Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»همجنس پرستي؛ د غربي تمدن او تهذیب نوی ارمغان
متفرقه یکشنبه _25 _فبروري _2024AH 25-2-2024AD

همجنس پرستي؛ د غربي تمدن او تهذیب نوی ارمغان

A.MoslehBy A.Moslehڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: نعمان سعید

همجنس پرستي؛ د غربي تمدن او تهذیب نوی ارمغان

همجنس پرستي يعنې نارينه له نارینه او ښځه له ښځې سره جنسي اړيکې په اسلام کې په مطلق ډول حرام دي، چې د دوو نارينه و ترمنځ متقابل جنسي اړيکو ته “لواطت” او د دوو ښځو ترمنځ جنسي اړيکو ته «مساحقت» ویل کیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دواړه اړیکې په کلکه غندلي او په کلکه یې منع کړي دي، قرآن کریم دغه ناوړه عمل د بدو اعمالو له جملې څخه بللی دی، د لوط علیه السلام د قوم له بدو اعمالو څخه یو همجنس پرستي وه، چې د هغوی د دغه بد عمل له امله ورباندې سخت عذاب نازل شو او د سدوم او عموره په ښارونو له اسمانه د ډبرو دومره بارانونه وشول، چې ښارونه یې غرق کړل او اوس هم بحیره مردار په ځمکه کې د الهی قهر د یو ژوندی شاهد په توګه شتون لري.
له اسلام سربیره د دغه حیواني او بد عمل اړونه په تیرو آسماني کتابونو کې هم یادونه شوې ده او په تورات او انجیل دواړو کې دا بد عمل د زنا په څیر غندل شوی دی. د اسرائیلي روایتونو له مخې، هغه نارینه چې د کنعان په بتخانو کې د فاحشو ښځو په څیر زناووې کوي، دا ناوړه عمل د اجرت په بدل کې کوي او دوی د کنعانیانو په مینځ کې د “پاکه ښځه” او “پاک نارینه” حیثیت لري داسې نده؛ بلکې په تورات کې دغه کار بد او دغه عوایدو ته “د سپي عاید” ویل شوي دي او د اسلام په څیر په پخوانیو آسماني دینونو کې د زنا سزا هم دا وه، چې واده شوي کسان د زنا په تور په سنګسار وژل شوي.
همجنس بازي په شريعت کې د خبیث، خسیس او شرمناک عمل ترڅنګ له طبي لحاظه هم انسان لپاره ډېر ضررناک دی او د عامو انساني اخلاقو په نظر کې نيولو سره هيڅکله ښه کار نه دی بلل شوی؛ خو د انساني آزادۍ په اړه د لويديځ خبیثه مفکوره دومره خسیسه ده، چې دا ناوړه عمل په کې قانوني توجيه پيدا کړې ده. لويديځ “جنسي آزادي” د انساني آزادۍ په لست کې شامله کړې ده او د “آزاد جنس” فلسفې یې د دين، اخلاقو او انسانيت ټول سرحدونه تر پښو لاندې کړي دي.
په امریکا، اروپا او نورو غربي هیوادنو کې اوږدې مودې راهیسې د نارینه او ښځې له یوبل سره په رضایت زنا او همجنسبازۍ ته قانوني بڼه ورکړل شوې او په ډېرو هېوادونو کې د رسمي قوانینو له مخې اجازه ورکړل شوې ده، څو کاله وړاندې د بريتانيا يوې محکمې دوه نارینه، چې د مېړه او مېرمنې په توګه يې خپلمنځي جنسي اړيکې سره درلودې په رسميت وپېژندل او د يوه د مړينې په صورت کې يې بل د هغه وارث وټاکل، چې د یوې نړیوالې سروې مطابق له ۲۰۰۰ میلادي کال نه بیا تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې ۲۴ هیوادونو قانوني اجازت ورکړی دی. انا لله و انا الیه راجعون
نن ورځ د ډیموکراسۍ، ازادۍ او تمدن په نومونو د همدغې فلسفې پر موږ باندې د مسلطولو هڅه کېږي او د امریکا په ګډون ټول غربي هېوادونه ډول ـ ډول تکتیکونه، متنونه، فلمونه، سریالونه، عکسونه، اپلیکشنونه او فشارونه واردوي، تر څو موږ خپل دیني احکام له پامه وغورځوو او:
• غربي فلسفه او کلتور ومنو.
• د نارینه او ښځو د اختلاط په وړاندې ټول خنډونه لرې کړو او د وړیا ملګرتیا فرصتونه ورته برابر کړو.
• په نکاح کې د والدینو او کورنیو دخل کم کړو.
• د حجاب شرعي احکام د پخوانیو دودونو په توګه رد کړو.
• غیرت د غیر متمدن چلند او غیر مهذبې رویې په توګه تعبیر او مخنیوی یې وکړو.
• د زنا او لواطت شرعي حدود لغوه کړو.
• د حمل اسقاط د قانوني حق په توګه وپیژنو.
• د امیندوارۍ د مخنیوي ادویاتو او میتودونو ته په عامه توګه وده ورکړو.
• په ښوونځیو او پوهنتونونو کې جنسي زده کړې تنظیم کړو.
Previous Articleمعتزله (اوومه برخه)
Next Article د دین او سیاست ترمنځ اړیکه

اړوند منځپانګې

متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD
نور یی ولوله
Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD0 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه  دوهمه  برخه د قران د اعجاز د علم…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD3 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه شپږمه برخه ۳ – ګورو امرداس…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه «ډله» فرقه (پنځمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه «ډله» فرقه پنځمه برخه تر بحث مخکې؛ یو بحث چې په اړه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD8 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول شپږویشتمه برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.