د الله تورې «خالد بن ولید (رض)» ژوند ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)
حضرت خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه هغه شخصیت دې چې تر دې مهاله تاریخ، د هغه بیلګه او مثال ندې وړاندې کړی، تر دې حده چې د اسلام لومړی خلیفه سیدنا صدیق اکبر رضی الله تعالی عنه د ده په وصف کې داسې فرمایي: « عجزت النساء ان یلدن مثل خالد». ( د نړۍ ټولې ښځې په دې عاجزې دي چې د خالد په شان اولاد وزیږوي)؛ له دې کبله، اسلامي ټولنې ته اړینه ده چې دغه ګران بیه او نادره ملغلره نړېوالو ته وروپیژني او د ویاړ مډال خپل کړي.
خالد څوک دې؟ او له کوم خاندان څخه دې؟ څه مهال یې دې نړۍ ته مبارکې سترګې وغړولې؟ د هغه د شخصیت د تکوین او جوړښت اسباب او لاملونه کوم دي؟ څه وخت د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شو او څه لاسته لاوړنې او کارنامې یې د خپل په نوم ثبت کړې؟ او په لسګونو نورې پوښتنی. …
د لوستونکو د اسانتیا لپاره، تر بحث لاندې مضمونونه او د موضوع منځپانګه (محتوا) مو په څو بېلابېلو برخو ویشلي دي؛ نو په دې اساس اوس د موضوع لومړنۍ برخه چې د خالد بن ولید رضی الله عنه د نوم، نسب، کورنۍ او قوم پورې اړه لري؛ تر کتنې او څیړنې لاندې نیسو.
د خالد (رض) نوم اونسب
نوم یې خالد، د پلار نوم یې ولید، د نیکه نوم یې مغیره او د غور نیکه نوم یې عبدالله وو؛ د نسب لړۍ یې د عربو یو له لویو او مهمو قبیلو ته، چی مخزوم بن مره دې، رسیږي.
د نوموړي د نسب لړۍ په اووم نیکه چې «لؤی» نومیږي، د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره یوځای کیږي؛ کُنیه یې ابوسلیمان، لقب یې سیف الله (د الله توره) او مور یې عصماء د حارث لور وه.
نېکمرغه زېږېدنه
د سیدنا خالد بن ولید د زوکړې د کره نیټې په اړوند تاریخ او سیرت پوهانو نه ستړې کیدونکې هڅې او هلې ځلې کړي او ټول تاریخي کتابونه او تصنیفونه یې پلټلي او څیړلي دي؛ اما د کره او روښانه نیټې په موندلو ندي بریالي شوي، یوازې هغه څه چې دوی ته جوته شوه داده چې د اسلام مبارک دین د څرګندېدو پر مهال د ده عمر «اوه ویشتو» کلونو په شا او خوا کې وو او د ټولو په اتفاق سره، نوموړی په «یوویشتم» هجري کال له دې نه پاتې کیدونکې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د دې تحلیل او ارزونې په پایله کې، جوته شوه چې د ده مبارک عمر تر اسلام دمخه «اوه ویشت» کاله وو او دیارلس کاله نور یې (د بعثت کلونه) په مکه مکرمه کې تېر کړل او تر هجرت یوویشت کاله وروسته ژوندی وو؛ بنا پردې، نوموړي تر شپیتو یا یوشپیتو کلونو پورې عمر کړی.
