ليکوال: عبيدالله نيمروزی

د افغانستان فيلسوف؛ سيد جمال‌الدين افغان رحمه الله

دري دېرشمه برخه

د توفيق پاشا ټاکنه او د حکومت په جوړولو کې د بهرنيو قدرتونو لاسوهنه
توفيق پاشا چې د دولت تر استعفا وروسته د “خديو توفيق” په نامه مشهور شو د نوي حکومت د جوړولو ماموریت یې په غاړه واخیست. نوموړي د کابینې په جوړولو دولس ورځې تېرې کړې؛ دا بهير د دوو بهرنيو وزيرانو له لاسوهنې سره مخ شو. کله چې دا دواړه وزيران د حکومت له جوړېدو وروسته پوه شول چې د ملي شورا او ولسي جرګې شتون د دوی د اهدافو پر وړاندې خنډ دی، نو هڅه یې وکړه چې د تشويق او هڅونې له لارې رياض پاشا قانع کړي تر څو شورا منحل کړي.
د ملي شورا انحلال او د استازو مقاومت
د همدې فشارونو په پايله کې د ملي شورا د انحلال فرمان د مارچ پر ۲۶مه نېټه صادر شو. په سبا یې رياض پاشا د دې فرمان د لوستلو په موخه شورا ته ولاړ؛ خو د عبدالسلام مويليحي او صديق جمال‌الدين په مشرۍ د استازو له مقاومت سره مخ شو. دوی هماغه دريځ خپل کړ کوم چې ميرابو د فرانسې په ملي شورا کې خپل کړی و او اعلان يې وکړ چې د حکومت دا ادعا ناسمه ده چې ګواکې د استازو د وکالت موده پای ته رسېدلې ده؛ ځکه چې د دوی قانوني موده لا نه ده ختمه شوې.
استازو ټينګار وکړ چې شورا به خپل کار ته دوام ورکوي او ناستې به تعقيبوي څو د ملت پر وړاندې خپل مسئوليت ترسره کړي. دغه مقاومت د ملي ځواکونو او استعماري قدرتونو ترمنځ د جدي تقابل پيلامه وه، چې د مصر په سياسي برخليک يې ژوره اغېزه وکړه (حکيم مشرق زمين، ص ۶۰).
ملي شورا؛ له پيله تر ځنډیدو او احيا پورې
اسماعيل خديوي د خپلې واکمنۍ او سلطنت په پيل کې د ۱۲۸۳ هـ  او ۱۸۹۹ م د نومبر پر ۱۹مه د استازو شورا جوړه کړه. دې شورا  ۷۵ غړي لرل چې د درېيو کلونو لپاره به ټاکل کېدل. د استازو د ټاکلو بهير د هېواد په کچه په کليو کې د کلیوالو او علماوو له لوري ترسره کېده، او د قاهرې، اسکندريې او د مياط په څېر ښارونو کې د انتخاباتو د ترسره کولو مسؤلیت د قومي مشرانو او معتبرو کسانو په غاړه و.
شورا به په کال کې دوه مياشتې ناستې ترسره کولې، او دا ناستې به ډېری وخت په پټه توګه جوړېدلې. سره له دې، شورا د پاچا تر نفوذ لاندې وه او د ده واک هيڅ ډول حد او حدود نه درلودل. د ۱۸۷۴ – ۱۸۷۵ م ترمنځ کلونو کې د شورا ناستې بندې شوې، خو په ۱۸۷۹ م کال کې يو ځل بيا استازو ته د خپلو فعاليتونو د پيل بلنه ورکړل شوه. دا شورا که څه هم د حکومت تر نفوذ لاندې وه، خو د خلکو د ويښتيا او د ملي حقونو د تأمین په بهير کې يې مهم رول لوبولی دی (هماغه ماخذ).
د ملي شورا برخلیک ‌ټاکونکې غونډه او له حکومت سره یې جدي تقابل
په دې تاريخي غونډه کې چې د مصر د ملي شورا د استازو له لوري ترسره شوه د ملت د استازو او حکومت تر منځ تقابل اوج ته ورسېد. د داخله چارو وزير رياض پاشا، د سختو خبرو په ترڅ کې استازي تورن کړل چې د فرانسې له ملي اسامبلۍ تقليد کوي، رياض پاشا وویل: “تاسې د ملت استازي غواړئ له هغو استازو تقليد وکړئ چې د فرانسې په پارلمان کې یې د خپل حکومت پر ضد بغاوت وکړ؟ که داسې وي، نو حضراتو! تاسې اوس له دې دستارونو سره چې پر سر مو دي، او له دې جامو سره چې اغوستي مو دي ، د اروپا او امريکا د پارلمانونو له وکيلانو سره ورته ښکارئ!”
دا ډول سپکو څرګندونو د استازو غوسه  او سخت غبرګونونه را وپارول.
د داخله وزير د سپکاوي پر وړاندې د استازو شدید غبرګون
احمد علي عويس: “اې پاشا! تا موږ ته سپکاوی وکړ… دا خبره څه معنا لري؟ ته د هغه ملت د استازو خبرې چې تا او نورو ته مياشتنی معاش درکوي، په بې‌صبري سره ځوابوې او هغوی ته توهين کوې؟”
