
لیکوال: "ابوعائشه"
معتزله (اته پنځوسمه برخه)
د نظرونو د اختلافاتو څخه ترلاسه شوي پایلې
هغه احادیث چې د معتزلهو له عقل سره مطابقت نه لري او رد شوي دي، ځینې یې دلته د بېلګې په توګه ذکر کوو:
جاحظ هغه حدیث چې د حجر الاسود په اړه روایت شوی دی، ملنډې په وهلي دي. ابن عباس رضي الله عنهما روایت کړی دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: «حجر الاسود مخکې تر واورې هم سپينه وه تر دې چې د حضرت آدم د اولادو ګناهو هغه توره کړه.» په ځينو رواياتو كې راغلي دي چې د هغې د توروالي لامل مشركان وو. هغه وايي: نو لازمه وه د مسلمانانو د ايمان راوړلو سره بيا سپينه شوې وی.
همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی چې فرمایي: «انکم سترون ربکم کما ترون القمر لیلة البدر لا تضامون في رؤیته»؛ “تاسې به د قيامت په ورځ خپل رب داسې وينی لکه څنګه چې د څوارلسمې شپې سپوږمۍ وينی او د هغه په ليدلو کې بل چا ته ضرر نه رسوی.” دوی دغه حدیث له دې سره سره چې په صحيحينو کې دی، له دې آیت سره د تضاد له امله ردوي: «لا تدرکه الأبصار وهو یدرک الأبصار»؛ ژباړه: «سترګې هغه نه ويني او هغه به سترګې ويني».
د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو بل حدیث چې معتزلهو رد کړی دی د «لا تسبوا الريح فإنها من نفس الرحمن» “په باد باندې لعنت مه کوئ؛ ځکه چې باد د رحمن له نفس څخه دی. “معتزله وايي: کله چې داسې وي؛ نو باد باید ستاسو په نزد یو مخلوق نه وي؛ ځکه چې هر هغه څه چې په خدای پسې تړاو ولري قديم او غيرمخلوق دی.
په نتيجه کې باید ووایو: که څه هم عقل یو لوی نعمت دی چې خدای تعالی انسانانو ته ورکړی دی او د عقل له برکته یې انسان ته پر نورو حیواناتو فضیلت ورکړی دی، خو عقل باید له خپل محدودې څخه تجاوز ونه کړي. پخوانیو او نویو معتزلو پر عقل ډېر باور کړی او پر نورو دلایلو یې لومړيتوب ورکړی دی، زموږ دا موضوع د هغو بحثونو پيل دی چې معتزلهو یې انکار کړی دی [لکه د قبر عذاب، د اولیاوو د کراماتو انکار او…] ځکه چې دوی دا ټول شیان د عقل له لارې ردوي، او موږ به یې په راتلونکو برخو کې په جلا توګه تشریح کړو.
یادونه: یوه بله موضوع چې علماوو یې په اړه ډېر اثار لیکلي او مفصل بحثونه یې کړي دي هغه معاصر معتزله دي، چې دا ډله ډېر نومونه لري لکه: “د اوسني عصر مفکرین، متجددين او عقلانيين”. دې ډلې په ډېرو چارو کې پخواني او زاړه معتزله يې د ځان لپاره نمونه ګرځولې او د هغوی اطاعت یې کړی او په خپل عقل سره یې د ډېرو شيانو (د رسول الله صلی الله علیه وسلم حديثونه) رد کړی دی. په دې برخه کې مناسبه ده چې یوه مفصله څېړنه ترسره شي، او د دې څېړنې په راتلونکې برخه کې، ان شاالله هڅه کوو چې دا ډله لا ښه معرفي کړو.
ادامه لري…