د خالد (رض) قوم او قبیله
حضرت خالد بن ولید رض د «بنی مخزوم» درنې قبیلې سره تړاو درلود، د حجاز خاورې په عربو کې، په ځانګړي ډول د مکې مکرمې په سپیڅلي ښار کې، دوه لویې قبیلې د پت، شرافت او لوړ کرامت څخه برخمنې وې چې یوه یې بني هاشم او بله یې بني مخزوم نومیده او دواړه یې د قریشو له مشهورو قبیلو څخه شمیرل کیږي، په ډیرو چاروکې به په خپلمنځي شخړو او لانجو سره اخته کېدل، لکه څرنګه چې د نبوت ځلیدونکي لمر، وړانګو د تیارو اسمان روښانه کړ او حضرت محمد (ص) د الله له لوري د پیغمبر په توګه ولیږل شو، د بعثت په پېل کې، د بني مخزوم قبیلې ته خبر ورسید چې دغه پیغمبر د بني هاشم له کورنۍ څخه مبعوث شوې دې، نو سمدلاسه یې په اعتراض پیل کړ او دایې ویل چې ولې له بني مخزوم قبیلې څخه ندې راپورته شوی؟! دا مسئله پر دې دلالت کوي چې د بني مخزوم قبیله د لوړ مقام او منزلت څخه برخمنه وه او د بني هاشم په څېر قبیلې سره په سیالۍ کولو اخته وه.
تر ټولو لوړ شأن او فضیلت چې د دې قبیلې په برخه شوې هغه دادې چې د بشریت ستر لارښود حضرت محمد (ص) د دوی زوم پاتې شوی، څرنګه چې ده مبارک (ص) د «هند» بنت ابوامیې سره واده وکړ، او هغې ته یې د «ام المؤمنین» شرف ور وباښه او موږ یې اوس د ام سلمه (رض) په نوم پېژنو.
د خالد (رض) دروند او لوړ مرتبه خاندان
څرنګه چې مخکې ذکر شو، خالد بن ولید (رض) د قریش لوی ټبر پورې اړوند د «بنی مخزوم» له طایفې څخه دې، د نوموړي کورنۍ د نورو کورنیو په منځ کې ډيره ځلیده او د درناوي وړ وه؛ د کورنۍ هر غړی یې په عربو کې د لوړ منصب او مقام درلودونکي وو، که چیرې وغواړو د هغو ټولو ژوند، تر څیړنې لاندې راولو نو د بحث لمن ډیره غځیږي او له خپل اصلي مسئلې او اساسي موخې څخه مو راګرځوي؛ نو له دې کبله یوازې د هغوی د نومونو او دندو په یادولو بسنه کوو.
ولید بن مغیره د خالد (رض) پلار
د پلار نوم یې ولید بن مغیره مخزومي، لقب یې ابو عبدالشمس وو، هغه د قریش قبیلې په ریحانې او سخاوتمند سړي مشهور وو، نوموړی د ډيرې پانګی او شتمنۍ خاوند وه تر دې حده چې یوازې کرنیزې ځمکې یې له مکې څخه پیل او په طایف پای ته رسیدلې، د حج په موسم کې هیچا دا جرأت نه درلود چې د حاجیانو لپاره اور بل کړي او هغوی ته ډوډۍ ورکړي؛ مګر هغه په خپله د حاجیانو ټول لګښتونه پر غاړه اخیستل؛ اما د دغو ټولو ښیګڼو، نېکیو او خدمتونو ترڅنګ، په خپل جاهلیت او باطل دین په ټینګه ولاړ وو او دهغه ننګه یې کوله او د اسلام یو له لویو او کلکو دښمنانو څخه ګڼل کیده؛ تل به د نبي کریم (ص) سره په لانجې او دښمنۍ لګیاوو.
ولید بن مغیره د مکې یو له نفوذ لرونکو او مخورو مشرانو له جملې څخه وو، کفار او مشرکینو د هغه په وسیله مسلمانان ډیر وځپل او هغوی ته یې ډير زیانونه واړول؛ ان تر دې چې ویل کیږي که چیرې نوموړي، اسلام منلی وای، ټول قریش به په اسلام مشرف کیدل. بلآخره ولید د مغیره زوی د هجرت په لومړي کال د پینځو شپیتو کلونو په عمر ومړ او په مکه کې خاورو ته وسپارل شو.
۱.ابوامیه بن مغیره، مشهور په زاد الراکب یعنی د سفر د سیارې توښې درلودونکی، هر څوک چې د ده سره د سفر ملګری شو، نو د خپل مال لګلولو ته یې اړتیا نه لیدل کیده او د سفر ټولې اړتیاوې به ده پوره کولې.
