لیکوال: سید ابوالحسن ندوي (رح)
ژباړه: م. محمد قاسم قاسمي
په قرآن کریم د پوهېدو اصول (دریمه برخه)
د قرآن مجید یوه مهمه وړاندوینه «غلبةروم»
د دې وړاندویني د بیان طرز او د هغې اهمیت
د قرآنکریم یوه معجزه د هغه «وړاندونې» دي. معجزه هغه امر ته ویل کیږي چې یو عمل د عادت خلاف یوازې د الله تعالیٰ په قدرت د یو پیغمیر د تائيد لپاره ښکاره شي. او انساني عقل د هغه له توجیه څخه عاجز وي، د هغه مواردو اړوند چې وړاندوینه شوي وه د هغه وخت شرایط داسي وو چې اصلاً ګمان نه کېده چې دا وړاندوینه په داسي ډول دومره ژر تحقُق ومومي. دلته بیا د داسې وړاندوینو متحقق کیدل د معجزې حکم پیدا کوي چې په هغې کې دوه اعجازې بُعدونه سره راټول شوي دي: ۱- د قیاس او ګمان څخه په لري شرایطو کې د راتلونکو وقایعو په نسبت علم او خبرتیا. ۲- د وړاندوینو مطابق د وقایعو ښکاریدل. د قرآن مجید د متعددو وړاندوینو څخه یوه صریحه او حیرانونکي وړاندوینه د روم د بریا اړوند ده. اوس په دې برخه کې د قرآن مجید تعبیر ته پاملرنه وکړئ: {الم ۱ غُلِبَتِ الرُّومُ ۲ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ۳ فِي بِضْعِ سِنِينَ ۗ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ ۚ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ ۴ بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ۵ وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ۶ يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ ۷} (الروم: ۱-۷) «الف لام میم. رومیانو په نژدې هیواد کې د عربو په ځمکه کې ماته وخوړه او له ماتي وروسته ډیر ژر د څو کلونو په مدت کې به بریالي شي. څه وړاندې او څه وروسته حوادث ټول د الله تعالیٰ په امر پېښېږي او د خدای په مرسته به مؤمنان د روم د بریا په ورځ خوښ شي. الله تعالیٰ چې هر چا ته وغواړې مرسته یې کوي او هغه غالب او مهربان دی. (د رومیانو بریا د ایرانیانو په وړاندې) د خدای وعده ده او خدای د وعدی خلاف نکوي خو ډېر خلګ نه پوهیږي. د هغوی علم د نړۍ تر ظاهري ژوند منتهي کیږي او له آخرت غافل او ناخبره دي». د قرآن مجید د بیان له طرز څخه داسي معلومیږي چې دا وړاندوینه د قرآن مجید او پیغمبر اکرم ﷺ د معجزې په عنوان د هغه دواړو د صدق او اثبات لپاره بیان شوي ده؛ پرته له شک یاده واقعه یوه خارقالعاده واقعه ده ځکه د رومیانو له نهایي ماتې وروسته واقع شوي ده په همدې دلیل د آیت په پیل کې دوه واره د رومیانو مغلوبیت ذکر شوی دی په دې وړاندوینه کې بله حیرانونکي نکته دا ده چې په هغه کې ویل شوي، د رومیانو بریا به د ۹ کلونو په مدت کې واقع شي، په داسي حال چې ۹ کاله د یو ماته خوړلي او شیندل شوي ملت لپاره او د هغه بدلیدل په یو فاتح ملت ډېر لږ وخت وي. د دې آیاتونو په دوهمه برخه کې په دې ټکي تاکید شوی چې دا واقعه په خارق العاده توګه او د ټولو ظاهري آثارو او قرائنو او د انساني وړاندوینو او قیاسونو پر خلاف او برعکس به واقع شي. لکه څنګه چې فرمایي: {لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ} (الروم: ۴). «هم وړاندې او وروسته حکم تل د خدای په لاس کې دی».
