لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۱)
(ج) د حسد د مخنیوي لارې چارې
له حسد څخه د مخنوي لپاره دوه لارې شتون لري:
(۱) د حسد د حرمت یادونه
انسان هېرونکی دی، ولې باید داسې نه وي؛ ځکه چې تر دې مخکې زموږ پلار ادم علیه ‌السلام هم هېر کړي و. خدای جل جلاله فرمايلي دي:”وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْماً.”[1]‏ ژباړه: «او په تحقيق سره موږ ادم ته يو حکم کړی و له دې مخکې، خو هېر يې کړ او په هغه کې مو ارادې ټينګتيا ونه موندله.»
په یادونې سره موږ کولای شو هغه څه جبران کړو چې هېرېدنه یې له موږ څخه اخلي. د حسد په صورت کې یو مسلمان ممکن دا درک نه کړي؛ ځکه دا د زړه له اعمالو څخه دی. له همدې امله پر مبلغانو(دعوت کوونکو) واجب دي چې ځان او د اسلامي ټولنې نورو غړو ته د حسد د زیانونو یادونه وکړي او حرمت ورته څرګند کړي؛ ځکه حسد د زړه له محرماتو څخه دی چې ډېری خلک پرې نه پوهېږي. په همدې لړ کې د قران کریم ایتونه او د نبوي احادیثو تکرار چې د حسد حرمت ته اشاره کوي، ډېر ګټور دي چې دا شرعي حکم د اوریدونکي په روح کې ریښې وکړي، هغه له حسد څخه لرې شي او ترې لاس په سر شي. له هغو قراني ایتونو څخه چې د حسد حرمت څرګندوي او تکرار یې په دې برخه کې ګټور دی، کولای شو لاندې ایت ته اشاره وکړو: “وَذَرُواْ ظَاهِرَ الإِثْمِ وَبَاطِنَهُ إِنَّ الَّذِينَ يَكْسِبُونَ الإِثْمَ سَيُجْزَوْنَ بِمَا كَانُواْ يَقْتَرِفُونَ.”[2]‏ ژباړه: «ښکاره او پټه (هر ډول) ګناه پرېږدئ، بېشکه چې د ګناه په لټه کې دي، ژر به د هغو ګناهونو بدله ورکړل شي چې دوی به کول.»
«ښکاره ګناه» د بدن د غړو (عملونو) پورې او «پټه ګناه» د زړه په عملونو پورې اړه لري، لکه باطل نیتونه، کبر او حسد.[3]
پر دعوت کوونکو لازمه ده چې خلکو ته دا تشریح کړي چې حسد د یهودانو له صفتونو څخه و او دا حسد د دې لامل شو چې دوی د رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم له نبوت څخه انکار وکړي. د دې دلیل د الله تعالی په دې قول کې بیان شوی دی: “أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُم مُّلْكاً عَظِيماً.”[4] ‏ژباړه: «او که نه خلکو سره په هغه څه حسد کوي چې الله په خپله لورينه ورکړي، نو موږ خو د ابراهيم کورنۍ ته کتاب او حکمت ورکړی او (لا دا چې) لويه پاچاهي مو ورکړې.»
له دې امله پر مسلمانانو واجب ده چې له یهودي اخلاقو څخه هېڅ یو هم خپل نه کړي، چې د دوی په څېر نه شي.
(۲) ژور او سم ایمان
قوي، سم او رښتینی ایمان د حسد د مخنیوي له مهمو لارو څخه دی او هغه له منځه وړي؛ ځکه ایمان او حسد د یو بل ضد دي. ایمان د اوبو په څېر دی چې کله په ککړ شي توی شي، ککړتیا له منځه وړي. ایمان انسان دې ته اړ کوي چې د قضا او قدر، د الله د ورکړې او منع په اړه نیوکه ونه کړي او د الله په عدالت کې چې نعمتونه یې خپلو بندګانو ته وېشلي ستونزه و نه لري؛ ځکه دا نیوکه د ایمان له حقیقت سره په ټکر کې ده، ان که د حسد په بڼه وي. له همدې امله د سم ایمان او حسد یوځای کېدل د مسلمان په زړه کې ناشوني دي، نو په زړه کې د ایمان ژورول او د هغه د معناوو او غوښتنو یادول د حسد د مخنیوي لپاره تر ټولو مهمې لارې دي. [5]
(۱) مسلمان پوهه او پوهاوی له هر هغه څه څخه ترلاسه کوي چې د ده په شاوخوا کې وي
په مسلمان لازمه ده چې ګټوره پوهه ترلاسه کړي، که څه هم سرچینه یې هر څه وي، خو په دې شرط چې د اسلام له دین سره مخالفت ونه لري. دا درس موږ د قابیل او کارغه له کیسې څخه زده کوو. قابیل ته الله تعالی داسې فکري وړتیاوې ورکړې وې چې بل هېڅ څاروي یا ښکار ‌کوونکي نه درلودې، خو بیا هم هغه ونه توانېده چې د خپل ورور د وژنې بد عمل د کارغه په څېر پټ کړي. هغه دا کار له کارغه څخه زده کړ او د کارغه په څېر یې ترسره کړ؛ دا کار یې په عاجزۍ او پرته له کوم اعتراضه وکړ.
