لیکول: دکتور نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه (شپاړلسمه برخه)
د قران د علمي اعجاز او اثار او اغېزې
د قران د علمي اعجاز په اړه څېړنې د افرادو، ټولنې او اسلامي نړۍ لپاره ګڼې لاسته راوړنې لري، چې لاندې ورته اشاره کوو؛
  • د عصر له علومو سره د متناسبې معجزې څرګندېده
په داسې حال کې چې د پیغبرانو د هم عصره خلکو معجزې په خپلو سترګو لېدې او حس کېدونکې وې، خدای تعالی د دې عصر د خلکو لپاره مناسبه معجزه رسول الله ته ورکړه او هغه د قران علمي اعجاز دی.
د دې زمانې خلک تر هر څه ډېر علمي دلیل ته غاړه اېږدي، نو دا معجزه د دوی له عقل او فطرت سره سمون لري او د قران د حقانیت او د رسول الله د رسالت تایید کوي.
  • د دین او علم ترمنځ د اړیکې ایجاد
خدای تعالی د ایمان لپاره د ځمکو او اسمانونو په پنځونه کې تفکر مهم بللی، تر څو یې خلک پیغمبر او دین ومني.
حقیقي علم نه یوازې چې له دین سره په ټکر کې نه دی، بلکې خپله یې د صحت تایید کوي.
  • د الهي موخو په لوري د علم د تګ لوري سمون
اسلامي امت دا وړتيا لري چې د علم لاره سمه کړي او هغه سمې او رښتینې لارې ته برابر کړي، داسې چې علم د ايمان لور ته ورسيږي، د قرآن شريف د حقايقو پخلی وکړي او د اسلام پر حقانيت يو ښکاره دليل شي.
  • تفکر، تعقل او فکري عبادت ته هڅونه
د اسمانونو او ځمکې په خلقت کې تفکر لوړ عبادت دی او د رسول الله د احادیثو په معانی وو باندې فکر کول د بنده ګي ستره درجه ده.
د علمي اعجاز په اړه څېړنه، دا تفکر او د خدای لور ته دعوت سره یو ځای کوي.
  • نوښت او څېړنې ته د امت تشویق
دغه څېړنې د مسلمانو محققانو لپاره الهام‌بښونکې دي؛ د مؤمنانو په زړونو کې ديني باورونه لا پياوړي کوي، او له بله پلوه، هغو شکوکو ته چې الحاد د علم په نامه ذهنونو ته راوړي، پرېکنده او مستنده ځواب ورکوي.
  • د الحادي شبهو په وړاندې مؤثر ځواب
په ورته ډول اسلام ته د نامسلمانو د دعوت لپاره ښه وسیله بلل کیږي.
7-  محققانو ته په علمي څېړنو کې الهام‌
د خدای تعالی کلام، چې د مخلوقاتو پر رازونو خبرې کوي، مسلمانو محققانو ته یو روښانه لارښود او الهام‌بښونکې سرچینه کېدای شي، څو علمي حقایق کشف کړي او څېړنیزې هڅې یې لا اسانه او مؤثرې شي.
۸. د نوي نسل لپاره د دین او د دیني سرچینو پر وړاندې باور پیدا کول
دغه راز څېړنې د دې لامل ګرځي چې نوی نسل د دین، قرآن او د هغه د سرچینو پر حقانیت باور پیدا کړي او له ذهني شکوکو وژغورل شي.
۹. د علمي اعجاز بدلول یو کفایي فریضې ته، د دین د ساتنې لپاره
د دې موضوع ستر اهمیت ته په پام سره—که په دین، علم، دعوت یا د ایمان دفاع پورې تړاو ولري—په علمي اعجاز باندې څېړنه یوه کفایي فریضه ده، یعنې دا مسؤولیت د امت پر یوه ډله دی او که دا ډله دا کار پرېږدي، پاتې امت ته به مسؤولیت متوجه شي.
۱۰. د دین د ساتنې او د هغه د حقانیت د اثبات لپاره یوه شرعي فریضه [1]
ننګونې او احتیاط
که چېرته د قران علمي تفسیر اصولو او قواعد ته له پام پرته وشي، نو دا نه یوازې چې د ایتونو د ښه مفهوم په ترلاسه کولو کې ګټه ونکړي، ان شونې ده، چې د ایتونو د معنی د ناسمې پوهې لامل شي. په دې اړه ځینې ننګونې په لاندې ډول دي؛
  • غیر علمي او خپلسری تفسیر
که چېرته مفسر علمي وړتیا ونلري، نو تفسیر یې د خپلې خوښې تفسیر ګرځي او علمي ارزښت له لاسه ورکوي.
  • د غیرثابتو نظریو سره ناسم تطابق
