لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (لومړۍ برخه)
لنډیز
اسلام د ارزښتناکو نظامونو یوه لویه مجموعه ده، په دې مجموعه کې قضاوت او داوري مهم او بنسټیز مقام لري. ټول معاصر حقوقي نظامونه ځینې داسې اصول او اساسات لري چې ځینې وخت یو له بل سره توپیر لري؛ ځکه چې د دغو مکاتبو رامنځته کوونکو داسې نظریې وړاندې کړې دي چې له یوې او بلې سره جوړې نه راځي.
ځینې کسان پر دې عقیده دي چې جرم د انسان ذاتي تولید دی؛ یعنې دا انسان دی چې جرم ترسره کوي او د ټولنې د وګړو حقونه تر پښو لاندې کوي. بناءً باید انسان ته تربیه او سزا ورکړل شي تر څو یوه سالمه ټولنه رامنځته شي.
خو ځینې نور بیا پر دې باور دي چې دا ټولنه ده چې د جرم د رامنځته کېدو زمینه برابروي؛ کله چې ټولنه د ټولو وګړو حقونه په مساوي ډول نه عملي کوي او اقتصادي بېعدالتي حاکمه وي، نو د جرم د راپیدا کېدو لامل ګرځي. نو بناءً دا ټولنه ده چې باید اصلاح شي، ځکه مجرم د یوې ناسالمې ټولنې محصول دی.
خو د اسلام دین دغو نظریو ته د پای ټکی اېښی او «قصاص» یې یو قانون ګرځولی دی. اسلام قصاص په حدودو او شرایطو پورې تړلی دی، تر څو عدالت پلی شي او د وژنو، ظلم، او ګډوډۍ مخه ونیول شي. د اسلامي قصاص پلي کېدل ټولنې ته بېرته امنیت راګرځوي، د دوام ضامن یې ګرځي او د وینو تویولو، جګړو او بربادۍ ریښې چې د جاهلیت په دوران او نورو ملتونو کې یې دردوونکې بېلګې لیدل کیږي له منځه وړي. د قصاص پلي کېدل نه یوازې د ظلم او تېري مخه نیسي او د ټولنې زخمي احساسات آراموي، په عین حال کې اسلام د دې جرم شخصي اړخ ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده. له همدې امله یې د قصاص سزا د «حق الناس» په توګه قانوني کړې ده، او د مقتول وارثانو ته یې د قصاص حق ورکړی، تر څو د هغوی روحي دردونه او مصیبتونه تسکین ومومي او مسلمانان وکولای شي چې په یوه سالمه، له ګډوډۍ لرې او ارامه ټولنه کې ژوند وکړي او د الله تعالی بندګي ترسره کړي.
سریزه
د اسلامي شریعت له نظره د ټولو انسانانو (نه یوازې د مسلمانانو) مال، ځان، ناموس او عزت د احترام وړ دی. هېچا ته دا حق نه دی ورکړل شوی چې د بل چا پر حریم تېری وکړي او هیچا ته په هیڅ وجه ددې اجازه نده ورکړل شوې چې د خلکو پر مشروع حقونو تېری وکړي.
اسلام د خپلو احکامو د تضمین لپاره تر هر څه وړاندې د پیروانو پر ایمان او اعتقاد ټینګار کوي، او زړونه تسخیروي تر څو په ټولنه کې پیاوړی تطبیقي ضمانت رامنځته کړي. اسلام د جرم او بزهکارۍ د کمولو لپاره تر ټولو زیات پر روحي تکامل، اخلاقي لوړتیا او د مسلمانانو د ایمان او عقیدې پر پیاوړتیا تکیه کوي، او په دې برخه کې تر نورو ټولو مکتبونو ډېر بریالی دی.
مسلمان تل او هر ځای الله تعالی حاضر او ناظر ګڼي او ځان ته اجازه نه ورکوي چې د الله جلجلاله په حضور کې د هغه له قانون څخه سرغړونه وکړي. پر معاد، جزا او ثواب عقیده چې د انسان هر ښه او بد عمل لپاره بدله ټاکل شوې په ټولنه کې د جرم او خیانت کچه تر ټولو ټیټې سطحې ته راولي. اسلام د خلکو پر حقونو د تېري په اړه تر ټولو سختې اخروي سزاوې او عذابونه ذکر کړې دي.
