د اسلام ګران پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دنیا ته د «حلو خضره» نوم ورکړی (مسلم: ۲۷۴۲)؛ مانا دا چې د انسان په زړه کې دنیا خوږه ده او په سترګو کې یې شنه او زرغونه ده. د هغې سره ژوره مینه او د هغې په کنده کې ډوبېدل د انسان په ليد او فکر باندې پرده اچوي او د عقل له کره والي څخه یې منع کوي. بې غمي، هوساینه اوعافیت غوښتنه د ټولنې له دردونو څخه یې بې احساسه کوي؛ نو د مسلمان سوداګر لپاره اړینه ده چې په لاندې آدابو مؤدب شي تر څو په دُنيويتوب کې ډوب نه شي او د هغې په ښايست کې راګير نه شي.
4- په کاروبار کې باید د خدای جل جلاله دين ته د بلنې نیت ولري
او له هر فرصت څخه په استفادې سره په نیکۍ امر وکړي او له بدیو څخه منع کړي.
ریښتنولي او امانتداري
امانتداري او صداقت د مسلمان سوداګر اصلي شتمني ده. مسلمان سوداګر په بشپړه توګه پوهیږي چې خدای جل جلاله “علم” ذات دی، د هغه په عملونو علم او خبرتیا لري او د هغه څارنه کوي؛ په دې عقیده او ذهنیت سره هغه په ښکاره او پټه به له خدای جل جلاله څخه ویره ولري.
د اسلام پېغمبر د امانتدارو او صادقو سوداګرو نومونه داسې بیان کړي دي: «التاجر الأمین الصدوق المسلم مع النبیین و الشهداء یوم القیامة؛
یو امانت دار او صادق مسلمان سوداګر به د قیامت په ورځ له پیغمبرانو، صالحینو او شهیدانو سره راغونډیږي. (ترمذی:۱۲۰۹٫ مستدرک حاکم: ۲/ ۶)
له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: «لا إیمان لمن لا أمانة له و لا دین لمن لا عهد له؛
څوک چې امانتګاره نه وي، ایمان نه لري او څوک چې خپلې وعدې ته ژمنتیا نه لري، دین نه لري. (السننالکبری: ۹/ ۳۸۷:۱۸۸۵۱)
ویل شوي چې امانت د انسان د بقا، د حکومتونو بنسټ، د سولې او آرامۍ د سیوري پراخول، د کرامت او د عظمت او د روح او بدن د عدالت بنسټ دی.
الله تعالی ډېر یادول
په نننۍ زمانه کې چې مادي ارزښتونه د اهدافو محور او معیار ګرځېدلي دي او د مال او دولت د لاسته راوړلو لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې د زړونو اضطراب زیات کړی دی، د زړونو سکون او ډاډ یوه نایابه کیمیا ګرځېدلې چې یوازې د الله جل جلاله په یاد سره ترلاسه کېږي: الَّذِينَ ءَامَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ
اسلام که څه هم د فردي شتمنۍ درناوی کوي، خو د هغې لپاره حدود او محدودیتونه وضع کړي دي، تر څو انسان په بې رحم او بې عاطفې اقتصادي موجود تبدیل نسي او د نورو په مقابل کې پر خپل زور او ځواک تکیه ونه کړي. له همدې امله اسلام غواړي چې د نورو ټولنيزو چارو په څېر اقتصادي او سوداګريزې چارې هم د همکارۍ او د نورو په وړاندې د مسووليت احساسولو پر بنسټ ترسره شي.
د غلطو اعلاناتو څخه ډډه
مسلمان سوداګر باید د خپلو سوداګریزو توکو په ستاینه کې له مبالغې ډډه وکړي او هغه ځانګړتیاوو اعلان ونه کړي چې د هغه په توکو کې شتون نلري؛ دا د مسلمان سوداګر ریښتینولي څرګندوي.
له پوروړو سره ښه چلند
اخلاق په تجارت کې ډېر مهم څیز دي. په یوه حدیث کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: أحبّ الله عبداً سمحاً إن باع، سمحاً إن ابتاع، سمحاً إن قضی، سمحاً إن اقتضی.
الله پاک هغه نرمي کوونکی بنده خوښوي؛ چې په پلورلو کې بښونکی وي، او په پېرلو بښونکی وي او که چا ته قرض ورکوي بښونکی وي او که خپل پور غواړي، هم بخښونکی وي. (ترمذی:۱۳۱۹، مستدرک:۲/ ۵۶)
ځینې هغه آداب چې مسلمان شخص د خپل پور اخیستنې په وخت کي دي په پام کي ونیسي:
1- په نرمۍ او زغم سره د خپلو حقونو غوښتل،
2- د خپلې غوښتنې د راټولولو لپاره مناسب وخت غوره کول او د پور وړونکي د ناروغۍ او ستونزو حالات په پام کې نیول،
3- پوروړنکۍ د خلکو په مخ کې تر فشار لاندې نه اچول،
4- که دا معلومه شوه چې پور وړونکی شخص د پور د ادا کولو لپاره مناسب مالي حالت نه لري، هغه دې وځنډوي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلٰى مَيْسَرَةٍ ۚ (بقره:۲۸۰)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: من أقال مسلماً بیعته، أقاله الله عثرته یوم القیامة.
څوک چې د خپل مسلمان ورور د شوي معاملې فسخ ومنې، الله تعالٰی به د قیامت په ورځ د هغه ګناهونه او خطاګانې وبښي (بلوغالمرام:۸۲۵)
کله چې پېرودونکی د مال د بېرته راګرځولو لپاره موجه عذر ولري او غواړي چې پېرودل شوی مال بېرته ورکړي، نو د مسلمان سوداګر لپاره دا مناسبه ده چې هغه ومني او بده ده چې خپل مسلمان ورور ته تاوان ورسوي.
