که موږ د خدای جل جلاله امرونو او احکامو ته ژور نظر واچوو، نو معلومه به شي چې اسلام د ټولنې او ژوند دین دی او په مختلفو برخو کې د زیار او اجتهاد غوښتونکی دی.
او د هر هغه سستي، ټمبلي او انزوا سره جګړه کوي چې د فقر او اخلاقي خرابیو لامل ګرځي. د چارواکو او کورنیو له اندېښنو څخه یو هم، بطالت او سستي ده. په داسې حال کې چې اندونه د ژوند په ټولو برخو کې د ودې، سوکالۍ، سوداګرۍ، کرنې او صنعت په برخو کې خپل اصلي هدف ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي. چې دا پدیده یوازې له زیار سره ترلاسه کیدای شي.
د روزي د تر لاسه کولو مسله د خاصو او عامو موضوع ګرځیدلې ده. آن تر دې پورې چې د دې موخې د لاسته راړړلو لپاره ناروا کړنو ته لاره هواروي چې د ټولنې د ګډوډۍ او د اسلام د ډېرو قوانینو د پاشلتیا او د حکومت له ځینو ضوابطو او مقرراتو څخه د سرغړونې لامل ګرځي. نو د رزق په ترلاسه کولو کې د کاميابۍ او له اخلاقي او ټولنيز فساد او اقتصادي بحرانونو څخه د ځان ساتلو لپاره؛ د اسلام مبارک دين د حلال رزق د حاصلولو امر او توصيه کوي او د هغې د ترلاسه کولو لارې چارې يې مسلمانانو او نړۍ والو ته بيان کړې دي او په دې لاره کې هلې ځلې يې د ژوند د وظيفو برخه ګڼلې ده. تر څو د دې په برابرولو سره د ژوند آبادي او په دنیا او آخرت کې منزل ته رسیدل اسانه شي.
د نصوصو او دیني مشرانو له ویناو سره سم د حلال رزق ترلاسه کولو اهمیت
بيا كله چي لمونځ تر سره شي، نو په ځمکه کښي خواره شئ او د الله فضل ولټوئ. او د الله ډېر ډېر يادوونكي اوسئ. ښايي چي تاسي ته بری په برخه شي.
لوی خدای جل جلاله، انسان له دوو مهمو قواوو “روحاني او جسماني” څخه پیدا کړی دی. د انسان د پيدايښت موخه د معنوي ځواک پياوړي کول دي. تر څو د خپل پیدایښت دغه هدف ترلاسه کړي او د دې آیت په مقتضا او محتوا عمل وکړي: يٰٓأَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبٰتِ وَاعْمَلُوا صٰلِحًا ۖ إِنِّى بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ [مؤمنون: 51]
اې پېغمبرانو! پاك شيان وخورئ او نېک عمل وکړئ؛ تاسي چي هر څه كوئ، زه ورباندي ښه پوهېږم.
د رزق د نعمتونو له ذکر وروسته د نیکو اعمالو یادونه شوې؛ ځکه چې په حلال خوړلو سره په نيکو کارونو کې کاميابي حاصليږي او د ايمان او آرامښت رڼا راښکاره کيږي. د الهي نعمتونو کارونه او له الهي منهیاتو څخه ډډه، په فردي او ټولنیز ژوند کې مهم رول لوبوي. لکه څنګه چې د اسلام ګران پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپل اصحاب، ابرومندانه زیار ته هڅول او ویل به یې: وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ حَبْلَهُ فَيَحْتَطِبَ عَلَى ظَهْرِهِ خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَأْتِيَ رَجُلًا فَيَسْأَلَهُ أَعْطَاهُ أَوْ مَنَعَهُ». [صحيح البخاري ـ (2/ 123)]
سوکند په هغه ذات چي زما نفس د هغه په واک کي دی؛ که په تاسو کې یو څوک رسۍ واخلي او لرګي په خپل شا راوړي او ویې پلوري، هغه لپاره غوره ده چې یو داسې کس ته لاړ شي چې خدای تعالی ورته په خپل فضل سره مال ورکړی وي او له هغه څخه مرسته وغواړي، دا معلومه نه ده چې هغه ته به څه ورکړي یا نه.
