د سیاست او رهبرۍ په ډګر کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند لوستونه
د قیادت او رهبرۍ په ډګر کې د اسلام ګران پیغمبر (ص) یو بې مثاله شخصیت دی چې د نړۍ د مشرانو لپاره مهم درسونه او ښوونه کولای شي. ځکه هغه وتوانید چې د سیاسي، ملکي او نظامي رهبرۍ تر ټولو تازه او مناسب اصول او قوانین په داسې زمانه کې وړاندې کړي چې نړۍ د رهبرۍ له اغیزمنو او بې ساري اصولو او طریقو څخه هیڅ خبر نه وه او په دې توګه یې نوې نمونې او بېلګې جوړې او نړۍ ته وړاندې کړ. د اسلامي نړۍ مشران چې د اسلام پیروان هم ګڼل کیږي، دا قیمتي پانګه لري او کولای شي د دې مشرتابه او مدیریت امرونو په تعقیب سره د حکومتدارۍ نوې بیلګه رامینځته کړي.
له همدې امله، په دې مقاله کې به هڅه وشي چې د رهبرۍ په برخه کې د اسلام د پیغمبر (ص) تعلیمات په تحقیقي او نقلي ډول وڅیړل شي، ترڅو د رهبرۍ د ژوندلیک یوه برخه باندې خبرې وشې او د پېغمبر (ص) د بېلګې په توګه د هغه ځينې اداري او مشرتابه لاسته راوړنې وڅېړل شي.
بنسټیزي کلمې
نبوې سیرت، نبوې لوستونه، رهبري، د رهبرۍ ځانګرتیاوې، قیادت او دیني سیاست.
د اسلام پیغمبر (ص) د پیغمبرانو د سلسلې د وروستي پیغمبر په توګه د ژوند ټولو اړخونو او برخو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د هر ګوټ لپاره یې قیمتي تعلیمات او درسونه درلودل. هغه یو ممتاز او هراړخیز شخصیت و چې په خپل درست لید او فکري تګلارې سره یې انسانانو ته د بریا او کامیابۍ لپاره تر ټولو تازه او اغېزمنې تګلارې او پلانونه ور زده کړل.
هغه نه یوازې په عباداتو، اخلاقو، ټولنه، تجارت او کرنې په برخو کې د ملت ښوونکی و، بلکې د هېوادونو او سلطنتونو د رهبرۍ او ادارې په ډګر کې هم د هر لحاظ نه بدلیدونکی معلم او ښوونکۍ و. د هغه د ښه ژوند په مطالعه کولو سره کولای شو د نظامي، اداري، جهادي او حزبي سیاست په اړه روښانه او سم پوهاوی ترلاسه کړو او د نن ورځې د رهبرۍ او حکومتولۍ طریقې چې پر ظلم، استبداد او چالاکۍ ولاړې دي، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د قیادت له طریقو سره یې پرتله کړو. او د رسول الله صلی الله علیه و سلم مقام وپېژنو.
بې له شکه د پېغمبر اکرم سیرت د اسلامي ټولنې د مشرانو او رهبرانو لپاره خورا اغېزمنې او رغنده لارښوونې، لوستونه او لارې چارې لري او د اسلامي حکومتونو مشران باید په دې برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو د نمونې او قدوې په توګه په خپل ژوند کې تجربه کړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم چلند او د هغه د رهبرۍ طریقه د بعثت له پیل څخه، د مکې دوره، مدینې ته هجرت، په مبارزو او جګړو کې ګډون، د مهاجرینو او انصارو تر منځ د دوستۍ اړیکه، له اهل کتابو سره د همغږۍ د تړون لاسلیک او داسې نور. دا د نبوي سیاست او رهبرۍ ځانګرتیا شيې، او په دې ډګرونو کې د هغه هوښیارتیا او نبوغ څرګندوي.
عباس محمود عقاد د جګړې د رهبرۍ په ډګر کې د پیغمبر علیه السلام د حکمت او مهارت په اړه لیکي: ناپلیون تل په نظامي تخنیکونو او فورمولونو کې په ځانګړي ډول د جګړې په پلانونو کې خپل نظر ته ترجیح ورکوله سره له دې چې د خپلو یارانو مشورې ته یې اړتیا وه، خو رسول الله صلی الله علیه و سلم سره له دې چې عقل او بصیرت یې تر ټولو کامل وو، بیا هم د جګړې په پلانونو او تکتیکونو کې له خپلو ملګرو سره مشوره کوله. او صحابه کرامو او د هغوی نصیحتونه یې په غوره طریقه منل. د حضرت سلمان فارسي د مشورې د منلو کیسه، او د کندې کیندل د دې ترټولو څرګند مثالونه دي.
ډاکټر محمد سعید رمضان بوطي لیکي: هغه څه چې موږ ته د احد له پیښو څخه څرګندیږي هغه دا دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په جنګونو کې خالص نظامي او سیاسي حکمت او فکر درلود او د جګړې او سیاست د تاکتیکونو او ډولونو معلومولو په ډګر کې تر ټولو قومندانانو او جنګي مشرانو څخه غوره وو.
په حقیقت کې د اسلام پیغمبر (ص) د خپل شاوخوا شرایطو او حالاتو په پام کې نیولو سره د یوې پیاوړې او باثباته رهبرۍ طریقې او لیدلوري تعقیب کړ او د یوه باثباته اسلامي حکومت د جوړولو لپاره یې اسلامي مشرانو ته ښې لارښوونې کړي دي.
د پیغمبر د ژوند په تعلیماتو کې د اسلامي ټولنې د مشر ځانګړتیاوې
لکه څنګه چې مخکې هم يادونه وشوه، د اسلام پيغمبر(ص) د ټولو صفاتو څښتن او رهبر و، چې اسلامي امت ته يې په ټولو ډګرونو کې بې شمېره درسونه او لارښوونې په خپلو بې ساري صفتونو او ځانګړتیاوو ورښودلي دي.
له همدې امله په دې ځای کې به هڅه وکړو چې د اسلامي ټولنې د چارو د رهبرۍ او قیادت په اړه د هغه ځینې لارښوونې بیان کړو او دا چې یو رهبر باید کومې ځانګړنې ولري.
-
زړورتیا او مېړانه او له ډارنې څخه ډډه کول