لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د ابوحامد امام محمد غزالي رحمهالله ژوندلیک
شپږویشتمه برخه
د کمال او تسلط پر لور د انسان فطري تمایل
د ربوبیت پر لور د انسان د تمایل راز
مولانا جلالالدین رومي د انسان د نفس حقیقت داسې بیانوي:
نفس ما را کمتر از فرعون نیست
لیک او را عون و ما را عون نیست
دا حقیقت ددې څرګندونه کوي چې د ربوبیت او برترۍ غوښتنه د هر انسان په فطرت کې نغښتې ده. بندګي او عبودیت نفس ته درنه ده، خو ربوبیت ورته اسانه او خوږ دی. دا هماغه حقیقت دی چې په قرآن کریم کې د دې آیت شریف په ترڅ کې ورته اشاره شوې ده: «وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي» [۱]
کمالپالنه؛ فطري تمایل او که نهختمېدونکی ميل؟
انسان په فطري ډول کمال خوښوي، خو له دې امله چې مطلق کمال ته نه شي رسېدلی، نو دا ميل په هغه کې هېڅکله نه مړ کېږي. انسان تل د کمال غوښتونکی وي او خوند ترې اخلي، ځکه کمال په خپله یو ارزښت دی، نه بلې موخې ته د رسیدو وسیله.
هر موجود خپل وجود او کمال خوښوي او له فنا تښتي، ځکه فنا د خپل کمال د بایللو په مانا ګڼي. تر ټولو لوړ کمال دا دی چې انسان پر ټولو لوړ واوسي وي او پر ټولو مخلوقاتو غلبه وکړي، یا لږ تر لږه پرې برلاسی واوسي. له همدې امله، انسان په طبیعي توګه غواړي چې پر نورو غلبه ومومي، ځکه غلبه د کمال له مظاهرو څخه ده.
علم؛ پر نړۍ د تسلط یوه وسیله
موجودات د اغېزمنیدو (تاثیرپذیری) او محکومیدو (تسلطپذیری) د څومرهوالي (میزان) له پلوه په درېیو ډولو وېشلی شو:
۱. هغه موجودات چې بدلون نهمني لکه د الله تعالی ذات او صفات.
۲. هغه موجودات چې بدلون مني خو د بشر له لاسرسي پورته دي، لکه اسمانونه، سیارې، او ملکوتي عالم.
۳. هغه موجودات چې انسان یې تصرف کولای شي لکه ځمکه، نباتات، حیوانات، او د انسان زړونه.
کله چې انسان پوه شي چې پر ځینو موجوداتو تسلط نهشي موندلای، نو هڅه کوي چې د هغوی په اړه علم حاصل کړي، ځکه علم پخپله یو ډول تسلط دی. له همدې امله انسان ته د الله تعالی، ملایکو، اسمانونو، او د طبیعت د اسرارو په اړه د مطالعې شوق ورپیدا کیږي.
د پوهېدو دا مینه د انسان د تسلطغوښتنې او کمالپسندۍ له هماغه ژور احساس څخه سرچینه اخلي.
پر اجسامو او مالونو تسلط؛ د قدرت یو مظهر
انسان په فطري ډول غواړي چې پر اجسامو تسلط ولري او تصرف یې کړي. دا تسلط په دوه ډوله دی:
۱. پر اجسامو او مالونو تسلط:
انسان غواړي چې پر هغو شتمنیو، وسایلو او امکاناتو بشپړ واک ولري چې لري یې. آن که کار هم نه ترې اخلي، بیا هم د هغوی له لرلو خوند اخلي؛ ځکه ملکیت پخپله یو ډول قدرت دی او قدرت د کمال له مظاهرو څخه ګڼل کېږي.
۲. پر زړونو تسلط:
په نړۍ کې تر ټولو ارزښتناکه او مهمه شتمني د انسانانو زړونه دي. انسان غواړي چې نور خلک یې ومني، امرونه یې پر ځای کړي او ورته تسلیم شي؛ ځکه دا هم د قدرت او کمال یوه بله بڼه ده.
