې کتاب اصل او بنسټ دې او بله برخه یې « متشابهات» آیتونه دي؛ اما هغه کسان چې په زړونو کې یې کوږوالی دې د فتنه اچونې او (ناسم) تأویل په پار د متشابهاتو په لټه کې دي، په داسې حال کې چې د هغو په (سم) تأویل یوازې الله تعالی پوهیږي او هغوی چې په علم کې راسخان دي وایي: موږ په ټولو یې ایمان لرو، ټول زموږ د رب لخوا دي او د عقل خاوندانو پرته بل څوک پند نه اخلي» [۲].
له پورته ذکر شوي آیت شریف څخه داسې مفهوم اخیستل کیږي چې د قرآنکریم آیتونه دوه ډوله دي: مُحکم او متشابه.
محکم هغه دي چې معنی یې څرګنده وي، او داسې روښانه وي چې په هغه کې احتمال پاتې نه وي، لکه د الله تعالی دغه قول: « و احل الله البیع و حرم الربا» [۳] ژباړه: « او الله تعالی بیع حلال ګرځولې او سود خوړل یې حرام کړی»، « والسارق و السارقة فاقطعوا ایدیهما»[۴] ژباړه: «غل که نر او که ښځه وي لاسونه یې ترې پرې کړئ»، « ولکم فی القصاص حیاة یا اولی الالباب» [۵] ژباړه: «او په قصاص کې ستاسو لپاره ژوند دې ای د عقل خاوندانو».
اما متشابهات هغه آیتونه دي چې د تساوي یا غیر تساوي له وجې د یوې معنی څخه د زیاتو احتمال پکې وي، د تساوي له وجې د یوه څخه زیات معنی مثال دادې چې الله تعالی فرمايي: «او یعفو الذی بیده عقدة النکاح» [۶] ژباړه: «او یا هغه کس دې عفو وکړي چې د نکاح غوټه د هغه په لاس کې ده»؛ ځکه هغه کس چې د نکاح غوټه یې په لاس کې ده ښایي میړه وي او ښایي د ولي څخه مراد وي؛ همدارنګه د الله تعالی دغه قول چې فرمایي: «اولامستم النساء» [۷]؛ ژباړه: «یا په ښځو مساس وکړئ»؛ ځکه د «مساس» معنی د «وطی» او په لاس باندې تماس تر منځ محتمله ده.
او دغیر تساوي له وجې چې له یوې معنی څخه د زیاتو افاده کوي؛ مثال د الله تعالی دغه قول دې: «ویبقی وجه ربک» [۸]؛ ژباړه: «او باقي پاتې کیږي ستا د رب وجه»، «ونفخت فیه من روحی» [۹]؛ ژباړه: «او په هغه کې مې د خپل روح پو کړ»، «مما عملت ایدینا» [۱۰]؛ ژباړه: «او له هغه څه چې لاسونو مو ترسره کړي»، « الله یستهزئ بهم» [۱۱]؛ ژباړه: «الله تعالی د هغوی د ( استهزاء) جزا ورکوي»، «ومکرو و مکرالله» [۱۲]؛ ژباړه؛ «او هغوی مکر وکړ او الله هم مکر وکړ»؛ او دوی په شان نورې بیلګې؛ ځکه د عربو اسلوبونو او شرعي معنی له حیثه د عربۍ ژبې او لغاتو فهم، د څو معنی ګانو احتمال پکې لیدل کیږي، دغه ټول متشابه دي او د اوریدونکي لخوا د معنی د اشتباه کولو له وجې په «متشابه» نومول شوي او متشابه هغه ندې چې په معنی یې پوه نشو؛ ځکه په قرآنکریم کې هیڅ شی نشته چې په معنی یې پوه نشو؛ په دې دلیل چې په قرآنکریم کې داسې شیان شامل ندي چې خلکو ته د فهم او پوهیدو وړ نه وي ځکه الله تعالی فرمایي: «هذا بیان لناس» [۱۴]؛ ژباړه: «دغه قرآن بیان دې د خلکو لپاره»؛ نو په دې سبب الله سبحانه و تعالی د دې آیتونو د فهم او پوهې لپاره د تأویل دروازه خلاصه پریښې تر څو هغه کسان چې په خپل ایمان ټینګ او په علم کې راسخ دي، د آیتونو په تأویل کې په تکلف او ناولو موخو او اغراضو خبرې نکوي او د هغوی نیت حق پالنه او حق وینه ده او ځیني نور چې په زړونو کې یې کوږوالی دې د فتنه اچونې او د مسلمانانو ګمراه کولو په نیت د متشابهاتو په غلط تعبیر لاس پورې کوي. له دې کبله، د دې موضوع لپاره اړینه ده چې تأویل وپیژنو.