په دې آیت کې دې واقعیت ته اشاره شوې ده چې الله تعالیٰ تل د قدرت خاوند او مختار دی، هغه دی چې غالب مغلوب او مغلوب غالب، مړۍ ژوندۍ او ژوندۍ مړ کوي، هغه د خپلې ارادې د تحقق لپاره د اوضاع او شرایطو انتظار نکوي، شپه او ورځ یې امر جاري دی. {قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ۲۶ تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ ۖ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ ۖ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ} (آل عمران: ۲۶-۲۷). «ووایه: زما پروردګاره! ای مطلق فرمانروا! هر چا ته چې وغواړې د حکمروایي قدرت ورکوې، او له هر چا چې وغواړې د حکمروایي قدرت ورڅخه اخلې، او چا ته چې ته وغواړې عزت ورکوې، او څوک چې ته وغواړې خوار او ذلیل کوې یې؛ خیر اوښیګڼې ستا په لاس کې دي. ته پر هر څه قادر یې. شپه په ورځ او ورځ په شپه کې کښته کوې؛ او ژوندۍ مړ او مړی ژوندۍ راپورته کوې؛ او هر چا ته چې وغواړې بې حد او اندازې رزق ورکوې». لږ څه وړاندې فرمایي: دا واقعه د حق د نصرت په پایله کې ظهور کوي هغه وخت مسلمانان په دې دلیل چې له رومیانو سره څه نژدې دي د کفارو د تمسخر هدف ګرځېدلي وو خوښ به شي لکه څنګه چې د رومیانو له ماتي سره غمجن شوې وو. {وَیَوْمَئِذٍیَفْرَحُ الْمُؤمِنُوْنَ ۴ بِنَصْرِاللّٰهِ} (الروم: ۴-۵). «په هغه ورځ به مسلمانان خوشحاله شي د الله په نصرت». ممکن په دې آیت کې هغه لویي بریا ته چې په بدر کې د مسلمانانو په نصیب شوه اشاره شوې وي، ځکه په بدر کې د مسلمانانو بریا دقیقاً په هغه ورځ پېښه شوه، په کومه ورځ چې رومیان په ایرانیانو غالب شول. ممکن دا پوښتنه په ځینو اذهانو کې پیدا شي چې الله تعالیٰ ولې د رومي مسیحیانو نصرت وکړ. په ځواب کې فرمایي {یَنْصُرُ مَنْیَّشَآءُ} (الروم: ۵). «هر چا ته چې غواړي نصرت یې کوي». وروسته خپل هغه صفات بیانوي چې له دې حیرانونکي واقعې سره اړیکه لري. او د داسې واقعاتو پر وقوع دلیل دی. {وَهُوَالْعَزِیْزٌ الْرَحِیْمُ} (الروم: ۵). «او هغه غالب او مهربان دی».
ددې واقعې په ښکارېدو سره الهي صفاتو تجلیٰ موندلې ده، د ایرانیانو په حق کې چې د خپل بریالیتوب لپاره مست وو الهي قدرت او غلبې ظهور وکړ، خو د رومیانو په حق کې چې جسم او زړونه یې غمجن او سلطنت یې د نابودۍ او فنا سره مخ وو، همداراز یې پنځوس زره کسه اسیران او ملت یې خوار او ذلیل شوی وو الهي رحمت ظهور وکړ، علاوه پر دې د هغه مسلمانانو لپاره چې د روم له ماتي سره غمجن شوې وو د خوښۍ پیغام تلقي شو. او په ضمن کې یې د راتلونکي بریا لپاره اشارات له ځان درلودل او تاکید یې وکړ چې د دې وړاندوینې تحقق تخلف ناپذیر نده. {لَا یُخَلِفُ اللّٰهُ وَعْدَهُ} (الروم: ۶) «خدای تعالی د خپلي وعدې خلافورزي نکوي». په پای کې فرمایي دا واقعه به د انسانانو د ظاهري معلوماتو او بشري تجربې پر خلاف واقع شي په همدې علت د داسي واقعې تصدیق د هغې د واقع کېدو تر مخه ډېرو خلګو ته ستونزمن وو {وَلٰکِنَ اَکْثَرَالنَّاسِ لَایَعْلَمُونَ} (الروم: ۶). «او لېکن ډېر خلګ نپوهیږي». {يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ} (الروم: ۷). «د ډېرو خلګو علم د نړۍ ظاهري ژوند ته منتهي کیږي او له آخرت څخه غفلت کوي».
