لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځوسمه برخه)
د فقهې د اصولو علم
د اسلامي تمدن د بېلابېلو لاسته راوړنو له ډلې باید د «د فقهې د اصولو» له علم یادونه وشي؛ هغه علم چې اسلامي امت د تېرو او راتلونکو ټولو ملتونو تر منځ پکې یوازي دی. هېڅ بل ملت د اصول فقه په څېر خپلواک علم نه لري چې له مخې دې یې په دومره دقت او کمال سره دیني احکام او مقررات تنظیم او تثبیت شي.
یاد علم – لکه څنګه چې امام ابن خلدون ورته اشاره کړې – د اسلامي امت د نوو راپیدا شویو علومو له ډلې څخه شمېرل کېږي او له سترو شرعي علومو او تر ټولو ارزښتناکو علومو څخه ګڼل کېږي چې پراخې ګټې لري. د اصول فقه د علم موضوع داده چې څه ډول له شرعي دلایلو شرعي احکامو استنباط شي. په بل عبارت د اصول فقه علم هغه قواعد او دلایل معرفي کوي چې له مخې یې شرعي احکام ترلاسه کېږي. د دې ستر علم د بنسټ اېښودو موخه دا ده چې اسلام او د اسلام احکامو ته خدمت وشي او د انسانانو اختیاري چلند تنظیم شي.
د دې علم لومړنۍ شغلې هغه وخت راپورته شوې کله چې د ځینو فقیهانو ترمنځ د احکامو د استنباط په طریقه کې اختلافات راپیدا شول. یوې ډلې پر هغو اصولو او طریقو تکیه کوله چې نورو فقهاؤ به انکار ترې کاوه. بالاخره دغو اختلافاتو اړتیا پیدا کړه چې باید داسې دلایل او براهین ولیکل شي چې له شرعي پلوه د اعتبار وړ وي، تر څو د صحیح او غیرصحیح ترمنځ توپیر وشي او غوره نظر پر نورو ترجیح ومومي.
د همدې اړتیا له مخې د رسالو په بڼه د فقهې لومړنۍ لیکنې را منځته شوې چې د شرعي دلایلو لپاره د معتبرو او غیرمعتبرو منابعو د تشخیص لپاره اصول او قواعد پکې بیان شوي وو. [۱]
امام «محمد بن ادریس شافعي» لومړنی شخص و چې د اصول الفقه علم لیکلو ته یې ملا وتړله. نوموړي په دې برخه کې مشهور کتابونه ولیکل لکه: «الرسالة، جماع العلم، إبطال الاستحسان او اختلاف الحديث». یاد علم د امام شافعي په هڅو سره وزېږېد او وده یې ومونده. امام ابن خلدون رحمه الله تعالی ویلي دي: «لومړنی کس چې د اصول الفقه علم په برخه کې یې کتاب ولیکه امام شافعي رضی الله عنه و. نوموړي په دې علم کې خپله مشهوره رساله املا کړه، په دې رساله کې یې د اوامرو او نواهی، بیان او خبر، نسخ او په قیاس کې د منصوص علت حکم بیان کړ.»[۲]
وروسته حنفي فقیهانو هم په دې برخه کې لیکنې وکړې، قواعد یې وڅېړل او په اړه یې پراخ بحثونه مطرح کړل. د فقهې د نکتو په استخراج او د فقهې مسائلو د قوانینو د تدوین په برخه کې یې تر نورو لاس بر و.
د دوی له منځه امام «ابوزید دبوسی» چې د احنافو له لویو امامانو څخه و د قیاس په اړه تر ټولو پراخ او ژور بحث وکړ. د ده په لیکنو سره د قیاس اړوند څېړنې او لازم شروط بشپړ شول او له همدې لارې د اصول فقه علم خپل کمال ته ورسېد، مسایل یې منظم شول او قواعد یې تثبیت شول.
له دې وروسته علماوو د متکلمینو پر طریقې تمرکز وکړ. د هغو غوره کتابونو له جملې څخه چې متکلمینو د دې علم په برخه کې لیکلي د «امام الحرمین جوینی» «البرهان» او د امام غزالي «المستصفى» وو.
همداراز د عبدالجبار د «العهد» کتاب او شرحه یې چې د «المعتمد» نومېږي د ابوالحسین بصري له لوري لیکل شوی د معتزلي متکلمینو له آثارو څخه دي. یاد څلور کتابونه: البرهان، المستصفى، العهد او المعتمد» د اصول الفقه د علم اساسات او ارکان جوړوي.
