لیکوال: خالد یاغي زهي
د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۸)
یلدا د شریعت په تله کې (دوام)
انس بن مالک رضي الله عنه فرمایي: «قَدِمَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا، فَقَالَ: مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟ قَالُوا: كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِي الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّ اللهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا: يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ.» ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته راغی، د مدینې خلکو دوه ورځې درلودې چې په هغو کې به یې جشن او لوبې کولې. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا دوه ورځې کومې دي؟ هغوی وویل: موږ به د جاهلیت په زمانه کې په دې دوو ورځو کې لوبې او جشنونه کول. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی تاسو ته د دې دوو ورځو پر ځای تر هغو غوره ورځې درکړې دي، د لوی اختر ورځ او کوچني اختر ورځ.»[۱]
که په دې حدیث ښه غور وشي، په ښکاره ډول ترې څرګندېږي چې کله نبي کریم صلی الله علیه وسلم مدینې ته تشریف راوړ، د مدینې خلک یې د هغو دوو ورځو له نمانځلو څخه منع کړل چې د هغوی نیکونو به نمانځلې او ورته یې وفرمایل چې ستاسو په دین کې د اختر په توګه نورې ورځې ټاکل شوې دي. صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین هېڅ ډول مخالفت ونه کړ او ویې نه ویل چې نه، موږ دا نه منو، دا زموږ کلتور دی او زموږ د نیکونو دود دی، موږ یې نه شو پرېښودای! بلکې ټولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم پر وړاندې سر ټیټ کړ، خپل ملي اختر یې پرېښود او په هغو اخترونو یې بسنه وکړه چې اسلام ورته ټاکلي وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته دا هم وښودله چې اخترونه او جشنونه د هر دین ځانګړې مسأله ده؛ له همدې امله یې هغوی له خپل ملي اختر څخه منع کړل او ورته یې وفرمایل چې هغه غوره بدیل وګڼئ چې الله تعالی ستاسو لپاره ټاکلی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د «أبدلكم» کلمه وکاروله چې د «تبدیل» له ریښې څخه ده؛ یعنې یو شی پرېښودل او پر ځای يې بل غوره کول، یو کار پرېښودل او بل عملي کول، یو امر پرېښودل او بل منل، خپل ملي اختر پرېښودل او اسلامي اختر نمانځل، د نوروز او یلدا جشنونه پرېښودل او یوازې د فطر او قربان په اخترونو بسنه کول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا وَهَذَا عِيدُنَا» ژباړه: «هر قوم خپل ځانګړی اختر لري او دا زموږ اختر دی.»[۲]
رسول الله صلی الله علیه وسلم په څرګنده توګه په دې حدیث شريف کې فرمایلي دي چې اخترونه او جشنونه د هر دین له ځانګړو خصوصیاتو څخه دي او هېڅوک حق نه لري چې د نورو ادیانو له ځانګړنو څخه پیروي وکړي، بلکې د اختر او جشن په اړه د اسلام دین خپل ځانګړي اخترونه لري، لکه څنګه چې په دې او مخکیني حدیث کې بیان شول. څرګنده خبره ده، لکه څنګه چې د هغوی له نورو ځانګړنو څخه پيروي نه ده پکار او ناروا ده، په همدې ډول د زدشتي دين له جشنونو څخه پيروي هم ناروا ده. دا یو ډېر خطرناک امر دی چې هر مسلمان باید ځان ترې وساتي. کېدای شي ځینې کسان ګومان وکړي او ووايي چې د یلدا شپه خو اختر نه دی! د داسې کس ځواب ډېر ساده دی. لومړی: همدا شخص او د ده په څېر نور خلک په اکثرو مواردو کې نوروز ته اختر وايي او د «عید نوروز» په نوم یې یادوي، نو څنګه تاسو نوروز د اصطلاح له مخې اختر بولئ، خو یلدا اختر نه ګڼئ؟
