د الله تورې «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دریمه برخه)
د اُحد لویه جګړه او د ماتې څرنګوالی
څرنګه چې د تاریخ او سیرت کتابونو کې راغلي دي، د احد جګړه، د اسلام دوهمه لویه او تاریخي جګړه بلل کیږي چې د هجرت په دریم کال کې پیښه شوې ده.
د دې غزوې د واقع کیدو لامل دا وو چې د بدر په جګړه کې الله تعالی مسلمانانو ته لویه او حیرانوونکې بریا ور په برخه کړه، په داسې توګه چې د قریش مشرکینو او کفارو نه یوازې د کمزوۍ احساس وکړ، بلکه په خپلې ماتې او کمزورتیا باندې متیقن شول، او د غرور او لویۍ له غونډۍ څخه کښته راوغورځیدل، او د کبر کاسه یې نسکوره شوه، له همدې امله د قریشو مشران په دې سوچ او لټه کې شول چې څه ډول کولای شي د بدر جګړې غچ واخلي او پر مسلمانانو باندې د بل یرغل لپاره تابیاوې نیولې.
د احد په جګړه کې، ابوجهل، ولید بن مغیره او زوی یې خالد ډیر مهم نقشونه لوبولي؛ جګړه په پیل کې د کفارو د غوښتنو او هیلو پر خلاف د مسلمانانو په ګټه مخته تلله او په ظاهر کې داسې ښکاریدل چې په دغه جګړه کې هم کفارو ماته وخوړله، اما څرنګه چې یوه ډله صحابه چې د غونډۍ پر سر ځای پر ځای شوي وو، ګومان یې وکړلو چې جګړه پای ته ورسیده او بریا د دوی په نصیب شوه نو د دوی په فکر، اوس د دې وخت را رسیدلی چې د الله تعالی له نعمتونو څخه ګټه پورته کړو او خپلو کورنیو او بچیانو ته چې ډیره موده کیږي زموږ په تمه دي، یوه ګوله نفقه ور برابره کړو؛ نو په همدې مقصد یې د غنیمتونو راټولولو خواته ور وګرځیدل، او له غونډۍ څخه را کښته شول.
خالد له پیل څخه تر پایه د جګړې څارنه کوله، او د مناسبې موکې (فرصت) په لټه کې وو چې پر مسلمانانو برید وکړي، کله چې د غونډۍ سر یې تش ولید له موکې څخه یې ګټه پورته کړه او خپل مهارت او جنګي تکتیک یې نندارې ته وړاندې کړ او د همغې غونډۍ له شا څخه د خپلو سپرو لښکرو په واسطه پر مسلمانانو برید وکړ او دهغوی ډیر شمیر یې په شهادت ورسول او د جګړې انډول یې د خپل په ګټه بدل کړ، د خالد دغه برید سره، مسلمانان ډیر زیانمن او وځپل شول او د کفارو لښکر ډير خوشحاله شو او خپله بریایې ونمانځله.
خالد او د احزابو واقعه
د «احزاب» کلمه جمع ده، او له «حزب» مفردې کلمې څخه اخیستل شوې او د جماعت او ځانګړې ډلې په معنی ده. او «خندق» معربه کلمه ده چې له فارسي ژبې څخه اخیستل شوې ده او په اصل کې «کیندل» دې او په اصطلاح کې د دښمن یرغل د مخنیوی او د ځان څخه د دفاع لپاره د یوې وړې کندې حفر کولو او کیندلو ته ویل کیږیي .
د پیښې لنډ بهیر داسې وو چې د مدینې یهودانو او د مکې مشرکانو د سردارانو او سپه سالارانو په مشرۍ ( چې خالد هم په هغه وخت کې له مهمو قوماندانانو څخه شمیرل کیده) د عربو بیلابیلو ډلو سره په سلا مشورو اخته شول، د بحث وړ موضوع یې دا وه چې څرنګه وکولای شو د مسلمانانو پر دغې وړې ډلې برید وکړو او دوی ټول له یوې مخې سره له منځه یوسو ترڅو د هغوی هیڅ نوم او نښه پاتې نشي.
د همدې موضوع په تړاو نبي کریم (ص) له خپلو مخلصو او سرسپارلو یارانو سره سلا وکړه او د هغوی د نظر غوښتونکی شو چې په دې کړکیچن حالت کې څه وکړو؟ حضرت سلمان فارسي (رض) چې له فارس څخه مدینې ته تللی وو، ښه وړاندیز یې وړاندې کړ، هغه وویل چې موږ فارسیان د دښمن د شړلو او دفع کولو او د خپل حریم د ساتلو لپاره، د خپل چاپیر ځمکې په حفر کولو او کیندلو لاس پورې کوو. دغه تجربه شوی وړاندیز د رسول الله (ص) له لوري ومنل شو او چارې یې رسماً پیل شوې.
د نبوي هجرت په څلورم کال، کله چې یهودان، مشرکین او نورو کفارو د یرغل په موخه، مدینې منورې ته نږدې ورسیدل نو د دې څخه بیخبره وو چې مسلمانانو د نوي تکتیک په کارولو سره، اجازه نه ورکوي چې څوک د دوی حریم ته نږدې شي او پر دوی برید وکړی، کفار او مشرکینو د دې پلان شوې او ځیرکې برنامې په لیدلو سره، د ډيرو هڅو سره سره، ونتوانیدل چې پرمختګ وکړي او مدینې ته ننوځي؛ بلکه له مقابل لوري څخه، مسلمانانو پر غشو ویشتل او هغوی یې تیښتې ته اړ کړل، په دغه وخت کې خالد بن ولید ډيرې هلې ځلې وکړې تر څو د کندې په شا او خوا کې یوه د ننوتلو لار پیدا کړي او له همغه لارې پر مسلمانانو برید وکړي، خو په دې کار بریالی نشو.
کله چې مشرکین په دې باوري شول چې دغه جګړه نشي ګټلای او خپلو موخو ته نشي رسیدلای، نو د ویرې او ناهیلیتوب سر مخ شول او په ټیټو سترګو بیرته د مکې پر لور رهي شول؛ په دې وخت کې الله تعالی د دوی په زړونوکې ویره خپره کړه او له دې څخه ویریدل چې ګوندې مسلمانان له شا څخه پر دوی برید ونکړي، له دې کبله په خپلو کې یې مشوره وکړه او خالد او عمرو بن عاص یې د زړورو قوماندانانو په توګه و ټاکل ترڅو د شا له لوري د لښکر ساتنه وکړي. د دې پیښې څخه دا جوته شوه چې خالد د قریشو په منځ کې د ځانګړي اهمیت او مقام خاوند وو او د هغه شتون د قریشو لپاره ویاړ بلل کیده او د هغه سره یې د امنیت او خوندیتوب احساس کولو.