لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه څلوېښتمه برخه)
الف: د انسان په ژوند کې د مال ارزښت
مال او شتمني د انسان د اساسي اړتیاوو له ډلې څخه دي او له دې پرته ژوند ممکن نه دی، انسان د مال په توسط خپل اړتیاوې پوره کوي. خدای تعالی په قرانکریم کې مال د اولادونو ترڅنګ ذکر کړی او وايي؛ «الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا.»[1]  مال او اولادونه د دنیا ښکلا ده، چې د دوی ژوند ته ښکلا بښي.
خو دا په پام کې نیول اړین دي، چې هغه مال د احترام وړ بلل کیږي، چې له مشروع لارو څخه ترلاسه شوی وي، ځکه د قیامت په ورځ د مال په اړه پوښتنه کیږي، لکه څنګه چې د ابوبرزه اسلمي رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛ «لَا تَزُولُ قَدَمَا عَبْدِ يَوْمَ القِيامَةِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ عُمُرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ، وَعَنْ عِلْمِهِ فِيمَ فَعَلَ، وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ، وَعَنْ جِسْمِهِ فِيمَ أَبْلَاهُ»؛[2] د بنده ګانو پښې به د قیامت په ورځ تر هغو ونه ښوریږي او قدم به وانخلي، تر څو چې ترې د څلورو شیانو پوښتنه نه وي شوې؛ د عمر په اړه یې، چې په څه کې تېر کړ، د عمل په اړه یې چه څه یې کړي؟ د مال په اړه یې چې له کومه یې کړی او چېرته یې لګولی او د جسم په اړه یې چې څنګه یې فنا کړی دی؟
ب) د مال ساتنې ایجابي وسایل (لارې)
اسلامي شریعت د مال د خوندیتوب لپاره مشروع لارو ته هڅونې کړې، چې صنعت، تجارت، کسب او ځینې نور پکې راځي. ابن عاشور د کسب او کار اصول په دریو مواردو کې خلاصه کړې دي؛ ځمکه، کار او پانګه. له دې دریو هر یو یې کولای شي، چې د انسان فردي او ټولنیز ژوند تامین کړي.
خدای تعالی بیا په قرانکریم کې فرمايي: ” هُوَ ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ ذَلُولٗا فَٱمۡشُواْ فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُواْ مِن رِّزۡقِهِۦۖ وَإِلَيۡهِ ٱلنُّشُورُ ” [3]
هغه ذات چې ستاسي لپاره یې ځمکه پسته هواره او تابع کړې ده، د هغې پر سينه باندې ګرځئ او د خداى روزي خورئ، د هماغه  حضور ته ستاسي په دوهم ځل ژوندي كېدو سره ورتګ دى.
همداشان د جمعې په سورت کې د جُمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته په ځمکه کې د کار کولو لپاره د خورېدو امر شوی؛ “فَإِذَا قُضِيَتِ ٱلصَّلَوٰةُ فَٱنتَشِرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَٱبۡتَغُواْ مِن فَضۡلِ ٱللَّهِ وَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ كَثِيرٗا لَّعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ”[4]
بيا كله چې لمونځ تر سره شي، نو په ځمکه کې خواره شئ او د الله فضل ولټوئ. او د الله ډېر ډېر يادوونكي اوسئ. ښايي چې تاسي ته بری په برخه شي.
رسول الله هم خلک د همدې ایتونو په رڼا کې کسب او کار ته هڅول، ځکه د اسلام دین د کار او زیار دی، نه د سستیا او ټنبلۍ.
رافع ابن خدیج وايي، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د تر ټولو غوره کار په اړه پوښتنه وشوه، نو ویې فرمایل؛ «عَمَلُ الرَّجُلِ بِيدِهِ وَكُلُّ بَيعِ مَبْرُورٍ.»[5] تر ټولو غوره کار د انسان د لاس په توسط د روزي ګټل دي، چې حرامو، خیانت او ټګۍ څخه خالي وي.
