لیکوال: مولوي عبدالرحیم راشد
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۲۲)
د امام ابو حنیفه رحمه الله تدریسي خدمت او نوموتي شاګردان یې (ادامه)
۳- امام زفر رحمه الله
په فقه کې د ده رتبه تر امام محمد پورته ګڼل کېږي، خو دا چې لیکنې یې نه شته او د ژوند حالات یې هم سم معلوم نه دي، نو ځکه له صاحبینو څخه وروسته کړای شو.
دی عربي النسل و، په لومړیو کې په احادیثو کې مخته لاړ او له همدې امله لکه څرنګه چې علامه نووي په تهذیب اللغات کې څرګنده کړې، چې صاحب الحدیث ورته ویل کېده، بیا یې فقهې ته پام وکړ او د ژوند تر پایه یې همدا دنده وه.
یحیی بن معین چې د فن جرح و تعدیل امام دی، د هغه وینا ده: «زفر صاحب الرأی ثقة مامون»، ځینې کسانو یې رد هم کړی دی خو هغه مبهم او داعتبار وړ نه دي.
هغه په قیاسي احکامو کې ځانګړی لاس درلود، امام ابوحنیفه رحمه الله به د ده په اړه ویل: « اقیس صحابي» وکیع بن الجراح چې یادونه یې وړاندې تېره شوې ده، له ده څخه استفاده کوله، د قضاء دنده یې هم درلوده، په ۱۵۸ هـ. کال وفات شو.
۴- قاسم بن معن رحمه الله
نامتو شخصیت و، د صحاح سته مصنفینو ور څخه روایات کړي دي، که څه هم په احادیثو او فقه کې یې هم کمال درلود، خو په عربیت او ادب کي یې ساري نه و، امام محمد یې په خدمت کې داستفادې په موخه حاضر شوی و، خلیفه هغه د کوفې قاضي وګماره، مجبوراً یې ومنله، خو تنخوا یې هیڅکله وانخیسته.
امام ابوحنیفه ورسره ځانګړې مینه درلوده، دی هم د هغو کسانو له ډلې څخه و چې په اړه به یې امام صاحب رحمه الله ویل:« تاسو زما دزړه تسلي او د غم لرې کوونکي یاست».
په ۱۷۵ هـ. کال کې وفات شو.
۵- اسد بن عمرو رحمه الله
دا لومړنی کس دی، چې د امام ابوحنیفه رحمه الله د تصنیف په مجلس کې ور ته د لیکنې دنده ور کړل شوه، د لویې رتبې کس و.
امام احمد بن حنبل رحمه الله له هغه څخه روایات کړي او یحیی بن معین ورته ثقه ویلي دي، د هلال رازي خبره ده:« چې یو ځلې هارون الرشید مکې مکرمې ته لاړ، له طواف څخه وروسته کعبې شریفې ته داخل شو او یوځای کښېناست، ټول اهل دربار او د هاشمو مشران ولاړ وو، یواځي یو کس د هارون الرشید په مقابل کې ناست و، زه په تعجب کې شوم، چې پوښتنه مې وکړه څرګنده شوه، چې اسد بن عمرو دی[1].
۶- علي بن المسهر رحمه الله
د احادیثو فن یې له امام اعمش او هشام بن عروه څخه حاصل کړی و، امام بخاري او مسلم د ده په روایت حدیثونه نقل کړي دي، امام احمد بن حنبل رحمه الله یې د فضل او کمال ستاینه کړې ده، سفیان ثوري چې د امام ابوحنیفه رحمه الله له تصنیفاتو څخه اطلاع ترلاسه کړه، هغه له ده څخه وه، چې د موصل قاضي و او په ۱۸۹ هـ. کال کې وفات شو[2].
۷- عافیه بن یزید رحمه الله
دا هغه بزرګ دی، چې په اړه به یې امام صاحب رحمه الله د تصنیف په مجلس کې ویل: « تر کله چې عافیه راغلی نه وي، مسئله مه لیکئ».
8– حبان
کثیر الروایت و، په ابن ماجه کې دده په روایت ډېر حدیثونه شته، امام ابوحنیفه یې د حافظې د قوت ستاینه کړې او په ۱۷۲ هـ. کال کې وفات شو.
9– مندل رحمه الله
د حبان ورور و، له امام اعمش، هشام بن عروه، عبدالمالک بن عمیر، عصام احول او امام ابو حنیفه رحمة الله علیهم څخه یې حدیثونه روایت کړي، ډېر زاهد او پرهېزګاره و، په ۱۶۸ هـ . کال کې وفات شو.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] – الجواهر المضیة.
[2] – الجواهر المضیة


