لیکوال: م. فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (څلورمه برخه)
د نیچه نیهیلیزم
نیچه پوهېده چې هغه خپله یو پیغمبر دی او هغو عکس اخېستونکو چې د هغه څېره انځوروله، دی یې موږ ته د داسې سړي په بڼه ښودلی، چې د تمسخر وړ څېره لري، د (هیپوپوتاموس) یا اوبو اسب په څېر غټ برېتونه او وحشي ځیرې سترګې لري. نیچه تل داسې فکر درلود چې ډیرو قدرمنو لیدونکو لپاره راتلونکی لیکي او ځان یې فیلسوف باله، چې ارزښت به یې یوازې له مرګ وروسته څرګند شي. کېدای شي سل کاله وروسته موږ هماغه مخاطبان وو او هغه د لومړي ستر پسټمډرن په توګه وګڼو.[1]
نیچه د نیهیلیزم پیل په دې کې ویني چې د یونان په کلتور کې د دیونیسوسي خوښۍپال او ژوندپاله چلند د عقلاني او اخلاقي اپولوني لیدلوري له خوا رد او پر ځای شو.
د ده په باور د سقراطي او بیا د مسیحي فکر له راڅرګندېدو سره یوه سقراطي مسیحي مابعدالطبیعه رامنځته شوه، چې د لوېدیځ باطني فکر په توګه یې ارزښتونه زېږول. د نیچه په اند هغه مابعدالطبیعي ارزښتونه چې د سقراطي مسیحي تمدن بنسټ جوړوي، اوس د مډرن تمدن په پای او د پسټمډرن په پیل کې له بحران سره مخ شوي او د خپل انکار پر لور تللي دي. نیچه د سقراطي مسیحي تمدن له خوا د خپلو مابعدالطبیعي ارزښتونو رد، هماغه نهپالنه یا نیهیلیزم ګڼي.
نیچه وایي: ولې باید په دې وخت کې د نیهیلیزم راڅرګندېدل اړین وي؟ ځکه چې زموږ اوسني ارزښتونه دې پایلې یعنې نیهیلیزم ته رسیږي. دا ځکه چې دا پایله د سترو ارزښتونو او لوړو ارمانونو منطقي محصول دی او هرکله چې تر پایه پرې سوچ وکړو، هماغه نیهیلیزم را څرګندېږي. [2]
نیچه د قدرت پر لور اراده کې نیهیلزم په دوو برخو وېشي: فعال او غیرفعال. فعال نیهیلیزم د ځان د نیهیلیزم په توګه او غیر فعال نیهیلیز د کمزورۍ، دنیاوي ټیټوالي او د دنیانیوي اندېښنو د تشوالي په بڼه تعریفوي.
نیچه د اروپا کلتوري حالت په نوې زمانه کې داسې انځوروي: موږ اروپایان د پراخو ورانو په منځ کې ژوند کوو، چې لا هم څو لوړې ودانۍ پکې ولاړې دي؛ خو ډېری یې د ځواک او زوال له امله ویجاړې شوي او یوازې د یوې معجزې په څېر ولاړې پاتې دي، په داسې حال کې چې ډېرې یې پر ځمکه لوېدلې دي؛ دا یو ډیر ژوندی او زړه راښکونکی انځور دی. داسې ښکلې کنډوالې بل چیرې شتون درلود؟ واښو او بوټو هر ځای پوښلی دی، دا ویجاړه شوې ځمکه کلیسا ده. نن موږ ګورو چې د مسیحي ټولنې اصلي ستنې او ژور بنسټونه لړزېدلي، پر خدای باور له منځه تللی او د مسیحي زهدۍ او ریاضت ارمان خپل وروستي منبر ته رسېدلی دی.[3]
هغه د ایډیال په اړه وايي: ایډیال یو دروغ دی چې تر اوسه د واقعیت په مصیبت بدل شوی، انسان یې تر زړه پورې دروغویونکی او مصنوعي کړی دی. دا د هغو ارزښتونو د عبادت د وروستي حد په توګه له هغه څه سره په ټکر کې دي، کوم چې یوازې د انسان د غوړېدنې، راتلونکي او د هغه د ویاړ حق تضمینولی شي.[4]