دويم: د «عید» کلمه یوه عربي کلمه ده چې د تکرار معنا لري، له همدې امله د عید، عودت او عاید کلمې ټولې له یوې ریښې څخه دي او دا ټولې په فارسي ژبه کې هم یوه ګډه معنا لري چې هغه هم تکرار دی. په همدې اساس اختر ته ځکه عيد ويل کېږي چې دا مراسم هر کال تکرارېږي. ابن الاعرابي چې له عربي ژبپوهانو څخه دی، وايي: «سُمِّيَ العِيدُ عِيدًا لِأَنَّهُ يَعُودُ كُلَّ سَنَةٍ بِفَرَحٍ مُجَدَّد» ژباړه: «اختر ځکه عید نومول شوی چې هر کال له نوې خوشحالۍ سره بېرته راګرځي.»[۳]
نو د هغه کس دا ګومان چې وايي د یلدا شپه اختر نه دی، باطل دی؛ ځکه یلدا هم د نوروز په څېر هر کال تکرارېږي، خوشحالي، فرح او سرود پکې ډېر وي او خلک د خپل جهل او ناپوهۍ له امله ارزښت ورکوي. حال دا چې په داسې تشو او بې ارزښته چارو خوشحالېدل هېڅ ارزښت نه لري. رښتینې خوشحالي هغه ده چې د الله تعالی په حلالو او د هغه په اوامرو کې وي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: ﴿قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ.﴾
ژباړه: «ووایه (ای پيغمبره!): د الله په فضل او د هغه په رحمت، نو په دې (قران) دې خوشحاله شي، دا غوره دی له هغه (مال) څخه چې (خلک یې) جمع کوي.»[۴]
اصلي خوشحالي دا ده چې د الله د دین لپاره وي او د الله تعالی اوامر پکې ترسره شي او اصلي خوشحالي دا ده چې انسان له کفر، حرامو او بدعتونو څخه ځان وساتي.
﴿فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا﴾ ژباړه: «نو پدې (قران) دې خوشحاله شي!» نه دا چې په هغو اخترونو او جشنونو خوشحالي وشي چې د الله تعالی د دین خلاف وي او الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ترې منع کړې وي او نه هم په هغو مراسمو خوشحالي روا ده چې د غیر اسلامي دینونو برخه وي او ډېر حرام کارونه پکې شامل وي.
اختر (عید) یعنې په همدې نعمتونو خوشحالېدل، په دین خوشحالېدل او له بدعتونو او خرافاتو څخه لرې پاتې کېدل. امام ابن عابدین رحمه الله تعالی فرمایي: «سُمِّيَ الْعِيدُ بِهَذَا الِاسْمِ لِأَنَّ لِلَّهِ تَعَالَى فِيهِ عَوَائِدَ الْإِحْسَانِ» ژباړه: «اختر ځکه په دې نوم نومول شوی دی چې په هغه کې د الله تعالی احسانونه او نعمتونه هر کال تکرارېږي.»[۵]
رښتینې خوشحالي هغه ده چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سنتو پر اساس وي، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سنت را ژوندي کړي او هره ورځ چې تاسې پکې د الله تعالی نافرماني ونه کړئ، هماغه ورځ ستاسو لپاره اختر دی.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. السجستاني، أبوداود سليمان بن الأشعث، ج۱، ص۴۴۱، الصلاة، باب صلاة العيدين، رقم الحديث: ۱۱۳۶، الناشر: دار الكتاب العربي – بيروت.
[۲]. النيسابوري، أبو الحسين مسلم بن الحجاج القشيري، صحيح مسلم، ج۳، ص۲۱، صلاة العيدين، باب الرخصة في اللعب الذي لا معصية فيه في أيام العيد، رقم الحديث: ۲۰۹۸، الناشر: دار الجيل بيروت + دار الآفاق الجديدة – بيروت.
[۳]. الزَّبيدي، محمد بن محمد بن عبدالرزاق الحسيني، تاج العروس من جواهر القاموس، ج۱، ص۲۱۴۷، باب الدال المهملة، عود، دار إحياء التراث العربي – بیروت.
[۴]. د یونس سورت، آیت: ۵۸.
[۵]. الدمشقي، محمد امين بن عمر، ردالمحتار على الدر المختار، ج۶، ص۱۳۸، كتاب الصلاة، باب العيدين، دار المعرفة – بيروت.