خو د زړونو تسخیر یوازې د محبت له لارې شونی دی او محبت هغه وخت منځته راځي چې یو کس د نورو په سترګو کې د کمال څښتن واوسي.
ولې انسان له موقف او مقام سره مينه لري؟
موقف او مقام له دې امله محبوب ګڼل کېږي چې د زړونو د تسخیر او پر نورو د سلطې وسیله ده. کله چې قدرت د کمال یوه بڼه وګڼل شي، او کمال محبوب واوسي، نو انسان هم په طبیعي ډول تمایل پیدا کوي چې د موقف او مقام خاوند واوسي.
علم او قدرت دواړه بې پایانه دي، له همدې امله انسان هېڅکله نه پرې مړیږي. رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې اړه فرمایلي دي: «مَنْهُومانِ لَا يَشْبَعَانِ: مَنْهُومٌ فِي عِلْمٍ لَا يَشْبَعُ، وَمَنْهُومٌ فِي دُنْيَا لَا يَشْبَعُ.» یعنې: «دوه حریص کسان هېڅکله نه مړیږي: یو د علم حریص دی چې هېڅکله نه مړیږي؛ او بل د دنیا حریص دی، چې هېڅکله نه مړیږي.» [۲]
لنډیز!
له کمال سره مينه او پر نورو د تسلط ميل د انسان په فطرت کې نغښتی دی. له همدې امله انسان له مال، قدرت او مقام سره مينه لري، ځکه دا ټول هغه وسایل دي چې انسان یې د کمال د ترلاسه کولو لپاره کاروي. که څه هم دا ټول تمایلات فطري دي او الله تعالی د انسان په وجود کې ایښې دي، خو که په سم ډول مهار نه شي، نو انحراف او طغیان ته لاره هواروي.
له همدې امله دا مهمه ده چې انسان خپل فطري تمایلات وپېژني او سم او سالم لور ته یې رهبري کړي. [۳]
د نفس محاسبه؛ د ځان د روزنې او اصلاح یوه مؤثره لار
د نفس د تربیې او آخرت ته د پام د اړولو په اړه د امام غزالي رحمهالله وینا:
امام غزالي رحمهالله د خپل کتاب په مهمو برخو کې خلکو ته نصیحت کوي، وېروي او تشویقوي یې. نوموړی په ډېر فصیح او ژوره توګه د آخرت عظمت، د ایمان او نیکو اعمالو اړتیا، د نفس د اصلاح ارزښت او د معنوي او قلبي ناروغیو زیانونه مطرح کوي.
امام غزالي په دې بحثونو کې په مختلفو بڼو راڅرګندیږي: کله د خوږژبي خطیب په بڼه راڅرګندیږي، کله د دقیق فکر لرونکي عالم، او کله هم د داسې ماهر طبیب په بڼه چې د مخاطب د حالاتو، کمزوریو او پلمو هر اړخیز درک لري.
نوموړی د مهارت، انصاف او بصیرت له مخې د نفس عذرونه او توجیهات څېړي او بیا یې په قوي استدلال سره ردوي. بالاخره د یوه مهربانه روزونکي او زړه سوانده معالج په توګه د نفس د اصلاح لپاره مناسبه درملنه (نسخه) وړاندې کوي.
د امام غزالي نصیحتونه یوازې لنډمهاله اغېز نه لري، بلکې د حکمت او بلاغت یوه خزانه ده. زرګونو خلکو د ده له خبرو ګټه اخیستې او د نفس د اصلاح او دروني بدلون پر لور یې ګامونه پورته کړې دي.
ددې کتاب په «ربع رابع» یا د څلورمې برخې په پای کې یاد مضامین په ډېره غني بڼه وړاندې شوې دي. دلته د هغه له نصیحتونو یو لنډ اقتباس وړاندې کېږي، چیرې چې نفس ملامتوي، لوستونکي له ځان سره خبرو کولو ته هڅوي او هغوی ته د آخرت د کور لپاره د چمتووالي بلنه ورکوي.