ځينو علماوو د علم د فرضیت په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې سپارښتنې په اړه ويلي دي: د علم له طلب څخه مراد هغه علم دی چې د حلال او حرامو توپیر ورباندې وشي. ځینې ناپوه او ټمبل خلک چې د حق په لټه کې نه دي فکر کوي چې په نني عصر کي هیڅ حلال خواړه نه دي پاتې او حلال او حرام له هر څه نه پورته شوي دي. خو دا یو ناسم او جاهلانه خیال دی؛ ځکه چي حلال او حرام دوه جلا شیان دي:
(حلال او حرام له یو بل څخه جلا دي او په منځ کې مشتبه او د پوښتنې وړ شیان شتون لري.) له مشتبه یا حرام خواړه څخه ډډه کول اړین دي. ځکه چې د مشکوکو او حرامو خوراکونو په خوړلو سره له انسان څخه د نيکو اعمالو توفیق سلب کيږې او د دې ډول خوړو ناوړه او بده اغېزه د بدن په اعضاوو او رګونو کې خپرېږي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د حلال د فضيلت په اړه فرمايي:
«من أكل الحلال أربعين يوما نور الله قلبه وأجرى ينابيع الحكمة من قلبه على لسانه ». [إحياء علوم الدين (2/ 89).]
(څوک چې څلوېښت ورځې خالص حلال خواړه وخوري، الله تعالی به یې زړه روښانه کړي، او د هغه له زړه څخه به یې ژبې ته د حکمت چینې روانې شي.) همدارنګه له حضرت عایشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
به رنج اندرست ای خردمند گنج = نیابد کسی گنج نابرده رنج
که اندر جهان سود بیرنج نیست = کسی را که کاهل بود گنج نیست
حضرت لقمان حکیم رحمة الله عليه خپل زوی ته داسې وصیت وکړ: له كسب او کار څخه لاس مه اخله! ځکه چي هرڅوک اړ شي، دین به یې تنګ شي، عقل به یې ضعیف شي، مروت به یې باطل شي او خلک به ورته په سپکه سترګه ګوري.
امام احمد رحمه الله له یوه سړي څخه چې تل په کور یا جومات کې ناست وو، د ګوښه کېناستلو لامل وپوښتل، هغه وویل: زه هیڅ کار نه کوم او الله تعالی ماته روزي رارسوي. امام رحمة الله علیه وفرمایل: دا سړی جاهل دی! رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: جُعِلَ رِزْقِي تَحْتَ ظِلِّ رُمْحِي. [صحيح البخاري ـ (4/ 40)]
(خدای جل جلاله زما روزي، زما د نیزې په څنډه کې ایښې ده.) یعني د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا د غنیمت او د رزق د ترلاسه کولو لپاره د هڅې په معنا ده.
نامشروع لارې
ځینې مالونه په خپل ذات حرام دي لکه: هېګ، اهلي خر، شراب او داسې نور، یا د کوم دلیل له مخې حرام شي لکه: کانونه، حیوانات او نباتات. او کله کله پر یو جنس باندې معامله کیږي چي ظاهري بڼه یې سمه وي، خو په حقیقت کې د یو ډول ظلم او خیانت له امله چې په هغه کې کارول شوې، عامل یې د خدای جل جلاله په غضب اخته کیږي او د دې ظلمونو او خیانتونو بعضي زیانونه عامو خلکو ته رسېږي لکه:
احتکار:
په دې مانا چې يو څوک د خلکو د ژوند د اړتيا وړ خوراکي توکي پټوي او په دې انتظار کې وي چې ناياب شي او بيه يې لوړه شي او بيا يې په ډېره لوړه بيه وپلوري. دا عمل یو ډول ظلم او ټولنیز خیانت دی. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَنِ احْتَكَرَ فَهُوَ خَاطِئٌ ». [صحيح مسلم للنيسابوري (5/ 56)]
د توکو عیب پټول:
داسې چي تاجر د خپل مال عیب پټ کړي او له عیب سره سره یې په مشتري وپلوري.