هغه د انسان په اړه داسې وایي: هغه وخت هم را رسېږي چې د دوه زره کلونو مسیحي توب حساب ورکړو. هغه دروند بار به له لاسه ورکړو چې ژوند مو پرې کاوه. دا یو اوږد وخت دی چې نه پوهېږو څه وکړو؛ نه شاته، نه وړاندې، نه دننه او نه بهر لاره شته.[5]
نیچه ژوند داسې انځوروي: یوه نظريه راڅرګنده شوې او د هغې تر څنګ يو باور هم راغلی. هر څه تش دي، هر څه یو شان دي، هر څه پای ته رسېدلي دي. له ټولو غونډیو غږ راګرځېدلی دی. سمه ده چې موږ حاصلات راټول کړي؛ خو ولې زموږ ټولې مېوې خرابې او تورې شوې دي؟ له شریرې سپوږمۍ څه راپرېوتلي دي؟ زموږ کار ټول بېهوده شوی، زموږ شراب زهر ګرځېدلي، بد نظر زموږ کرونده ووهله او زموږ زړونه په ناڅاپي درد سوځېدلي دي. موږ ټول وچ شوي یو او که اور په موږ کې ولګېږي، خاورې به شو. هو! موږ اور هم تنګ کړی دی. زموږ سترګې ټولې وچې شوې دي.[6]
نیچه د نه پخلاینې وړ نیهیلیزم عقیده داسې ګڼي چې په هغې کې وجود په بشپړ ډول د دفاع وړ نه وي، کله یې چې موږ هغه له هغو لوړو ارزښتونو سره پرتله کړو چې پېژنو یې. برسېره پر دې، دا د دې پېژندنه ده چې موږ هېڅ حق نه لرو د کوم «ماورا» یا «په خپل ذات کې» شي لپاره داسې مقام ومنو چې ګواکې خدایي یا مجسم اخلاق وي.[7]
نیچه د خپل نیهیلیزم په اړه داسې وایي: ژوند د څه لپاره دی؟ هر څه بېګټې دي. ژوند د اوبو پر څپو د خښتو اېښودل دي. ژوند دا دی چې ځان وسوځوې؛ خو بیا هم تود نه شې او هغه لرغوني بې معنی خبرې لا هم حکمت بلل کېږي.[8]
نیچه ځان وژنه داسې توجیه کوي: هيڅوک د خپل زېږون مسوول نه دي؛ خو دا تېروتنه چې کله ناکله په رښتیا تېروتنه ده، جبرانېدای شي. د خپل شر کمول تر ټولو ښه کار دی چې انسان یې کولی شي او په دې کار سره انسان لږ تر لږه د ژوند کولو وړ ګرځي.[9]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. رابینس، دیو. نیچه و مکتب پستمدرن، ترجمۀ ابوتراب سهراب و فروزان نیکوکار. انتشارات فروزان، چاپ اول: ۱۳۸۰، ص: ۲.
[2]. نیچه، فردریک. نیستانگاری اروپایی. ترجمۀ محمدباقر هوشیار. انتشارات پرسش، چاپ، ۱۳۸۲، ص: ۵۶.
[3]. نیچه، فردریک. حکمت شادان. ترجمۀ حامد فولادوند و دیگران. انتشارات جامی، چاپ ۱۱۳۸۰، ص: ۳۴۴.
[4]. نیچه، فردریک. آنک انسان. ترجمۀ رویا منجم. انتشارات فکر روز، چاپ ۱۳۷۴، ص: ۴۵.
[5]. نیچه، فردریک. فردریک، حکمت شادان، ص: ۷۳.
[6]. نیچه چنین گفت. زردتشت. ترجمۀ داریوش آشوری. انتشارات نیلی، چاپ ۱۳۵۲، ص: ۷۸.
[7]. نیچه، فردریک. ارادۀ معطوف به قدرت. ترجمۀ مجید شریف. انتشارات جامی، چاپ ۱۳۷۷، ص: ۲۶.
[8]. نیچه، فردریک. چنین گفت زردتشت. ص: ۲۷۹.
[9]. نیچه، فردریک. غروب بتان. ترجمۀ داریوش آشوری. انتشارات آگه، چاپ ۱۳۸۱، ص: ۱۳۳.


