لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوپنځوسمه برخه)
ژبني علوم
عربي ژبه د قرآن کریم ژبه، د اسلام نښه، د اسلامي تمدن وسیله او د هغه د قوت سمبول دی. عربي ژبه د اسلامي امت په جوړښت او د مسلمان شخصیت په رامنځته کولو کې ستر رول او له نورو تمدنونو څخه د اسلامي تمدن د بیلولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
عربي ژبه ګڼ شمېر علوم لري چې مسلمانو علماوو یې اساس ایښی او همدا علوم د دې ژبې د ودې، پیاوړتیا او د یوې نړيوالې تمدني ژبې په توګه د معرفي کېدو لامل شوې دي، تر دې چې عربي یې د نړۍ پر تر ټولو بډایه او ځلیدونکو ژبو بدله کړې ده. د دې علومو له ډلې تر ټولو مهم هغه یې دا دي:
د نحو علم
د نحو علم چې د «اعرابو» علم هم بلل کېږي د عربي ژبې له تر ټولو مهمو علومو څخه دی. په دې علم کې د عربي جملو جوړښت او د هغوی سموالی او ناسموالی تشخیصېږي او پکې څېړل کېږي چې په جمله کې هره کلمه څه ځای او ځایګاه لري. د دې علم موخه داده چې د جملو په جوړښت کې له تېروتنو څخه ډډه وشي، د متن د صحیح فهم وړتیا پیدا شي او معنا په سمه توګه انتقال شي.
د نحو علم د رامنځته کېدو انګیزه هغه وخت راپیدا شوه کله چې د عربو او غیرو عربو ترمنځ د اختلاط له امله د «لحن» (ژبنۍ تېروتنې) پدیده رامنځته شوه. ډېریو نوو مسلمانانو هڅه کوله چې عربي ژبه زده کړي، خو تېروتنې به یې کولې او همدې چارې د علماوو اندېښنې را وپارولې. له همدې امله علماوو د قرآن کریم د ژبې د ساتنې لپاره قواعد ولیکل، تر څو عربي ژبه له خطا څخه وژغوري او په جمله کې د کلمو وروستي حرکات د هغوی د موقعیت له مخې تنظیم کړي.
خو ابن خلدون رحمه الله تعالی وایي: «علماوو ویره درلوده چې همدا ژبنۍ تېروتنې به د سمو خبرو کولو وړتیا له منځه یوسي او په پایله کې به یې قرآن کریم او حدیث په سمه توګه نه درک کېږي؛ نو هغوی د عربانو له ویناوو څخه عمومي قواعد استخراج کړل، ترڅو له مخې یې نور کلمات هم قیاس شي. مثلاً ویې ویل: «فاعل مرفوع وي»، «مفعول منصوب وي»، «مبتدا مرفوع وي»… او داسې نور…
وروسته کله چې پوه شول چې د کلمو د حرکتونو (اعراب) په بدلون سره معناوې هم بدلېږي، نو دې چارې ته یې د «اعراب» نوم ورکړ او هغه څه یې چې د حرکتونو د بدلون سبب کېږي «عامل» وباله. همدا اصطلاحات یې ترتیب کړل او د «نحو علم» په نوم یې یو ځانګړی علم رامنځته کړ.»[۱]
«ابوالاسود دوئلي» لومړنی کس و چې د نحو علم یې ولیکه؛ نوموړي د «فتحه، ضمه او کسره» مشهور حرکات ایجاد کړل. له ده وروسته نورو علماوو هم د دې علم په برخه کې لیکنې وکړې، تر دې چې د نحو علم د عباسي خلیفه «هارونالرشید» په زمانه کې مشهور امام «خلیل بن احمد فراهیدي» ته ورسېد. لکه څنګه چې امام ابن خلدون وایي «سیبویه» د خلیل شاګرد و، ده د نحو علم ابواب بشپړ کړل، نوي څانګې یې ور زیاتې کړې، ګڼ شواهد او دلایل یې راټول کړل او خپل مشهور کتاب «الکتاب» یې ولیکه؛ هغه کتاب چې له ده وروسته د ټولو نحوي اثارو بنسټ وګرځېد. «ابوالطیب لغوي» یاد کتاب «نحو قرآن» بللی او سیبویه یې تر خلیل وروسته د نحو علم په برخه کې تر ټولو پوه انسان ګڼلی دی.