د نفس ملامتول او ورسره خبرې کول؛ د معنوي ویښتیا یوه لار
امام غزالي رحمهالله په خپل کتاب کې د «المرابطة السادسة في توبيخ النفس ومعاقبتها» تر عنوان لاندې د نفس د ملامتولو یوه ژوره او اغېزناکه بېلګه وړاندې کوي او نفس ته خطاب کوي:
«ای نفسه! لږ انصاف وکړه! که یو یهودي درته ووايي چې فلاني خواړه تا ته زیان رسوي نو ته صبر کوې او ځان ترې ساتې. نو آیا الله تعالی حکمونه د انبیاوو خبرې چې د معجزو له لارې تأیید شوې دي ستا په نزد د یوه یهودي له خبرو هم کم ارزښته دي؟»
ورپسې خپل استدلال له یوه بل مثال سره غزوي، او وايي: «که یو کوچنی ماشوم درته ووايي چې په جامو کې دې لړم پټ دی نو له ځنډ او شک پرته خپلې جامې له تنه باسې. آیا ستا په نظر د انبیاوو، علماوو، اولیاؤ او حکیمانو خبرې د یو ماشوم له خبرو هم کم ارزښته دي؟ آیا ستا په اند د دوزخ اور، زنځیرونه، د اوسپنې ګرزونه، د زقوم خواړه او ډول ډول نور عذابونه د یوه لړم له نیش څخه هم کم ضرر لري؟ حال دا چې د لړم نیش یوازې یوه ورځ درد لري خو د آخرت عذاب تلپاتې دی!
ستا دا ډول چلند عاقلانه نه دی؛ آن که حیوانات هم ستا له دې حالت څخه خبر شي نو درباندې وبه وخاندي!»
امام غزالي رحمهالله د ژوند د لنډوالي او د مرګ د حتميوالي پر بنسټ نفس ته جدي خبرداری ورکوي چې ولې په عمل کې سستي کوي او مهم کارونه ځنډوي:
«مرګ په کمین کې ناست دی او پرته له دې چې مهلت درکړي له ځان سره دې اخلي. فرض کړه چې سل کاله نور هم ژوند یې، خو آیا له دې سستۍ او غفلت سره به د دنیا له خطرناکې سلسلې څخه ځان وباسې؟»
بیا زیاتوي:
«ته ګومان کوې چې سبا به د نفس مخالفت درته اسانه شي؟ دا یو غلط تصور دی، ځکه الله تعالی هېڅکله داسې ورځ نه ده مقدره کړې او نه به یې وټاکي. د جنت لار له مشقتونو او سختیو ډکه ده او دا سختۍ به هېڅکله پر نفس اسانې نهشي. هر ځل چې وایې: «سبا به دا کار وکړم» نو پوه شه چې نن د پرون سبا دی! که نن یې ترسره نکړې نو سبا به تر دې هم درته سخت وي. شهوت د هغې ونې په څېر دی چې هر څومره ورځې پرې اوړي نو ریښه یې لا ژوره کېږي او له منځه وړل یې سختېږي.»
د نفساني غوښتنو پر ضد مبارزه او د عمر له تېرېدو عبرت اخيستل
امام غزالي رحمهالله له نفس سره محاسبه کوي او ترې پوښتي:
«ای نفسه! که ته په رښتیا په دې حقایقو ایمان لرې نو ولې بیا هم سستي کوې؟ آیا تر دې بل لوی حماقت شته؟»
امام غزالي وروسته د استقامت او صبر د کمزورۍ اصلي علتونه دوه شیان ګڼي:
۱. پټ کفر؛ د قیامت په ورځ پر حساب او الهي جزا کمزوری باور؛
۲. ښکاره حماقت؛ یعنې د الله تعالی پر تدبیر سترګې پټول او د هغه پر عفوې او رحمت بې ځایه اتکا کول، حال دا چې انسان په دنیوي چارو کې آن د کوچنيو بریاوو لپاره هم زیاته هڅه کوي.