د تاریخ مخینه
اوس باید وګورو چې هغه شرایط او نابرابره اوضاع څه وه چې په هغه کې د رومیانو بریا دومره لري ښکارېده چې قرآن مجید هغه با اهمیته ذکر کړې او د خدای د قدرت نښه یې بللې ده، ځکه د یو زنځېدلي ملت ازادۍ ته رسېدل، د یو مات شوي ملت بریالي کیدل او د حکومتونو ماته او فتحه څه تازه او نادرالوقوع شئ نه دی، نو بیا ولې دې واقعې ته قرآن مجید ډېر اهمیت ورکړی او غیر عادي یې قلمداد کړي ده. دا ځای دی چې باید پوه شو لمړۍ باید هغه محیط چې په هغه کې دا خارق العاده واقعه رامینځ ته شوي ده وڅېړو؛ چې آیا په رېښتیا رومیان دومره مغلوب او مات شوې وو او ایرانیان هغسې په اوضاع حاکم وو چې د رومیانو مجدده غلبه او بریا، او د ایرانیاو ماته خوړل د ۹ کالو په مدت کې کولای شو یوه خارق العاده پېښه وشمیرو؟ آیا کوای شو ادعا وکړو چې د دې پېښي په پېښېدو کې الهي قدرت تجلیٰ موندلي او عقلي توجيه نلري ددې پوښتنې په ځواب کې اړېنه ګڼو چې د اروپایي مورخېنو له اقوالو استفاده وکړو، په دې برخه کې زموږ اهمترینه مرجع (د روم ماته) [Decline and Fall of the Roman Empire] د ادوارد ګبون تألیف [Edward Gibbon] ده.
روم ته د ایرانیانو د حملې عوامل
خسرو (چې د نوشیروان لمسۍ او د هرمز زوی وو) د بهرام ګور په واسطه له ساساني تخت څخه محروم شو او روم ته وتښتېد. په دې دوران کې مارس (Maurice) په روم حکومت کاوه. د روم پاچا د ایران د شهزاده استقبال وکړ، قدوم یې ښه وګڼل او هغه یې د خپل زوی په حیث وباله. وروسته یې د نارسز (Narses) تر امر لاندې یو لوی لښکر مخ په ایران رهي کړ دې لښکر د ایرانیانو په مرسته په کال ۵۹۰ میلادي کې خسرو بیاځلي د خپلو نیکونو تاج او تخت ته ور وګرځاوه. خسرو تل ځان د مارس د پاملرنو منندوی ګڼلو او هغه ته یې لکه خپل مهربان پلار تصور کاوه. تر هغه وخته چې د روم پاچا “مارس” ژوندۍ وو د ایران او روم روابط د خوږو ملګرو په څیر وو، د روم سلطنت هم تل له دې نژدې اړیکو څخه سیاسي او اقتصادي ګټې ترلاسه کولې. د روم د پوځ یو مخکښ مشر د فاکس (Phocas) په نوم په ۶۰۲ میلادي کال کې د پاچا په خلاف په کودتا لاس پورې کړ پاچا او کورنۍ یې په ډېر قساوت او بې رحمئ سره قتل کړل او خپله یې زعامت په لاس کې واخیست؛ نوي پاچا د بیزانس او ایران د دوستانه اړیکو اړوند ایراني مشران د خپل هېواد له اوضاع څخه خبر کړل، او خپل سفیر (Lilivs) یې د خسرو دربار ته واستوه دا هغه شخص وو چې د مارس او اولادونو بېجسده سرونه یې فاکس ته وړاندې کړي وو. کله چې د روم سفیر د ایران د پاچا دربار ته ورسید، او خسرو یې د روم حال څخه خبر کړ خسرو ډېر قهرجن شو او سفیر یې زنداني کړ، د روم د نوي دولت له رسمیت پېژندلو یې ډډه وکړه اعلان یې وکړ چې د مارس د وینو انتقام چې دده محسن وو به اخلي، د بعضي والیانو ملي او مذهبي تعصباتو دا د انتقام احساس تشدید کړ همدا وو چې خسرو په کال ۶۰۳ میلادي کې په روم حمله وکړه.
