شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: "ابوعائشه" معتزله (دري شپېتمه برخه) د معتزلهو دلایل دوی د الله تعالی له دې قول څخه ثبوت اخلي، چې فرمايي: «لَا يَذُوقُونَ فِيهَا الْمَوْتَ إِلَّا الْمَوْتَةَ الْأُولَى وَوَقَاهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ»؛ “هلته به دوی له لومړي مرګ پرته د بل مرګ خوند نه څکي، او [الله] به دوی د دوزخ له عذابه وساتي.” دوی له دې آيت څخه استدلال کوي چې: که مړي [په قبر کې] راژوندي کړل شي [او عذاب ورکړل شي] نو دوی بايد دوه مرګونه وڅکي، نه يو. 2) بل دلیل چې منکران یې استدلال کوي هغه د قرآن کریم آیت دی: «قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَرْقَدِنَا»؛ «دوی وايي: اُوف پر موږ، چا موږ له خپلو خوبځايونو څخه راوېښ کړو؟» دوى وايي: له دې آيت څخه څرګنده شوه چې د قبر عذاب نشته او كه عذاب وركول شوى واى، نو داسې به يې نه ويل. 3) معتزله استدلال کوي او وايي: کله کله موږ یو مړی یا ځړول شوی کس وینو چې سزا نه ورکول کېږي، او دا هم ممکنه ده چې يو سړی ټوټې ټوټې شي او د حيوانانو لخوا وخوړل شي، په دې حالت کې، څه سزا ورکول کیږي؟ د معتزلهو د دلایلو ځواب علماوو د معتزلهو لومړۍ شبهې ته په دې ډول ځواب ورکړی دی چې د دې آيت معنا د جنتيانو بيان دی او د «فيها» په ضمير کې جنت ته اشاره شوې، یعني مطلب دا چې جنتيان به په جنت کې نه مري. “په جنت کې، له مرګ وروسته چې دوی په دنیا کې يې خوند څکلی وو، دوی ته به مرګ نه وي؛ ځکه چې اهل جنت نه بوډا کیږي، نه ناروغه کیږي او نه مري.” علامه ابن کثیر رحمه الله د دوهم شک په ځواب کې وايي: «د دوی دا خبرې د قبر له عذاب سره په ټکر کې نه دي؛ ځکه چې دغه مرحله د هغه مرحلو په پرتله چې وروسته راځي، په شدت او سختۍ کې د خوب په شان ده.» علامه تفتازاني رحمه الله د معتزلهو د دې شبهې په ځواب کې چې وايي: مړی جماد دی او په هغه کې ژوند نشته، لیکي: «ممکنه ده چې خدای تعالی د مخلوق په ټولو غړو او یا د هغې په ځینو برخو کې ژوند عطا کړي، تر څو هغه د عذاب درد یا د نعمت په خوښۍ پوه شي. او دغه د درد یا خوښۍ احساس بدن ته د روح بېرته راستنیدلو ته اړتیا نلري، او نه دا اړتیا لري چې مړی حرکت وکړي، یا د عذاب اغېزه په هغه باندې ښکاره شي. حتی یو څوک چې په اوبو کې ډوب شوی وي یا د وحشي ځناورو لخوا ټوټه ټوټه شوی یا ځړول شوی وي، به هم عذاب ويني، که څه هم موږ په پوه نه شو. ادامه لري…
د استشراق فتنه استشراق څه شی دی؟ (څلورمه او وروستۍ برخه)پنجشنبه _12 _دسمبر _2024AH 12-12-2024AD نور یی ولوله