ليکوال: عبدالحی ليان
شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۵)
په دې کې هېڅ شک نشته چې د شيطان پرستۍ افکارو او عقيدې د دې ډلې پر غړو ژور اغېز کړی دی؛ دا اغېز يوازې د هغوی په ظاهري څېره کې نه تر سترګو کېږي، بلکې په پراخه توګه يې د شيطان‌ پرستانو پر باطني ځانګړنو او اخلاقي صفاتو هم اغېز کړی دی، تر دې چې يو شمېر ځانګړنې د شيطان ‌پرستانو د پېژندلو د نښو (شاخصونو) په توګه راڅرګندې شوې دي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
(الف) اخلاقي نښې
پر هر دين، فکر يا عقيده باور لرل، له ځانه سره يو لړ اخلاقي او باطني اغېزې لري. د شيطان ‌پرستۍ تر ټولو مهمې اخلاقي ـ باطني پايلې په لاندې ډول دي:
(۱) د هوښيارۍ او ذکاوت دعوه
شيطان ‌پرستان ادعا کوي چې دوی د بشري ټولنې تر ټولو هوښيار او ځيرک خلک دي. د دې ډلې مشران شيطان ‌پرستي د «نخبه‌ګانو دين» بولي او ټينګار کوي چې شيطان ‌پرستان د ټولنې له اختراع کوونکو او ممتازو انسانانو څخه شمېرل کېږي.[۱]
د دې ډلې په رسمي وېبپاڼه کې د «مشهورو اشخاصو» تر عنوان لاندې ځانګړې برخه شتون لري چې پکې ليکوالان، هنرمندان، د سينما لوبغاړي، سندرغاړي، موسيقي‌ پوهان او شتمن کسان ياد شوي دي، چې شيطان‌ پرستي يې غوره کړې ده؛ په دې توګه دا ادعا پياوړې کوي چې نخبه کسان تل شيطان‌ پرستۍ ته مخه کوي.[۲]
شيطان ‌پرستان د لسګونو زرو وېبپاڼو او مجازي پاڼو له لارې، په پراخه کچه د همدې ډول تبليغاتو په وسيله د نوو کسانو د جذب هڅه کوي.[۳]
د امريکا د فدرالي پوليسو د څېړنو له مخې، د دغه هېواد يو شمېر مهم کسان چې په دولتي پوستونو کې دي، د دغو تبليغاتو تر اغېز لاندې راغلي او دې ډلې ته ورګډ شوي دي. په دغو څېړنو کې زياته شوې ده چې شيطان‌ پرستان له دولتي او ټولنيزو بنسټونو څخه په فعاله توګه غړي جذبوي او د دې فعاليت لمن تر «پنټاګون مرکز» او «سپينې ماڼۍ» پورې هم رسېدلې ده.[۴]
د «نصف الدنيا» مجلې د خپرې شوې يوې څېړنې له مخې په مصر کې د ښوونيزو مرکزونو يو شمېر فرهنګيان او استادان د شيطان ‌پرستۍ فرقې ته جذب شوي دي.[۵]
حقيقت دا دی چې انحرافي ډلو ته د ټولنې د لوستو او پوهو کسانو له جذب څخه انکار نه شي کېدای، خو په بشپړ ډاډ سره ويلی شو چې د دغو ډلو ټول غړي په هېڅ صورت د ټولنې نخبه او ممتاز انسانان نه دي او نه به وي.
قرآن کريم هم د دغسې کسانو عقل او دنيوي پوهه نه ردوي، بلکې د قرآن کریم ټينګار پر دې دی چې دوی سره له دې چې عقل او دنيوي علم لري، خو حقيقت ته نه دي رسېدلي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ.﴾ ژباړه: «او رښتيا چې په پېريانو او انسانانو كې مو ډېر (خلک) د جهنم لپاره پيدا كړي دي؛ د هغوى زړونه شته، خو فكر نه ورباندې كوي او د هغوى سترګې شته، خو څه ورباندې نه ويني او غوږونه يې شته، خو څه پرې نه اوري؛ دا خلک د څارويو په شان دي، بلكې زيات بې لارې او همدوى په خپله غافلان دي.»[۶]
(۲) بې ‌احساسي او سخت زړي توب
د زړه سختوالی او بې ‌رحمي د دې ډلې له څرګندو نښو څخه دي. د دې ډلې د غړو د احساساتو وژل په مراسمو کې له ګډون وروسته سملاسي پيلېږي. دا کړنه له فاجعې څخه د ډک تاوتريخوالي له لارې عملي کېږي. په ځينو مراسمو کې د شيطان ‌پرستۍ د فرقې غړي د انسانانو د وژلو، د هغوی د غوښې د خوړلو او د وينې د څښلو ننداره کوي.[۷]
دا بهير يوازې د لويانو ترمنځ نه، بلکې پر کم‌ عمره ماشومانو هم تطبيقېږي. داسې چې ماشومان په زوره له انسان يا حيوان سره لواطت کولو ته اړ کوي، د فحشا په محفلونو کې هغوی ته د جنسي مقاربت کړنې ور زده کوي، په هديرو کې له مړو سره ويده کېږي، ماشومانو ته د انسان د غوښې خوړل ور زده کوي او د اوږدې مودې لپاره یوازیتوب ته مخه کوي.[۸]
د شيطان‌ پرستۍ فرقې غړي د دې بهير له تېرولو وروسته په بې ‌سارې توګه سخت‌ زړي کېږي؛ له همدې امله له هېڅ ډول انحراف، زيان رسولو او شر څخه ډډه نه کوي. د ځينو راپورونو له مخې د دې ډلې يو شمېر غړو د خپلو ميندو لاسونه تړلي او بيا یې داسې جنسي تېري پرې کړي چې د هغوی د مړينې لامل شوي دي.[۹] همدارنګه ځينې راپورونه څرګندوي چې د شيطان ‌پرستۍ د ډلې افراد پر خپلو دوستانو په بشپړې بې‌ رحمۍ سره جنسي تېری کوي او بيا يې تر شکنجې وروسته وژني.[۱۰]
د دې ډلې د سخت‌ زړه والي نورې څرګندې کړنې له قبرونو څخه د مړو را ایستل، پر مړو جنسي تېری او د هغوی پر جسدونو نڅا کول دي.[۱۱]
(۳) د شخصيت کمزوري
د ترسره شوو څېړنو له مخې د شخصيت کمزوري د ټولو شيطان‌ پرستانو تر منځ ګډه ځانګړنه ده. دا ادعا د لاندې مواردو له لارې پياوړې کېدای شي:
(الف) شيطان ‌پالنې او شيطان‌ پرستۍ ته د انسانانو انحراف له شيطان څخه د وېرې او د هغه له شره د پناه غوښتلو له امله رامنځته شوی دی؛ حال دا چې الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا.﴾ ژباړه: «د شيطان تدبير حتما كمزورى دى.»[۱۲]
نو له داسې موجود څخه وېرېدل چې په ځواک او تدبير کې کمزوری دی او د هېڅ ګټې او زيان څښتن نه دی، د افرادو د کمزوري شخصيت څرګندونه کوي.
(ب) ارواپوهان باور لري چې د شيطان ‌پرستۍ ډېر پيروان يا هغه کسان چې د شيطان پرستۍ پر لور د ميلان په حال کې دي، له شخصيتي کمزورۍ سره مخ وي؛ داسې چې د پرېکړې کولو او ارادې لرلو په برخه کې سخت متزلزل وي، له همدې امله ړانده تقليد ته مخه کوي.[۱۳]
(ج) شيطان‌ پرستان زياتره د کمزوري نفس لرونکو کسانو پسې ګرځي؛ ځکه د هغوی جذبول ډېر اسانه وي او ډېرو هڅو ته اړتيا نه لري، په ځانګړي ډول هغه مهال کله چې همدا کسان له معنوي تشې سره هم مخ وي.[۱۴]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[۱]. الحنفي، عبدالمنعم، موسوعة الفرق والجماعات والمذاهب والأحزاب والحرکات الإسلاميه، مخ ۴۸۲.