د ایران د فتوحاتو وسعت
فاکس هغه څوک وو چې د روم لوی جنرال نارسز (Narses) یې د قسطنطنیې په بازار کې ژوندۍ وسوزاوه. د روم په هېواد کې هغه وخت تر هغه بل غوره او نومیالی جنرال نه وو، فاکس هغه څوک وو چې ماردان (اسیریا) به خپل ماشومان له هغه وېرول، ددې مشهور جنرال له وژل کېدو وروسته د روم لښکر د فیلانو تر پښو لاندې شو. خسرو له فتحي وړاندې د روم سرحدي کلاګاني ویجاړي کړې وې. هغه د فرات له سیند څخه تیر او د سوریې ښارونه یې فتحه کړل. د هیروپلس (Hierapolis) چالیس (Chaeis) او حلب ښارونه یې تر خپل تسلط لاندې کړل او بالآخره یې د انطاکیه هېواد شرقي پلازمینه فتحه کړه.
د ایرانیانو طوفاني فتوحات د فاکس د بې کفایتۍ دلیل او د روم د سلطنت د سقوط لامل وګڼل شو، وروسته له هغې ایرانیانو د کاپي دوسیا (Cappadocia) پلازمینه تیمساریه په ډېره اسانۍ سره فتحه کړه، او د دمشق، الخلیل، او د اردن ختیځ له نیول کېدو وروسته یې بالآخره اورشلیم هم فتحه کړ. د نصاراوو د عقیدي مطابق د مسیح مدفن “هیلینا” او د قسطنطنیې ښائسته کلیسا وسوزول شول. درېسوه کلن نذورات د یوې ورځي په مدت کې وقف کړل شول. اصلي صلیب (True Cross) ایران ته یوړل شو، او ۹۰ زره مسیحیان ووژل شول. د ایرانیانو پام له شام وروسته مصر ته شو او هغه هېواد یې هم تر خپلې سلطې لاندې راوست، په دې ترتیب د ایران قلمرو تر حبشې او طرابلیس وسعت وموند د رومیانو نوې آبادۍ او د افریقا ځیني سیمي هم د ایرانیانو تر واک لاندې راغلې ایراني فاتحان لکه سکندر د لیبیا د صحرا (دښت) له لاري ایران ته راوګرځېدل، د ایران د پوځ یوې برخې له فرات تر باسفورس (Basohorus) او چالیسیدن (Chalohorus) تسخیر کړل، د ایرانیانو خیمې تر لسو کالو د قسطنطنیې مخ ته نصب شوې وې، که خسرو بحري ځوک درلودای کولای یې شول د اروپا لویي برخې هم تر خپل کنترول او سیطرې لاندې راولي.
هرقل واک ته رسېدل (هراکلیوس)
په داسي حال چې د روم سلطنت د مرګ او ژوند په مینځ کې واقع وو د افریقا حاکم هرقل (Herachlius) د فاکس پر ضد بغاوت وکړ او په کال ۶۱۰ میلادي کې یې فاکس وواژه او د روم د سلطنت واک یې په لاس کې واخیست. دده قدرت ته په رسیدو چې لمړۍ خبر تر غوږو رسېدو، د انطاکیه سقوط وو. د فاکس د قتل سره باید د خسرو د انتقام اور آرام شوی او هغه له هراقل څخه مننه کړي وای، ځکه هراقل د هغه د ملګري قاتل او د حکومت غاصب وژلی وو، خو د ایران د پاجا نیت بدل وو او خپلو یرغلیزو عملیاتو ته یې دوام ورکړ او خپل فتوحات یې تکمیل کړل.
د رومیانو ستونزي:
رومیان په ۶۱۶ میلادي کال کې کاملاً مغلوب او مات شول. او د روم مقتدر سلطنت یې له لاسه ولاړ ددې لویي ماتي علاوه د اروپا په بازارونو کې د وینو، ظلم او خیانت پېر او پلور رواج موندلی وو، هغه ویني چې د ایټالیا په جنګونو کې بهېـدلي وې وچې شوي نه وې. تر دې وړاندې د پنسونیا (Pansonia) په مقدس ډګر کې جنګې اسیران ووژل شول ماشومان او ښځې کنیزې وګرځول شوې. د روم سلطنت یوازې د قسطنطنیې په دېوالونو او د یونان، ایټالیا او افریقا د ځینو برخو سربېره د آسیا ساحل له صور (Tyre) تر طرابزون (Trebizond) څو سیندیزو سیمو پورې محدود وو.