عبدالشهيد بطرس: “زه د داخله وزير دا ډول څرګندونې د مجلس پر وړاندې سپکاوی ګڼم او غواړم چې دا موضوع د  شورا په حضور کې په رسمي ډول  ثبت شي. دا خبره دې ناوړه ده او شورا يې ردوي.”
شيخ العرب احمد صوفاني: “زه له دې محترم استازي سره موافق يم، د داخله وزير دا ډول سپکاوی دې رد شي. له شورا  غواړم چې د داخله وزير راتلونکی چلند تر څارنې لاندې ونيسي. د مصر ملت ژوندی، بيدار او هوښيار ملت دی او د دوی استازي به د ملت له کرامت څخه دفاع کوي.”
عبدالسلام مويليحي: “موضوع د لباس نه، بلکې د ملت د شعور ده!”
عبدالسلام مويليحي: “اې پاشا! تا واوریدل؟ په بې‌صبرۍ سره د خبرو کولو پايله دې ولېده ؟ لکه څنګه چې مې مخکې وويل، پوه شه چې دا موضوع د لباس نه ده، بلکې د ملت د استازو موضوع ده چې ټول د فکر خاوندان دي. موږ ته د خپل ملت غوښتنې ښې معلومې دي، او زموږ ملت د شعور او احساس له پلوه له نورو ملتونو څخه کم نه دی.
ايا دا د شرم خبره نه ده چې د يوه حکومت د وزير په حیث د انګرېز  او فرانسې له وزیرانو سره ناسته ولاړه ترسره کوې، دا په داسې حال کې چې همدوی دواړه تا او  ستا حکومت ته د تمې په سترګه ګوري؟ تا پرون د مصر ژورنالېستانو ته وويل چې حکومت پرېکړه کړې چې شورا منحل کړي، او هغوی دې وهڅول چې د استازو په ملاتړ هېڅ خبر خپور نه کړي! آيا دا د مصر د ملت سپکاوی نه دی؟
موږ پوهنتونونه لوستي، د عقل او نقل علوم مو زده کړي دي. اوس ته موږ ته ووايه چې تا څه زده کړي او چېرې دې زده کړه کړې ده؟”
شيخ صباجي: “ ده په مفریزه اورطه (د پوځ يوه ساده قطعه) کې زده کړې ترسره کړې دي!”
د داخله وزير غوسه او د استازو يووالی
رياض پاشا: “زه دا ناوړه او له سپکاوي ډکې خبرې ردوم او هېچا ته اجازه نه ورکوم چې دا ډول خبرې وکړي!”
حسن عبدالرازق: “هغه څه چې عبدالسلام مويليحي وويل، زموږ  د ټولو فکر څرګندوي. موږ په يوه غږ دده خبره تائيدوو او مسئوليت یې په غاړه اخلو.”
(د مجلس ټولو غړو په لوړ آواز وويل: “هو! موږ دا ټولې خبرې تائيدوو.”)
د رياض پاشا وتل او د شورا تاريخي پرېکړه
رياض پاشا چې د استازو يووالي سخت غوسه کړی و، د قهر په لهجه وويل: “زه وځم! تاسې مجرمان ياست… تاسې بغاوت او شورش رامنځته کوئ!”
عبدالسلام مويليحي: “ای مصطفی پاشا وهبي! ته چې د شورا منشی يې، پرته له دې چې د وزیر له خبرو کوم څه کم کړې ثبت کړه. بايد د مصر ملت او ټول خلک پوه شي چې وزیر ناپوه او بې‌عقل دی او که د ملت استازي؟”
وروسته عبدالسلام مويليحي د مجلس اداري هيئت ته وړانديز وکړ چې د شورا ناستې بايد له کوم ځنډ پرته دوام ومومي. دا وړانديز په يوه خوله ومنل شو، او پرېکړه وشوه چې د مجلس يوه ‌درېيمه برخه استازي باید په نوبتي ډول د شپنيو مجالسو لپاره پاتې شي، او پاتې نور استازي دي په ورځنیو ناستو کې حاضر شي. همداراز، پرېکړه وشوه چې د هغو استازو لپاره چې د شپې مجلس لپاره پاتې کېږي باید ډوډۍ او نور اړين توکي برابر شي.
رياض پاشا چې د مجلس له مقاومت څخه ستړی شوی و، پاچا ته له ورتګ پرته یې بله لار و نه مونده. نوموړي پاچا ته د استازو هغه پيغام ورساوه چې د فکر او بيان پر آزادۍ ټينګار پکې شوی و، په دې پیغام کې پر بهرنيو کسانو د مالياتو د وضع کولو، او د داخله وزير پر غلطو پاليسيو چې د ملت حقونو ته يې سپکاوی کړی و، اعتراض شوی و.
دا تاريخي غونډه د مصر ملت د آزادۍ او د اساسي حقونو لپاره د مبارزې يو مهم پړاو و.
 (حسونه، محمد امين، کفاح الشعب، لومړی جلد، مخ ۲۳۹).
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version