۲.فاکه بن مغیره، هغه یو میلمستون جوړ کړ او هر چا ته به یې په وړیا ډول له بلنې پرته ډوډۍ ورکوله او بذل او سخاوت یې هرچاته ښکاره وو؛
۳. ابوحنیفه بن مغیره، د اسلام له خپریدو دمخه، کله چې رسول الله (ص) «حجرالاسود» په خپل څادر کې کیښود او د هرې قبیلې له مشرانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د څادر یوه څنډه ونیسي تر څو د دغې سپیڅلې ډبرې د لیږد او ځای پر ځای کولو شرف تر لاسه کړي، د بني مخزوم له قبیلې څخه همدغه (ابوحنیفه بن مغیره) وو چې په دغه ویاړ مشرف شو؛
۴. هشام بن مغیره، نوموړی د بنی مخزوم یو له مشرانو او سردارانو څخه وو، لقب یې شهسوار بطحاء وو، پر خلکو ډير ګران وو کله چې مړ شو، خلکو د ده مړینه لویه غمیزه وبلله او د مکې بازار درې ورځې تعطیل شو.
عصماء بنت حارث د خالد(رض) مور
عصماء د حارث لور په «لبابه صغری» مشهوره وه، امام ابن حجر عسقلاني په خپل ارزښتناک کتاب «الاصابة فی معرفة الصحابه» کې، نوموړې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه وو له ډلې څخه شمیرلې ده. هغې او خویندې یې د لوړو صفتونو څخه برخمنې وې او هره یوه یې د قوم د مشرانو میرمنی وې، او اته خویندی یې درلودې چې په ترتیب سره نومونه یې په لاندې ډول یادوو:
۱.حضرت ام المؤمنین میمونه بنت حارث، د رسول الله (ص) بي بي؛
۲. حضرت ام الفضل لبابه کبری بنت حارث، د حضرت عباس (رض) میرمن؛
۳. عصما بنت حارث، د قریش له سردارانو څخه د ابی بن خلف میرمن؛
۴. غره بنت حارث، د زیاد بن عبدالله هلالي میرمن؛
۵. هیله بنت حارث، د یو اعرابي شخص میرمن؛
۶. اسماء بنت حارث، د جعفر بن ابی طالب (رض) میرمن؛
۷. سلما بنت حارث، د حمزه (رض) میرمن؛
۸. سلامه بنت حارث، د عبدالله بن کعب بن منبه (رض) میرمن؛
له پورته مطلب څخه دا څرګندیږي چې حضرت خالد د خپلوي له اړخه، د مور له لوري رسول الله (ص) ته ډير نږدې دې او دهغو کسانو له جملې څخه شمیرل کیږي چې د رسول الله (ص) په کور کې تګ او راتګ کاوه.
د حضرت خالد (رض) ورونه
تاریخ پوهان د خالد (رض) د ورونو او خویندو په هکله د نظر یووالی نلري، څرنګه چې ځیني په دې آند دي چې د هغوی شمیر دیارلس کسه وو، لنډه داچې هر یو یې د لوړو او ښو اخلاقو خاوندان وو چې موږ د ده د څو ورونو په لنډې یادونې بسنه کوو:
۱.عاص بن ولید، هغه د اسلام تر خپریدو دمخه، مړ شو.
۲. ابوقیس، هغه لومړی اسلام ومنلو بیا وروسته مرتد شو، د بدر په غزا کې د حضرت حمزه (رض) لخوا ووژل شو.
۳. عبدالشمس بن ولید، چې د پلار کُنیه یې هم د همدغه زوی له نوم څخه اخیستل شوې.
۴. عماره بن ولید، هغه د قریشو د ښکلو ځوانانو له جملې څخه وو او په همدغه صفت مشهور وو.
۵. ولید بن ولید، نوموړی د هجرت څخه مخکې مسلمان شو او مدینې ته مهاجر شو.
۶. هشام بن ولید، دی هم مسلمان شو او په لومړي سر کې د «مؤلفة القلوب» له ډلې څخه وو.