امام غزالي دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دې حدیث شریف ته اشاره کوي: «الْكَيِّسُ مَنْ دانَ نَفْسَهُ وَعَمِلَ لِما بَعْدَ المَوْتِ، وَالْعاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَهُ هَواها، وَتَمَنّى عَلَى اللَّهِ.» یعنې: «هوښیار انسان هغه دی چې له خپل نفس سره محاسبه کوي او له مرګ وروسته ژوند لپاره تیاری نیسي، خو نادان انسان هغه دی چې د نفس غوښتنو ته تسلیم وي او یواځې په خپلو امیدونو زړه خوشالوي ش.» [۴]
ورپسې امام غزالي ټینګار کوي چې دنیا د ازموینې میدان دی او باید له فرصتونو یې اعظمي ګټه واخیستل شي:
«خپل قیمتي عمر دې ضایع کړ، داسې لکه د خپلې پانګې ډېره برخه دې چې له لاسه ورکړې وي. نو باید له ناروغۍ څخه مخکې د روغتیا، له بوختیا نه مخکې د فراغت، له فقر نه مخکې د شتمنۍ، له زړښت نه مخکې د ځوانۍ، او له مرګ نه مخکې د ژوند ارزښت وپېژنې. د آخرت لپاره باید هغومره چمتووالی ونیسې، څومره چې هلته ابدي ژوند تېروې.»
د دنیا مثال د ژمي په څېر؛ او آخرت د یخنۍ پر وړاندې یوه خوندي پناه
امام غزالي رحمهالله په دنیاوي ژوند کې د انسان حالت له هغه چا تشبیه کوي چې غواړي د ژمي لپاره چمتووالی ونیسي:
«کله چې د ژمي موسم رانږدې شي، نو آیا چمتووالی ورته نه نیسې؟ آیا خواړه، جامې، تېل، سکاره یا لرګي نه ذخیره کوې؟ آیا کولای چې له دې وسایلو پرته د ژمي یخني وزغمې؟ نو بیا ولې د آخرت لپاره چمتووالی نه نیسې چې د جهنم یخني د دنیا له ژمي څخه په مراتبو سخته ده؟»
امام غزالي توضیح ورکوي چې الله تعالی د بنده ګانو لپاره د ژغورنې لار مشخصه کړې ده:
«لکه څنګه چې الله تعالی په دنیا کې ژمی پیدا کړی او د تودیدو لپاره یې اور چمتو کړی، همداسې یې په آخرت کې هم د نجات لاره مشخصه کړې ده. خو د ګرمو جامو اخیستل او د سوځېدو وسایل چمتو کول ستا وظیفه ده، نه د الله تعالی! نو لکه څه ډول چې الله تعالی د خپلو بندګانو له عبادت څخه بېنیازه دی، همدا ډول یې له عذاب څخه د خلاصون مسؤلیت هم د خپلو بندګانو پر غاړه ایښی دی.»
او په پای کې خپله خبره د قرآن کریم په دې مبارک آیت سره بشپړوي: «مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ، وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ.»
یعنې: «چا چې ښه عمل وكړ نو د خپل ځان لپاره يې وكړ او چا چې بدي وكړه نو (هم) پر هغه ده، بيا به (ټول) خپل رب ته ورګرځول كيږئ.» [۵]
د غفلت پرده څيري کړه!
امام غزالي رحمهالله د دې برخې په پای کې یو ځل بیا نفس مخطابوي او خبرداری ورکوي:
«ای نفسه! د جهل پرده څيري کړه او د آخرت چارې د دنیا له فاني ژوند سره مه پرتله کوه! پوه شه، لکه څه ډول چې الله تعالی د لومړي ځل لپاره پیدا کړې همداسې به دې بېرته را ژوندی کړي. نو همدا نن فرصت غنیمت وګڼه ځکه ښايي سبا هېڅکله رانشي!» [۶)
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱] المستدرک علی الصحیحین للحاکم، حدیث ۳۱۶، صحیح علی شرط الشیخین.
[۲] احیاء علومالدین، جلد ۳، مخونه ۲۴۱–۲۴۴.
[۳] الاسراء: ۸۵.
[۴] الراوي: شداد بن اوس، المستدرك على
الصحيحين، حدیث ۱۹۲، صحیح علی شرط البخاري.
[۵] سورۀ جاثیه، آیه ۱۵.
[۶] احیاء علوم الدین، جلد ۴، مخونه ۳۵۶–۳۵۸.
