Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»د حجاب او عفت شهید  (برخه : ۹)
اسلامي علما پنجشنبه _12 _نوومبر _2026AH 12-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید  (برخه : ۹)

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۹  )(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
…
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید  (برخه : ۹)
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
تر ټولو جنجالي موضوع
د امان الله خان د ریفورمونو د دوهم پړاو  ټول موضوعات جنجالي وو، اما تر ټولو لانجمنه موضوع د ښځو د آزادي او بې حجابي وه. افغانان یو متل لري چې ( مال تر سر ځار او سر تر ناموس) متلونه چې د یوه ملت د فکر او روحیاتو تر ټولو ښه ترجماني کوي، ترې معلومیږي چې ناموسداري د دې ملت تر ټولو قیمتي سرمایه ده چې په هیڅ صورت یې بایللو ته تیار نه دي. که له اماني دور نه وړاندې کابل مطالعه کوو، رامعلومیږي چې د دې ښار اوسیدونکي تر کومه حده په حیا او عفت مین او د ناموس پاسداران وو. مثلا هغه وخت د ښاریانو کورونو دوه برخې درلودې. یوه برخه هغه چاردیوالي وه چې سراچه یې بلله، دا یوازې د نارینه وو او میلمنو د اوسیدلو او مجلس ساحه وه. تر شا به یې بله کاملا جلا ساحه حرمسرای باله، چې یوازې ښځینه او د کورنۍ محرم کسان ورتللی او په کې اوسیدلای شوای.
د ښځینه و د لباس په برخه کې د ستر او پردې دومره رعایت شوی و چې شاید بل ځای یې بیلګه نه وي لیدل شوې. ښځینه وو په کمیس او پاجامه سربېره دوه نور لباسونه هم اغوستل تر څو یې ستر په ښه ډول خوندي شوی وي. یوه ته یې دولاق ویل، دا جامه یو داسې پرتوګ ته ورته وه چې په پايڅو پورې یې جرابې هم ګنډل شوي وي. ښځینه وو به په پاجامه سربېره دولاق اغوست، تر څو یې حتی له ښنګرو ښکته پښې هم ونه لیدل شي. په دې ټولو سربیره یې چادري یا برقع اغوسته چې په دې ډول یې په ټول بدن کې د نوک په اندازه ځای هم چا نه لید.
امان الله خان لومړی په برقع او دولاق قانوني بندیز ولګاوه چې د تطبیق لپاره يې د کابل او پغمان په ډېرو ساحو کې لوحې نصب او په ښار کې د عسکرو ډلې وګمارل شوې. وروسته یې د پغمان او ستوري ماڼۍ په مجالسو کې د خپلې میرمنې له سر څخه عادي ټیکری هم وغورځاوه او وزیران یې مکلف کړل چې له دې وروسته رسمي مجلسونو ته له خپلو لوڅ مخو میرمنو سره راشي. له کورونو د ښځو د راایستلو او اختلاط په برخه کې یې هغوی ته اعلان وکړ چې دوی آزادې دې او هیڅوک یې د سفر او کار مخه نه شي نیولای. په تعلیمي برخه کې یې په اول قدم کې تر ۱۱ کلنۍ پورې د ماشومانو او نجونو درسي صنفونه سره یو ځای کړل. په وروستیو کې یې بهر ته د زده کړو لپاره د نجونو استولو سلسله هم پیل کړه او یو شمېر نجونې یې ترکیې ته ولیږلې.
د ښځو د آزادي او بې حجابي په برخه کې امان الله خان دومره جدي وو، چې په تاریخ کې راغلې ځینې بیلګې په مشکله د سړي زړه ته لویږي. د مثال په ډول د ریالي سټیوارټ د کتاب د پښتو ژباړې ( اور په افغانستان کې) په ۴۸۳ مخ کې لولو( امان الله خان د پغمان په سیاحتي سیمو او باغونو کې د باحجابه ښځو ګرځېدل منع کړي وو، یوه ورځ امان الله خان یوه ښځه په یوه باغ کې ولیدله چې چادري يې په سر ده، امان الله خان ورنږدې شو، د هغې له سر نه یې چادري لرې کړې او ورته ويې ویل: اوس له دې ټګي څخه کار اخلې؟  ښځه سخته وویریدله او دا چې لوڅه ولاړه وه ځان ورته سپک ښکارېده. امان الله خان اورلګیت را واخیست او د لارې په سر یې د هغې ښځې چادري ته اور واچاوه)
خو له دې ټولو هڅو سره سره د شاهي خاندان او ځینو چارواکو له میرمنو پرته د افغانستان ښځینه وو، بې حجابي ونه منله. د افغانستان مسلمانې میرمنې چې له ماشومتوبه د حیا او عفت په روحیه رالويې شوې وې، حجاب یې یوه دیني فریضه ګڼله او په هیڅ قيمت یې غورځولو ته آماده نه وې. د ځينو مؤرخینو په قول د امان الله خان له خپلې میرمنې ( ملکه ثریا) پرته د افغانستان هیڅ ښځې هم د نوموړي د بې حجابۍ له پروژې ملاتړ ونه کړ. امان الله خان په دې برخه کې بن بست ته رسیدلی او د ریفورم یوه بله تجربه یې د عمل په میدان کې له ماتې سره مخ وه.
د دې لپاره چې د بي حجابي په موضوع کې خلکو ته له دیني اړخه قناعت ورکړل شي، امان الله خان منل شوي عالم او د وخت قاضي القضات ( قاضي عبدالرحمن پغماني) ته مراجعه وکړه، تر څو یې په دې موضوع کې مرسته وکړي. قاضي عبدالرحمن چې تر دې وخته په خپلو قضائي چارو بوخت وو او د حکومت په نورو مسائلو یې ډېر سر نه ګرځاوه، د امان الله خان بېهوده توقع د تمیز محکمې له آرامې ګوښې څخه راویوست او د راتلونکو پېښو، مشاجرو او ټکرونو تر ټولو مهم لوبغاړی شو.
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

Previous Articleد حجاب او عفت شهید (برخه : ۸)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۸)

چهارشنبه _11 _نوومبر _2026AH 11-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵)

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د حجاب او عفت شهید  (برخه : ۹)

پنجشنبه _12 _نوومبر _2026AH 12-11-2026AD0 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  (برخه : ۹) (د شهيد…

نور یی ولوله

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۸)

چهارشنبه _11 _نوومبر _2026AH 11-11-2026AD9 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  (برخه : ۸) (د شهيد…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵)

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD17 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵) امام …

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD22 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د حجاب او عفت شهید  (برخه : ۹)

پنجشنبه _12 _نوومبر _2026AH 12-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۸)

چهارشنبه _11 _نوومبر _2026AH 11-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.