[۲]. https:/ www.churchofsatan.com

[۳]. الزوبی، ممدوح، عبده الشیطان، مخ ۶۰.

[۴]. هماغه، مخونه ۱۰۵–۱۰۸.

[۵]. «مجلۀ نصف الدنيا»، ۲۰۰۱م، کال ۱۲، ګڼه ۵۸۸.

[۶]. الاعراف: ۱۷۹.

[۷]. د «اللاهوت اليوم» مجلې وېبپاڼه: https://theologoytoday.patsem.edu

[۸]. الحالة النفسية لعبدة الشيطان، ۲۰۰۷م، https://www.sehha.com

[۹]. الزوبي، ممدوح، عبدة الشيطان، مخ ۹۸.

[۱۰]. السعودي، محمد فراس، مَن هم عبدة الشيطان، دمشق: دار المکتبي، لومړۍ چاپ، ۱۴۲۶هـ، مخ ۱۲۲.

[۱۱]. الباش، حسن، عبدة الشيطان وحركات انحرافية أُخرى، مخ ۹۲.

[۱۲]. النساء: ۷۶.

[۱۳]. الضومط، ريما سليم، «عبادة الشيطان شكل من أشكال التمرد على السلطة»، ۲۰۰۷م، https://www.lebarmy.gov.lb/ar ؛ حنفي، عبدالمنعم، موسوعة الفرق والجماعات والمذاهب والأحزاب والحرکات الإسلاميه، مخ ۴۸۴.

[۱۴]. الزوبي، ممدوح، عبدة الشيطان، مخ ۱۳۶.

Leave A Reply

Exit mobile version