د مصر له ماتي وروسته، د روم پلازمینه د وچکالی او ډول ډول ناروغیو تر څپې لاندې راغله. تر دې وړاندې د قسطنطنیې غنم د مصر په واسطه تأمین کېدل. خو د مصر له ماتي او سقوط وروسته د غنمو صادرات له هغه ځایه قطع شول. د غذایي موادو توزیع کول له ۳۳۰ میلادي کال وروسته په قسطنطنیه کې پیل شول، ددې کار هدف دا وو چې خلګ له لرې پرتو سېمو څخه پلازمیني ته راجلب کړي، په کال ۶۱۸ میلادي کې په لمړي ځل د غنمو د نه واردیدو په علت د غنمو توزیع کول بند شول.
د هرقل فعالیتونه
د هرقل سیرت لیکونکي په دې امر اتفاق نظر لري چې د ټولو حوادثو او تحولاتو با وجود، حرقل تحرک او جموجوش نه درلود هغه په خپلو سترکو د روم د سلطنت سقوط او ماتېدل لیدلي وو. «ګبون» لیکي «هرقل د حکومت له پیل تر پایه بېحال، راحت غوښتونکی او ډیر مغرور وو. د دې سره سره چې ملت یې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان وو خو دده رول د یو بېهمته سیلاني څخه ډېر نه وو».
د قرآن مجید وړاندوینې
په ۶۱۶ میلادي کال کې د روم هیواد د احتضار په حال کې وو په همدې حال کې قرآن مجید وړاندوینه وکړه چې رومیان به د ۹ کالو په مدت کې غالب شي. ګبون لیکي: «محمد ﷺ د ایرانیانو د فتوحاتو او پرمختګونو په اوج کې وړاندوینه وکړه چې د څو کلونو په مدت کې به د رومیانو بیرغونه رپاند شي. کله چې دا وړاندوینه خلګو واوریده د هغې تحقق د باور کولو وړ نه وو. ځکه د هرقل دولس لمړنيو کلونو پر دې دلالت کاوه چې د روم سلطنت د ورانېدو او انقراض سره مخ دی» د نبوي بعثت په پنځم کال کې د مکې کفارو د ایرانیانو د لویي فتحي او رومیانو د ماتي لپاره جشن او خوښۍ وکړې.او د ایرانیانو فتحه یې د ځان لپاره ښه وګڼله، ځکه دواړه ډلې په یوه عقیده (شرک) کې سره شریکي وې، کله چې د سورة الروم لمړني آیاتونه نازل شول او د مکې کفار له هغې خبر شوه د رومیانو مجدده بریا یې له پېښېدو لري وګڼله او شرط یې وړاندې کړ که چیري داسې واقعه پېښه شي هغوی به مسلمانانو ته څو اوښان ورکړي. په دې اړوند حضرت ابوبکر صدیق (رض) پنځه کاله وخت وټاکه. خو کله چې رسول اکرم ﷺ له دې کار خبر شو، وې فرمایل: د “بضع” کلمه چې په قرآن کې استعمال شوي ده، د ۳ تر ۹ کلونو لپاره ویل کیږي، بیا ابوبکر صدیق (رض) د شرط وخت ۹ کاله وټاکه.