اسلامي امت په دې اجماع لري، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې څخه بیا تر اوسه تجارت او معاملات روان دي او جواز لري.
په یوه بل حدیث کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی، چې د لاس له زحمت څخه روزي ګټل تر ټولو غوره غذا ده.
مقدام رضی الله عنه روایت کوي؛ «مَا أَكَلَ أَحَدٌ طَعَامًا قَطُّ خَيْرًا مِنْ أَنْ يَاكُلَ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ، وَإِنَّ نَبِي اللَّهِ دَاوُدَ عليه‌السلام كَانَ يَاكُلُ مِنْ عَمَلِ يده.»[6]
هیچا هم د لاس تر مزدورۍ غوره خواړه نه دي خوړلي او له شک پرته داود علیه السلام هم د خپل لاس له خوارۍ څخه ډوډۍ خوړله.
د قرانکریم د نص له مخې داود علیه والسلام زغرې او جنګي وسلې جوړولې او په مستدرک الحاکم کې راځي، چې ادم او ابراهیم علیهم السلام بزګران، نوح ع نجار، ادریس ع خیاط، موسی ع شپون، صالح ع سوداګر او سلمان علیه والسلام پادشاه وو.
زبیر ابن عوام رضی الله عنه هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی، چې ویې ویل؛ «لَأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ حَبْلَهُ، فَيَاتِي بِحُزْمَةِ الْحَطَبِ عَلَى ظَهْرِهِ فَيَبِيعَهَا، فَيَكُفَ اللَّهُ بِهَا وَجْهَهُ، خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَسْأَلَ النَّاسَ، أَعْطَوْهُ أَوْ مَنَعُوه.»[7]
که یو څوک یوه رسۍ واخلي او خس را ټول کړي او بیا یې وپلوري او خپل عزت له دې لارې خوندي کړي، نو دا تر دې ډېره غوره ده، چې خلکو ته د مرستې لپاره لاس اوږد کړي، هغه که خلک څه ورکړي او یا یې هم ورنکړي.
دا ټول قراني نصوص او احادیث د کار او زیار په فضلیت ټینګار کوي او دا څرګندوي، چې شتمني باید له مشروع لارو ترلاسه او په مشروع لارو کې ولګول شي.
صحابه ی کرامو اسلام د رهبانیت دین نه باله او تله یې له حلالو لارو څخه د رزق لټه کوله، عایشه رضی الله عنها وايي؛ «وَكَانَ أَصْحَابُ رَسُولِ اللهِ صَلَّى‌اللَّهُ‌عَلَيْهِ‌وَسَلَّمَ يَتَّجِرُونَ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَيَعْمَلُونَ فِي نَخِيلِهِمْ، وَالْقُدْوَةُ بِهِمْ.»[8]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه و به په وچه یا سمندر کې تجارت کاوه او په خپلو د خرماوو باغونو کې به یې کار کاوه، نو باید د هغوی اقتداء وشي.
یوه صحابه هم له کار او زیار څخه لاس په سر نه شو او نه یې هم د نورو مالونو ته سترګې پټې کړې، بلکې دا کړنې یې وغندلې؛ عمر رض فرمايي؛ «لَا يَقْعُدُ أَحَدُكُمْ عَنْ طَلَبِ الرِّزْقِ يَقُولُ: اللَّهُمَّ ارْزُقْنِي، وَقَدْ عَلِمْتُمْ أَنَّ السَّمَاءَ لَا تُمْطِرُ ذَهَبًا وَلَا فِضَّةً.»[9]
له تاسو یو دې هم له کار او زیار څخه نه لاس پر سر کیږي، چې بیا ووايي، اې الله روزي راکړه! ځکه پوهېږئ، چې له اسمان څخه سره او سپین نه را اوري.
له امام احمد ابن حنبل او ابن عیینه څخه د هغو کسانو په اړه وپوښتل شول، چې کار او زیار یې پرېښی او د توکل ادعا کوي، نو دوی یې په ځواب کې وویل: دوی مبتدعین او داسې فاسد اشخاص دي، چې غواړي د دنیا طبیعي جریان ودروي.
د نسل ساتنه د شریعت له اړینو مقاصدو څخه ده او د خوندیتابه لپاره یې ایجابي او سبلي وسایل ټاکل شوې دي، لکه د زنا حرمت، چې د نسل ساتنې لپاره تشریع شوی دی.