حضرت سلیمان علیه السلام هم سره له دې چې الله تعالی ورته پراخه پوهه ورکړې وه، له هدهد څخه د هغه څه په اړه له زده‌کولو څخه ډډه ونه کړه چې هدهد پرې خبر و او هغه پرې نه پوهېده. ان هدهد سره له دې چې وړوکی او عاجز و له خپلې پوهې سره حضرت سلیمان علیه السلام ته چې لوړ مقام یې درلود ځواب ورکړ او ویې ویل: “أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ”.[6] ژباړه: «زه له يو داسې څه خبر شوم چې ته نه يې ترې خبر.» هدهد دا خبره پرته له دې چې د حضرت سلیمان علیه السلام له ګواښ څخه وېره ولري، په ډاډ سره وکړه، نو پر مسلمان واجب ده چې پوهه تر لاسه کړي او له هر هغه څه څخه حکمت واخلي چې د ده په شاو خوا کې دي،  هغه که حیوان وي که نبات او که بې‌ روحه شی. هستي یو پرانیستی کتاب دی، هر څوک چې لوستل یې زده وي له هغه څخه ګټه اخلي. مسلمان باید د هغه چا له زده کړې څخه انکار ونه کړي چې د تخلیق یا حیثیت له پلوه له هغه څخه ټیټ وي. غرور او ناپوهي باید د هغه مخه ونه نیسي او په هېڅ دلیل له زده‌کړې مخ وانړوي چې له پښېمانانو څخه نه شي.
(۱۱) د پلار حکمت او د کورنۍ په لارښوونو یې اغېز
د حضرت ادم علیه السلام لارښوونه خپلو دوو زامنو ته چې د الله تعالی حضور ته د قربانۍ په وړاندې کولو او د حکمت منلو په اړه وه، د حق د حکمت او د روح او باطني غوښتنو څخه د لرې پاتې کېدو لارښوونه وه. که څه هم په ښکاره یې د قابیل د سرکشۍ مخه ونه نیوله او له جرم څخه یې منع نه شو کړای، خو په هابیل کې یې ښې پایلې وزېږولې. هابیل د ایمان او عقل پر بنسټ دریځ غوره کړ، د رواني تعادل څښتن شو چې  له نفساني غوښتنو او شیطاني وسوسو څخه لرې پاتې شو.
داسې ښکاري چې د حضرت ادم علیه‌ السلام د  کورنۍ نور غړي د همدې لارې پابند وو؛ ځکه قران کریم د قابیل له نافرمانۍ پرته بلې قضیې ته اشاره نه ده کړې.
(۱۲) کورنۍ د ټولنې یو کوچنی انځور دی، له غړو یې د شخړې او ځان غوښتنې تمه کېدای شي
د کور پر سرپرست لازمه ده چې د اولادونو ترمنځ د شخړې او ځان غوښتنې د رامنځته کېدو امکان په پام کې ونیسي، که دا پېښه د انبیاوو علیهم السلام په کورنیو کې شوې ده، نو په نورو کورنیو کې د هغې رامنځته کېدل په لا ډېر احتمال سره شوني دي. نو د کور پر سرپرست لازمه ده چې د خپلو اولادونو چلند له کوچنیوالي څخه تر نظر لاندې ولري، د دوی اخلاق و ارزوي او د روزنې او اصلاح لپاره  یې هڅه وکړي؛ ځکه دا کار که څه هم له نفسونو څخه د شر ریښې نه باسي، خو د هغې اغېزې کموي او که څه هم د جرم  د رامنځته کېدو مخه نه ‌شي نیولی، خو کمولی شي. فکر وکړه که هابیل هم د قابیل د پارونې ځواب ورکړی وای او مقابله یې کړې وای، نو څه پېښه به شوې وای؟
بېشکه حالات به لا خراب شوي وای او ښایي دا د یوې ویجاړونکې جګړې پیل شوی وای چې ټوله کورنۍ یې له منځه وړله او ان تر هغې لا ډېره خپرېدای شوه. دا حالت په هغو ټولنو کې لیدل کېږي چې سمه ایماني روزنه نه لري. دغه ټولنې د جاهلانه مفکورو او تعصبونو لور ته ځي او په پایله کې انتقام، برتري غوښتنه، کینه او تکبر واکمنېږي. څومره بې ګناه روحونه چې د انتقام قرباني شول او څومره باثباته کورنۍ چې کینې او حسد له یو بل جلا کړې، د خپلوانو اړیکې یې پرې کړې، د نېکمرغۍ او ارامۍ ژوند یې برباد کړ.
 دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

. طه/115.[1]

. الأنعام/120.[2]

. محمد جمال الدین، القاسمی، محاسن التأویل، ج7، ص657؛ محمد، رشید رضا، تفسیر المنار، ج8، ص21.  [3]

. النساء/54.[4]

. عبدالکریم، زیدان، المستفاد من قصص القرآن للدعوه و الدعاه، ج1، ص120. [5]

. النمل/22.[6]

Leave A Reply

Exit mobile version