د وړاندوینو تحقق
د ذکر شویو ستونزو با وجود هرقل تصمیم ونیوو چې قسطنطنیه د کارتیج (Carthage) په قصد ترک کړي. کله چې د هرقل کښتیو د شاهي دربار ګرانبیه اجناس او جواهرات بار کړل او حرکت ته تیاري وې، “بطریق” (د رومیانو د پوځ سردار) هرقل جنګ ته وهڅوه او ترغیب یې کړ هرقل سیت صوفیا (ST. Sophia) ته لاړ او قسم یې یاد کړ چې مرګ او ژوند به یې له هغه کسانو سره وي چې خدای یې مسؤلیت هغه ته سپارلی دی. د یادولو وړ ده چې د رومیانو ضعف دې حد ته رسېدلی وو چې د روم پاچا، یو ایراني قومندان سره څو تنه رومي مسؤلین د ایران د پاچا دربار ته واستول تر څو له هغه بښنه وغواړي او د امن غوښته ترې وکړي، خو د ایران پاچا دې هیئت ته هېڅ ډول پاملرنه ونکړه او ویې ویل: زه هېڅ وخت هرقل ته امن نه ورکوم مګر دا چې خپل اعلان شوی خدای پرېږدي او د لمر عبادت کولو ته مخه کړي! بالآخره هغه په دې شرایطو رومیانو ته امان ورکړ چې هر کال به هغه ته ۱۰۰۰ تالنت (Talents) سره زر، ۱۰۰۰ تالنت سپین زر، ۱۰۰۰ جوړې د ورېښمو جامې ۱۰۰۰ آسونه او ۱۰۰۰ پیغلي انجوني د کنیزو په ډول باج وړاند کړي. همدا درانه شرطونه کافي وو چې د رومیانو او هرقل غیرت او همت را ژوندۍ کړي، همدا وو چې هرقل د یوې مذهبي جګړې (Sacred War) لپاره د تیاري اعلان وکړ. هغه د جنګ د مصارفو لپاره له اوقافو او کلیسا په دې شرط پور واخیست چې ګټیالی شي پور به بیرته ورکړي.
د هرقل بدلون
د هرقل په مړاوي جسد کې ناڅاپه د احساساتو موج راژوندۍ شو او د هغه په بېروحه بدن کې نوي روح وچلېد، ژوند یې په پوره معنا بدلون وموند، اوس یو بېپروا او راحت غوښتونکی پاچا نه وو بلکي اوس په یو لوړ همته، روڼآندي، فاتح او حماسه جوړونکي مشر باندې تبدیل شوی وو چې د خپل هېواد د ازادۍ او بیرته نیولو لپاره یې ناقرار ښکارېدو؛ ګبون لیکي: «لکه څنګه چې د لمر رڼا غرمه مهال خپل اوج رسیږي».
د هرقل لښکر کشي او د هغه فتوحات
هرقل خپلي لښکري په خلیج اسکندریه کې پیاده کړې کلاګاني یې بیا ورغولې. او تازه دمي ځواکونه یې سره یو ځای او تیار کړل. هغه په یو مذهبي مراسمو کې چې د حضرت مسیح (ع) په مناسبت جوړ شوی وو رومیان د اورپرستو څخه د غچ اخیستلو لپاره تحریک کړل. د مؤثر بیان په ویلو سره یې په هغوی کې د انتقام اور تازه کړ. د سلیشیا (Cilicia) له فتحي وروسته هرقل مخ په “کاپادوسیا”حرکت وکړ. د توري بحیرې او ارمنستان له غرونو تیر شو او د ایران په زړه یې عملیات وکړل. هغه د پنځه زره نومیالیو او تکړه ځواکونو سره له قسطنطنیې “طرابزون” ته ورسید، د “طورس”، “ګندزاګا”، او “موګان”ښارونه یې فتحه کړل، مسیحیانو د “ماګي” معبد ونړاوه، او د خسرو مجسمه یې وسوزله، د مسیح د مدفن په غچ اخیستلو کې یې، د زرتشت د پیدایښت ځاي توهین کړ او پنځوس زره زنداني شوي مسیحیان یې آزاد کړل. هرقل د لښکرو سره یې د “ساباط” سیمي ته ننوت، او تر قزوین او اصفهان یې پرمختګ وکړ؛ د ایرانیانو سلطنت له جدي خطر سره مخ شو، ایرانیانو خپل ځواکونه له وادي نیل “باسفورس” څخه راوغوښتل خو هرقل هغه ټول مات کړل هغه د کردستان له غرونو په تېرېدو سره له دجلې هم تېر شو او د یوې خونړۍ جګړې وروسته ساباط ته وارد شو. لویه جګړه وشوه. او له هغې وروسته هغه دستجرد ته ولاړ، د مدائن له څو کیلومتریو تیر شو او په فاتحانه ډول قسطنطنیې ته وروګرځېد.