نامتعادله وزن او پیمانه:
د راکړې ورکړې پر مهال توکې په درانه وزن او پوره اندازه پېرل او په کم وزن خرڅول. خدای جل جلاله دا ډله ملامتوي او وايي: وَيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِينَ ــ
(په تله او ترازو کي د کم ورکونکو لپاره تباهي ده) ـ (د هغو حال داسي دی چي كله له خلكو څخه په پيمانه څه اخلي، نو پوره پوره یې اخلي) ـ (او كله چي هغو ته په پيمانه يا تله څه وركوي، نو كم یې وركوي).
له ورځني نرخ څخه تېری:
تاجر باید د مال پېر او پلور په مناسبه ورځنۍ بیه وکړي، که نه نو د عامو خلکو په وړاندې یو ډول ظلم او خیانت شوی دی. دا د هغو ظلمونو او خيانتونو بېلګې دي چې خلک ترې رنځ وړي او نن ورځ د وخت په تېرېدو سره په مالونو کې تر دې هم زيات چلونه او خيانتونه شته چې په دغو کې شامل دي.
د مشروع كسب لارې چارې
د سالمې سوداګرۍ او اقتصاد او د مشروع عايداتو د لاسته راوړلو لپاره اسلام د ټولنې وګړو لپاره ډېرې لارې چارې وړاندې کوي؛ تر څو هر څوک د خپل زیار، استعداد او فعالیت له مخې ترې ګټه پورته کړي.
امام شاه ولي الله دهلوي رحمه الله په خپل ارزښتناک کتاب “حجة الله البلاغه” کې د مشروع عايد ترلاسه کولو لارې چارې په دوو اصلي او فرعي برخو وېشلې دي.
ښکاره خبره ده چې سوداګري د روزۍ ګټلو، ټولنې ته د خدمتونو د وړاندې کولو او د بازار د سوکاله ساتلو لپاره یوه وسیله ده.
زمخشري رحمه الله فرمايي: ښکاره خبره ده چې له توليد وروسته بايد صنعتي او کرنيز توکي خلکو ته ورسول شي او په منځ کې يې تبادله شي او دا کار يوازې د تجارت له لارې ممکن دی. او تجارت په اسلام کې ځانګړی اهمیت لري، داسې چي د ټولنیز ژوند یو له لازمي اړتیاو څخه دی او اسلام یې د عاید د یوې مشروع او مباحې سرچینې په توګه ځای په ځای کړی دی.
اې مؤمنانو! په خپلو منځو کښي يو د بل مالونه په ناروا توګه مه خورئ، مګر (خورئ یې) که راکړه ورکړه د دواړو خواو په خوښۍ سره (په روا توګه) وي، او خپل ځانونه مه وژنئ. باور ولرئ چي الله پر تاسي مهربان دى.
مسلمان لره ښایې چي د صالحو اسلافو څخه زده کړې. هغوی کله به چې په خپلو ورځنیو کارونو بوخت شول، نو د فرض لمانځه د ادا کولو لپاره به جوماتونو ته تلل. هرکله چې به يې د لمانځه اذان واوريد، نو خپل دنيوي کاروبار به يې بند کړ. حتی ځینو به چې کله اذان واوریده، پورته کړی څټک به یې نه ښکته کول او یو طرف ته به یې کیښود او جومات ته به لاړل.
اسلام مال او دولت ته هغه وخت درناوى کوي، چې له ذلت څخه د انسان د عزت او کرامت د ساتنې او د ټولنې د پرمختګ او هوساينې او د دښمنانو له بريد څخه د دين او ايمان د دفاع وسيله وي؛ نه دا چې انسان د عبادت کولو او د آخرت توښې د لاسته راوړلو څخه منع کړي.