د داسې نظریو په بنسټ چې لا هم ثابتې نه دي او وروسته باطلیږي، د قران کرایم اعتبار زیانمنوي.
۳. د قرآن کریم پر ژبه د نويو علمي مفاهیمو تحمیل
ځینې آیتونه د اوسني زمان علمي اصطلاحاتو ته اړول کېږي، حال دا چې دغه مفاهیم نه د قرآن ژبه ده او نه د هغه وخت د مخاطب عرف. دا کار د آیتونو د معناو تحریف سبب ګرځي.
۴. یوه عادي کتاب ته د قرانکریم د مقام را ښکته کول
قرآن کریم د هدایت کتاب دی، نه د فزیک او کیمیا کتاب؛ که له حده زیات تمرکز یې پر علمي اړخونو وشي، نو د قرآن اصلي رسالت، چې هدایت دی، له پامه غورځي.
۵. له قراني نصوص څخه د علمي فریضو مخکې ګڼل
په ځینو مواردو کې، قرآن داسې تفسیرېږي چې د علمي نظریو تابع شي، نه دا چې نظریې د قرآن تابع شي. دا کار نه له علمي اصولو سره سازګار دی او نه له تفسيري قواعدو سره.
۶. د لیکوالانو علمي کمزورتیا
ډېر هغه کسان چې د قرآن د علمي اعجاز په اړه لیکنې کوي، نه په عصري علومو کې تخصص لري او نه په دیني علومو کې. دا علمي-شرعي نیمګړتیا د سختو تېروتنو لامل کېږي.
۷ . د علمي نظریو لپاره د آیتونو معنا تحریفول
ځینې وخت د آیت معنی یوازې دا چې د یوې علمي نظریې سره برابره شي، بدلېږي، دا چار لکه د هغو منحرفو فرقو کار ته ورته ده چې د عقل له افراط سره یې آیتونه تحریف کړل، لکه معتزله.
۸. د علمي ثبوت لپاره د معیار نشتوالی
دا روښانه نه ده چې څوک یا کومه اداره حق لري ووايي چې یوه نظریه “قطعي حقیقت” ده. دا مبهم حالت، د علمي تفسیر بنسټ متزلزل کوي.
۹. نظریې په دیني عقیدو بدلول
کله چې یوه علمي نظریه د قرآن سره برابره شي، نو داسې انګېرل کېږي چې دا نظریه دیني حقیقت دی، حال دا چې دا کار علم او عقیده سره خلطوي او فکري ګډوډي راولي.
۱۰ . اسلام ته د بلنې په برخه کې بې‌اساسه ادعاوې
ځینې کسان علمي اعجاز د اسلام یوازینۍ بلنه ګڼي، حال دا چې ډېری هغه کسان چې اسلام یې قبول کړی، دا کار یې د فطرت، اخلاقو او ایماني دلایلو پر بنسټ کړی دی، نه د علمي اعجاز پر اساس.
11 – د سلفو د فهم صرف نظر کول
هغه تفسیرونه چې د صحابه و او تابعین له فهم څخه مخالف لیکل شوې دي، مردود بلل کیږي، که څه هم په ښکاره له علمي تجربو سره سمون ولري.
نو په همدې اساس د قران د تفسیر اصولو ته پام اړین دی، تر څو هم د قران د شان ساتنه وشي او هم یې علمي فهم په خپل سم مسیر کې وساتل شي. [2]
په پای کې ویلای شو چې د قرآن کریم علمي اعجاز نه یوازې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت د رښتینولۍ انعکاس دی، بلکې دا د یوه داسې دور لپاره د  اعجاز تسلسل او دوام دی، چې د علم عصر بلل کېږي.
د قطعي علمي حقایقو تطبیق پر روحیاني اشاراتو، د قرآن کریم د ژورو او پټو مفاهیمو د کشف یوه لاره ده، چې د وحیې حجیت او ارزښت د نننۍ نړۍ په ژبه بیانوي.
دا مهم بحث؛ ژورو علمي اصولو ته ژمنتیا، پر قرآني ژبه ښه تسلط او د سلفو صالحینو پر تفسيري منهج پوره پابندۍ ته اړتیا لري.
که دا معیارونه وساتل شي، نو د قرآن علمي اعجاز کولای شي؛ د ایمان بنسټونه نور هم ژور او قوي کړي، له الحاد سره د علم ګډوډ شوي تصور ته کرښه واضحه کړي او د قرآن د حقایقو د درک لپاره یوه نو او واضحه دروازه پرانیزي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

([1])  مفهوم از موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة:1/18-19.

([2])  مفهوم و فشرده از: الإعجاز العلمي إلى أين: (ص19-26).

Leave A Reply

Exit mobile version