قرآن کریم د قصدي وژنې د اخروي عذاب په اړه داسې فرمایي: “وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا” ژباړه: «او څوك چې قصداً كوم مومن وژني نو سزا يې جهنم دى، تلپاتې په هغه كې، او الله پرې غضب كړى، رټلى يې دى او سترعذاب يې ورته چمتو كړى.»[۱]
همداراز د هغو کسانو په اړه چې ټولنه ناامنه کوي او د وسلې په راایستلو سره خلک ډاروي، الله تعالی داسې فرمایي “إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلاَفٍ أَوْ يُنفَوْا مِنْ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ”
ژباړه: «خبره دا ده چې كوم كسان الله (جل جلاله) او د هغه رسول (صلی الله علیه وسلم) سره جنګيږي او په ځمكه كې د فساد لپاره منډې ترړې وهي نو سزا يې دا ده چې ووژل شي، يا په دار شي، يا يې لاسونه او پښې ردو بدلې غوڅې شي او يا له هیواده وشړل شي دا خو د دوى لپاره په دنيا كې يو سپكاوى دى، او په آخرت كې یه دوى لپاره لوى عذاب وي.»[۲]
خو دا خبره ښکاره ده چې یوازې پر ایمان تکیه او د اخروي سزا او ثواب یادول نشي کولای چې په بشپړ ډول د ظالمانو او مجرمینو له تېري څخه د ټولنې د افرادو حریم وساتي او د ټولنې ارامتیا او امنیت تضمین کړي. آن تر ټولو متمدنو بشري ټولنو کې هم داسې کسان پیدا کېږي چې نه پر آخرت باور لري او نه هم د انسانیت په نوم کوم څه پېژاني. هغوی په وحشیانه ډول د کمزورو او بېدفاع انسانانو پر حریم یرغل کوي، د انسانانو وینه تویوي او کورنۍ بېسرپرسته کوي.
له همدې ځایه ددې اړتیا پیدا کېږي چې د ایمان د پیاوړتیا او له اخلاقي او فضیلتي پلوه د انسانانو د شخصیت د لوړتیا ترڅنګ باید په دې دنیا کې هم د مجرمینو او متجاوزینو لپاره عادلانه او د هغوی له جرم سره مناسبه سزا وټاکل شي، تر څو د ټولو انسانانو حرمت وساتل شي او د ټولنې ارامي تظمین شي.
قصاص په لغت او اصطلاح کې
په هر موجود علم کې ګڼ شمېر ځانګړي اصطلاحات شتون لري چې د هماغه علم د متخصصینو له لوري وضع او جوړ شوي دي. په حقیقت کې د اصطلاحاتو او مفاهیمو پېژندنه د علومو د معما د حل کولو کُنجي(کلي) ګڼل کېږي.