د مال خوندیتوب هم د نورو اړینو مقاصدو په څېر د شریعت ضروري مقصد دی، اسلام یې د ساتنې لپاره سلبي او ایجابي لاړې وړاندې کړي. لکه؛ په ناحقه د بل د مال خوړلو حرمت، د غلا جرم او په وړاندې یې مجازات او ورته نور.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:
  1. قرآن کریم.
  2. البخاري، محمد بن إسماعيل أبوعبدالله (۱۹۸۷) صحيح البخاري، محقق: د. مصطفى ديب البغاء بیروت، دار این کثیر.
  3. ابن عاشور التونسي، محمد الطاهر بن محمد بن محمد الطاهر (۲۰۰۴ م) مقاصد الشريعة الإسلامية، محقق: محمد الحبيب ابن الخوجة، قطر وزارة الأوقاف والشؤون الإسلامية.
  4. الريسوني، أحمد. (۱۹۹۲ م). نظرية المقاصد عند الامام الشاطبي، الدار العالمية للكتاب الإسلامي.
  5. الرازي، أحمد بن فارس بن زكرياء القزوين، أبوالحسين (۱۹۷۹م). معجم مقاييس اللغة، محقق، عبدالسلام، محمد هارون، بیروت، دار الفکر.
  6. الشاطبي، إبراهيم بن موسى بن محمد اللخمي الغرناطي، الموافقات في أصول الشریعة، محقق: أبوعبيدة مشهور بن حسن آل سلمان، دار ابن عفان.
  7. القشيري، أبوالحسين مسلم بن الحجاج النيسابوري (۱۳۳ هـ). صحيح مسلم، لبنان بيروت، دار الجيل.
  8. اليوبي، محمد سعد بن احمد بن مسعود، مقاصد الشريعة الاسلامية وعلاقتها بالادلة الشرعية، ریاض، دار الهجر للنشر والتوزيع.
  9. زرکشي، بدر الدین، محمد بن بهادر، البحر المحیط في أصول الفقه، دار الکتب العلمية، بیروت، لبنان.
  10. غزالي، ابو حامد، محمد بن محمد، المستصفی في علم الأصول، بیروت، موسسة الرسالة.
  11. ابن قیم جوزیة، محمد بن ابی بکر، شفاء العلیل في مسائل القضاء والقدر والحکمة والتعلیل، دار المعرفة، بیروت، لبنان.
  12. آمدی، ابو الحسن سید الدین، علی بن ابی، علی بن محمد، غایة المرام، ناشر: المجلس الاعلی للشئون الاسلامية.
  13. فخرالدین الرازی، ابوعبدالله، محمد بن عمر الرازی، مفاتیح الغیب=التفسر الکبیر، موسسة الراسالة.
  14. ابن حزم، ابو محمد علی بن حزم اندلسی ظاهری، الإحکام في أصول الأحکام، بیروت، دار الجیل.
  15. ابن قیم جوزیة، محمد بن ابی بکر، مفتاح دار السعادة ومنشور ولاية العلم والارادة، قاهرة، دار الحدیث.
  16. محمد مصطفى زحیلی (٢٠٠٦ م) الوجيز في أصول الفقه الإسلامي، دمشق – سوريا، دار الخير للطباعة والنشر والتوزيع.
  17. ابوداود، سلیمان بن الاشعث السجستانی، سنن ابی داود، بیروت، لبنان، المکتبة العصرية، صیدا.
  18. النجدي، سمیع، أهمية المقاصد الشرعية، دار الکتب العلمية، بیروت لبنان.
  19. محمد بن أحمد، أبو عبدالله القرطبي، (١٩٦٢ م) تفسير القرطبي، تحقيق: أحمد البردوني وإبراهيم أطفيش. القاهرة دارالكتب المصرية.

[1]. سورۀ کهف، آیۀ ۴۶.

[2]. سنن الترمذى، أَبْوَابُ صِفَةِ الْقِيَامَةِ وَالرَّقَائِقِ وَالْوَرَعِ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى‌اللَّهُ‌عَلَيْهِ‌وَسَلَّمَ، بَابٌ فِي الْقِيَامَةِ ٦١٢/٢.

[3]. سورۀ ملک، آیۀ ۱۵.

[4]. سورۀ جمعه، آیۀ ۱۰.

[5]. مسند أحمد: ۵۰۲/۲۸.

[6]. صحيح البخاري، كتاب البيوع، باب كسب الرجل وعمله بيده: ۵۷/۳.

[7]. صحيح البخاری: ۱۲۳/۲۱.

[8]. المجالسة وجواهر العل: ۱۲۷/۳.

[9]. أبوحامد محمد بن محمد الغزالي. (بی‌تا)، إحياء علوم الدين، بيروت دار المعرفة. (٦٢/٢).

Leave A Reply

Exit mobile version