لیکوال: مهاجر عزیزي
د ساینتولوژي رېښې او باورونه (برخه: ۴)
سريزه
د دې څېړنې په تېره برخه کې مو د ساينتولوژي دین عمومي مطالب وڅېړل. په هغه برخه کې مو د دې دین د بنسټ‌ ايښودونکي «اېل ران هابارډ» له خوا د دې دين د رامنځته کېدو تاریخ ته کتنه وکړه او په دې اړه مو څېړنه وکړه چې څنګه د هغه نظریې د وخت په تېرېدو سره د یوه منظم فکري ښوونځي بڼه خپله کړه. دغه ‌راز مو د ساينتولوژي کلیسا جوړښت او فعالیتونه وڅېړل.
په دې برخه کې د دغه ښوونځي اصلي مرکز او فکري بنسټونه چې « ډیانټیکس» نومېږي څېړو. هابارډ ډیانټیکس د « ‌ذهني‌ پوهې» په نوم نوموي. په حقیقت کې دا مفهوم د ساینتولوژي د ټولو درسونو، پروګرامونو او کړنو اساس او بنسټ ګڼل کېږي. لاندې به موږ د ډیانټیکس تعریف، د هغه موخې او علمي پروسې وڅېړو؛ دغه ‌راز د « انګرام»، « اډیټینګ» او « کلیر» ( روښان) حالت به هم تشریح شي. همدا راز به د ساينتولوژي او عصري روان ‌پوهنې او روان ‌درملنې ترمنځ ښکاره ټکر ته کتنه وشي او و به څېړل شي، چې هابارډ او د هغه پلویانو په یوه جدي چلنج بدل کړی دی. په پای کې به د اسلامي ښوونو پر بنسټ د متوازن لید وړاندې کولو لپاره د اسلام بشپړ نظر د «رواني روغتیا» په اړه تشریح شي او عملي حل لارې به یې د ساينتولوژي له ادعاوو سره پرتله شي.
ډیانټیکس څشی دی؟
ډیانټیکس په اصل کې یوناني کلمه ده له “dia” څخه چې له ‌لارې په مانا ده او له “Nous” چې د ذهن یا روح په مانا ده اخېستل شوې ده. په اصطلاح کې ساينتولوژي د « انسان ذهني پوهې» ته ویل کېږي.[1] ډیانټیکس یوه نیمه ‌علمي نظریه ده، چې په (۱۹۵۰ز) کال کې د ران هابارډ له لوري د انسان د روان او ذهن ترمنځ د اړیکو په موخه وړاندې شوې او لیکل شوې ده. دا کتاب د ساينتولوژي دین اساس او بنسټ دی چې د دغه ښوونځي ټولې کړنې او پروګرامونه له همدې کتاب او پوهې څخه سرچینه اخلي.
هابارډ دا کتاب ډېر اسانه او ساده لیکلی چې ان له فزیک او کیما څخه هم ساده دی. دی ادعا کوي چې د ډیانټیکس درسونه او مفهومونه ډېر دقیق او ثابت شوي دي او هېڅ غلطي نه لري. د هابارډ د وینا له مخې دا کتاب ټولو هغو ناڅرګندو سایکوسوماټیک ناروغیو سرچینو ته لاره مومي، چې د ساينتولوژي پلویان یې د ناوړه کړنو اصلي لامل ګڼي. د ده په اند که انسان د دې کتاب له اصولو سره سم په دغو سرچینو کې مداخله وکړي، نو کولی شي تل پاتې او نه بدلېدونکې روغتیا ته ورسېږي. هغه ټینګار کوي چې دا کتاب یوازې د کومې ځانګړې ډلې یا د ساينتولوژي د پلویانو لپاره نه ‌دی لیکل شوی، بلکې د ټول بشریت لپاره دی. د ده په وینا عادي خلک هم د دې کتاب د فنونو او ښوونو په کارولو سره کولی شي له خپلو رواني او ذهني ستونزو څخه خلاصون ومومي.
(الف) د ډیانټیکس موخې
د ساینتولوژيستانو د وینا له مخې، که چېرې یو فرد له ساينتولوژي سره په اړیکه کې شي، د دیانټیکس د روان‌ درملنې له مخې له رواني او روحي ستونزو اد دردونو څخه خلاصون موموي. د ډیانټیکس( د رواني روغتیا پوهې) د ادعاوو له مخې ډېری روحي، رواني او فزیکي ستونزې د « انګرامونو» له امله رامنځته کېږي ( انګرامونه هغه دردناکې او ناخوښې خاطرې دي چې په ذهن کې ثبت شوې دي.)
د ډیانټیکس موخه دا ده چې  ذهن له «انګرامونو engrams» څخه د  «اډیټینګ Auditing» په نوم د یوه ځانکړي بهیر له لارې پاک شي، چې فرد د «clear» په نوم یوه پړاو ته ورسېږي، یعنې انسان له غبرګوني ذهن څخه خلاص شي او له تحلیلي ذهن سره ژوند وکړي؛ ځکه چې ډیانټیکس ذهن په دوو برخو ویشي.
(۱) تحلیلي ذهن: یعنې هوښیار، منطقي، سالم او د هوښیارانه پرېکړو وړ ذهن.
(۲)  غبرګوني ذهن: یعنې غیر صحي، بې شعوره ذهن او د منفي احساساتو او رواني درد سرچینه.
نو د ډیانټيکس روان ‌درملنې موخه پاکوالی دی چې ټول انسانان په دې شرط چې روغ عصبي سیسټم ولري، یوې داسې کچې ته رسوي چې د قناعت وړ او هیله ‌لرونکې پایله ولري.[2]