۱. قصاص په لغت کې
قصاص د «قصّ یقصّ» له کلیمې څخه اخیستل شوی چې د یوه شي د نښې او اثر د تعقیبولو په معنا ده.[۳]
قصاص د «ق» په کسر سره د بد عمل یا ګناه په بدل کې سزا ورکولو ته ویل کېږي، قصاص د قاتل وژل، جزا، مکافات یا قاتل او تاوتریخوالي کوونکي ته د سزا ورکولو په معنا راغلی دی.[۴]
قصاص د «حقالعبد» له مخې د ژوند پای ته رسول دي چې د قصدي وژنې په مواردو کې د مقتول د وارثانو له لوري تطبیقېږي.[۵]
همداراز قصاص په لغت کې د اثر تعقیب ته ویل کېږي، سربېره پر دې د ورتهوالي یا مماثلت په معنا هم کارول کیږي.[۶]
په لغوي لحاظ قصاص جزا ورکولو ته هم ویل کېږي، یعنې: د قاتل وژلو، د وهونکي وهلو، د زخمي کوونکي زخمي کولو ته قصاص ویل کیږي.[۷]
۲. قصاص په اصطلاح کې
فقهاء کرامو د قصاص لپاره هماغه لغوي معنا کارولې، خو توپیر یې په دې کې دی چې فقهي اصطلاحي معنا د لغوي معنا په پرتله ځانګړې او محدوده ده. یعنې په فقه کې «تعقیب» یوازې د جنایي موضوعاتو لپاره کارېږي؛ یعنې مجرم ته باید د هغه د ترسره شوي جرم په اندازه جزا ورکړل شي؛ که قتل یې کړی وي، قتل کیږي به او که زخمي کړی یې وي، زخمي کیږي به.[۸]
د قصاص په برخه کې اسلامي فقهاء پر برابرۍ او مماثلت ټینګار کوي، یعنې د ترسره شوي جرم او د مقابل غبرګون (قصاص) ترمنځ باید یو ډول ورتهوالی موجود وي. که چېرې د قصاص په تطبیق کې مماثلت عملي نه شي، نو دا عمل د قصاص له تعریف او مفهوم څخه خارج ګڼل کیږي.
بناءً که په یوه ټولنه کې خلک د یوه جرم تر ارتکاب وروسته، د زخم یا وهلو په بدل کې وینو تویولو او ډلهییزو وژنو ته لاس واچوي، له مجرم یا د هغه له قبیلې څخه غچ واخلي، نو دا قصاص نه ګڼل کېږي. همداراز که چېرې د جرم د عواقبو تعقیب د دیت (خونبها) په ورکولو یا عفو سره پای ته ورسېږي، یا اصلاً د یوه فکري مکتب لرونکې ټولنه کې د جرم تعقیب تر عفوې یا دیت محدود وي، نو په دې توګه د جرم د اثر تعقیب ته په اصطلاح کې قصاص نه ویل کېږي، که څه هم له لغوي پلوه کېدای شي قصاص ورته وویل شي.[۹]
د اسلامي جزایي فقهې د عالمانو له بیان څخه څرګندیږي چې قصاص په اصل کې له مجرم سره د بالمثل عمل ترسره کول دي او د قصاص د تطبیق او عملي کولو پر مهال باید مجرم ته له هغه څه زیاته سزا ورنه کړل شي چې مجنیعلیه (قرباني) ورسره مخ شوی وي. له دې پرته قصاص خپله اصطلاحي معنا او مفهوم له لاسه ورکوي.
دوام لري…
راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] سورۀ نساء، آیت: ۹۳
[۲] سورۀ مائده، آیت: ۳۳
[۳]. میرحسینی، سید حسن، سقوط قصاص، ص ۱۵، چاپ دوم، تهران: انتشارات میزان، ۱۳۸۷.
[۴]. فکرت، عبدالبشیر، اصل قانونیت جرایم و جزاها در شریعت و قانون کامل، ص ۹۱، انتشارات حامد رسالت، ۱۳۹۵.
[۵]. ستانکزی، نصرالله او نور، قاموس اصطلاحات حقوقی کامل، ص ۱۹۷، انتشارات حامد رسالت، ۱۳۸۷.
[۶]. نذیر، امداد محمد، حقوق جزای عمومی، ص ۱۰۸، چاپ دوم، کابل: انتشارات حامد رسالت، ۱۳۹۹.
[۷]. محمد معین، فرهنگ معین، ص ۲۶۷۹، جنوب تهران: انتشارات سپهر، ۱۳۸۳.
[۸]. نذیر، امداد محمد، حقوق جزای عمومی، ص ۱۰۸، چاپ دوم، کابل: انتشارات حامد رسالت، ۱۳۹۹.
[۹]. قیاسی، جلالالدین، مطالعۀ تطبیقی حقوق جزای عمومی اسلام و حقوق موضوعه، ج ۱، ص ۱۰۳، انتشارات پژوهشگاه حوزه و دانشگاه، ۱۳۹۶.