له دې وروسته «زجاج» «ابوعلي فارسي» او ځینو نورو ژبپوهانو د زدهکوونکو لپاره لنډ کتابونه ولیکل چې د سیبویه پر طریقې ولاړ وو.[۲]
وروسته علماوو هم په دې برخه کې ګڼ شمېر آثار ولیکل؛ له مفصلو او لنډو کتابونو نیولې، تر شروح، حواشي، تعلیقاتو او د شعري شواهدو تر شروحو پورې. وروسته بیا داسې سادهشوي تالیفات هم راپیدا شول چې زدهکوونکو ته یې د دې علم د زدهکړې لار اسانه کړه.
تر ټولو مهم نحوي کتابونه چې د سیبویه له «الکتاب» وروسته لیکل شوي، د امام «ابوعمرو بن حاجب» (وفات: ۶۴۶ هـ) آثار دي. ده دوه مشهور کتابونه ولیکل: په نحو کې «کافیه» او په صرف کې «شافیه» او پر دواړو ګڼ شروح لیکل شوي، په ځانګړي ډول پر «کافیه». همداراز «ابن مالک» هم د نحو مشهوره قصیده «ألفیه» ولیکله چې ګڼو علماوو شرحې پرې ولیکلې؛ د هغوی له ډلې یو یې هم «ابن هشام انصاري» دی چې خپل مشهور اثر «أوضح المسالک إلى ألفیة ابن مالک» یې ولیکه، او همداراز دده نور آثار لکه:«مغني اللبيب، شرح شذور الذهب او قطر الندى وبل الصدى».
ابن عقیل هم «شرح ابن عقیل على الألفیة» ولیکه. په دې توګه د نحو علم بنسټ ایښودل یو تمدني او ستر کار و چې مسلمانانو بېساری مقام پکې درلود.
د عروض علم
عروض هغه علم دی چې له عربي شعر سره ځانګړی تړاو لري. یاد علم هغه اصول څېړي چې له مخې یې د شعر د وزن درستي یا فاسدي معلومېږي؛ په بل عبارت یاد علم د هغو معتبر وزنونو په اړه بحث کوي چې د شعر بنسټ پرې ولاړ وي. د عروض علم د شعر لپاره د میزان او تلې حیثیت لري چې په مرسته یې موزون شعر له ناموزون شعر څخه بیلیږي.
یا په بل تعبیر د عروض علم هغه علم دی چې له مخې یې د عربي شعر صحیح او فاسد وزنونه او همداراز د وزن د بدلونونو لکه «زِحاف» (په وزن کې جزئي بدلونونه) او «عِلَل» (وزن کې کموالی یا زیاتوالی) تشخیص کېږي.[۴]
د عروض علم اختراع او استخراج امام خلیل بن احمد فراهیدي ته منسوبیږي؛ فراهیدي د سیبویه استاد او د «العین» کتاب مؤلف دی، هغه کتاب چې د یوې ژبې لپاره تر ټولو لومړنی جامع لغتنامه ګڼل کېږي.
فراهیدي عربي اشعار وڅېړل او په پنځلسو وزنونو کې یې تنظیم کړل چې هر یوه ته یې د «بَحر» نوم ورکړ. ویل کېږي چې «احمد» د دې علم بنسټ کېښود، «جوهري» تنظیم کړ او «اخفش» د «متدارک» په نوم یو بل بحر ورزیات کړ.[۵]
«حمزه بن حسن اصفهاني» وایي: «د خلیل د عروض له علم پرته په اسلامي دولت کې هېڅ داسې علم نه دی راپیدا شوی چې عربي علومو کې دې یې اساس نه وي موجود؛ خلیل یاد علم نه له کوم فیلسوف څخه اخیستی او نه یې له کوم بل چا تقلید کړی. که د خلیل زمانه له موږ څخه لرې وای، نو ښایي ځینو ملتونو دده په دې کار شک کړی وای؛ ځکه نوموړي داسې ابتکار وکړ چې له خلقت نه دده تر زمانې پورې هېچا نه و کړی، د یوه نوي علم اختراع، د «العین» کتاب بنسټ ایښودل چې په بشپړ ډول د یوه ملت ژبه په ځان کې رانغاړي او همداراز له سیبویه سره د هغه کتاب په لیکلو کې مرسته کول چې د اسلامي دولت زینت بلل کېږي.»[۶]
«یافعي» هم وایي: «خلیل د شعر د صحت او فساد لپاره د عروض علم په اختراع کې هغسې دی لکه څه ډول چې ارسطو د منطق علم په برخه کې دی؛ لکه څنګه چې منطق د مفاهیمو او برهان د صحت معیار دی، همداسې عروض د شعر د وزن معیار دی.»[۷]
روایت دی چې امام خلیل بن احمد رحمه الله تعالی په مکۀ مکرمه کې دعا وکړه او له الله تعالی یې وغوښتل چې داسې علم ورکړي چې له ده وړاندې هیچا ته نه وي ورکړل شوی او خلک یې له ده پرته له کوم بل چا وانخلي. کله چې له حج څخه راستون شو الله سبحانه وتعالی علم عروض ورته الهام کړ. خلیل د صوت او نغمو په علم کې مهارت درلود او همدې پوهې د عروض د پیدایښت لپاره زمینه برابره کړه؛ ځکه چې د دواړو علمونو رېښه یوه ده.