وروسته دوه تنه نور متاخر متکلمان راغلل او یاد څلور واړه کتابونه یې خلاصه کړل:
امام فخرالدین رازي (مړینه ۶۰۶ هـ) په خپل کتاب «المحصول» او امام سیفالدین آمدي په «الإحکام» کې دا کار ترسره کړ.[۳]
د اسلامي مذاهبو ټولو فقیهانو په ډېر جدیت او هلو ځلو سره د اصولو قواعد راایستلې، تر څو د هغه فقیه لپاره یو منظم او دقیق منهج مشخص شي چې غواړي د شریعت له منابعو څخه د انسان د اختیاري کړنو لپاره احکام استنباط کړي.
د دوی دا هڅې د دې لپاره وې چې د فقهې له فروعو څخه د احکامو استنباط باید په ګډوډ او بېقاعدې توګه ترسره نهشي.
د دې ژور فکر او اصولي لید پایله دا شوه چې یو ډېر دقیق، عقلمحوره او بېساري علم وزېږېده چې «علم اصول فقه» نومېږي؛ داسې علم چې په پخوانیو امتونو کې یې هېڅ ساری نه لیدل کېږي.
سربېره پر دې آن غیردیني قانونپوهان هم چې خپل قوانین یې د انساني نظریاتو، تمایلاتو او دنیوي ګټو پر بنسټ تنظیم کړې، مجبوره شوي دي چې د اسلامي اصول الفقه د علم پر عظمت او لوړوالي اعتراف وکړي. هغوی د دې علم له ځینو قواعدو څخه ګټه اخیستې، په ځانګړي ډول د هغو موضوعاتو په برخه کې چې له الفاظو، قیاس، مصالح مرسله او د شریعت د پنځهګونو مقاصدو پر اصولو تمرکز لري لکه: د دین ساتنه، د ژوند ساتنه، د عقل ساتنه، د نسل ساتنه، او د مال ساتنه.
نو هر هغه څه چې همدا عمومي مقاصد یا د هغوی یوه برخه وساتي، مصلحت ګڼل کېږي او هر هغه څه چې دغو مقاصدو ته زیان ورسوي، مفسده ده، البته د دوی ترمنځ په درجه او مرتبه کې توپیر شته.
ځینې مقاصد د ضروریاتو په کچه کې راځي چې تر ټولو لوړه درجه لري او دا پخپله هم په بیلابېلو سطحو وېشل کېږي.
ځینې نور یې د حاجیاتو په مرتبه کې راځي چې منځنۍ درجه لري، او هغوی هم مختلفې درجې لري. او ځینې نور بیا د تحسینیاتو په کچه کې شامل دي چې تر ټولو ټیټه مرتبه او بېلابېل درجات لري.[۴]
له همدې امله د اصول فقه علم یو اسلامي نوښت او د اسلامي تمدن یوه ستره پدیده ده؛ ځکه چې د همدې علم او پکې د کارول شویو اصولو او قواعدو له لارې د اسلامي امت فقهي احکام او اړین مسائل ترلاسه شوي او د مسلمانانو د نوېو او مستحدثو موضوعاتو بېشمېره ستونزې حل شوې دي.
یاد علم د مسلمانانو د مهمو لاسته راوړنو له ډلې څخه شمېرل کېږي، چې د اسلامي علماوو او مفکرینو ژور لید او لوړ دقت ثابتوي؛ لکه څرنګه چې د دې علم د رامنځته کېدو په بحث کې ورته اشاره وشوه او روڼا پرې واچول شوه. اسلامي فقیهانو د اسلامي شریعت پر مهمو منابعو لکه قرآن کریم، د رسول الله ﷺ سنت، اجماع او قیاس تکیه وکړه او د همدې بنسټونو پر مټ وتوانېدل چې د اسلامي اصول الفقه قواعد راوباسي او استنباط کړي.
دوام لري…
مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] – ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۳۸۲، د «الحضارة الإسلامیة» له کتاب څخه نقل، تألیف عبدالرحمن حسن حبنکه المیداني، ص: ۵۱۸
[۲] ـ البته دا یادونه اړینه ده چې د ډېرو حنفي فقهاوو په باور لومړنی کس چې د اصول الفقه په اړه یې بحث او مباحثه وکړه او د لیکنې هڅه یې وکړه، امام ابویوسف رحمه الله تعالی و چې د احنافو له دریو لویو امامانو څخه دی. وروسته بیا امام شافعي رحمه الله تعالی دا کار وکړ. خو له دې امله چې په دې برخه کې د امام ابویوسف تالیف په خپلواکه بڼه تر موږه نهدی را رسېدلی او یوازې د اصولي کتابونو په ضمن کې رانقل شوي دي، نو دا ګومان پیدا شوی چې په دې برخه کې لومړنی مستقل تالیف د امام شافعي رحمه الله تعالی له لوري شوی دی.
[۳] – ابن خلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابن خلدون، ج ۱، ص: ۵۷۶، دارالفکر، بیروت، لبنان.
[۴] – ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 384.