د احتکار څخه ډډه کول
مسلمان سوداګر باید خپل مالونه د بیو د لوړیدو په لالچ کې په داسې حال کې چې خلک ورته سخته اړتیا لري جمع او ذخیره نه کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایي: «بئس العبد المحتکر، إن أرخص الله الأسعار حزن، وإن غلاها فرح.
محتکر سړی څومره بد دی! هغه څوک چې که خدای جل جلاله قیمتونه ارزانه کړي نو غمجن وي او که خدای جل جلاله قیمتونه ګران کړي نو خوشحاله وي. (المعجم الکبیر: ۱۵/۵: ۱۶۶۱۲)
د قسم خوړلو څخه ډډه کول
مسلمان سوداګر باید له ډیر قسم خوړلو ډډه وکړي. الله جل جلاله له ډېر قسم خوړلو منع کړی دی، که څه هم انسان په خپل قسم کې رښتینی وي. الله تعالی فرمایي: وَلَا تَجْعَلُوا اللهَ عُرْضَةً لِّأَيْمٰنِكُمْ (بقره:۲۲۴)
د الله نوم په داسي قسم خوړلو کې مه يادوئ، چې هغه مانع ( د ښو کارو) وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په تجارت کې له ډېر قسم خوړلو څخه منع کړې او دا یې د تجارت د برکتونو له منځه وړونکی بللی دی.
«إیاکم و کثرة الحلف في البیع فإنّه ینفِّقُ ثُم یمحقُ.»
حرص، انسان د مال او مادیاتو په راغونډولو کې راګیروي او له عاطفي ارزښتونو، اخلاقي فضیلتونو او له همنوعانو سره له مرستې څخه منع کوي او په هغه کې د کبر، غرور او استحصال زمینې او ډګرونه زیاتوي. دا خطرناکه ناروغي، سوداګر هڅوي چې حتی د غیرقانوني او غیر مجاز لارو څخه د ډیرې ګټې ترلاسه کولو هڅه وکړي. رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې نه مړېدونکي ناروغۍ په اړه فرمايلي دي: «لو کان لإبن آدم وادیان من ذهب لابتغی ثالثاً. که د بني ادم لپاره د سرو زرو دوه دره وي، (نه یوازې دا چې هغه به نه راضي کیږي، بلکې) د دریمې درې غوښتنه به هم وکړي.” (بخاری:۵۹۵۶)
نو د مسلمان سوداګر لپاره لازمه ده چې قانع اوسې او پرې نه ږدي چې د مال د راټولولو حرص له انصاف څخه لیرې کړي.
په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول (امربالمعروف او نهی عن المنکر)
د ټولنیز موقعیت او له خلکو سره د راکړې ورکړې او تعامل د زیاتوالي په وخت کې مسلمان سوداګر د نورو په پرتله دا فرصت ډېر لري چې نورخلګ نیکیو ته را وبلي او له بدیو منع کړي او په حقیقت کې دا معنوي تجارت د مسلمان سوداګر لپاره څو چنده ګټور دی.
د وصیت لیکل
مسلمان سوداګر لپاره لازمه ده چې خپلې دعوې او قرضونه وليکي، تر څو که ناڅاپه مړ شي، د هغه او د اولاد حقونه یې له نورو سره ضايع نه شي او همدارنګه د نورو حقونه له ده سره ضايع نه شي.
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
ما حق أمرءٍ مسلم، له شیءٌ یوصی فیه یبیت لیلتین إلا وصیته مکتوبة عنده.
د مسلمان لپاره دا روا نه ده چې د وصيت وړ څه ولري او د شپې ويده شي پرته له دې چې وصيت ولیکي.
(موطأ امام مالک: ۲/ ۷۶۱، بخاری، باب الوصایا: ۵/ ۲۵۵)
په خدای توکل کول
پر الله جل جلاله توکل، د توحید تر ټولو لوړ مقام دی. خدای جل جلاله فرمایلي دي: وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُۥٓ ۚ
څوك چي پر الله جل جلاله توكُل وکړي، د هغه لپاره الله كافي دى. (طلاق: ۳)
د توکل څخه مراد دا دی چې یو څوک په کارونو کې د بریالیتوب لپاره په قوي عزم او ارادې سره وسیلې او توکي چمتو کړي او بیا پایلو ته د رسېدو لپاره په خدای جل جلاله توکل وکړي او خپل کارونه هغه ته وسپاري او پر دې باور ولري چې کله د الله تعالی د حکمت او مشیت غوښتنه وشي، نو وسېلي له کاره ووځي.
د توکو نیمګړتیاوې نه پټول
مسلمان سوداګر بايد په خپل مال کې عيبونه پټ نه کړي، بلکې هغه يې ښکاره کړي او پېرودونکي ته يې ووايي.
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوه پلورونکي څخه تېر شو چې وربشې یا غنم یې خرڅول، مال یې حیران کړ، نو ودرېد او خپل مبارک لاس یې په هغه کې دننه کړ او لمدوالې یې ولید. هغه وویل: دا لوند والی د څه شی دی؟ سړي وویل: دا د باران نم دی چې دوی ته رسیدلی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: فهلا جعلته فوق الطعام حتی یراه الناس؟ من غش فلیس منی. تا ولې لنده غله د خلکو د لیدلو لپاره پورته برخه کي وانه چول؟ څوک چې خیانت وکړي هغه زما له پیروانو څخه نه دی. (مسلم۲/ ۱۰۹: ۱۴۷)