له حضرت علي رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: إن الله یحب ان یری عبده یسعی فی طلب الحلال. [دیلمی: (2/363)]
(خدای تعالٰی دا خوښوي چې خپل بنده د حلال په لټه کې وویني.) په بل حدیث کې راغلي: أَنّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم سُئِلَ أَيُّ الْكَسْبِ أَطْيَبُ ؟ قَالَ : عَمَلُ الرَّجُلِ بِيَدِهِ، وَكُلٌّ بَيْعٍ مَبْرُور» [مسند البزار (2/ 55)]
(نبی کریم صل الله علیه وسلم د تر ټولو پاک کسب په اړه وپوښتل شو؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تر ټولو ښه او تر ټولو حلال مال د یو سړي د خپل لاس او عمل په وسيله مال ترلاسه کول دی او همدارنګه هر هغه معامله چې له حرامو څخه پاکه وي.) څومره بختور دي هغه کسان چې د اسلام د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې حکم عمل کوي او د هغه په سنتو او احکامو ځان سينګاروي.
د حلال او حرام د لاسته ته راوړلو اغیزې
د حلال خوراک په خوړلو سره د ايمان رڼا راښکاره کيږي او د ښو اخلاقو د حاصلولو شوق پيدا کيږي او د عبادت په وخت کې انسان د سکون احساس کوي، زړه يې له ګناه څخه لړزيږي او دعاګانې يې د خدای په نزد قبليږي.
سهل تستري رحمة الله علیه فرمايي:
د ایمان او عبادت خوند په څلورو شیانو محسوسیږي؛ د سنتو مطابق د فرایضو ادا کول، حلال خواړه خوړل، د ظاهر او باطن له منهیاتو څخه ډډه کول، او تر مرګه پورې په همدغو شیانو صبر کول [احیاءالعلوم: (2/91)].
همدارنګه د حرامو خوراکونو له خوړلو څخه د انسان په اخلاقو کې داسې رذایل رامنځته کېږي چې له هغه وروسته د عبادت خوند له منځه ځي او دعا نه قبلېږي. لکه څنګه چې د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: (ډیری پریشان حاله خلک آسمان ته لاسونه پورته کوي او دعا کوي او یارب یارب وايي: خو څرنګه چې د دوی خوراک، څښاک او جامې حرامې دي نو په داسې حالت کې به دعا څنګه قبول شي) [مسلم: (2/703)].
مورخینو لیکلي دي: په کوفه ښار کې داسې خلک وو چې دعا به یې قبول کېده، کله به چې کوم ظالم حاکم پر دوی مسلط شو، نو د هغه پر ضد به یې دعا کوله او هغه به له منځه تلل. کله چې مشهور ظالم حجاج بن یوسف پر دوی واکمن شو، دوی یې د یوه خصوصي بلنې لپاره راغونډ کړل، کله چې دوی ډوډۍ وخوړه، حجاج وویل: زه د دې ډلې د بد دعا له خطره وژغورل شوم. ځکه چې همدا اوس حرام خواړه د دوی خېټي ته ننوتل.
کله چې د نیکي ځای بدي ونیسي او د فساد تله درنه شي او دعاګانې قبوله نه شي، پایله کي به د یوې فاسدې او بې رونقه ټولنې شاهدان یو. له همدې امله د وضعیت د ارزونې او تامین لپاره باید، خپل خواړه ته زیر شو.
د هر انسان عقلي وده او بصیرت د هغه په تغذیه پورې اړه لري او تر څو چې بنده خپل رزق ته توجه ونه کړي او له حرامو څخه یې د جلا کولو هڅه ونه کړي، نشې کولی خپل رب او معبود وپېژني او خپل د دنیا او آخرت اهداف تر لاسته کړي. نو کار او کوښښ ته اهمیت ورکول او حق له باطلو لارو او د هغو د اغیزو توپیر، د ټولنې د هر غړي دنده ده. تر څو یوه ماډرن، متمدن، دیني او پاکه ټولنه ولرو.