ليکوال: میا نور آغا
ابراهيمي ملت (برخه: ۲)
اول بحث د ملت ابراهیمي اضافي تعریف
د ملت تعریف: والمِلَّةُ بالكسر الدِينُ والشريعة.[1]
ژباړه: ملت د میم په زیر سره دین او شریعت ته ویل کیږي.
وطَرِيْقٌ مُمَلٌّ أي مَسْلُوْكٌ حَتّى صارَ مُعْلَماً… ومِلَّةُ رَسُوْلِ اللهِ صلى الله عليه وسلم الأمْرُ الذي أوْضَحَه، والطَّرِيْقَةُ، والسُّنَّةُ، وامْتَلَّ الرَّجُلُ أخَذَ في مِلَّةِ الإِسلام.[2]
ژباړه: وطَرِيْقٌ مُمَلٌّ هغه لار چې تګ پرې کېږي تردې چې معلوم داره شي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملت هغه کار ته وایي چې علیه السلام واضحه کړی وي. او لارې ته وایي. وامْتَلَّ الرَّجُلُ سړی د اسلام په دین کې داخل شو.
والملة في الأصل اسم من أمللت الكتاب بمعنى أمليته كما قال الراغب…[3]
ژباړه: ملت په اصل کې لکه څنګه چې راغب ویلې له (امللت الکتاب) نه اخیستل شوی، په معنا د ویلو او لوستلو د کتاب سره او له دې نه (طریق ملول) د تګ معلومه لار، لکه څنګه چې ازهري نقل کړی، بیا له دې نه د شریعتونو اصولو ته نقل شوی، په دې اعتبار سره چې دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلې او له انبياؤ علیهم السلام سره په کې مخالفت نشته او کله کله یې په باطل هم اطلاق کیږي لکه (الکفر ملة واحدة) کفر یو ملت او دین دی او الله جل جلاله ته یې اضافت او نسبت نه کیږي داسې نه شي ویل کېدای (ملة الله) او نه یې د امت افرادو ته نسبت کیږي او په مصداق کې د دین مرادف دی په اعتبار د قبول د مامرینو سره، ځکه دین په اصل کې تابعداري او تسلیمي ته وایي، د مصداق د یوالي له امله الله جل جلاله فرمایلې {دِينًا قِيَمًا مّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ}. کله د دین اطلاق مجازاً په فروعو هم کیږي، الله جل جلاله، افرادو او خاص ډلې ته یې اضافت او نسبت کیږي، د دې قاعدې په بنیاد سره چې اعتباري تغیر د اضافت په صحیح والي کې کافي دی او په باطل یې هم اطلاق صحیح دی، په اصل کې د راتګ ځای ته وایي او د هغو احکامو جزئیه او فرعیه ؤ نوم ګرځول شوی کوم چې تر ژوند او آخرت پوري تعلق لري، برابره خبر ده چې د شارع لخوا نص په کې وي یا نه وي، خو شارع ته راجع کیږي او نسخ او تبدیل په کې راتلای شي، د ځینو محقیقینو په نزد یې په کلي قاعدو باندې مجازاً اطلاق کېدای شي.
الحاصل ملت په لغت کې ویلو او تګ ته وایي نورې معناګانې په مناسبت سره ترې اخیستل شوي.
د ابراهیم علیه السلام تعریف: ابراهیم د شخص نوم دی او عجمي کلمه ده. څوک وایي په سریاني کې مخکي له (علَم / نوم) نه د مهربان پلار په معنا دی[4].
ابرهیم عجمي نوم دی له دې امله نه مجرور کیږي، ابراهیم د تارخ زوی دی او هغه بیا د نخور زوی دی، د اهواز په سوس کې زیږیدلی، څوک وايي بابل کې، څوک وایي کوفې او څوک وایي په حران کې زیږیدلی، پلار یې بابل ښار ته چې د کنعان د زوی نمرود ځمکه وه نقل کړی و.
هو ابراهیم ابن تسارخ (۲۵۰) بن ناحور (۱۴۸) بن ساروغ (۲۳۰) بن راعو (۲۳۹) بن فالغ (۲۳۹) بن عابر (۴۶۴) بن شالح (۴۳۳) بن ارفخشذ (۴۳۸) بن سام (۶۰۰) بن نوح علیه السلام، هذا نص أهل الكتاب في كتابهم، وقد اعلمت على أعمارهم تحت أسمائهم. [5]
دا هغه د نسب شجره ده چې اهل کتابو په خپلو کتابونو کې ذکر کړې ده او هر یوه سره د دوی عمر ذکر دی.
وحكى الحافظ ابن عساكر في ترجمة ابراهيم الخليل من تاريخه ….[6]
ژباړه: ابن عساکر د ابراهیم خلیل په ترجمه کې ليکلي، چې د مور نوم يې أميلة ده او کَلَبِي وایي، چې د مور نوم یې بونا بنت کربنا بن کرثي، من بني ارفخشذ، بن سام بن نوح ده.
کله چې د تارخ عمر پنځه اویا ته ورسېده نو د ده زوی ابراهیم علیه السلام، ناحور او هاران پيدا شول، د هاران نه بیا لوط علیه السلام پیدا شو، ابراهیم منځنی و. هاران د پلار په ژوند کې په هغه ځای کې وفات شو کوم ځای چې پیدا شوی و، د کلدانینو ځمکه وه، چې بابیل ورته وایي، بیا ابراهیم علیه السلام له ساره سره او ناحور د هاران لور سره چې ملک نومیده واده وکړ.