د عروض علم موضوع د ځانګړي وزن لروونکی عربي شعر دی او ګټه یې دا ده چې شعر له نثر څخه بیل شي، له یو او بل سره د د شعري بحرونو د ګډېدو مخه ونیول شي (ځکه چې ډېر ورتهوالی سره لري) او همداراز د وزن له ماتېدو یا نقصان څخه ډډه وشي.
د عروضي وزن پر اساس په صحیح ډول د شعر لوستل، او له شاعر سره د شعر ویلو په برخه کې مرسته کول د دې علم له مهمو ګټو څخه دي؛ ځکه یاد علم سالم او موزون شعر له هغه شعر څخه بیلوي چې وزن یې مات یا ناقص وي.
امام خلیل بن احمد د هغو عربو د ویناوو د څېړلو له لارې چې الله تعالی د شعر ژبه ورته ځانګړې کړې وه، عربي شعر په شپاړس بحرونو (عروضي وزنونو) وویشه. دا بحور عبارت دي له:
طَویل، مَدید، بسیط، وافر، کامل، هَزَج، رَجز، رَمل، سریع، منسرح، خفیف، مضارع، مقتضب، مجتث، متقارب، او متدارک.
وروستۍ بحر «متدارک» اخفش ورزیات او په دې کار سره یې د خلیل بن احمد کار بشپړ کړ.[۸]
امام ابوطاهر بیضاوي همدا شپاړس بحورونه په دوو بیتونو کې داسې راټول کړي دي:
طَویلٌ یمدُّ البَسْطَ بالوَفْرِ كامِلٌ
وَیَهْزِجُ فِي رَجْزٍ وَیُرْمِلُ مُسْرِعا
مَنِ اجْتُثَّ مِن قُرْبٍ لِنُدرِكَ مَطْمَعًا
فَسَرْحٌ خَفِيفًا ضَارِعًا یَقْتَضِبُ لَنَا
د عروض علم په برخه کې ګڼ شمېر علماوو کتابونه لیکلي دي چې تر ټولو مشهورو هغه یې دا دي:
د ابن حاجب او خطيب تبريزي «عروض»، د امینالدین محلي «عروض خزرجی»، او «شفاء العلیل فی علم الخلیل»
او همداراز هغه مطالب چې امام سکاکي په خپل کتاب «تکملة مفتاح العلوم» کې راوړي د دې علم لپاره بسنه کوي.[۹]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] – د ابن خلدون تاریخ، لومړی جلد، مخ: ۷۵۳.
[۲] – هماغه ماخذ، مخ: ۷۵۴.
[۳] – ماذا قدّم المسلمون للعالم؟ مخ: ۳۸۸.
[۴] – هاشمي، سیداحمد، میزان الذهب فی صناعة شعر العرب، مخ: ۱۲، دارالبیروني، دویم چاپ.
[۵] – هماغه ماخذ.
[۶] – ماذا قدّم المسلمون للعالم؟ مخ: ۳۸۸.
[۷] – هماغه ماخذ.
[۸] – میزان الذهب فی صناعة شعر العرب، مخ: ۲۹.
[۹] – ماذا قدّم المسلمون للعالم؟ مخ: ۳۸۹