ډیانټیکس چې د «ررواني روغتیا پوهې» په نوم یادېږي، د ساينتولوژي لپاره یوه قوي او ټینګه تکیه‌ ده، چې د دغه ښوونځي د اعلانونو او د خلکو د جذبولو لپاره کارول کېږي؛ ځکه چې ساينتولوژي خپلې بنسټيزې موخې د انسانانو د روحي او رواني دردونو درملنه ګڼي، په داسې حال کې چې ډېری انسانان د ارامۍ، ذهني سکون او ارام په لټه کې دي او له خطرناکو ناروغیو، لکه رواني ګډوډیو او خپګان سره لاس او ګرېوان دي. خو دا خبره څرګنده ده چې د ډیانټیکس دا بهیر او د هابارډ ادعاوې نه شي کولای انسان له تل پاتې دردونو او کړاوونو څخه وژغوري. دا یوازې یوه نظریه او مشهورتيا ده، نه یوه علمي او ثابته شوې درملنه.
(ب) ډیانټیکس او روان‌ درملنه
کله چې ډیانټيکس د هابارډ له لوري خلکو لپاره ته د  د ذهن او روح د روغتیا د پرمختللې پوهې په توګه د ځانګړو لارو په واسطه وړاندې شو، هابارډ په عملي توګه د روان ‌پوهنې او روان ‌درملنې پر ضد ودرېده او هغه یې ناسم او د روان ‌درملنې د ظالمانه لارو په توګه یاد کړل. د ساينتولوژي کلیسا د یوه راپور په خپرولو سره ادعا وکړه، چې د روان‌ پوهانو د درملنې طریقې وحشي او غیر انساني دي.
ساینتولوژيستان الکترونیکي شاک، نشه ‌یي توکي او د خپګان ضد ګولیو کارول بشپړ ناسم او د انساني کړنو ضد ګڼي، لکه څنګه چې په خپله هابارډ په (۱۹۶۶ز) کال کې د دې لپاره چې ډېر خلک روان‌ درملګرو ته رجوع کوي او له نشه ‌لرونکو ګولیو ګټه اخلي او د خپل دین د بازار د ګرم ساتلو په موخه، پر روان‌ پوهنې او روان ‌درملنې سختې نیوکې وکړې. هغه د ساينتولوژي کلیسا دې ته وهڅوله چې د روان‌ پوهنې او روان‌ درملنې له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړي. که څه هم د ده دې کړنو ښه پایله درلوده، خو و یې نه شو کولای چې د روان ‌پوهنې او روان ‌درملنې بازار سوړ او کمزوری کړي؛ ځکه روان ‌پوهنه او روان ‌درملنه هغه اصیلې او علمي برخې دي چې د نړۍ له ‌خوا منل شوې دي.
روان ‌درملنه د طب د نړۍ له مهمو او بنستیزو څانګو څخه ده، چې د رواني او چلندي ګډوډیو د مطالعې، تشخیص، درملنې او مخنیوي لپاره ځانګړې شوې ده. دا څانګه یوه خیالي یا فرضي رشته نه ده، بلکې پر علمي شواهدو، تجربو، کلینیکي څېړنو، د عصبي علومو، جنیټیک او روان ‌پوهنې پر بنسټ ولاړه ده. روان ‌درملنې په شلمه او یویشتمه پېړۍ کې ځانګړي پرمختګونه کړي دي او نن ورځ د عامې روغتیا نه بېلېدونکې برخه ګڼل کېږي، که څه هم د ساينتولوژي په څېر ډلې دا پوهه ردوي.
په نړیواله کچه، روان‌ درملنه د رواني روغتیا له بحرانونو سره د مبارزې په برخه کې مهم رول لري. دا څانګه د خپګان، دوه‌ اړخه ګډوډي، ذهني ګډوډي (Schizophrenia)  فکري او عملي وسوسې او نورو هغو رواني ګډوډیو په درملنه کې کارول کېږي، چې میلیونونه انسانان یې په ټوله نړۍ کې تر اغېز لاندې دي. څېړنې ښيي چې د درملو او روان‌ درملنې ګډه درملنه کولی شي د ناروغانو د ژوند کیفیت په ځانګړي ډول ښه کړي او له خطرناکو پایلو، لکه ځان‌وژنې، بې ‌کارۍ او د کورنۍ له ړنګېدو څخه مخنیوی وکړي.
سره له دې چې روان‌ درملنه د طب د نورو برخو په څېر لا هم بشپړه نه ده، خو په دوامداره توګه د څېړنو او تجربو پر بنسټ پرمختګ کوي او ورځ تر بلې تکامل مومي. ساينتولوژي د رواني ناروغیو په انکار او د شواهدو پر بنسټ د درملنې د طریقو په ردولو سره نه ‌یوازې دا چې د رواني روغتیا لپاره ګټوره نه ده، بلکې ممکن خلکو ته جدي او سخت زیانونه ورسوي. د روان ‌درملنې پر وړاندې د ساينتولوژي دا یو اړخیز دریځ نه‌ یوازې د پوهې له اړخه اعتبار نه لري، بلکې خپله د ساينتولوژي ځای هم تر پوښتنې لاندې کوي، خو دا حقیقت باید ومنو چې که روان ‌درملنه له اسلامي ښوونو سره یوځای نه شي، نو نه شي کولای چې بشپړه او اغېزناکه ثابته شي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. ساینتولوزی-دیانتیکس، ص ۱۳.

[2]. همان، ص ۱۴.

Leave A Reply

Exit mobile version