د وړاندوینو کامل تحقق
د ایرانیانو سلطنت متزلزل شو. رومیان له خپلو پخوانیو سرحدونو تیر شول او د ایران خاوره یې پایمال کړه او د هغه په زړه کې یې خپل توغ رپاند کړ. په دې توګه په ۶۲۵ میلادي کال یعني د هجرت په دوهم کال او د بدر د غزا د واقع کېدو په وخت کې د ۹ کلونو له تېرېدو وروسته د قرآن کریم کاملي وړاندوینې په دقیق ډول تحقق وموند.
د هرقل بیا خپګان
د اروپا لیکوالان او مورخان په دې امر سره اتفاق لري چې د هرقل د سلطنت غوره دوران هغه وو چې هغه له ایرانیانو سره مقابله وکړه او له لاس وتلی حکومت او سلطنت یې بیرته ترلاسه کړ، د هغه وروستنی دوران د هغه له پخوانیو ادوارو سره هیڅ ډول همغږي او مناسبت نلري. داسي ښکاري چې الله تعالیٰ هغه ته یوازې د روم د سلطنت د استرداد مأموریت ورکړی وو. هرقل لع دې مهم فعالیت وروسته بیا هم راحت غوښتونکی او مستانه شو. د ګبون په قول: «هرقل چې هغه ټولي سیمې د رومیانو د وینو په بدل کې له ایرانیانو څخه نیولې وې ګوا پرته له څه خبري یې عربانو ته وسپارلې». تاریخ لیکونکي په حیرت دي چې د هرقل دا حیرانوکی تحول څه ډول توجیه کړي. هغوی د هرقل د مختلفو ادوارو د نه ارتباط اړوند ډول ډول تحلیلونه وړاندې کړي دي. ګبون لیکي: «د بیزانس په تاریخ لیکونکو لازمه وه چې د هرقل د بیدارۍ او راويښولو عوامل بیان کړي، موږ چې د ډېر وخت له تېرېدو وروسته کولای شو ګمان وکړو دا دی چې هغه د سیاسي ارادې څخه، ډېر د شخصي جرأت خاوند وو». بالآخره هرقل د خپلې وروېرې (مارتیني) په جمال او حسن زړه بایلود او له هغې سره یې غیر شرعي واده وکړ، هغه په دې برخه کې د خپلو احمقو مشاورانو په مشوره عمل وکړ، هغوی وو چې و یې ویل نباید یو پاچا خپل ټول عمر په جګړو کې تېر کړي. دا ایرانیان وو چې په خپلو توهینونکو غوښتنو یې هرقل د خپل ځان په ضد جګړې ته مجبور کړ. د دائرةالمعارف برتانیکا یو لیکونکی لیکي: «د هرقل ژوند ډیر حیرانونکی دی سربېره پر دې چې هغه یو زړور، جرأتمند، تجربه لرونکی سیاست مدار او تکړه سپهسالار شخص وو، خو هېواد یې د سترګو په وړاندې ټوک ټوک شو او هغه په آرامۍ د هغې اوضاع کتونکی وو د هغه لویي ځانګړنې دده د ژوند په مختلفو ادوارو کې ضد او نقیض په نظر راتلې. البته هېره دې نه وې چې زموږ معلومات د هرقل د ژوند اړوند ناقص دي ممکن د هغه تضادونو واقعي عوامل بل څه وي. اګر څه نشو کوای چې هغه معذور وګڼو په هر حال د هغه د شهرت لپاره دا غوره وه چې د ایران له فتحي وروسته ژر له دنیا تللی وای». د اروپایي مورخینو له بیاناتو داسې معلومیږي چې هرقل د ایران سره د مقابلي په وخت کې د یوې انقلابي روحیې درلودونکی شخص جوړ شوی وو، چې وروسته له هغې ددې روحيې اثر په هغه پاته نه شو. په همدې دلیل هغه څه چې یې له ایرانیانو نیولي وو هغه یې عربو ته تحویل کړل. البته موږ په دې اړوند نشو کوای چې ومنو ځکه چې هرقل د اسلام ځواکونو سره جګړه نه وه کړې لذا مسلمانانو وکولای شول د روم سلطنت سقوط کړي، زموږ په نظر د روم د سلطنت د سقوط لامل د هرقل ضعیف، او د اسلامي ځواکونو ځواکمنتیا وه، ددې موضوع د اثبات لپاره دا پاڼې کافي نه دي او بحث یې هم زموږ له حوصلې څخه بهر دی.