و جمهور أهل النسب منهم ابن عباس على أن اسم أبيه تارح وأهل الكتاب يقولون تارخ بالخاء المعجمة، فقيل إنه لقب بصنم كان يعبده إسمه آزر، وقال ابن جرير والصواب أن اسمه آزر، ولعل له آسمان علمان او أحدهما لقب والآخرعلم.[7]
د نسب د علماوو ډېری، چې له هغوی څخه ابن عباس هم دی، په دې نظر دي چې د هغه د پلار نوم «تارَح» و؛ خو اهل کتاب وایي چې نوم یې «تارَخ» و، یعنې په «خ» توري سره. ځینو ویلي دي چې هغه ته د هغه بت په نسبت «آزر» ویل کېدل، چې ده یې عبادت کاوه. ابن جریر بیا ویلي چې نوم یې «آزر» و. کېدای شي هغه ته دوه علمي نومونه وي، یا یو یې اصلي نوم وي او بل یې لقب وي
دویم بحث د ملت ابراهیمي لقبي تعريف
ملت ابراهیم یعني د ابراهیم علیه السلام دین هغه ملت ته وایي چې د اسلام له اصولو سره موافق وي.{فاتبعوا مِلَّةَ إبراهيم حَنِيفاً} (سورة آل عمران: ۹۵.) أی ملة الإِسلام التي هي في الأصل ملة إبراهيم.
{واتَّبَعَ مِلَّةَ إبراهيم}(سورة النساء: ۱۲۵.) الموافقة لدين الإِسلام المتفق على صحتها.[8]
ژباړه: «تابعداري کوئ د ملت ابراهیم چې حق ته مائل دی » یعني د ملت اسلام تابعداري کوئ هغه چې په اصل کې ملت ابراهیم دی. «تابع داري کوئ د ملت ابراهیم » هغه چې موافق دی له دین اسلام سره او په صحت یې اتفاق دی.
د ابراهیم علیه السلام ملت او دین د اسلام له دین سره موافق دی او هر څه یهودیت او نصرانیت دواړه تحریف شوي دي.
لکه څنګه چې ابراهیمي ملت له بابا ابراهیم علیه السلام څخه شروع تر قیامته پوري د انسانیت یو لوی دور او باب دی له دې امله مناسب دي چې د انسانیت ادوار ذکر شي تر څو د دې دور پوره وضاحت وشي.
درېیم بحث انساني ادوار
له جناتو څخه مخکي په ځمکه ځیني اقوام د حن او بن په نوم آباد وو، خو د دوی د صورت، سیرت او زندګي تفصیل نه دی معلوم، تاریخونو د دوی ذکر اجمالًا کړی دی. و الله اعلم بحالهم.
له دوی څخه وروسته جنات په ځمکه آباد وو چې د سرکشـي له امله معذب وګرځېدل او د ځمکې مشري ترې واخیستل شوه.
قال كثير من علماء التفسير خلقت الجن قبل آدم عليه السلام وكان قبلهم في الارض الحن والبن فسلط الله الجن عليهم فقتلوهم وأجلوهم عنها وأبادوهم منها وسكنوها بعدهم.[9]
ژباړه: د تفسیر زیاتو علماؤ ویلې دي له آدم علیه السلام نه مخکي جن پیدا شوی او له جناتو نه مخکې په ځمکه کې حن او بن وو، الله جل جلاله په دوی جنات مسلط کړل، دوی یې قتل او وشړل او له ځمکې یې ورک کړل له دوی څخه وروسته بیا جنات په ځمکه اوسېدل.
انساني زمانه او تاریخ په درې ډولونو وېشل شوي دي، چې په دې آیت کریمه کې ورته اشاره شوې ده:
إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى آَدَمَ وَنُوحًا وَآَلَ إِبْرَاهِيمَ وَآَلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ. [10]
ژباړه: بېشکه الله جل جلاله غوره کړی آدم علیه السلام، نوح علیه السلام او آل ابراهیم (دا درې واړه انبیاء دي، په آل ابراهیم کې محمد صلی الله علیه وسلم هم داخل دی) او آل عمران (دی اګر چې پیغمبر نه دی خو په اولاد کې یې مریم رضی الله عنها او عیسی علیه السلام دي د اهتمام لپاره یې ذکر شوی اګر چې په آل ابراهیم کې داخل دي) په مخلوقاتو باندي.
ادامه لري…
مخکينۍ برخه
سرچینې:
[1] الصحاح في الغة، ج ۴، التراث العربي، بیروت لبنان.
[2] المحيط في اللغة.
[3] تفسير الألوسي، سورة البقرة، ایت: ۱۲۰. دار الفکر، لبنان بیروت.
[4] تفسير البحرالمحيط، سورة البقرة، ایت: ۱۲۴، دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.
[5] البداېة و النهاېة، ج ۱، ص ۱۵۶، دار المعرفة، بیروت لبنان.
[6] البداېة و النهاېة، ج ۱، ص ۱۵۶، دار المعرفة، بیروت لبنان.
[7] البداېة و النهاېة، ج ۱، ص ۱۵۹، دار المعرفة، بیروت لبنان.
[8] تفسیر البیضاوي، دار الفکر، بیروت لبنان.
[9] البداېة و النهاېة، باب خلق الجان وقصة شیطان. ج ۱، ص ۶۱. دار المعرفة، بیروت لبنان.
[10] سورة آل عمران: ۳۳.


